مرکانتلیزم څه ته وايي؟ Mercantilism

مرکانتلیزم د اقتصادي باورونو د تاریخ هغه پړاو وو چې پکې د اقتصادي هوساینې لوی لامل پر نورو ټولنو د سوداګریز مزیت درلودل ګڼل کېدل. په دې مانا چې د نوموړې نظریې د پیروانو په اند د یو هیواد د وراداتو څخه د صادراتو زیاتوالی او له دې لارې د ډیرو قیمتي فلزاتو او سرو زرو لاس ته راوړل د یو هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین وو. دا چې د وارداتو څخه د صادراتو زیاتوالی یا د سوداګرۍ د مثبت بیلانس ساتل د نړیوالې سوداګرۍ د غښتلي کولو او چټکتیا غوښتنه کوي ځکه خو د نوموړي نظریې پلویانو د نړیوالې سوداګرۍ په تقویه کولو ټینګار کاوه او له همدې امله د نوموړې اقتصادي مکتب پلویان سوداګر ګڼل کیږي. البته دا سوداګري باید په داسې ډول وي چې تل پکې د یو هیواد صادرات د وارداتو څخه زیات وي.
له لوستونکو سره شاید پوښتنه پیدا شوي وي چې د د مرکانتلیزم د اقتصادي مکتب د را مينځ ته کېدول لامل څه وو؟ په ځواب کې یې باید ووایو چې د شپاړلسمې پېړۍ په پیل سره د اقتصادي منابعو په لاس ته راوړلو کې د اروپایي هیوادونو تر مینځ سیالي پیل شوه. همدارنګه په دغه پېړۍ کې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا په لړ کې د نوموړو هیوادونو تر مینځ سوداګرېزې راکړې ورکړې پیل او د دغه سوداګریزو راکړو ورکړو په ترڅ کې د پخوانیو اقتصادي باورونو سره په توپیر؛ هر هیواد هڅه کوله چې د نورو څخه زیات اقتصادي منابع په ځانګړي ډول سره زر تر لاسه کړي.

له بله اړخه پخوا به د نوموړو هیوادونو واکمنانو د جنګ لپاره د خپلو وګړو او کورنیو منابعو څخه ګټه اخیستله خو د ځینو اروپایي هیوادونو د مستعمراتو په زیاتیدو سره د نوموړو هیوادونو پوځ منظم او هغوی ته تنخوا او نور اړین شیان ورکول کېدل. دغه چارې د ډېرو لګښتونو په لرلو سره په نوموړو هیوادونو کې د دغه لګښتونو د تمویل انګېزه رامینځ ته کړه او د دغه تمویل ځواک یو هیواد ته د ډېرو قیمتي فلزاتو په ځانګړې توګه د سرو زرو راتګ وګڼل شو. د همدغه ټکو په پام کې نیولو سره هیوادونو د سرو زرو د زېرمو زیاتول د خپل ملي اقتصادي سیاست یوه لویه برخه وګرځوله. په دې لړ کې هغه هیوادونو چې د سرو زرو د زېرمو د کموالي سره مخ وو داسې سیاستونه پر لار واچول چې له مخې یې نوموړي هیوادونو ته د سرو زرو راتګ پیل شي. دا چې هغه وخت توکي او خدمات د قیمتي فلزاتو او سرو زرو په وسیله تبادله کېدل نو؛ یو هیواد ته د سرو زرو راتګ د مثبت سوداګریز بیلانس لرل وګڼل شو.
د سوداګرانو د اقتصادي مکتب یا مرکانتلیزم لویه ګروهه دا وه چې قیمتي فلزات او سره زر د یو هیواد یوازینۍ شتمني ده او ټول اقتصادي سیاستونه باید داسې په لار وا چول شي چې د نوموړو منابعو د راټولیدو یا تجمع لامل شي. هغوی دغه شتمني د خپل واک او ښکېلاک د پراختیا او دوام لپاره اړینه ګڼله آن تر دې چې د یو هیواد سره د جګړې په ترڅ کې یې هم د هغوی سره سوداګریزې اړیکې ساتل غوره بلل او په دې عقیده وو چې جنګ جګړه باید د سرو زرو د لاس ته راوړلو په موخه د هیوادونو تر مینځ دغه ډول اړیکې زیانمنې نه کړي.

سوداګران یا مرکانتلیستان په دې اند وو چې د اړتیا وړ هغه خامو توکو باندې چې د هیواد دننه نه پیداکیږي باید ګمرکي محصول وانخیستل شي. سوداګران د کورني تولید د حمایوي سیاست پلویان او په دې اند وو چې د مثبت سوداګریز بیلانس د ساتلو په موخه باید هیواد ته د لوکسو او تجملي توکو د ورود مخه ونیول شي او هغه وارداتي توکي چې ډېره اړتیا ورته نه وي باید د لوړو تعرفو او ګمرکي ونډو(سهمیو) له لارې یې مخه ونیول شي. سوداګران په دې اند وو چې د سوداګرۍ چټکه وده په دوران کې د پیسو د چټک ګرځېدو لامل کیږي، د هغوی په اند کله چې نور شیان ثابت وي او د پیسو اندازه زیاته شي نو دا چاره د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لامل کیږي یا په بله مانا د پیسو د عرضې د زیاتوالي او د اقتصادي فعالیتونو د حجم تر مینځ مستقیمه اړیکه شته. همدارنګه سوداګران په دې اند وو چې ډیری وختونه په دوران کې د پیسو زیاتوالی د بیو د لوړوالي لامل کیږي.

سوداګران په یو اقتصادي جریان کې د تولید په اهمیت ګروهمن وو او تولید یې د قیمتي فلزاتو د لاس ته راوړلو او د قدرت او واک د دوام مهم لامل ګڼلو او ویل یې چې د تولید د زیاتوالي په موخه باید د تولید د عواملو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي. دوی د تولید یو مهم عامل یعنې کار په دوه برخو تولیدي او غیر تولیدي ویشي. بزګران، سوداګر، صنعتکاران او نور هغه وګړي چې د صادراتي توکو په تولید بوخت وي د سوداګرانو په اند په تولیدي ځواک کې راځي او هنرمندان، ډاکټران او نور داسې وګړي غیر تولیدي کاري ځواک ګڼل کیږي. یعنې ویلی شو چې سوداګران د خدماتو او چوپړتیاوو تولید؛ تولید نه ګڼي او وایي چې دولت باید دغه کاري ځواک د غیر تولیدي فعالیتونو څخه کرار کرار د تولید برخې ته ولېږدوي. د کاري او تولیدي ځواک د لاس ته راوړلو په موخه سوداګران مهاجرت یوه غوره لار بولي. د سوداګرانو په اند مهاجرتونه او په کم عمر کې ودونه کولای شي د کاري ځواک شمېز زیات کړي او دا چاره په خپل وار سره د مزدونو د کموالي په ترڅ کې د تولید لګښتونه را کموي.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب