اخلاقټولنه

لاسوهنه څه شی ده؟ ولې لاسوهنه!

کله چې موږ د مداخلې نوم اخلو یا یی خبره کوو، نو نیغ په نیغه او په لاشعوري توګه مو په ذهن او زړه کې د شورويانو یرغل انځور کیږي. مازی درې ورځې وړاندی ددغه خونړي تاړاک دیرش کاله پوره شول، د ګورباچوف په وینا هغه داسی ناسور دی چې زموږ او د دوئ له ټپونو څخه اوس هم وینې څاڅي. همدا رنګه د شوروي اتحاد تر اړخه، زموږ ځینی ناځوانه، بی مروته او داړه مار ګاونډیان مو هم سترګو ته دریږي چې په موږ د بادارۍ نخرې کوي، د یوې مداخلې باب یی لا ختم نه وي چې د بلې څپرکی پیل کړي.
لاسوهنه که د کورنۍ د غړو، ‌نژدی دوستانو او ‌دفتري همکارانو تر منځه وي، که د ولسونو او هیوادونو په کچه، پایلې یی تل ترخې، بدرنګې او ډیر ځلی د کوشیر کیدو نه وي. زموږ په څیر په وروسته پاتې او کم تعلیمه ټولنو کې چې ډیرې خلک د لمر پیتاوي ته وزګار ناست او له شنو نصوارو یی خولې ډکې وي،‌ نه یواځې د لارویانو په جامو، ویښتانو او څپلیو منفي تبصرې او ملنډې وهي، بلکې هغه ورته کمال او سړیتوب ښکاري.
لاسوهنه که په فردي ډول وي یا ټولنیزه توګه، په اصل کې هغه یوه عقلي ناروغي او کلتوري بدمرغي ده او په هر ځای کې شتون لري، خو زموږ په ټولنو کې یی ځالې او هګۍ اچولی دي. د اروا پوهانو له نظره، فکري انډوخر او په هر څه کې ځان غوپه کول هغه څوک ډیر کوي چې‌ یا یی د تعلیم کچه ډیره ټيټه وي،‌ په کوم محروم چاپيریال کې ستر شوی وي، پخپل ځان باور او ویسا نلري،عقده مند وي او د نورو خوښي او ښیرازي زغملای نشي.
د نورو په چارو کې مداخله یواځی د هغوئ د حقوقو تر پښو لاندی کول ندي، بلکې هغه بربنډه سرغړونه او اخلاقي سپکاوی هم دی. لاسوهنه احساس او عزت النفس زخمي کوي، د ډیرو خوږو ملګرو او ګاونډیانو ترمنځ واټن پیدا کوي او د مقابل لوري سره د درناوي غښتلي مزي پریکوي. دا چې هر انسان جلا طبیعت،‌ ځانګړې غوښتنې او فطري غریزې لري، نو باید چې د عبادت او عقیدې په ګډون، د هر چا د شخصي انتخاب، شعور او ذوق درناوی وشي. ځکه بی ځایه مشورې ورکول او په هرڅه کې ځان دخیل او شریک ګڼل، سپین سترګي او د غرض نښه ګڼل کیږي.
ډیره جالبه ده، کوم خلک چې د نورو په ورځني ژوند، چارو او پروګرامونو کې مداخله کوي، په حقیقت کی هغوئ خپلې ستونزې او ناکامۍ د نورو په لګن کې ورغورځوي او یواځې خپل بړاس باسي. لږې خبرې کول او په مجلس کې نورو ته ډیر غوږ نیول، پوهه او ځیرکي ده، خو زموږ په ټولنه کې خبرلوڅ سړي یا میرمنې ته چې د هر چا له خولې خبره اخلي، د کمال او هنر بنده ویل کیږي.
رسول علیه السلام فرمایي ” من حُسْنِ إسلامِ المرءِ تَركَهُ ما لا يَعْنِيه – یعنې د نیک مسلمان نښه او غوره کرکټر همدا دی چې د نورو په چارو کې له لاس وهنې پرهیز کوي او په هغه څه کې ځان نه ورګډوي چې په ده پورې اړه نلري” دا لنډ او مبارک حدیث د ټولنیز ژوند او خپلمنځي اړیکو بنسټ، د متقابل درناوي په رجه برابروي او خپل امت ته په ګوته کوي چې د یو مؤمن عمده صفت د نورو په چارو کې نه لاسوهنه ده. همدارنګه پدی حدیث کې د وخت اهمیت څرګندیږي چې مسلمانان باید خپل وخت او استعداد عبث نکړي. د انساني طبیعت تومنه همداسی ده که چیری په ښو او نیکو چارو کې مصروف نشي نو د بدۍ او شر خوا ته یی بیایي.
یوه ورځ یو سړی حضرت پیغمبر (ص) ته راغی او ورته یی مخ کړ چې یارسول الله! زه پخپل قوم کې یو عزتمند او منلی سړی یم،‌ ما ته څه حکم او پیغام دی چې خپل ولس ته یی یوسم؟ هغوئ ورته وفرمایل ( دوئ ته امر وکړه چې یو په بل باندی سلام اچوي او لږې خبرې دی کوي، مګر دا چې په دوئ پوری اړه ولري) که ځینی خلک پدی خاطر ځانته د لاسوهنې حق ورکوي چې ګواکې مداخله، د مشورې، امر بالمعروف یا نهې عن المنکر په څیر ده، نو ګمان یی کړی. ځکه مشوره د خیر په نیت او د غوښتنې په صورت کې ورکول کیږي، مګر لاسوهنه له غوښتنې او موافقې پرته وي او تیری بلل کیږي. په شریعت کې، له بل هر دین او تمدن څخه زیات پدی ټینګار شوی چې مذهب، سیاسي لید لوری، کلتور، دودونه، ‌لباس، خواړه،‌ ناسته پاسته او د سفر لوری، د هر چا خپله خوښه، ذاتي انتخاب او مدني حق دی. حتې مور او پلار نشي کولای خپل بالغ اولاد چا ته په زور او د هغه یا هغې له رضا او موافقې پرته چا ته په نکاح کړي. له همدی امله‌، کوم وګړي چې د نورو په کارونو کې مداخله کوي خلک ورڅخه ځان ساتي، خوا ته یی نه ورځي او پدی ډول په ټولنه کې ګوښی او یواځی پاتې کیږي.
کله چې حضرت عمر بن عبدالعزیز خلیفه شو،‌ نو د لمړنۍ خطبې لپاره یی د خپل دربار او ښار مشهور خلک راټول او داسی یی ورته وویل:‌ ای زما ولسه، که څوک غواړي چې له ما سره یاري او همکاري وکړي نو دا څو ټکي به له ما سره مني، کنه نو ما ته دی نه را نژدی کیږي. د هغه چا عریضه به ما ته راوړئ چې پخپله یی نه شي راوړلای. له ما سره د خیر په کارونو کې مرسته وکړئ او هغه چارې ما ته په ګوته کړئ چې زما ورته نه فکر کیږي. زما په مجلس کې به څوک غیبت نکوي او په هغه څه کې به ګوتې نه وهۍ کوم چې په تاسو پوری اړه نلري)
له بلې خوا، امام شافعي خپل دوست ربیعه ته وایی: د بل په کار کې کار مه لره او هغه څه مه وایه چې په تا پوری اړه نلري، ځکه خبره ترهغې ستا جایداد دی چې لا ستا په خوله کې وي.
په لویدیزه نړۍ کۍ د عدم مداخلت او نه لاسوهنې قوانین د فرانسې له انقلاب سره جوخت په ۱۷۸۹ م کال کې تصویب اوعصري بڼه یی د ټولو اروپایي هیوادونو او لویدیزې نړۍ د قوانینو یوه مهمه برخه وګرځیده. په دغو پرمختللو ټولنو کې د فرد آزادي خوندي او سره کرښه ګڼل کیږي. د هر وګړي ځانګړی حیثیت خوندي او په هغه کې لاسوهنه له قانون څخه سرغړونه او د مجازات وړ بلل کیږي.
اوس به موږ خپل مخ، لمړی د شریعت او نبوي لارښوونو په هنداره او بیا د لویدیزوالو د وضعي قوانینو په تله کې وتلوو،‌ ترڅو وګورو چې زموږ اخلاق، دریځ او چار چلند په دین برابر دی که په سادین؟
ولي الله ملکزی

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: