
له ډوډۍ خوړولو وروسته د يخو اوبو څښل د سرطان لامل ګرځي
دا به مو او ریدلي وي چې د ورځنۍ غذا له خوړلو وروسته د یخو اوبو څښل خطر ناک دي .
یو شمیر طبي پوهان وايي چې په چاغو خلکو کې له غذا وروسته د یخو اوبو څښل د سرطان هرکلي ته ورته دي .
ښايي له غذا وروسته د یو ګیلاس خو اوبو څښل خوندور وي خو ډاکتران وايي یخې اوبه هغه غوړ مواد چې شیبه وړاندې مو خوړلې وي کلکوي او د هضم پروسه سستوي .
دا رسوبونه چې د معدې له تیزابو یا اسیدونو سره مخ شي ،حل شي او له نورې غذا وړاندې د کلمو له خوا جذب شي چې په دې سره غوړ مواد له نورو پروتیني او معدني موادو ډیر جذبیږي چې دا کار په بدن کې د غوړو موادو د زخیره کیدو او چاغوالي لامل ګرځي .
په مخ پر وده او پرمختللیو هیوادونو کې چاغوالئ ، د شکرې ناروغي او د زړه ناروغي ډیرې وژونکې ناروغئ بلل کیږي .
او سرطان هم د شمیرنو په اساس د ډنګرو په پرتله په چاغو خلکو کې ډیر دی په تیره هغه خلک چې فزیکي فعالیت نه لري او ورځنئ سپورت هم نه کوي .