بریا او ناکاميژوند راز

له غورځيدلو مه ويريږه، پاڅيدل زده كړه

په پارک کې مې قدم وهلو، یوې ميرمنې ته مې پام شو چې خپل وړوکی ماشوم یې له ځان سره لیږدولو، ماشوم په مينه هغو هیلیو ته کتل چې د اوبو په ستر حوض کې یې لامبو کوله. د حوض شاوخوا اوسپنیزه کټاره وه او یوه وړوکې اوسپنه د کټارې په لاندې برخه کې وه چې د كوچنيو پښو ايښودلو لپاره مناسبه وه، زما د تمې سره سم دغه وړوکې پښه هلته کیښودل شوه او دغه وړوکې څيرې په ډيرې خوښۍ سره د کټارې له پاسه هیلیو ته کتل، تر دې چې يو پياوړى آواز ورباندې وشو چې: “هله! کوز شه! وبه لویږې!

د آواز لړزې هلک وارخطا کړ او ولوید. مور ورته وویل: ” ګوره، ما نه درته ویل…
زه حیران یم چې نن سبا به څومره ځوانان له دې شان پیښو سره مخ وي.
ځینې والدین د خپلو ماشومانو په هکله ویره لري او نه غواړي چې له هیڅ راز ستونزو سره مخ شي، تر هغه چې ماشوم د هر کار په ترسره کولو سره ډیر ډارن او ورخطا کیږي. د داسې يو ماشوم په هکله فکر وکړئ چې په همدې توګه لوی شوی وي او د ځوانۍ کلونو ته له ویرې سره ننوزي.

ایا تاسې هم داسې یاست؟
آیا ستاسو والدینو او یا ښوونځي او یا په ټوله کې ستاسې ژوند تاسې ته د دې درس درکړی چې له غورځیدو وویریږئ؟
که چیرې داسې ده نو بیا تاسې هم د هغې انګیرنې په اساس چې وبه لویږئ، ویریږى چې پورته هسک شئ. نو دا به مناسبه وي چې هلته اوسئ چېرته چې یاست؛ تر څو خوندي اوسئ.
زه حیران یم چه څه به پیښ شي که د نړې تر ټولو ستر مفکرين ، اصلاح کوونکي، فنکاران، او کشافان به داسې فکر کوي؟
زیاتره خلک بدلون نه خوښوي، په حقیقت کې دوی له بدلون څخه ویریږي. مګر د زړه په تل کې دوی بدلون قبلوي ترڅو یوه ښه څیز تر لاسه کړي. نو کله چې دا راز خلک څوک وویني چې غواړي له موکې څخه ګټه پورته کړي او آسمان ته ځان ورسوي، دوی شکمن او متردد شي او دا راز کوښښونه یوازې د تحقیر وړ کار ګڼي او نه یې خوښوي. دا ټول د دوی د نه وړتيا او نالایقی، او په اصل کې د ویرې سبب دی.
کیدای شي هغه مور چې ویریده چې ماشوم به یې وغورځیږي په اصل کې خپلې داخلي ويرې هڅولې وه، نه دا چې د هغه ماشوم به ولویږي او ټپي به شي. آیا دا به ښه وي چې په ویره کې ژوند وکړو او که د دې پر ځای خپل ځان ته زده کړو کله چې وغورځیږو څرنګه پورته شو.

موږ د خپلو بریالیتوبونو په پرتله ډیر څه له خپلو ناکامیو څخه زده کوو، نو خپل ځان ته په ښوونه کې څه هوښیارتوب په کار دی چې نورې غلطی ونکړو؟
که چیرې موږ د هغو ګوزارونو چې ژوند یې موږ ته راکوي مقابله وکړای شو، او یا له ماتې څخه وروسته د پرمختګ لار غوره کړای شو او که چیرې موږ له غورځیدو وروسته پاڅیدای شو او د ځان خاورې څنډلای شو، نو پدې صورت کې موږ ډیر ښه، غښتلې او د هوښیارو کسانو په لور روان یو.
په روحاني ډول څـومره چې موږ لوړیږو، په همغې اندازه به لويه ساحه وینو، کټ مټ د هغه ماشوم په شان چې په کټارې د اوچتیدو له فرصت څخه یې د ګټې اخیستو کوښښ کولو تر څو یادې شوې هیلۍ ډيرې ښې وویني.

سرچينه: اسلام آنلاين
ژباړه: احمد خالد حکیمی.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: