جغرافیه

له سمندره تر اسمانه (پلیټونه، غرونه، سیندونه او ارتفاعات)

لنډيز

په دې درس کې به زده کوونکي د لويې ځمکې د لویو برخو (لکه غرونو، سيندونو، دښتو، وادي ګانو، ‌درو او ارتفاعاتو او دا چې د ځمکې پر سطحه څنګه رامنځته شوي دي؛ ‌معلومات ترلاسه کړي. په دې سربېره به د ټرانسپورټ د سيسټم، معدن،‌ نقشه جوړولو او د طبيعي پېښو د اندازه ګیرۍ په ګډون د جيولوژي او ځمکې د جوړښتونو په برخه کې د سيول او جیوتکنيکل انجنیرۍ د تطبيق په اړه هم ډېر څه زده کړي.‌

له انجنيرۍ سره تړاو

هغه انجنيران چې د ټرانسپورټ بنسټ ږدي، باید د ځمکې په څرنګوالي او جغرافيه ښه پوه وي. انجنيران د دې پرېکړې مسؤولیت لري، چې چېرته باید سړکونه، لويې لارې، د اورګاډي پټلۍ او پلونه جوړ شي. دوی باید دا هم ډیزاین کړي، چې د ټليفون مزی، د برېښنا پايه او د دوامدارې انرژۍ ټیکنالوجي؛ لکه د بادي برېښنا سيسټم، په کوم ځای کې نصب کړي. د دې سيسټمونو نصبول په لرې پرتو سيمو کې د لويو غرونو، تپو او يا ګڼو ځنګلونو د موجوديت له کبله ډېر ستونزمن دي. جيوټيکنيکل انجنيران د طبيعي ‌پېښو په پايله کې رامنځته شوي ‌ځمکني جوړښتونه او د کانونو د کيندلو، ‌زېربنايي پراختیا، د طبيعي آفتونو د له منځه وړلو او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د دې جوړښتونو اغېزې مطالعه کوي. انجنيران د هوايي‌عکس اخيستنې او سټلايټ له لارې د عکاسۍ په مرسته د ډيجيټلي‌نقشو په جوړولو بوخت دي،‌چې د انجنيرۍ‌ستونزې هوارې کړي.‌

له دې درس وروسته به زده کوونکي وکولای شي چې:‌

  • د ځمکې د سطحې مهمې برخې؛ لکه غرونه، سيندونه، دښتې، وادي ګانې او ارتفاعات په نښه کړئ.
  • انجنيران څه ډول د ځمکې د جوړښتونو په اړه معلومات په ټرانسپورټ، معدن، نقشې جوړولو او د طبيعي پېښو د اندازه ګيرۍ لپاره کاروي.

پيليزه / هڅونه

کله چې تاسې بهر قدم ووهئ، ستاسې چاپېره ځمکه بېلابېل شکلونه بدلوي او بل ډول ښکاري؟ دا هغه څه دي چې د ځمکې سطحې ته بېله بڼه ورکوي؟ د بېلګې په توګه، آیا کله غره ته ختلي ياست؟ آیا کله سمندر ته تللي ياست؟ څه توپیر سره لري؟ آیا ښوونځي ته څېرمه مو سيند بهېږي؟ سيند چې په يوه ځمکه کې بهېږي، بڼې ته يې څه ډول بدلون ورکوي؟ آیا تاسې فکر کوی، چې د افريقا او جنوبي امريکا ځمکه د امريکا ځمکې ته ورته ده؟ آیا دا منظرې به تل موجودې وې او که د وخت په تېرېدو سره رامنځته شوې دي؟

بشر ته ډېر پخوا دا شک پيدا شوی و، چې د ځمکې سطحه د بدلون په حالت کې ده. خلکو پر ځمکه سفرونه کړي او ان بحري ګوجګی یې د غره پر سر پيدا کړی دی. ځينو ساينس پوهانو موندلې ده، چې د جنوبي امریکا او افریقا د ډبرو کمربندونه عينې مواد لري. دا څه ډول امکان لري په داسې حال کې چې ډېر سره لرې پراته دي؟ د ځمکې کوره له څلورو طبقو څخه جوړه ده: قشر، مانټل، بهرنۍ هسته او داخلي هسته. د مانټل پورتنۍ برخه چې مايع ډوله ده، د قشر ټوټې د حرکت په حال کې ساتي. د جیولوژي ساينس پوهانو څرګنده کړې ده، چې د ځمکې قشر ۱۲ لویې ټوټې لري او د ځمکې په سطحه کې داسې لامبو وهي، لکه د يخ  ټوټې چې د سمندر پر سطحه لامبو وهي. د ځمکې د قشر دا ټوټې د پلېټونو په نامه یادېږي. انتقالي جريانونه هر کال دغه ټوټې له ۱ تر ۴ اېنچونو پورې خوځوي.

غرونه، ارتفاعات، هوارې دښتې، سيندونه، وادي ګانې او درې، ټول د ځمکې د طبيعي اشکالو بېلګې دي. ارتفاعات د غرونو ځانګړي ډولونه دي. د دې غرونو څوکې هوارې او پراخې دي، چې رېونده څنډې لري. دښتې د ځمکې د قشر هوارې ټوټې او يا منظرې دي. سيندونه د ځمکې د منظرو په جوړولو کې ډېر مهم دي، ځکه چې اوبه د ځمکې د سطحې دوه پر درې برخه نيسي. سیندونه د ځمکې په سطحه کې د زرګونه کلونو په ترڅ کې ژورې درې رامنځته کوي. سيندونه لومړی په غرونو کې د يخونو د بهنګ او يا د واورې د ويلې کېدو له کبله د څاڅکو په توګه راښکاره کېږي او ډېر ژر پر يوه رېونده چټک بهېدونکي نري سيندګي بدلېږي. خو دا چې مخ ښکته د ځمکې د سطحې پر لور د سمندر او يا بحر خواته خپله لاره پيدا کړي، چټکتیا یې زياتره وخت راکمه او سور یې زياتېږي. سیند پر هغه لار بهېږي، چې لږ مقاومت يې پر وړاندې موجود وي، په دې معنی چې سیند پر هغه مسير بهېږي، چې بهېدا ورته اسانه وي. زياتره وخت سيندونه په يوه مات ګټ کې ننوزي او د وخت په تېرېدو سره د احتکال د بهير په مرسته وادي ګانې او درې جوړوي.

آیا کله مو فکر کړی دی، هغه سړک چې تاسې خپل ګاډی پرې چلوی، څه ډول ودان شوی دی؟ آیا تاسې پر سیند تېر شوي نري سړک او يا پر غره تېر شوي تونل کې خپل ګاډی چلولی دی؟ ستاسې په فکر دا ټول چا جوړ کړي دي؟ دا ټول انجنيرانو جوړ کړي دي! د ځمکې پر جيولوژي او د ځمکې پر جوړښت پوهېدل د انجنیرۍ د ګڼو ډولونو لپاره ډېر مهم دي. تر ټولو وړاندې سیول انجنيري سړکونه، پلونه او تونلونه جوړوي، چې موږ یې هره ورځ د ټرانسپورټ لپاره کاروو. دغه انجنیران د دې پرېکړې مسؤوليت لري، چې چېرته لويه لار، پټلۍ او پلونه جوړ کړي. دوی باید دا هم څرګنده کړي، چې د ټليفون مزي، ګټال مزي او د برېښنا پايې چېرته ولګوي. هغه وخت چې لوی غرونه، سيندونه او يا درې په مخه کې راشي، د دې پايو لګول ستونزمن وي. د چاپېريال انجنيران چې د نوې کېدو وړ انرژۍ پر منابعو؛ لکه بادي برېښنا کار کوي، بايد د جنراتورونو د نصبولو لپاره هوار او پرانستلي ځايونه پیدا کړي؛ څو باد په پرله پسې توګه بادي ژرنده وګرځوي. همدا راز جيوټيکنيکل انجنیران هم شته، چې د ځمکې جوړښتونه او د منرالونو او تېلو د استخراج لپاره د هغې کارول مطالعه کوي. جيوټيکنيکل او سیول انجنيران د طبيعي پېښو؛ لکه زلزلې او اور غورځېدنو د اندازه ګيرۍ او له هغو څخه د ساتنې لارې سپړي.

د درس پس منظر او د ښوونکي لپاره ځينې مفاهيم                                                          

د طبیعي پېښو په پايله کې رامنځته شوي د ځمکې جوړښتونه پراخ او متنوع دي. ‌په دې درس کې به لاندې طبيعي ‌جوړښتونه وڅېړل شي، چې غرونه، سيندونه، ارتفاعات، درې، سمندرونه او تپې په کې شاملې دي.

ټيکټونيکي ساحه او د ځمکې د جوړښتونو رامنځته کېدل                                                   

د ځمکې د جوړښتونو د مطالعې لپاره بايد تر هرڅه لومړی سړی په دې وپوهېږي، چې دا جوړښتونه په څه ډول رامنځته کېږي. د ځمکې په جوړښتونو د پوهېدو اساسي ټکی دا دی، چې سړی د ځمکې د ترکیب او ټيکټونيکي ساحې په اړه معلومات ولري.

ځمکه له څلورو طبقو څخه جوړه ده، چې له قشر، مانټل، خارجي هستې او داخلي هستې څخه عبارت دي. د خارجي هستې مواد دومره غليظ نه دي؛ خو د مانټل مواد غليظ دي. د ځمکې قشر او د مانټل کلک بهرنی زون يوه بله طبقه جوړوي، چې ليتوسفير يې بولي. ليتوسفير په ۱۲ لويو ټوټو وېشل شوی دی، چې پلېټونه ورته وايي. د ليتوسفير لاندې برخه استينوسفير نومېږي. استينوسفير يو داسې پوړ دی، چې په آزاده توګه حرکت کوي. د استينوسفير انتقالي موجونه په پرله پسې توګه د ليتوسفير پلېټونو ته حرکت ورکوي.

له ډېر پخوا څخه دا ګومان کېده، چې ځمکه د فعالو بدلونونو ځای دی. خلکو د ځمکې پر سطحه ډېر سفرونه کړي، چې ان د بحر ګوجګي یې د غره پر سر موندلي دي. ‌ځينو ساينس پوهانو دا هم موندلې ده، چې د جنوبي امريکا او افريقا د ډبرو کمربندونه يو ډول منرالي مواد لري. دا څه ډول امکان لري؟ په ۱۹۶۰مه لسيزه کې ساينس پوهانو هغه ټيکنالوجي ترلاسه کړه، چې د ځمکې د پلېټونو د خوځوونکو بهيرونو په اړه معلومات ورکړي. د همدې کلونو په شاوخوا کې جيولوجستانو ثابته کړه، چې قشر ۱۲ لويې ټوټې لري، چې د ځمکې په سطحه کې داسې لامبو وهي، لکه د يخ يوه لويه ټوټه چې د سمندر د اوبو پر سر لامبو وهي. موجونه هر کال دغه پلېټونه له ۱-۴ اينچه پورې خوځوي.

د طبيعي پيښو له کبله رامنځته شوي د ځمکې جوړښتونه له غرونو، ارتفاعاتو، دښتو، سیندونو، وادي ګانو او درو څخه عبارت دي، چې په لاندې برخو کې څېړل شوي دي.

غرونه

غرونه هغه وخت جوړېږي، چې د ځمکې لويې ټوټې له يو بل سره ټکر وکړي. په دې وخت کې قشر پورته ګونځه کوي او پر پلېټ فشار راوړي، چې د غرونو لړۍ جوړه کړي. د غرونو د لرغونو لړيو ډبرې ۳.۵ میليونه کاله پخوانۍ دي. هغو ډبرو چې دا غرونه جوړ کړي دي، يو وخت د ځمکې لاندې ژورې منډل شوې وې. کله چې د هند برصغير او اروپايي آسيايي پلېټونه ۲۴ بيليونه کاله وړاندې سره ټکر شول، د نړۍ د تر ټولو لوړو غرونو لړۍ رامنځته شوه، چې د هماليا غرونه دي.

غرونه پنځه ډوله دي، چې هر يو ډول يې د جوړېدو د ميتود پر بنسټ په لاندې توګه نومول شوی دی:

  1. د ګونځې په پایله کې رامنځته شوي غرونه: دا ډول غرونه هغه وخت جوړېږي، چې د ځمکې پلېټونه سره ټکر وکړي او د قشر هغه برخه چې ټکر په کې رامنځته کېږي، د قات او ګونځې په پايله کې پورته کړوپ شي. دا د هغه لوړ فشار له کبله رامنځته کېږي، چې د ډبرو طبقه د ماتېدو پر ځای قات ته اړ کوي.
  2. له ماتېدو څه رامنځته شوي غرونه: دا غرونه د ځمکې د قشر د چاودې له بې ځايه کېدو څخه رامنځته کېږي، چې د پلېټونو د بې ځايه کېدو او يا ډوبېدو لامل ګرځي. دا د سره ـ ورغلو پلېټونو د پورته کېدو لامل ګرځي، چې په پایله کې يې بلاک ته ورته يو غر راپورته کوي.
  3. ګنپت وزمه غر: دا غرونه هغه وخت رامنځته کېږي، چې د مګما طبقه پر قشر فشار واچوي؛ خو د ځمکې سطحې ته لار پيدا نه کړي. د مګما د فشار په پایله کې ډبرينه طبقه د يو ګنپت وزمه غونډۍ په بڼه پورته راوځي او بالاخره د ډبرو په څېر کلکېږي.
  4. ولکانیک غرونه: دا غرونه هغه وخت رامنځته کېږي، چې مګما د ځمکې د قشر له يوې کمزورې نقطې څخه بهر راووځي، د پېښې شاوخوا غونډۍ جوړوي او بيا د غره په بڼه کلکېږي. ۲ شکل يو ولکانيک غر ښيي.
  5. د تخريب له کبله رامنځته شوی غر: دا غرونه هغه وخت رامنځته کېږي، چې له کنګل څخه روانې اوبه، باد، طوفان او يا يخ ځمکه وکيندي او غره او يا تپې ته ورته جوړښت رامنځته کړي.

ارتفاعات

ارتفاعات هغه غرونه دي، چې سر يې هوار او پراخه او رېونده څنګ ولري. دا غرونه د بېلابېلو ټېکټونيکي قواوو له کبله رامنځته کېږي. ارتفاعات د هغې مګما له کبله رامنځته کېږي، چې مخ پورته د ځمکې د سطحې پر لور قوه واردوي؛ خو د ځمکې سطحې ته لار نشي پیدا کولای. نو له دې کبله د ځمکې يوه پراخه هواره ساحه مخ پورته ټېله کوي. ټکر کوونکي پلېټونه هم ارتفاعات رامنځته کوي. غرونه تل د ټکر کوونکو پلېټونو څنګ ته رامنځته کېږي؛ خو ارتفاعات د ټکر له منبع څخه لږ لرې رامنځته کېږي. د ارتفاعاتو د رامنځته کېدو نور اسباب د نورو تخريباتو تر څنګ د کنګل له خوا رامنځته شوي تخريبات دي. ښايي د ځمکې قشر په ځينو ځانګړو سيمو کې د کنګل له خوا رامنځته شويو تخريباتو له کبله کمزوری شي او ځمکې د راپورته کېدو لپاره لار هواره کړي، لکه چې په درېيم شکل کې يې ګورئ. کوچنيو ارتفاعاتو ته د میساس Mesas  [نېغه غونډۍ، چې سر یې هوار وي] او بوټس Buttes [هغه غونډۍ، چې سره يې هوار وي] وايي.

سيندونه او د اوبو نور ډولونه

اوبه د خپل مايع او جامد شکل په ګډون د ځمکې دوه پر درې برخه جوړوي. د دې اوبو زياتره برخه مالګينه ده. اټکل شوې ده، چې د ځمکې د سطحې ۷۰ سلنه سمندرونو نيولې ده. مالګينې اوبه د ځمکې د اوبو د سرچينو ۹۷.۲۴ برخه جوړوي او دا اوبه د مالګې د لوړ غلظت له کبله د انسانانو لپاره د استفادې وړ نه دي. له مالګينو اوبو څخه د سوچه اوبو د تصفیه کولو ميتودونه شته؛ خو ډېر ګران دي او له دې کبله په پراخه توګه نه کارول کېږي. د ځمکې ۲.۱۴ سلنه اوبه په کنګل او يخونو کې بندې دي. پاتې ۰.۶۱ سلنه يې د ځمکې لاندې اوبه دي. د ځمکې د کورې ۰.۰۰۹۱ سلنه اوبه په جهيلونو او سيندونو کې بهېږي. د ځمکې د سطحې د څښاک لپاره د اټکل شويو اوبو له منځه يوازې ۰.۳ سلنه يې د انسانانو څښاک ته برابرې دي.

سيندونه د ځمکې د طبیعي  منظرې په جوړولو کې زیاته ونډه لري. سيندونه په زرګونه کلونو کې درې جوړوي او په زياته پيمانه خړه او رسوبي مواد انتقالوي، چې د ځمکې نور جوړښتونه جوړ کړي. سيندونه زياتره په غرونو کې له کنګل څخه  بهېدونکو اوبو او يا د واورې له ويلې کېدو څخه سرچينه اخلي. دغه سيندونه زياتره وخت له څاڅکو پيل او چټک بهېږي، ان تر دې چې يو رېونده نری سيند جوړ کړي. همدا چې سيند خپله لار د ځوړې پر لور او بیا د ځمکې پر سطحه تر بحري اوبو پورې جوړه کړي، بيا يې  حرکت ورو کېږي او د خپل مسير ساحه پراخوي.

د باد او اوبو (لکه سیند) له خوا رامنځته شوي تخريبات د درو د جوړولو لپاره مهم دي. اوبه او په دې صورت کې سيندونه په مشخصه توګه، د خپل مسير لپاره هغه لار غوره کوي، چې په مخ کې يې لږ مقاومت پروت وي. زياتره وخت سيند د يوه مات شوي ګټ په چاوده کې ننوزي او د وخت په تېرېدو سره یې تخريبات د درې په ارتوالي کې زياتوالی رامنځته کوي. داسې چې بالاخره دغه چاوده نوره هم پراخېږي او د سيند وادي او يا دره رامنځته کېږي، لکه په ۵ شکل کې چې ښودل شوي دي.

په داسې حال کې چې درې او وادي ګانې په کلونو کلونو د باد او اوبو له خوا د رامنځته شويو تخريباتو له کبله جوړېږي، زموږ د هېواد تر ټولو ښايسته منظرې يې هم جوړې کړې دي. خو دغه فوق العاده او طبيعي منابع د نېغ لوړوالي له کبله ډېر خطرناک هم دي.‌ په ګټونو کې هېښنده پورته کېدونکي او بې ماشینه الوتکو پورې ځوړند سيلانيان هر کال کوښښ کوي، چې درو او وادي ګانو ته وخېژي او يا يې پر سر الوتنه وکړي. د دوی زیات شمېر له وياړه ډک برياليتوبونه له ځان سره راوړي؛ خو ځينې نور يې د لوېدلو له کبله د بدمرغيو او له خواشينۍ ډکو مرګونو سره مخامخ کېږي. کښتۍ او جاله چلوونکي له هغو تېزو اوبو څخه خوند اخلي، چې په دې نريو درو کې ښکته بهېږي؛ ‌خو کله يې دا لوبې له ننګونو او ورانوونکي پای سره مخامخ کوي.

د طبيعي پېښو له خوا رامنځته شوي د ځمکې جوړښتونه ـ غرونه، ارتفاعات، دښتې، سيندونه، وادي ګانې او درې ـ انجنيران د هغو زیربناوو د ډیزاينولو په برخه کې له ننګونو سره مخامخ کوي، چې په دې جوړښتونو او يا يې په شاوخوا سيمه کې جوړوي. انجنیران باید له خپل طبيعي چاپېريال څخه ښه خبر وي؛ څو د پلونو، تونلونو، ‌د اورګاډو د پټليو او سړکونو د ډيزاين پر مهال د دې طبيعي عجايبو وياړ او ښکلا وساتي. ان د ټليفون او برېښنايي مزيو د منډلو پر مهال هم باید انجنيران له خپل کار څخه ښه خبر وي؛ څو مزي په خوندي او باوري ځايونو کې ځای پر ځای کړي. راځئ هغه جيولوژیکي او سيول انجنيران هم هېر نه کړو، چې د ځمکې د جوړښتونو په اړه معلومات لري او دا معلومات یې موږ له اور غورځوونکو او زلزلو څخه خوندي کوي. دوی باید پوه وي، چې د بيا نوې کېدونکې انرژۍ ‌منابع چېرته نصب کړي او ان په کوم ځایونو کې د هغو طبيعي منابعو لپاره کيندنې وکړي، چې د ورځني ژوند اړتیاوې پوره کوي [لکه پټرول، منرالونه او داسې نور].

اصطلاحات او تعريفونه

دره: ‌يوه ژوره نرۍ وادي ده، چې رېونده څنګونه لري؛ زياتره وخت يو سيندګی په کې بهېږي.

تپه: ‌د ځمکې يوې راوتلې غونډۍ ته وايي.

غرونه: د ځمکې پر سر هغه لوړ طبيعي ځايونه دي، چې لوړوالی يې له تپې زیات دی.

سمندر: د مالګینو اوبو يوه لويه برخه ده، چې يوه لويه وچه چاپېروي. سمندرونه د ځمکې د سطحې له دوه پر درې څخه زیاته برخه اشغالوي.

دښتې: هوارې ځمکې دي، چې ډېرې کمې لوړې ژورې ولري.

ارتفاعات: ‌يوه لويه هواره ځمکه، چې له چاپېره ځمکې څخه لوړه وي.

سيند: د اوبو يوه روانه برخه ده، چې معمولاً يوه سمندرګي او يا سمندر ته خالي کېږي.

وادي: د ځمکې پر سطحه هغه ټيټه نقطه، چې معمولاً د غرونو او يا تپو د لړۍ په منځ کې وي.

د درس پای                                                    

څوک پوهېږي، چې د ځمکې قشر څه دی؟ ‌دا د ځمکې پر سطحه پروت او د ځمکې د کرې پورتنۍ طبقه ده. آیا پوهېدئ، چې ستاسې ښوونځی د ځمکې د قشر پر يوه ټوټه پروت دی؟ ان هغه ځای کې چې اوس ناست يو، د قشر لويې ټوټې دي، چې د ځمکې د سطحې په عرض کې هغه ډول لامبو وهي، لکه د يخ لويې ټوټې چې پر سمندر لامبو وهي.‌

څوک د ځمکې د جوړښتونو له منځه د يوه نوم اخيستلای شي؟ (ځواب:‌غرونه، ارتفاعات، ‌دښتې، سيندونه، سمندرونه، وادي ګانې او درې)، آیا تاسې د ځمکې د دې جوړښتونو تغيرات وينئ؟ يقیناً داسې نه برېښي چې تاسې به يو غر د تغیر په حال کې ووينئ. آیا ليدلی  يې شی؟ د ځمکې هغه جوړښتونه چې موږ يې اوس وينو، د زرګونو کلونو د تدريجي تغیراتو نتیجه ده. هغه څه چې موږ نن وينو، تلپاتې ښکاري؛ خو د همالیا غرونه اوس هم د ودې په حال کې دي.

انجنیران ولې د ځمکې د جوړښتونو په اړه فکر کوي؟ انجنیران ټوله هغه ټيکنالوجي ډيزاين کوي او جوړوي، چې زموږ په چاپېریال کې د ځمکې له جوړښتونو سره سروکار لري. انجنيران ټول سړکونه، پلونه او تونلونه جوړوي، چې موږ يې له لارې د ځمکې د قشر له يوې برخې څخه بلې برخې ته د سيندونو د پاسه او په غرونو کې تېرېږو. ځينې انجنيران د بيا نوې کېدو وړ انرژۍ پر منابعو؛ لکه بادي برېښنا کار کوي. دوی باید داسې هوار ځایونه پیدا کړي، چې بادي ژرندې پکې نصب کړي.‌ نور انجنیران د ځمکې د هغو جوړښتونو په اړه معلومات ترلاسه کوي، چې په مرسته يې کانونه کیندل کېږي، نقشې جوړېږي، طبيعي پېښو؛ لکه زلزلو او اور غورځېدنو د اندازه کولو او ساتنې لپاره لارې چارې طرحه کوي. انجنيران په رښتينې معنا اړ دي، چې د ځمکې د قشر او ځمکې د جوړښتونو په اړه لا زيات معلومات پیدا کړي.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: