لمونځ انسان دملا له درد څخه بچ کوی

په اسلام کې هره ورځ پینځه(۵) وخت لمونځ فرض او واجب دی خو لمونځ له خدای پاک ج سره له راز ونیاز کولو پرته دانسان دبدن لپاره هم ډیره ګټه لری .

دغه خبره په یوه (۱)طبی تحقیق کې معلومه شوی ده .

دانګلستان د برمنګهم ، دامریکا د مینیسوټا او دپین اسټیټ پوهنتونونو دګډ تحقیق په وخت داسلام ، عیسایت او یهودیت د لمونځ او د عبادت د طریقې او د جسمی ګټو په هکله غور وشو .

دانګلستان او دامریکا د پوهنتونونو دمحققانو د تحقیق په وخت دغه خبره معلومه شوی ده چې که چیرې سړی په ورځ کې پینځه(۵) وخت لمونځ کول خپل عادت جوړ کړی او هغه په سم ډول وکړی نو لمونځ انسان دملا له درد څخه په بچ کولو کې مرسته کولای شی .

دغه تحقیق وایی چې دلمانځه دمختلفو شیانو د ترسره کولو په وخت دانسان دملا په زاویو کې په بدلون راتلو سره دملا درد ډیر کمیږی .

دامریکا او دانګلستان دپوهنتون محققانو وویل دلمونځ په وخت دانسان دبدن او جسم حرکتونه یوګا ورزش او فزیکل تهراپۍ ته ورته وی .

فیزیکل تهراپۍ د انسان دملا درد دختمولو لپاره کیږی .

دامریکا او دانګلستان دپوهنتون محققانو دغه راز وویل لمونځ دانسان جسمی خپګان او پریشانۍ هم ختموی .

هغوې وویل دلمونځ په وخت د رکوع او سجدې په وخت دانسان دملا زاویه داسې وی چې هغه د ملا په درد کې په کموالی راوستلو کې مرسته کوی .

دانګلستان او امریکا دپوهنتونونو محققانو وویل په ملا درد کې کموالی هغه وخت امکان لری چې سړی لمونځ په سم ډول ترسره کړی .

ددې اپوټه دلمونځ د ټولو رکنونونو په سم ډول د نه ادا کولو په وجه په حقیقت کې دملا درد زیاتیږی .

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب