محجبه سکرتره يم: زما د کار حکم څه دی؟

پوښتنه:

زه په شرعي حجاب يوه ملتزمه پيغله يم، او په يوه  دفتر كې  د  يوه سړي سره  د سكرترې په حيث كاركوم ، ځيني وخت ساعتونه د كارونو د تعقيب په موخه يواځې تيريږي  نو پدې اړه د دين څه نظر دى؟

م. ر. له کابل څخه

ځواب:

نحمده و نصلي علي رسوله الكريم و بعد:
 دا ښكار ه خبره ده چې حجاب يواځې  له پرديو څخه د جسم پټوالى ندى  ،  بلكې  د حجاب له  هغوبنسټونو نه دادي چې  د فتنې په له منځه وړلو او  ټولنه له فساد نه  په ژغورلو كې  مرسته كوي: له پردې سړي سره  خلوت نه كول دي. زيات احاديث  له دې خطر څخه  په نهي كې  راغلي دي : (لا يَخلوَنَّ أحدُكم بامرأة إلا مع ذي مَحرم) رواه البخاري ومسلم  يعنې هيڅ يو له تاسې دې  يوې ښځې سره له محر م پرته نه ځانله كيږي. او د طبراني په روايت كې دي ( إيّاك والخلوةَ بالنِّساء ، فوالذي نفسي بيده ما خلا رجل بامرأة إلا دخل الشيطان بينهما) ځان د ښځو له خلوت نه وژغوره ، قسم په هغه ذات چې  زما  ساه د هغه په بلاكيفه يد كې دى هيڅكله يو تن يوې ښځې سره نه ځانله كيږي مګر شيطان د  دوى ترمنځ مداخله كوي.
او جنسي غريزه  د خپلې خوښې  د لاسته راوړو لپاره له هر فرصت نه ګټه اخلي، لدې كبله  اسلام  نظر (كتل)،  لمس ( سره لګيدل)، په آواز كې  نرمي او  خلوت( ځانله كيدل) حرام كړي دي. او په ابوداؤد او نسائي كې دي چې : (أن رجلاً من الأنصار مَرِض حتى صار جلدة على عظم، فدخلت عليه جارية تعودُه وحدَها فهشَّ لها ووقع عليها، فدخل عليه رجال من قومِه يعودونه فأخبرَهم بما حصل منه وطلب الاستفتاء من النبي ـ صلّى الله عليه وسلم ـ فقالوا لرسول الله : ما رأينا بأحد من الضُّر مثل ما الذي هو به، ولو حملناه إليك لتفسّخَتْ عظامه، ما هو إلا جلدة على عظم، فأمر رسول الله صلى الله عليه وسلم بإقامة الحدِّ عليه، بضربه بمائةِ شِمراخ ضربةً واحدةً ) يو  انصاري داسې مريض شو  چې پوستكى يې  هډوكي پورې نښتى و ، يوه نجلۍ يې پوښتنې ته ورغله يواځې وه  نو هغه ورته ولمسيده او زنا ترې وشوه ، بيا د  هغه د قوم خلك د ده پوښتنې ته راغلل  ده هغوي خبر  كړل چې  داسې پيښه ترې شوې ده  او د نبي- صلى الله عليه وسلم  –  څخه يې استفتاء وغوښته نو هغوى رسول الله ته وويل :  چې دى ډير ژوبل دى چې مونږ داسې څوك ژوبل ندى ليدلى  او كه را پورته يې كړو  هډونه يې سره خيژي ، دى صرف هډ دى چې پوستكى پرې نښتى دى  نو رسول الله –صلٰٰٰى الله عليه وسلم- امر وكړ چې حد پرې قايم كړئ  په داسې شاخ يې يو ځل ووهئ چې سل لښتې ولري.

دخلوت فرصتونه:
نن سبا د دوو جنسونو ترمنځ خلوت په كورونو ، هوټلونو، دريل په بندو دفترونو، ځانګړو موټرو، او برقي لپټونو كې  او ان له نظرونونه په ليرو خلوتي ځايوكې تر سره كيږي.

مطلق خلوت حرام دى:
مطلق خلوت حرام دى كه  څه هم چې بي حجابي او  پارونكي خبرې ورسره نه وي او دا د يوه سړي او يوي ښځې  په يواځې كيدو سره ،يا يوه ښځه له دوه سړيو سره ،يا دوه ښځې د يوه سړي سره  د ځينو په وينا ، كه  څلور تنه و او يا زيات و ، نو كه يوسړى  له ډيرو ښځو سره وي روا دى ، او همدا راز  كه د دواړو  اړخونو شمير  برابر و   ، او  كه يوه ښځه له ډيرو سړيو سره وي نو كه دوى په بدكار  د اتفاق نه په امن و روا دى. دغه راز فقهاو تحقيق كړى دى.

خلوت ناروا دى:
خلوت له ضرورت پرته روا ندى ،  او د روزي ګټل په داسې كار چې  خلوت ورسره راځي  حتى كه په ځينو وختو كې هم وي له ضرورت څخه نه دى، لكه  د خصوصي معلم خلوت له متعلمې   سره  له ضرورت څخه نه دى  ، ځكه كيداى شيطان يې پر نفس  له علم څخه ډير  اغيزمن وي ، له سلفو څخه د عمر بن عبدالعزيز  وينا نقل دى: (لا تخلونَّ بامرأة وإن علَّمتْها سورة من القرآن)  له پردۍ ښځې سره  خلوت ونكړې كه څه هم  چې هغې ته د قرآن كوم سورت ور زده كوې.
او د مخدومې  له خادم سره خلوت ،يا د مخدوم د خادمې سره خلوت په ضرورت كې نه راځي او څومره بدې پيښې  له همدې خلوت نه راولاړې شوي دي .  دغه خادمانې  په ملك يمين  مملوكې ندې  ترڅو يې  له  مولا سره خاص وضعيت وي ، بلكې دوى پردۍدي  پردوى  د نور و خلكو حكم جاري كيږي.
او د خلوت په حكم كې د موټرو ځانګړي ډريوران  ، او هغه وګړي چې په كورونو كې ښځو سره  ويني راويني بي لدې چې له هغوى نه انګر منګر وشي شامل دي.
اصل دا دى چې  د دواړو لورو تر منځ  احتكاك  او لګيدل رانشي په ځانګړي توګه  د ګڼې   ګوڼې په ځايونو كې د طبراني حديث دى وايي:( لأن يزحمَ رجلٌ خنزيرًا متلطِّخًا بطين أو حمأة خير له من أن يزحمَ مِنكَبُه منكبَ امرأة لا تَحِلُّ له) يعنې كه  يو سړى په خټو او زرڼو ككړ خنزير سره ولګيږي  دا ورته  ښه  ده لدې چې د ده ولى د نا محرمې ښځې له ولي سره ډغره ووهي. او دهغه په بل حديث كې دي: (أنْ يُطعنَ في رأس أحدكم بمِخيط من حديد خير له من أن يمسَّ امرأةً لا تحِلُّ له)  كه د يو چا په سر  د اوسپنې ستن  وټومبل شي  دا ورته لدې له يوې نا محرمې ښځې سره  ولګيږي.
او د  بيهقي په حديث كې دي : (إذا استقبلتْك المرأتان فلا تمُرُّ بينهما ، خُذ يمنةً أو يسرةً) كله  چې دوه ښځې درته  په مخ  راغلې نو په منځ كې يې مه ځه ښۍ خوا  او يا چپې ونيسه..
او كه كومه رحله يا سفر  صور ت مومې  نو ښه  دا ده  چې د د محرم سره وشي او كنه نو د يو جنس  له اړخه دې وشي چې پدې  كې د زړه  اطمئنان، او د پت ساتنه  او له تهمت او ګمانونه ژغورنه ده.

ترجمه: مولوي محمد امان رسولي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب