له یوازېتوب سره څنګه مبارزه وکړو؟
آیا پر تاسې کله داسې وخت راغلی چې د یوازېتوب احساس مو کړی وي؟
کېدای شي دا احساس مو هغه وخت کړی وي چې ستاسو د ژوند تر ټولو خوږ انسان د تل لپاره درڅخه تللی وي، یا کله ښایي تاسو له ځینو داسې پېښو او دردونو سره مخ شوي یاست، چې تاسو به دا احساس کوئ چې هېڅوک ستاسو په درد نه پوهېږي. کله نا کله داسې پېښېږي، کېدای شي موږ ټول په خپل ژوند کې له دې تجربې تېر شوي یو او د یوازېتوب احساس مو کړی وي.
لیکنه: مریم مرضیه
د یوازېتوب پرمهال انسان داسې ګماري چې هېڅ داسې ځای شتون نه لري چې د دوی یوازېتوب پکې لرې شي او د دوی غم پکې غلط شي، او که هرڅومره هڅه وکړي هغه ځوابونه نه شي موندلی چې دی ورته اړتیا لري.
موږ چې کله له یوازېتوب سره مخ یو هغه مهال یو تکړه کس هم له موږ سره د تل لپاره وي چې موږ هغه زیاتره نظر انداز کوو، چې هغه کس زموږ خپل “ځان” دی.
په ټولیز ډول کله چې موږ د مبارزې په لار روان یو، موږ د ملاتړ لپاره نورو ته مخه کوو. او دا یو ډېر غوره انتخاب دی! د کورنۍ او دوستانو ملاتړ د بحران له لارې زموږ د مرستې په برخه کې خورا مهم رول لوبوي. مګر هغه کس چې تل له موږ سره یي او مرسته راسره کولای شي، آیا کله مو له هغه څخه د ډاډګېرنې او ملاتړ غوښتنه کړې ده؟ ولي موږ د نورو په مرستې او مینې پسې سرګردانه ګرځو په داسې حال کې چې له موږ سره هغه نږدې کس (خپل ځان) شته چې موږ ته مینه او ډاډګېرنه راکولی شي…
حقیقت دا دی چې موږ ټول په خپل وجود کي خورا ستر ځواک لرو. موږ د دې وړتیا لرو چې په لویو ننګونو بریالي شو. مګر ډېری وخت د مبارزې پر مهال، موږ د کمزورۍ او د یوازېتوب احساس کوو او موږ دا هېروو چې موږ څومره ځواکمن یو.
دلته به پوښتنه پیدا شي چې موږ څنګه کولای شو د ستونزو او غمونو پر مهال شخصي ځواک ومومو او له هغه څخه ګټه پورته کړو؟
دلته ځنې هغو ټکو ته اشاره کوو او باوري یو چې دا به زموږ په ژوند کي مثبت بدلون را منځ ته کړي:
1. خپل “حال” په نظر کي ونیسئ:
اکثر کله چې موږ د یوازېتوب احساس کوو، یا له هر ډول ناکامیو سره مخ کېږو، نو د دغو ستونزو په سبب موږ خپل روان وخت (حال) ته هېڅ ارزښت نه ورکوو.
دا په دې ډول چې موږ خو یا تر حده زیات ټلویزیون ګورو، ځینې خلک بیا نشه او الکحولو ته هم مخه کړي حتی کله کله په خوراک کي هم بدلون راشي لکه یوناڅاپه بیخي زیات خوراک کول او یا هېڅ خوراک نه کول.
دا ډول تعقیب او حرکات موږ په بشپړه توګه له هغه حالاتو څخه منع کوي چې زموږ حال کي روان دي، او په پایله کې موږ بیا له هر رقم کوچني او غټو مسایلو سره مقابله نشو کولی. د ژوند په کوم مرحله کې چې تاسو یاست تاسو یې باید په دواړو سترګو ومنئ او په هر حالت شکر وباسئ، باید په خپلو حواسو کې اووسې او د احساساتو په ځای ذهن ته رجوع وکړئ.
هو پوهېږم دا به ډېر مشکله وي خو دا زموږ کار دی چې څنګه په ځان پام کولی شو د دغه مطلب هېڅ دا نده چې ځان مظلوم وګڼو، بلکې د مسایلو مخ ته لکه قهرمان غوندې ډډ ولاړ شو کومه مسله چې څومره ناشونې ده، هغومره حرکت چې ورسره وشي نو مسله به هم کوچنۍ راته ښکاریږي.
ساده معنا مې دا ده چې که په هر حالت یاستئ ذهن ته رجوع وکړئ او په هر حالت شکر وباسئ.
2. د خپلو لاسته راوړنو یو لسټ جوړ کړئ:
کله چې موږ د یوازېتوب احساساس وکړو او یا موږ د کمترۍ احساس کوو او ځان هېڅ کله غوره نشو ګڼلی. په دغه وخت کي ممکنه ده موږ هغه ټول شیان او کارنامې چې موږ په ژوند کې ګټلي هېرې کړو.
نه…! بلکې هغه خوشالي شېبې در په یاد کړئ. یو داسې لسټ جوړ کړئ چې تاسو یو څه نه څه پکې ګټلي وي او یا د خوشالۍ شېبه وي بیا په هغه لسټ هره ورځ یو نظر اچوئ.
3. د خپل ځان غوره ملګری شئ:
تاسو یوازې، خپل ځان ته کافي یاستئ. له خپل ځان سره همداسې ښه چلن وکړه لکه څنګه چې تاسو له خپل یو ډېر خوږ نژدې ملګري سره کوئ.
هغه ځایونو ته لاړ شئ چې ستاسو ډېر خوښ دي، هغه فعالیتونه وکړئ چې تاسو خوشحاله کړي، په کوچنۍ خبرو او شیانو کي خوشالي ومومئ او ښه زیاته تفریح وکړئ!
او کله چې تاسو تفریح کول او حالات په سړه سینه منل زده کړئ نو ایله به تاسې کولی شئ چې له ځان سره مینه وکړئ او یو خوشاله ژوند تېر کړئ.
لیکنه: مریم مرضیه