تاریخ

لومړۍ نړيواله جگړه

فرانسې او انگلستان د خپلو هېوادونو په منځ کې په 1904 ز کا ل کې يو تړون لاسليک کړ انگلستان په1907 ز کې له روسيې سره هم متحد شو او د دې درې هېوادونو اتحاد په )مثلث(تبديل شو.

د اروپا مهمو قدرتونو په هغه وخت کې په دوو اتحادونو کې يو د بل مخې ته ولاړ وو او دواړو خپل ځانونه وسله وال کول.د عمومي جگړې گواښ ډېر شو. د بهرني سياست بدگومانۍ او بې باورۍ سوله لا د خطر سره مخامخ کړه. تر لومړۍ نړيوالې جگړې دمخه د اتريش وليعهد د سارايو مرکز بوسني کې ووژل شو.

المان نېت درلود، چې يوازې له خپل لوی متحد، اتريش څخه ملاتړ وکړي. بل متحد يې ايټاليه وه.

برعکس روسيې تصميم ونيو چې صربستان سره مرسته وکړي. روسي پوځ لومړی پوځ و چې د جگړي لپاره تيار شو. د المان حکومت له روسيې څخه وغوښتل چې له دې کاره لاس واخلي. ځکه له دې يې وېره درلوده، چې روسيه او فرانسه به يې پر خاوره په يوه وخت يرغل وکړي. روسيې د المان غوښتنه رد کړه او د 1916 ز کال د اگست په لومړۍ نېټه المان لومړی روسيې ته او بيا فرانسې ته د جگړي اعلان وکړ. المانيانو د بلژيک ناپييلتوب تر پښو لاندې او د 1914 ز کال د اگست په دريمه يې پر هغه هېواد يرغل وکړ. يوه ورځ وروسته انگلستان المان او اتريش ته د جگړي اعلان وکړ. په صربستان د اتريش د يرغل تر پرېکړې وروسته په يوه اونۍ کې د دوو لويو اتحادو هېوادونه په جگړي کې ښکيل شول.

لومړۍ نړيواله جگړه د 1914 ز کا ل د اگست په لومړۍ نېټه پيل شوه او د دواړو تړون هېوادونو هيله درلوده چې په چټکۍ سره به بريالي شي، البته ټول په دغه وړاندوينه کې تېروتي وو. روسان په چټکۍ سره منسجم شول. فرانسې فکر نه کاوه چې المان به د بلژيک له لارې حمله وکړي. ايټاليې د المان او اتريش سره په اتحاد کې له جگړې سرغړونه وکړه. اتريش د خپلې ځانځانۍ له امله ونه توانېد چې  پر وړوکي صربستان بريالی شي.

ختيځې او لوېديځی جبهې د جگړي اصلي ميدانونه وو. لوېديځه جبهه د سوېس له سرحده پيل او د فرانسې په خاوره کې د شمال تر روده ادامه درلوده. ختيځه جبهه د لهستان په خاوره کې تر روسيې پورې غځېدلې وه. په1916 ز کال کې ختيځه جبهه په بالکان کې پرانيستل شوه.

انگلستان د کشتيو او لويو سمندري توپونو جوړول پيل کړل. المان چې په اقتصادي برخه کې د هغه اصلي دښمن و، ډېر ژر يې د هغه هېواد تقليد وکړ.

متفقينو په 1915 ز کال کې هڅه وکړه چې د عثماني امپرتورۍ په ماتولو سره په دردانيل کې د پښې اېښودو ځای پيدا کړي. د متفقينو په زرگونو کسانو، چې ډېری يې استرليايي ځوانان وو، د هغو غرونوپه لمنو کې چې عثماني ترکانو په توپونو او وسلو ترې دفاع کوله، خپل ځانونه له لاسه ورکړل. د عثماني امپراتورۍ عربي اتباعو په 1916 ز کال کې د ترک د حاکمانو پر ضد پاڅون وکړ. دغه پاڅون د ملک فيصل په مشرۍ چې په هاشمي اصيلې کورنۍ پورې يې اړه درلوده، له عربستان څخه يې فلسطين او سوريې ته خپور شو. انگلستان او فرانسې دواړو د عربي پاڅون کوونکو غوښتنې پوره کړې، چې په پايله کې عثماني امپراتوري له مينځه ولاړه د عثماني خلافت له مينځ تللو سره مسلمانانو خپل د سياسي يووالى سمبول له لاسه ورکړ.

المانيان د 1916 ز کال په فبرورۍ کې له اقتصادي ستونزې سره مخ شول. د المان د قومندې مرکز دړدې لپاره چې له دې ستونزې ووځي، ويې غوښتل، چې په فرانسه کې د وردن پر ښار يرغل وکړي، البته دا يې نه گڼله چې په جبهه کې به د متفقينو ځواک لوی بری تر لاسه کړي، بلکې دا هيله يې درلوده چې د دفاع په ترځ کې به د فرانسې ځواکونه په تدريجي توگه له منځه يوسی.

ساتونکو له وردن څخه د فشار د له منځه وړلو لپاره له انگليسانو او فرانسويانو څخه يو مرکب ځواک جوړ کړ او د دريم سيند په اوږدو کې يې يوه درنه حمله پيل کړه. د دريم سيند د جگړې په لومړۍ ورځ انگليسانو ډیرتلفات ورکړل. انگليسانو د دريم سيند په جگړې کې نوې وسلې واردې کړې.جگړې تر دسمبره پوري دوام وکړ. په دې جگړي کې المانيانو 330000 او فرانسويانو 35000کسه تلفات ورکړل. د اېټاليا په جبهه کې د تلفاتو شمېر له 300000 څخه ډېر شو. په ختيځه جبهه کې ښايي د2,1ميليون کسو پورې په جگړې کې وژل شوي وي. جگړې له يو ميليون څخه ډېر زخميان درلودل.

د 1915 کال د می په ۷مه يوه الماني تحت البحري کښتۍ پر لوسی تانيا اقيانوس پيما نومې کښتۍ چې د ايرلېنډ په سيند کې د حرکت په حال کې وه، يرغل وکړ او دا کښتۍ په چټکۍ سره ډوبه شوه او 1200 کسه په کې مړه شول. له 100 څخه ډېر غرق شوي، امريکايان وو. لوسي تانيا انگلستان ته په پټه وسله وړله. د لوسی تانيا غرقېدو المان او متحده ايالات د جگړي ډګر ته راښکيل کړل. لس مياشتې وروسته ترنځتياډېره شوه. د 1916 ز کال د مارچ په 24مه المانيانو فرانسوي ولاړه کښتۍ د مانش په بحيره کې غرقه کړه او يو ځل بيا د امريکا خلک ووژل شول.

لومړۍ نړيواله جگړه د نړۍ د تاريخ لومړنۍ هوايي جگړه وه. د جگړې په لومړيو مرحلو کې ډېرو

هېوادونو د دښمن د واحدونو موقعيت د معلومولو لپاره له الوتکو څخه گټه اخيسته.

متحده ايالاتو او متفقينو يې د سمندري مراقبتي نظام په وسيله د المانيانو يرغلو ته ځواب ورکړ. يو شمېرکښتيو د څارنې لپاره يو له بله سره حرکت کاوه.

د 1918 ز کال په مارچ کې د برست ليتوفسک تر تړون 18 ورځې وروسته الماني ځواکونه دې ته اړشول چې له روسيې څخه لوېديځي جبهې ته راشي. المانيانو په لوېديځه جبهه کې وحشتناکه حمله

پيل کړه. د درنې توپخانې په بمبارد او گازي بمونو سره يې حمله وکړه. انگليسي، فرانسوي او بلژيکي واحدونه يې د سيند لوري ته په شا کړل. د 1918 ز کا ل په سپتمبر کې بلغارستان له موقتې ډزبندۍ سره موافقه وکړه. عثماني امپراتوري د اکتوبر تر پايه تسليم شوه. د 1918 ز کال د نوامبر په درېيمه اتريش، مجارستان د ډزبندۍ منل لاسليک کړل، چې په جگړې کې د هغوی د لاسوهنې د پای مانا يې لرله.

ولې دا جګړه شروع شوه؟

لوېديځي نړۍ د شلمې پېړۍ په لومړيو کې پر نړۍ پوځي او اقتصادي واک تر لاسه کړ. په نوموړې پېړۍ کې اروپايي سرتېرو او مقاماتو پر هند، جنوب ختيځي أسيا او د افريقا پر ډېرو برخو حکومت کاوه. د بهرني سياست مامورينو او اروپايي سوداگرو د چين، ايران او عثماني امپراتورۍ اقتصادي او سياسي چارې په لاس کې درلودې. په لوېديځه نيمه کره کې متحده ايالات د لوېديځو قدرتونو په ډله کې نوی مطرح شوی و او په ټوله نړۍ کې په يوه ځواکمن قدرت بدلېده.

د وضعې او حالاتو بدلون داسې و، چې د عمومي جگړي لپاره يې لار هواروله. د دغه حالت په پای کې لومړۍ نړيواله جګړه پېښه شوه. لومړی د بازارونو پر سر اقتصادي سيالۍ پيل شوې، ورپسې د اروپا اتحاد، هېوادونه يو د بل پر ضد متحد کړل. درېيم، ټولو قومي ډلو قوي ملي گرايانه احساسات درلودل.

د اروپا صنعتي هېوادونو د نفوذ او مستعمره کولو پر سر يو له بله سره سياسي سيالۍ درلوده. انگلستان تر 1870 ز کاله پورې په ټوله نړۍ کې تر ټولو مخکې صنعتي هېواد و. وروسته المان په صنعت پيل وکړاو په چټکۍ سره صنعتي شو او د وړلو راوړلو او اړيکو نوې شبکه يې رامنځ ته کړه. الماني سوداگرو له انگليسی سوداگرو سره د أسيا په ختيځ، منځني ختيځ او لاتينه امريکا کې بريالۍ سيالۍ پيل کړې. د نړيوال واک پر سر سيالۍ په سمندري وسله واله سيالۍ باندى بدلون وموند. مهم هېوادونه لکه د امريکا متحده ايالات او جاپان د خپلو کشتيو د چلونې د خونديتوب لپاره خپل سمندري ځواک پياوړی کړ. د شلمې زيږديز پيړۍ په لومړيو کې د المان د سمندري ځواک چټکه پياوړتيا د انگلستان د سمندري ځواک ته يو گواښ و. انگليس هڅه وکړه، چې د سمندري پوځي سيالۍ د پای لپاره له المان سره يوه موافقه وکړي. کله چې دغه هڅه ناکامه شوه، انگلستان د متحدينو په لټه کې شو.

متفقین

فرانسې او انگلستان د خپلو هېوادونو په منځ کې  يو تړون لاسليک او انگلستان  له روسيې سره هم متحد شو او د دې درې هېوادونو اتحاد په (مثلث)تبديل شو.

د اروپا مهمو قدرتونو په هغه وخت کې په دوو اتحادونو کې يو د بل مخې ته ولاړ وو او دواړو خپل ځانونه وسله وال کول.

جرمني، ایټالیا او اتريش ـ اونګارن یو بل ایتلاف جوړ کړ: او د دې درې هېوادونو اتحاد هم په  (مثلث)تبديل شو.

کله چې تر لومړۍ نړيوالې جگړې دمخه د اتريش وليعهد د سارايو مرکز بوسني کې ووژل شو. اونګارن- اتريش د صربستان سره شخړې وشوې، دا ایتلاف له دې شخړې څخه یوه لویه جګړه جوړه کړه. المان نېت درلود، چې يوازې له خپل لوی متحد، اتريش څخه ملاتړ وکړي. بل متحد يې ايټاليه وه. برعکس روسيې تصميم ونيو چې صربستان سره مرسته وکړي. روسي پوځ لومړی پوځ و چې د جگړي لپاره تيار شو. ،له دې کبله چې روسیه فرانسې او بریتانیا سره  یو تړون درلود د دوو لويو اتحادو هېوادونه په جگړي کې ښکيل شول.

مرکزی قدرتونه تسليم شوه

د 1918 ز کال د نومبر په 11 مه سهار سر تا سري ډزبندي وشوه او په لوېديځه جبهه کې د توپونو درزاغلې شوه. په پای کې تر څلورو کلونو وروسته لومړۍ نړيواله جگړه پای ته ورسېده. د رسمي شمېرنو له مخې په لومړۍ نړيواله جگړه کې د ځمکنيو او سمندري قواو 9,1 ميليونه سرتيری ووژل شول او يا يې له ژوبلېدو او ناروغيو له امله ژوند له لاسه ورکړ. تر 21 ميليونه ډېر پوځيان ژوبل، 7,4 ميليونه کسه بنديان يا ورک شول. دغه شمېرنه د ملکي خلکو په برخه کې نه ده.

وېرسایلس تړون

د جګړې نه وروسته، آلمان باید هغه تړون السلیک کړی وای چې د وېرسایلس تړون په نوم یادیږي. دا د آلمان لپاره یو خراب تړون وه. دا تړون داسې لیکل شوې وه:

  • جرمني جګړې لپاره تورن دي.
  • آلمان خپل ټولې مستعمرې له لاسه ورکوي.
  • آلمان په اروپا کې د ځمکې ساحه له لاسه ورکوي.
  • آلمان اجازه لري چې یوازې یو څو سرتیري ولري.
  • آلمان باید انګلستان، فرانسې او روسیې ته د جګړې غرامت ورکړي.

ډیر آلمانیان د دې تړون سره ډیر غصه وو. او دا تړون 20 کاله وروسته د نوي لوی جګړې لپاره یو مهم دلیل و: دوهمه نړیواله جګړه.

لیکنه په ورډ فایل کې د تصویرونو سره د لاندې تړوني څخه ښکته کړئ.
ښکته کول

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: