له دغو خواړو سره مو ویښته تقویه کړئ

که غواړئ ځلیدونکي ویښتان ولرئ؛ نو د لاندې خواړو استعمال زیات کړئ:

د قوي او ځلیدونکي ویښتانو لرل د لوړبیو شامپوگانو سره هیڅ اړیکه نه لري. که غواړئ ښه ویښتان ولرئ نو خپلو خواړو کې ځینې بدلونونه راوړئ:

۱- اوسپنه او زینک: اوسپنه او زینک ویښتانو له منځه تللي جحرې بیرته فعالوي. د څیړونکو په وینا په اونۍ کې دوه ځلي نازکه سره غوښه خوړل چې د دې دواړو غذايي موادو غوره منبع ده ویښتان تقویه کوي. له غوښې سربیره انسان کولی شي چې د بدن اوسپنه او زینک اړتیا د سویابین، پلۍ او ویټامین سي لرونکې خواړه په مرسته پوره کړي.

۲- ویټامین ډي: مختلفو څیړنو ثابته کړې چې ویټامین ډي د ویښتو په زیاتولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. دغه ویټامین ډیر کم پیدا کیږي او یو څو خاصو خواړو کې په طبیعي ډول پیدا کیږي؛ خو هره ورځ څو دقیقې لمر ته کیناستل ستاسې د بدن دغه اړتیا پوره کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. روغتیايي څیړونکو په وینا ډیرو زیاتو ناروغیو څخه خلاصون لپاره هر ورځ یو څو دقیقې وخت لمر ته ځانگړی کړئ.

۳- پروتین: پروتين روغتیا او ژوند یوه ډیره اړینه برخه ده. پروتین د ویښتو حجراتو فعالولو سربیره کمزورۍ ویښتان رغوي او د ویښتان تقویه کوي. هر انسان د ورځې لږ تر لږه ۴۶ گرامه پروتین ته اړتیا لري.

۴- بیوتین (Biotin): هگۍ د ویښتانو لپاره اړین ويټامین بي لري. هگۍ همدا راز د پروتین او ویټامین ډي هم غوره منبع ده.

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب