لس داسې عادتونه چې انسان پری مالداره کیدای شي

د خپلو مصروفیتونو او دندو تر څنګ دغه لس عادتونه په ځان کې پیدا کړئ نو د نړۍ له مالدارو خلکو څخه به وشمیرل شئ:

  1. ورځني اهداف په دقت سره تعقیب کړئ، د کامیابی راز هم له ځانه سره واخلئ چې په کومو عواملو خپل هدف ته رسیدلی یاست ضروري نه ده چې د اوږد مهال لپاره پلان (اهداف ) وټاکئ بلکې ورځنی ژوند لپاره اهداف ټاکل اړین دي، دنن ورځی کارونه وارزوئ او سبا لپاره اهداف او پلان مشخص کړئ.

  2. د ښه اوریدو توان او عادت په ځان کې پیدا کړئ لکه څرنګه چې د ویلو کوم توان او مهارت لری، د اوریدولو لپاره هم ځان کې توان او مهارت پیدا کړئ، د کاروبار په لومړیو وختونو کې د ویلو څخه زیات اوریدل د کامیابی کلی ده.

  3. د بدن روغتیا سره لوبی مه کوئ ، په لږه اندازه ورزش او صحی خوراکونه خوړل د بدن د سالم ساتني او د خوشحاله ژوند لپاره اړین دي، په (۲۴) ساعتونو کې (۳۰) دقیقې خپل صحت لپاره خاص کړئ، که چیری بدن دی روغتیا په حالت کې وي نو ستاسی پیسی به د ډاکټرانو جیبونو پر ځای ستا په جیب کې پاتي کیږي.

  4. په ژوند کې مختلفو طبقو خلکو سره خپلې اړیکې پیاوړي کړئ،هغوناسته کوئ، مرسته او همکاري ورسره کوئ او ټولنیز اړیکی ورسره ساتئ تر څو ستاسی اړیکي د هغو په زړه کې ځای ونیسي نو دغه یوه لویه سرمایه بلل کیږي.

  5. تلویزون ډیر کم ګورئ، د یو تحقیق له مخې کامیابترین شخص هغه څوک دی چې په ورځ کې یو ساعت تلویزون ګوري او یا بالکل نه ګوري، ځکه چې د تلویزون ډبي مخې ته ناستی او بی ځایه وخت مصرفولو څخه بهتره ده چې خپل کار توجه واړوئ ترڅو یوه اندازه فایده تر لاسه کړئ.

  6. د مطالعی عادت په ځان کې پیدا کړئ، اړینه ده چې په ورځ کې (۳۰) دقیقی حتمي او له دی څخه زیات مطالعه وکړئ، د ژوند په ټولو برخو کې ا و خاصتاً‎ً خپل تخصص(تجارت)کې زیاته مطالعه وکړئ، د مطالعی ترڅنګ د خبرونو څخه ځان هم خبرول پکار دي.

  7. د خپلې دندې ترڅنګ د وړتیا لوړونی لپاره هم هڅه وکړئ، که غواړی په خپله دنده کې پرمختګ وکړئ ‎، پیسی تر لاسه کړئ نو له نوي تکنالوژۍ سره ځانونه وتړئ او زده کړه پکی وکړئ.

  8. تل لپاره مثبت سوچ کوئ او له منفی سوچ کولو څخه ځان وژغورئ، هر کله چې په خپل ځان اعتماد کمزوری شو نو بیا پرمختګ نشی کولی، دماغ مو یواځې په منفی فکر باندې مه محدودوئ ځکه چې انسان څه رقم فکر کوي هماغه شان عمل تر سره کوي. هرکله چې مثبت طرف ته مو توجه اوړي نو ترقی او پرمختګ کولی شی.

  9. کلک هوډ او له خلکو سره دوستانه رویه اختیار کړئ، د ترقی هر کار ته ښه راغلاست ووایی او خلکو سره نیک ا خلاق ترسره کوئ.

  10. بچت (سپما) وکړئ، له زیات مصارفو څخه ځان وژغورئ او د خپل توان او تنخواه( آمد) مطابق مصارف عیار کړئ بی ځایه خرچې او مصارف مه کوئ. ځکه چې بی ځایه مصارف نه کول له تاڅخه مالداره شخص جوړلی شي.لیکن دتر څنګ ئې کنجوسي او بخل څخه هم ځان وساتئ ځکه چې پدی سره ستا په مورد په خلکو کې نفرت ،حسد اوغلط تبلیغات تر سره کیږي، چې په نتیجه کې ستا د ترقی مخه نیسي.

ژباړه عبدالله (حامد)
منبع : (روزنامه قدرت)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب