لنډه کیسه | د سعدي علیه الرحمه د حکایاتو څخه
یو تن د بادشاهانو څخه په یو مرض اخته شو، چې د هغې ذکر یي هم نشو کولای. یوه ډله د یونان طبیبان په دي متفق شول . چي ددې مرض هیڅ دوا نشته . مګر د انسان زهره ، نو پادشاه امر وکړ ، د یو بزګر ځوی یي پیدا کړ . په کومو صفتونو چي حکیمانو او طبیبانو وییلي وو. د هغه مور او پلار یي په ډیرو بخشیشونو ، او پیسو ونازول ، او قاضي هم فتوی ورکړه ،د یو تن وینه تو یول د پادشاه د سلامت د پاره روا ده ، جلاد هم دده د مر ګ تکل و کړ . هلک مخ و آسمان ته پورته کړ مسکی شو . پادشاه پښتنه وکړه ، چې په دي حالت کې څه ځای د خندیدلو دی؟ هلک ورته ووییل د ځامنو ناز پر پلار او مور وي ،او دعوی قاضي ته وړل کیږي ، او د پادشاه څخه داد غوشتل کیږي . اوس پلار او مور مې ددنیا د طمعې په خاطر ، زما وینه یي خرڅه کړه ، او قاضی هم د وژلو فتوی ورکړه ، او سلطان هم خپل سلامت زما په وژلو کې ګوري. نو به غیر د خدای څخه هیڅ پناه نه وينم . پادشاه د دې خبری د اوریدو سره سخت د عبرت ټکان وخوړ ،او د رحمت دیګ یي په جوش راغی . او په سترګو کې یي اوښکی راوغړیدی . او وي ویيل چي زما هلاک بهتره ده چی د یو بی ګناه وینه تو یه شي . نو خپل غیږ ته یی رانژدی کړ او په سر او سترګو یي ښکل کړ . او ډیر بی اندازه نعمت او مال یي ورته وبخښه او داسي ویيل کیږي، چی پادشاه په هماغه هفته کې، روغ رمټ، او صحتمند شو .
ژباړڼ : سید عبیدالله نادر