مسجد څه ته وايي؟ د مسجد مهمې ځانګړتیاوې

د مسجد د تعریف په اړه علماء داسې وايي چې: مسجد د مسلمانانو هر هغه ځای ته ویل کیږي کوم چې د پینځه وخته لمانځه لپاره موقوف (وقف او ځانګړی) کړای شوي و ي او یو ټاکلی امام او مؤذن ولري.

لدې پرته په عربي ژبه کې د مسجد لپاره یوه بله کلیمه هم کارول کیږي چې (مُصَلَّی) هم ورته وايي او د لمونځخونې(نمازخانې) په معنا سره راځي، دلته په دې لنډه لیکنه کې غواړو د مسجد او د لمانځه لپاره د عامو تعین شویو ځایونو تر منځ پر یو لړ توپېرونه او تفاوتونو له تاسې درنو لوستونکو سره شریک کړو.

په اسلامي شریعت کې مساجد یو لړ خصوصیات او ځانګړتیاوی هم لري چې دلته به د هغې له جملې څخه یواځې د پنځو یادونه کوو.

1 – مسجد هر هغه ځای ته ویل کیږي چې چېرته د جماعت (د جَمعې) لمونځ تر سره کیږي.
2– بله ځانګړتیاېې داده چې: د مسلمانانو مسجدونو ته به کافر، جنوب او حیض لرونکې مېرمنې نه راننوځي او د دوي ننوتل ورته ناروا دي.

3 – بله مهمه ځانګړنه ېې داده چې: په مساجدو کې به اعتکاف تر سره کیږي.

4 – څلورمه ځانګړنه ېې داده چې: تحیةُ المسجد به پکې تر سره کیږي. [تَحِیةُ المسجد هغه دوه رکعته لمانځه ته ویل کیږي چې مسجد ته د ننوتلو سره سم او د کېناستلو څخه وړاندی تر سره کیږي] .

5 – د مسجد بله ځانګړتیا دا ده چې په هغه کې به یو څوک خپل مال نه خرڅوي او نه به ېې اخلي(تجارت به پکې نه ترسره کوي) او نه به هم د ورک شوي مال لپاره به پکې اعلانونه کوي تر څو خلک خبر کړي. خو که چیری د لمانځه لپاره ځانګړی شوي ځایونه دا پورتنۍ ځانګړتیاوی ونلري؛ نو دا ډول ځایونه بیا یواځې لمونځخوني(نمازخانې) دي او دا پورتني فقهي احکام بیا د هغوي لپاره ندي.

په پای کې ددې خبری یادول هم اړین بولو چې پر مونږ مسلمانانو باندی دا لازمه ده تر څو هڅه وکړو چې خپل لمونځونه په جمعې سره هر چېرته چې اوسو ترسره کړو که څه هم چې په یو داسې ځای کې هستوګنه ولرو چېرته چې هیڅ مسجد شتون ونلري.

لیکنه: فضل الله(ممتاز)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب