مسلمانو شخصیتونو غوره ویناوې ۵

په کوم علم چې قران او حديث شاهد نه وي د هغه هېڅ ارزښت نه شته.

( جنيد بغدادي رحمه الله )

درې شيان له درېيو شيانو پرته نه کېږي، يانې حکومت پرته له سياسته، مال پرته له تجارت او علم پرته له درس څخه.

( شيخ سعدي رحمه الله )

د يوه دينې عالم قوت تر ډېرو جاهلانو زيات دى.

your ads

( بسطامي رحمه الله )

علم هغه  د رحمت وريځ ده، چې د رحمت باران ترينه اوري.

( قطب الدين رحمه الله )

د سپکو او باطله خيالاتو په تعقيب کې د خپل ذهن پلوي مه کوه.

( ډاکټر همکار رحمه الله )

بد عالم  هغه دى، چې له اړتيا څخه پرته د اميرانو ملګرتيا کوي.

( سفيان ثوري رحمه الله )

د تعليم او تربيې هدف دا دى، چې ټولنې ته خوشحالي رامنځ ته شي.

( شاولى الله دهلوي رحمه الله )

ښه کتاب د انسان لپاره غوره سرمايه ده.

( علامه اقبال رحمه الله )

تعليم او تربيه د دنيا او آخرت د کاميابۍ وسيله ده.

( امام  غزالي رحمه الله )

دشتمنو دښمنان ډېر وي او د عالمانو دوستان.

( علي رضى الله تعالى عنه)

ښه کتاب بهترين  او غوره دوست دى.

( علامه اقبال رحمه الله )

غوسه مه کوه او صبر وکړه ځکه چې عمر بېخې لنډ دى.

(ډاکټر  همکار رحمه الله )

يواځې عالم په دې پوهېږي، چې زه نه پوهېږم نه جاهل.

(  فضيل رحمه الله )

وخت هېڅکله هم بېرته نه راګرځي، د وخت ارزښت و پيژنئ.

( حارث بن سعيد رحمه الله )

مسؤوليتونه له وختونو څخه زيات دي بل سره د وخت په ګټې اخيستلو  کې مرسته وکړه او که خپله کار لري په  سرته رسولو کې بېړه وکړئ.

( شيهد حسن رحمه الله )

د وخت قدر او درناوى کوي،  ځکه وخت هېچا ته انتظار نه کوي.

( لقمان حکيم  رحمه الله )

خپل کار  همدا اوس سرته ورسوه او د نن ورځي کار سبا ته مه پرېږده.

( ډاکټر همکار  رحمه الله )

مشغولتيا  که زحمت زېږوي؛ خو بې کاري فساد زېږوي.

( عمر رضى الله تعالى عنه)

د ژوند هره ورځ وروستۍ ورځ وګڼه.

( عثمان رضى الله تعالى عنه)

په کوم زړه چې نصيحت اغېزه نه کوي هغه له ايمان څخه خالي بلل کېږي.

( ابوبکر صديق رضى الله تعالى عنه)

يو داسې ګټور کسب او کار زده کړه، چې له تا سره سمون خوري  او داسې ګټور  کار وکړه، چې ستاسو دسوکالۍ سبب شي.

( ډاکټر همکار رحمه الله )

غوره هوښيار هغه دى، چې هر څه ته د عبرت په سترګه ګوري.

( مولانا ابو الکلام ازاد رحمه الله )

احتياج او اړتيا عقل کمزورى کوي.

( لقمان حکيم  رحمه الله )

موږ کولى شو، چې د عقل او پوهي په  واسطه  مخلوقات تابع کړو.

( علامه اقبال رحمه الله )

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب