له ﷲ تعالی نه خوښ اوسه!
د رضيت بالله ربًا، وبالإسلام دينا، وبمحمد رسولًا، له لوازمو څخه دا هم ده چې د ﷲ تعالی پر حکمونو، قضاء او قدر، خير او شر، خوږو او ترخو راضي اووسې او دا معنی يې نه ده، چې د هغه پرېکړه ستا د خوښۍ او هيلې اړوند وي، نو ښه پرې خوشحاله يې او که ستا د تمې او هيلې خلاف وي، نو بيا دی تندی تريو نيولی وي، بلکې که تقدير ښه او که بد وي، په هر حال خوښيدل پرې د مـؤمن صـفت دى.
احمدالله مخلص