قرآن اړوند

له شرعي نصوصو څخه جزوي او پرېکړى تصور

( تعريف ،بنسټونه،لاملونه ،بيلګې او پر مسلمانانو د هغې بدې اغيزې)

له شرعي نصوصو څخه  جزئي او پرېکړى تصور هغه خطرناک تصور دی چې مسلمانان يې له  شديد اختلاف  سره مخ کړی ، پر اسلامي امت  يې د تاريخ په اوږدو کې او هم په معاصر دورکې   ډيرې بدې اغيزې غورځولې دي ، مسلمانان يې له بلاستونزو اومشکلاتو سره لاس اوګريوان کړي  او د همدې غلط  تصور له امله په اسلامي امت کې د اسلام په نامه خورا زياتې بې لارې ډلې اوګوندونه رامنځ ته شوي دي، له ناپوهه خلکو سره يې دا سوال اوشبهه راپورته کړې چې قرآن او نبوي سنت خو الهي وحې ده ، نو بيا ولې پکې دومره  بلا ډلې رامنځ ته شوې چې يوه له بلې سره د ځمکې او آسمان فرق لري او بل پلوته هره ډله په قرآن او نبوي سنتو باندې استدلال کوي په دوى کې کومه يوه ډله  په حق ده اوکومه په ناحقه ؟ ،اوپه اوسني پېر کې خو لا يوه بله فتنه هم راپورته شوې ده، چې ډير نااهله  اوغير متخصص او سطحي افراد د اجتهاد په نامه  له قرآن اوسنتو څخه مستقيم استنباط ته ملا تړې  او بل پلو ته ورته  د سترو سترو امامانو اومجتهدينو فهم له قرآن اوسنتو ليرې ښکاري اوڅوک چې د هغوی فهم کافي بولي او د هغوی اتباع او يا تقليد کوي، بدعتيان اومشرکان  يې ګڼي.بلکې په تېر ټول اسلامي تراث باندې د بطلان کرښه راکاږي ، يواځې خپل ځان ناجيه ډله بولي او ځينې ډلې اوافراد خو د امريکا اولويديځ په مستقيمه مرسته  داسې هم  رامنځ ته شوي چې غواړي  له خپلو غوښتنو سره سم اسلام له سره شرح اوتفسير کړي چې د همدې هدف د لاس ته راوړلولپاره يې ځانګړې پروژې،مجلې ،راډيوګانې اوتلويزونونه هم پکار اچولي دي ، له همدې کبله اړينه ده  چې د خپل توان په اندازه په دې ليکنه کې د لوستونکو مخې ته يو څه علمي حقايق کيږدو چې دا مشکل له څه نه راپورته شوى؟ بنسټونه او لاملونه يې کوم کوم دي؟  اغيزې يې څه ډول دي؟ او د دې په مقابل کې د قرآن اوسنتو په هکله  سم تصور ،سم دريځ اوکړنلاره کومه ده؟ چې پورتني مشکلات راکم کړي  او خلک د حق په لور لار پيداکړي،نوپه دې ليکنه کې به مونږ لاندې  ټکوته اشاره وکړو:
لومړی: جزئي تصور څه ته وايي؟
دوهم:  د دې تصور لاملونه څه دي؟
دريم:   بدې اغيزې يې څه دي؟
څلورم: د دې تصور په مقابل کې شمولي ، هر اړخيز اوسم تصور څه دی؟
پنځم: د سم تصور دلاس ته راوړلولارې اوښې اغيزې څه دي؟
شپږم: نتايج او لنډيز.

لومړی: د جزئي تصور معنا او مفهوم:
د جزئي تصور معنا د قرآنکريم له دې آيت شريف څخه رانيول شوې ده چې الله تعالی فرمايي:كَمَا أَنْزَلْنَا عَلَى الْمُقْتَسِمِينَ الَّذِينَ جَعَلُوا الْقُرْآنَ عِضِينَ ” فَوَرَبِّكَ لَنَسْأَلَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ” عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ (93) النحل
کافرانوته ووايه چې زه تاسې ته ښکاره اوڅر ګند اخطار درکونکی يم لکه څرنګه چې مونږ  دقرآن تقسيم کوونکيوته اخطار ورکړی وو چې هغوی قرآن ټوټې ټوټې کړ.دا جزئي تصور د( عضين) لفظ څخه رانيول شوی دی ، دلته به مونږ د(عضين) لفظ په  معنا  لنډه رڼا واچوو ترڅو زمونږ مدعاپه سمه توګه ترې  ثابته شي.
په دې هکله ترجمان القرآن عبدالله بن عباس رضي الله عنهماداسې وايي: (جزؤوه ، وجعلوه أعضاء كأعضاء الجزور)  دې  خلکو قرآن ټوټه ټوټه کړ او داسې يې اندام اندام کړ لکه د اوښ اندامونه.(چې کله ذبح کړل شي)  مطلب يې دا شو چې دا ډول خلک د قرآن يوه برخه مني اوله بلې نه انکار کوي چې همدې ته جزئي تصور وايي.

دمفهوم وضاحت:
الله تعالی مسلمانان په دې مکلف کړي دي چې  ټول شرعي نصوص به مني، سمه ده که دا نصوص قرآني آيتونه وي اوکه نبوي حديث.
کله چې مسلمان له قرآن او سنتو څخه د کومې مدعا د اثبات لپاره  استدلال کوي  نو د اړوندې موضوع په هکله به  ټول نصوص  په پام کې نيسي، نصوصو ته به يو له بل سره ربط ورکوي، د شريعت د روح او کلي مقاصدو په رڼاکې به خپله مدعا او مطلب ثابتوي چې همدا هغه طريقه ده چې مونږ ته له رسول الله اواصحابوکرامو  څخه په ميراث راپاتې ده چې  بيا وروسته زمونږ ټول اهل حق په همدې لار تللي او همدغه کړنلاره مونږ ته له هغوى څخه راپاتې ده  په دې هکله به  وروسته  يوه اندازه په  تفصيل سره خبره کوو ان شاء الله تعالی
که څوک د اړونده موضوع په هکله  داسې کار ترسره نکړي او يواځې په  ځينو نصوصو استدلال وکړي ،د شريعت مقاصد ،د شريعت روح او نور نصوص په نظرکې ونه ساتي نو دې ته پريکړی اوجزوي تصور وايي اوکه په بل عبارت سره ورته اشاره وکړو نو جزوي تصور دا دی چې خلک نصوص د خپلو افکارو او نظرياتو تابع وګرځوي، نصوص د ځان تابع کړي اوحال دا چې مونږ الله تعالی په دې مکلف کړي يو چې خپل ځانونه د نصوصو تابع کړو.
او بله معنا يې داسې هم ده چې په متشابهاتو باندې له خپلې غوښتنې سره سم استدلال کولو اومحکمات شاته غورځولو ته جزوي تصور ويل کېږي.

د جزوي تصور بنسټونه:
د دې تصور بنسټونه په لاندې ډول دي:
لومړی: دحق يوه برخه منل اوبله يې نه منل.
دوهم: ځينې نصوص راخستل  اواستدلال پرې کول اوځينې نور شاته غورځول.
دريم: دا چې د دې تصور بنسټ د دين په تجزيه اوټوټه کولو باندې ايښودل شوی دی.
څلورم: دا هغه تصور دی چې په دې کې زيار وېستل شوی چې دالله داکامل اوښکلى دين تشويه اوبدرنګه کړي اواسلام دخپلو نظرياتو اونفسي غوښتنو په دايره کې رامنحصر کړي
پنځم:ددې تصور بنسټ په،ناپوهي او غلط فهمۍ باندې ايښودل شوی  دی.چې په حقيقت کې داتصور دقرآنکريم له دې حکم سره ټکر لري چې په هکله يې الله تعالی فرمايی(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ)
څوک چې ځينې نصوص را اخلي او ځينې نور شاته غور ځوي هغوی اسلام په پوره معنا نه دی منلى.
په دې هکله زمونږ ټول اهل حق او اهل سنت والجماعت سره متفق دي اوټول مفسرين همداخبره کوي چې پريکړی اوجزوي تصور همدا دی  چې له الهي وحې او شريعت سره په ټکرکې دی.

د دې تصور اسباب اولاملونه:
د دې تصور لاملونه زيات په ګوته کېدلای شي خو مونږ به دلته يوڅوعمده لاملونو ته اشاره وکړو:
لومړی: له ټولو لومړنی اوعمده  لامل يې جهل او ناپوهي ده لکه څرنګه موچې مخکې ورته اشاره وکړه،په دې هکله رسول الله صلی الله عليه وسلم کله يې چې دخوارجو مواصفات ذکر کول داسې فرمايلي دي: (سيخرج أقوام في آخر الزمان أحداث الأسنان سفهاء الأحلام يقولون من خير قول البرية لا يجاوز إيمانهم حناجرهم يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية)))
ژر دى چې داسې قومونه اوپرګنې به رامنځ ته شي چې عمرونه به يې کم وي ،عقلونه به يې هم کم وي  اودرسول الله حديث به بيانوي ،خوسره له دې به ددوی  ايمان له ستوني نه ښکته کيږي ، له دين  اوله  طاعت څخه به داسې په تېزۍ سره وځي لکه غشی چې د ښکارله څاروي نه بل پلوته وځي.
اوپه يوه بل حديث کې رسول الله ددوی په هکله داسې فرمايلي دي:
(إن الله لا يقبض العلم انتزاعا ينتزعه من الناس ولكن يقبض العلم بقبض العلماء حتى إذا لم يترك عالما اتخذ الناس رؤساء جهالا فسئلوا فأفتوا بغير علم فضلوا وأضلوا) رواه احمد في مسنده
الله تعالی علم اوپوهه د خلکو له سينو څخه نه وباسي  لکن علم د عالمانو په وفات کولو سره پورته کوي تر دې چې  دځمکې پرمخ  يو عالم هم پرې  نږدي  نوبيا به  خلک  جاهل اوناپوهه  مشران اوحاکمان  پرخپل ځان مقرر کړي نو له دوی څخه  به پوښتنې  کيږي  نو دوی به  پرته له علم  څخه  فتوا ورکوي نو دو ی به په خپله  بې لارې شي  اونور به هم بې لارې کړي.

په اوسني عصر کې د دې تصور نښې:
په اوسنۍ زمانه کې داتصور په دې بڼه راڅرګند شوى دى :
په اوسني دورکې ددوى نښه دا ده چې په شرعي مسايلو کې  د داسې خلکو خبرې کول چې له سره به په شرعي مسايلوکې تخصص  نه لري د مثال په توګه ته به ګورې چې ژورناليست، انجنير،طبي ډاکټر ،داسې افراد چې لا تر اوسه به په اصطلاح په کومه مدرسه کې دچڼي په مستوا وي اوداسې نور به  ددين په باريکو اوپېچليو مسايلو کې  خبرې کوي ،نظر به ورکوي استدلال به کوي ،په لويو او سترو امامانو  باندې به ردونه کوي اودجهل اوناپوهۍ نسبت ورته کوي ،سپک به يې ګڼي مسخرې به ورپورې کوي،خپل ځان به ورته زيات اهل ښکاري حال داچې نه به دهغه امام اوعالم له تاريخه خبروي چې څه وخت په څه ډول شرائطو،ظروفو اوحالاتوکې تېرشوى اومقام او منزلت يې څه وو او نه به لدې خبر وي چې په هاغه مهال داسلامي امت حالت څه وو؟ سياسي اواجتماعي ظروف يې څرنګه وو؟ اونه به يې د استدلال منهج ،کړنلاره او اصول پېژني، اوبل پلوته به  دى  دومره ناپوهه وي چې خپله ناپوهي به هم نشي درک کولاى په دې به هم نه پوهيږي چې زه نه پوهيږم .

په دې هکله ابن حزم په  زړه پورې وينا کړې ده چې کټ مټ يې رانقلوو:
(  لاأفة على العلوم وأهلها أضر من الدخلاء فيها  وهم من غير أهلها فإنهم يجهلون ويظنون أنهم يعلمون ’ ويفسدون  ويقدرون أنهم يصلحون”) مداواة النفوس:22
د علومو اواهل علمو په هکله له هغه چانه چې (د يو مشخص علم په اړه ) اهليت  ونلري او ځان دهمدغه علم اهل ګڼي  او په همدې علوموکې خبرې کوي،  کوم بل شئ زيات زيانمن نه ليدل کيږي ،ځکه چې دوى جاهلان دي او دوى ګمان کوي چې مونږ پوهيږو او بلې خوا ته په فساد کې اخته وي او داسې انګيري ګوندې مونږ اصلاح اوسمون رامنځ ته کوو.
په دې هکله يوه  مقوله ده( لوسکت من لا يعلم لقل الخلاف) معنادا چې که ناپوهان په دين کې له خبرو کولو څخه چپ پاتې شوې واى نو په امت کې به اختلاف کم واى،بدغوني اختلافات خو ناپوهو اوجاهلو خلکو رامنځ ته کړي دي.
د دين د سترو امامانوپه هکله،امام شاطبي څه غوره وينا کړې ده : ( وهم قدوه الامه باتفاق المسلمين) د مسلمانانو په دې خبره سره اتفاق دى  چي سلف زمونږ لباره د دين په فهم اوعمل کې قدوه اوبېلګه دي.
دجزوي  تصور د اسبابو له جملې څخه يوهم بد نيتي ده:
په دې معنا چې  له چا سره خپل مادي مقاصد مطرح  وي، کوښښ کوي چې اوس څنګه خپلو نفسي اغراضو ته دمشروعيت بڼه ورکړي نو په دغه ډول تصوراتو پيل کوي.چې بيلګې يې خورا زياتې موندل کيږي.
د بدنيته سړي هدف د حق پلټنه نه وي بلکې تل دخپلو نفسي اغراضو او مقاصدو په لټه کې وي اوتل په حق باندې خاورې را اړوي .
اوبل سبب يې: هغه  په متشابهاتو باندې استدلال کول اومحکمات شاته غورځول دي چې همدا په حقيقت کې دفرق ضاله وو(د بې لارې ډلو) منهج اوکړنلاره ده د دوى په مقابل کې اهل حقو کړنلاره اومنهج دا ده چې په محکماتو باندې استدلال کوي په متشابهاتو کې خو ياله سره ګوتې نه وهي اويا دمحکماتو په رڼا کې  پرې استدلال کوي،داسې معناګانې ورڅخه اخلي چې له محکماتوسره په ټکرکې نه وي.
په دې هکله الله تعالى فرمايلي دي (هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَاب)
الله تعالى هغه ذات دى چې پرتا يې کتاب رانازل کړى دى چې ځينې يې محکمات دي (چې مراد يې څرګند دى) چې محکم اياتونه د کتاب اصل دی (د شرعي احکاموبنسټ تشکيلوي) اوځينې نور يې متشابهات دي (چې معنايې معلومه اومعينه نه ده) دکومو کسانو په زړونوکې چې کوږوالى دى نو دوى د قرآنکريم د هغو کلمو پيروي کوي چې  متشابه وي ،دا په دې خاطر چې فتنه راپورته کړي او معنا يې معينه کړي اوحال دا چې د هغو په تاويل باندې يواځې الله پوهيږي.او هغه کسان چې په علم کې پاخه دي داسې کړنلاره غوره کوي مونږ په دې ټولو ايمان او باور لرو (په متشابهاتو اومحکماتو دواړو باندې يو راز ايمان لرو) او ټول زمونږ د رب له پلوه رانازل شوي دي.په دې سره پند نه اخلي مګر د خالصو عقلونو خاوندان.
د متشابهاتو حقيقي پوهه او علم د انسان د عقل له دايرې څخه وتلى کار دى  په حقيقي معنايې يواځې الله پوهيږي.نو اهل حق د دې معنا الله ته سپاري  اوايمان پرې لري اوياداسې مجازي معنا ورڅخه اخلي چې له محکماتوسره په ټکرکې نه وي،نو زمونږ کار دا دى چې پرمتشابهاتو ايمان ولرو. يوه شاعر څومره ښکلې وينا کړې (کوم اجمال چې په کلام کې عارضيږي + خپل قائل پرې له هر چانه ښه پوهيږي)،برعکس بې لارې کسان او ډلې بيا په متشابهاتو استدلال کوي او معنا يې ټاکي او بل پلوته بې شمېره محکم نصوص شاته غورځوي.
په دې هکله شيخ الاسلام ابن تيميه(رحمه الله تعالى) په زړه پورې وضاحت کړى دى
(: وأما الذم فإنما وقع على من يتبع المتشابه لابتغاء الفتنة وابتغاء تأويله وهو حال أهل القصد الفاسد الذين يريدون القدح في القرآن فلا يطلبون إلا المتشابه لإفساد القلوب وهي فتنتها به ويطلبون تأويله وليس طلبهم لتأويله لأجل العلم والاهتداء بل هذا لأجل الفتنة وكذلك صبيغ بن عسل ضربه عمر ؛ لأن قصده بالسؤال عن المتشابه كان لابتغاء الفتنة ….. وهؤلاء هم الذين عناهم النبي صلى الله عليه وسلم بقوله : { إذا رأيتم الذين يتبعون ما تشابه منه }مجموع فتاوى ٥- ٣٨٩
بدي يواځې پر هغه چا پريوځي چې د فتنې د راپورته کولو او د معنا د ټاکلو په خاطر د متشابهاتو پيروي کوي او دا د هغو فاسدغرضواو بدنيتو حالت دى چې په دې تاويلاتوسره يې غرض په قرآنکريم کې عيب راپيداکول وي نو له همدې امله دوى يواځې په متشابهاتو پسې روانيږي چې د خلکو زړونه اوضميرونه ورفاسد کړي چې همدايې فتنه اوګمراهي ده، له تاويل څخه يې  غرض علم او لارښوونه نه وي بلکې غرض يې فتنه اچونه وي ،له همدې  کبله عمر فاروق صبيغ بن عسل(چې د يوه سړي نوم دى) د يوې پوښتنې  پر اساس چې د متشابهاتو په هکله وه  وډباوه ،ځکه چې د هغه پوښتنه  د فتنې د راپورته کولو په موخه وه  نه د فهم په موخه او نه د هدايت په غرض…. او همدا هغه کسان دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته په خپله وينا کې  راپه ګوته کړي دي  :کله چې تاسې هغه کسان وليدل چې د متشابهاتو پيروي کوي (همدوى هغه کسان دي چې الله تعالى مونږ په قرآنکريم  کې راښودلي دي)

بل د دې ډول تصوراتو د خورا مهمو اسبابو له جملې  څخه  عقل ګرايي اوعقل پالنه ده  :
د تاريخ په اوږدو کې او هم په  معاصره نړۍ کې ډير داسې خلک او ډلې تيرې شوي او شته چې د هغوى په فکر اوعقيده د نصوصو د صحت اوعدم صحت لپاره عقل معيار دى ،دوى دا فکر کوي چې  دکومو نصوصو مدلول چې له عقل سره سمون خوري، هغه درست دی اوکوم  چې له عقل سره په ټکر کې دى هغه ناسم دی،  په دې صورت کې  دوى عقل مرجح ګڼي ، يوه نص ته  په بل نص باندې  د خپل عقل په بنا ترجيح ورکوي او يا هم هغه همداسې مهمل پريږدي  هيڅ ډول پاملرنه ورته نکوي ،او يا هغه نصوص چې د دوى د عقل خلاف دي په هغوکې د خپلو غوښتنو سره سم فاسد تاويلات رامنځ ته کوي .
په اسلامي امت کې چې څومره ډلې پخوا رامنځ ته شوي دي اويا اوس مهال رامنځ ته شوي دي دا ټولې د همدغه فاسد تصور زيږنده اوپايله ده،که څوک په دې هکله له غور اومطالعې څخه کار واخلي نو په آسانۍ سره به درک کړي چې د دې ډلو د رامنځ ته کيدلو سبب همدا خبره ده چې هغه د نورو اسبابو په شمول يې عقل معيار ګرځولی دی ،لکه څرنګه مو چې وويل په دې هکله خو بېلګې زياتې دي ، دلته به مونږ يو څو ډلو ته اشاره وکړو چې په همدې اساس رامنځ ته شوې دي:
په دې هکله لومړنۍ بيلګه د خوارجو ده ،دا ځکه چې په اسلام کې همدا لومړنۍ بې لارې ډله ده چې رامنځ ته شوې ده ،د دوى نفسي غوښتنه او د عقل محصول دا دى چې په معصيت سره مسلمان ته کافر وايي ، دوى د خپلې مدعا د اثبات لپاره يواځې پر هغونصوصو استدلال کوي چې پر وعيدونو باندې مشتمل دی چې په حقيقت کې د هغوى ظاهر مراد نه وي،د احکامو د اثبات لپاره محکم نصوص راوړل پکار دي چې په هغو باندې به ان شاءالله په راتلونکو ليکنو کې خبره کوو ، په دې هکله خوارج او دوى ته ورته ډلې په هغه ډول نصوصو استدلال کوي چې په ظاهر کې يې شديد وعيد راغلی وي، د بيلګې په توګه دقتل عمد په اړه الله تعالی فرمايي: (وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا)او(وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ) او داسې نور.
شيخ الاسلام ابن تيميه (رحمه الله)وايي :کله چې حضرت عثمان رضي الله عنه شهيد اوخلک سره خپاره شول، دوه متضاد بدعتونه رامنځ ته شول يو د خوارجو بدعت چې حضرت علي رضي الله باندې يې د کفر فتوا ورکړه او بل د روافضو بدعت چې حضرت علي رضي الله عنه يې د عصمت،يانبوت او يا الوهيت مقام ته پورته کړ.
او بيا د اصحابو په وروستنۍ زمانه کې  چې هغه د ابن زبير رضي الله عنه د امارت زمانه وه د مرجئه  اوقدريه وو بدعتونه رامنځ ته شول او له دې وروسته  بيا د اموي خلافت په  ورستنيو  شېبوکې جهميه اومشبهه ډلې رامنځ ته شوې، شيخ الاسلام د دې ډلو يادونه کړې ده  او بيا يې ورباندې شديد ردونه کړي دي.

حاصل دا چې خوارج يوازې پرهغو نصوصو استدلال کوي چې پر وعيدونو باندې مشتمل دي ،له همدې کبله دوى ته وعيديان هم ويل کيږي   او د عمل پرنصوصو زيات ټينګارکوي آن تر دې چې که چا ګناه وکړه هغه کافر دى او مخلد في النار دى  او نور د وعد او د بشارت نصوص شاته غورځوي دوهمه ډله چې د خوارجو په مقابل کې ده ، يواځې د وعد او بشارت پرنصوصو استدلال کوي او د وعيد نصوص شاته غورځوي او په همدې توګه د عمل نصوص هم مهمل پريږدي او دا عقيده هم لري چې ګناه کول له سره باک نه لري څوک چې لااله الاالله ووايي هغه جنتي دى.

دريمه ډله د شيعه ګانو او روافضو ډله ده چې دوى هم د نورو ضاله فرقو (بې لارې ډلې) په څېر په دې جزوي او پرېکړي تصورکې پوره ونډه لري ،هغه په دې ډول چې دوى يواځې هغه دلايل رامخې ته کوي چې داهل بيتو په هکله راغلي د نورو اصحابو کرامو په هکله چې کوم نصوص راغلي دي هغه له سره نه مني، بلکې دروغ يې ګڼي. او د حضرت علي رضي الله عنه په هکله دومره غلو اوتيرى کوي چې د الوهيت مقام ته يې ورپورته کوي او په همدې هکله دوى خپل فرضي او اټکلي امامان له پېغمبر څخه پورته ګڼي.

څلورمه ډله د نواصبو په نامه ياديږي چې  د روافضو په مقابل کې راپورته شوي دي چې د حضرت علي رضي الله عنه او اهل بيتو فضايل نه مني او تفسيق يې کوي نو له  همدې کبله دوى هم  په دې جزوي تصور کې له  بل پلوه ونډه لري.
دا يوڅو ډلو ته  په لنډه توګه اشاره وشوه او که څوک  د ټولو ډلو عقايد او افکار مطالعه  کړي نو وبه ګوري چې هغوى په همدې جزوي او پرېکړى تصورکې پوره پوره ونډه لري او د دوى د بې لارې کيدو عمده لامل همدادى.
د دوى په بې لارۍ کې د شرعي نصوصو هيڅ ګناه نشته قرآن اوسنت دواړه د شرعي احکامو لپاره معصوم  مصادر دي اوقرآن او سنت دواړه د هدايت او سعادت لپاره الله تعالى د رسول الله په واسطه  راليږلي دي، په ټولو باندې بايد په منظم ډول او له هغو اصولو سره سم چې مونږ ته له سلفو صالحينو څخه راپاتې دي، په فهم کې راوستل شي اوبيا ورباندې عمل وشي چې په دې هکله به ان شاءالله د ليکنې په دوهمه برخه کې  په تفصيل سره خبره کوو.
د دې ډلو د بطلان اوبې لارۍ  ښکاره نښې دا دي چې د دوى افکار په خپلو کې سره په  ټکر او تضاد کې دي ،دا ځکه چې د هرچا عقل جدا دى ،غوښتنې او ارزوګانې يې سره بيلې بيلې دي نوځکه دوى  سره په خپلو کې شديد اختلافات لري ،د يوې ډلې افکار له بلې ډلې سره د ځمکې او اسمان توپير لري.


د دې جزوي تصور اغيزې:
د دې جزوي اوپرېکړي تصور بدې اغيزې خورا زياتې دي  چې هر څوک يې په خپلو سترګو ګوري ،دلته به مونږ د نمونې په ډول  يو څو بدو اغيزو ته اشاره وکړو:
لومړى:الله پاک  دين د دې لپاره راليږلى چې د انسانيت د هدايت اوسعادت لامل شي خو د دې ډول تصور خاوندانو خلک په شقاوت اوبې لارۍ کې اچولي دي.
دوهم: الله تعالى قرآن  او الهي وحې د دې لپاره را نازل کړې چې د انسانيت ترمنځ وحدت،يووالى،عدالت،امن ،سکون اومحبت رامنځ ته شي خو ددې تصور خاوندانو دقرآن او سنتو په ذريعه د خپل غلط تصور پراساس  تفرقه ، ظلم، ګډوډي ،عداوت،حسد او بغض  او نور بلا مشکلات رامنځ ته کړي دي .

دريم: د دې غلط تصور پر اساس په اسلام کې  د اسلام په نامه خورا زياتې ډلې رامنځ ته شوي دي چې وړاندوينه يې رسول الله صلى الله عليه وسلم په يوه حديث کې داسې کړې ده (عَنْ عَوْفِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ افْتَرَقَتْ الْيَهُودُ عَلَى إِحْدَى وَسَبْعِينَ فِرْقَةً فَوَاحِدَةٌ فِي الْجَنَّةِ وَسَبْعُونَ فِي النَّارِ وَافْتَرَقَتْ النَّصَارَى عَلَى ثِنْتَيْنِ وَسَبْعِينَ فِرْقَةً فَإِحْدَى وَسَبْعُونَ فِي النَّارِ وَوَاحِدَةٌ فِي الْجَنَّةِ وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَتَفْتَرِقَنَّ أُمَّتِي عَلَى ثَلَاثٍ وَسَبْعِينَ فِرْقَةً وَاحِدَةٌ فِي الْجَنَّةِ وَثِنْتَانِ وَسَبْعُونَ فِي النَّارِ قِيلَ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَنْ هُمْ قَالَ الْجَمَاعَةُ (رواه ابن ماجه)
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي چې يهود په يواويا ډلو باندې وويشل شول يوه پکې جنتي ډله وه، نورې اويا ډلې يې ټولې دوزخي شوې او نصارى دوه اويا ډلې شوې، يوه يې جنتي شوه، نورې  يو او يا يې دوزخي ډلې شوې او قسم پرهغه الله چې د محمد روح د هغه په واک کې دى چې هرومرو به زما امت په درې اويا ډلو ويشل کيږي چې يوه ډله به پکې جنتي وي او نورې دوه اويا ډلې به دوزخي ډلې وي، اور ته به ځي، چا پوښتنه وکړه چې يارسول الله! دغه جنټي ډله پکې کومه يوه ده ؟رسول الله ورته په ځواب کې وفرمايل (الجماعة) يعني دا هغه ډله ده چې زما او زما د اصحابوکرامو په تصور اوکړنلاره باندې روان وي، چې مونږ اوس ترېنه په اهل سنت والجماعت سره تعبير کوو د اهل سنت معنا دا ده چې د رسول الله پر عقيده باندې  تمسک کوي  او والجماعت معنا دا ده چې د اصحابوکرامو پرنقش قدم باندې روان وي.
څلورم: د دې جزوي تصور له کبله  د مسلمانانو ځواک کمزورى شوى دى دا ځکه چې  د اصيل اسلام په وړاندې  دغه ضاله ډلې د خنډ په ډول پرتې دي،دغه ډلې دومره عداوت او دښمني له اصلي کافرو سره نه لري لکه څومره يې چې  له اصلي اسلام اصيلو مسلمانانو سره لري  چې بيلګې يې  له شماره وتلي دي.

لنډه دا چې  دا ټولې ناخوالې چې په تاريخ کې مسلمانانو ګاللي او يا په موجوده عصرکې ورسره لاس اوګريوان دي په عمده توګه د همدې جزوي او غلط تصور نتايج دي ،دلته نور مونږ په همدې باندې اکتفا کوو، د دې په مقابل کې به انشاالله د ليکنې په دوهمه برخه کې په شمولي اوسم تصور باندې وغږيږو ،د هغه اسباب، بنسټونه ، پايلې  اوفوائد به ذکر کړو الله تعالى دې  مونږ ته  دغه سم اوشمولي تصور راپه برخه کړي ترڅو د واحد امت په حيث د اسلام اومسلمانانو لپاره د خدمت مصدر وګرځو

له قافلې میاشتنۍ مجلې څخه په مننې

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: