ایمان | عقاید او اړوند

قيامت او نښې يې

دقیامت دورځې یقیني او دقیق علم له الله جل جلاله پرته بل هیڅ چاته نشته، الله جل جلاله فرمایي : يَسْـَٔـــلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ ۭ قُلْ اِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللّٰهِ ۭ وَمَا يُدْرِيْكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ تَكُوْنُ قَرِيْبًا (احزاب، ٦٣)

ژباړه : خلک له تا نه دقیامت په اړه پوښتنه کوي، ووایه دهغه علم یوازې له الله سره ده، او ته څه پوهېږې کیدای شي چې قیامت ډېر نژدې وي.

خو محمدصلى الله عليه وسلم موږ ته داسې نښې ښودلي دي چې دقیامت نږدېوالی ښیي، لاندې دقیامت نښې بیانیږي.

د قيامت نښې په دوه ډوله دي

1. دقیامت وړې نښې

2. دقیامت لویې نښې

د قيامت وړې نښې په درې ډوله دي

۱-دقیامت هغه وړې نښې چې منځ ته راغلي دي لکه دمحمدصلى الله عليه وسلم استازیتوب او وفات، دسپوږمۍ ماتيدنه (چې محمدصلى الله عليه وسلم له معجزو څخه یوه معجزه وه) دبیت المقدس فتحه، په حجاز کې د اور ښکاره کېدنه.

الله جل جلاله فرمایي : اِقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ (القمر، ا)

ژباړه : قیامت نژدې شو او سپوږمۍ څیرې (دوې ټوټې) شوه.

حدیث کې محمدصلى الله عليه وسلم فرمایي : عن عوف بن مالك – رضي الله عنه – قال :«أتيتُ النبيَّ -صلى الله عليه وسلم- في غزوة تبوك وهو في قُبَّةِ أدَم ، فقال : اعدُدْ سِتا بين يدي الساعة : موتي ، ثم فتحُ بيت المقدس ، ثم موتان يأخذ فيكم ، كقُعاص الغنم ، ثم استفاضة المال ، حتى يُعطَى الرجل مائة دينار فيظلُّ ساخطا ، ثم فتنة لا يبقى بيت من العرب إلا دَخَلَتْه ، ثم هُدنَة تكون بينكم وبين بني الأصفر ،[ص:412] فيغدِرون ، فيأتونكم تحت ثمانين غاية تحت كل غاية اثنا عشر ألفا». أخرجه البخاري.

ژباړه : عوف بن مالک وایي چې دتبوک غزا په ورځ زه محمدصلى الله عليه وسلم ته ورغلم په داسې حال کې چې هغه دپوستکي په کېږدۍ کې و، ویې ویل : شپږ شیانه له قیامت نه مخکې وشماره، زما مړینه، بیادبیت المقدس فتحه، بیا دوه مړینې چې داوزو تبک ناروغي غوندې به تاسې نیسي، بیا د مال او دولت زیاتوالی، تردې چې یو تن ته به سل دیناره ورکول کیږي خو هغه به پرې خفه وي (چې دومره کمې ولي دي)، بیا یوه داسې فتنه چې دهر عرب کور ته به ننوځي، بیا دستاسو او رومیانو ترمنځ یو تړون چې هغوی به یې ماتوي، نو هغوی به تاسې سره دجنګ په موخه اتیاوو بیرغونو لاندې راځي چې دهر بیرغ لاندې به دولس زره کسان (پوځیان) وي.

بل حدیث کې محمدصلى الله عليه وسلم فرمایي : أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَخْرُجَ نَارٌ مِنْ أَرْضِ الْحِجَازِ، تُضِيءُ أَعْنَاقَ الإِبْلِ بِبُصْرَى.

أخرجه البخاري في: 92 كتاب الفتن: 24 باب خروج النار

ژباړه :ابو هریره رضی الله عنه روایت کوي چې محمدصلى الله عليه وسلم ویلي : ترهغه به قیامت رانشي څو چې دحجاز له ځمکې څخه داسې اور ونه وځي چې درڼایي یې بصری نومي سیمه کې داوښانو غاړې روښانه کړي.

۲-دقیامت هغه وړې نښې چې څرګندې شوي دي او لا هم څرګندیږي : دفتنو څرګندېدل، دنبوت درواغجن دعوا کوونکي پیداکېدل، شرعي علم پورته کول، جهالت خپرېدل، دپولیسو او دظالمانو لاسپوسي زیاتېدل، دسیل او سرود حلال ګڼل او الات یې زیاتېدل، دشرابو څښکل زیاتېدل او حلال یې ګڼل، زنا زیاتېدل، پایلوچه، بربنډ او چوپان خلک به په دنګو ماڼیو جوړولو کې یو بل سره سیالي کوي، جوماتونه سنګارول، وژنه زیاتېدل، زمانه نژدې کېدل،کار نااهلو ته سپارل، دبدو خلکو درناوۍ او دښو خلکو سپکاوی، دبازارونه سره نژدې کېدل، په امت کې شرک څرګندېدل، حرص او درواغ زیاتېدل، مال زیاتېدل، او تجارت خپرېدل، زلزلې زیاتېدل، امانتداره خیانت کوونکی ګڼل او خیانت کوونکی امانتداره ګڼل، بد او رد زیاتېدل، خپلوي نه پالل، ګاونډیانو سره ناوړه چلندکول، پټې او لوڅې ښځې څرګندېدل، ناحقه شاهدي زیاتېدل، یودمي مړینې زیاتېدل، دحلالې روزي ګټلو هڅه نه کول، درومیانو او مسلمانانو ترمنځ تړون او درومیانو له تړون څخه سرغړاوی.

دا ټولې دقیامت هغه نښې دي چې په سهي احادیثو کې یې یادونه شوې ده او له دوی څخه یې ځینې منځ ته راغلې دي، ځینې نورې په جریان کې دي او نورې به ژر منځ ته راشي.

۳-دقیامت هغه نښې چې تراوسه منځ ته نه دي راغلي خو په یقیني توګه به منځه ته راځي ځکه چې په اړه یې محمدصلى الله عليه وسلم موږ ته خبر راکړی دی.

دفرات سیند کې به دسرو زرو غر څرګند شي، اوسنی استانبول (قسطنطیة) به پرته له وسلې فتح شي، ترکانو سره جګړه، یهودانو سره جنګ او دمسلمانانو په کې بریالیتوب، قحطان نومي سېمې څخه به یو تن څرګند شي چې خلک به یې حکم مني، دنارینه وو کمښت او دښځو زیاتوالی ان تردې چې یو تن به دپنځوسو ښځو واکداره وي، مدینه به بد خلک لرې وغورځوي، له هغه وروسته به مدینه ړنګه شي، دحبشې یو تن به کعبه ړنګه کړي او بیا به ترقیامته ونه رغول شي او دا به داخرې زمانې وروستی شېبې وي.

لومړی حدیث : عن أنس قال ألا أحدثكم حديثاً سمعته من رسول الله {صلى الله عليه وسلم} لا يحدثكم أحدٌ بعدي سمعه منه إن من أشراط الساعة أن يرفع العلم ويظهر الجهل ويفشو الزنا ويشرب الخمر ويذهب الرجال ويبقى النساء حتى يبقى لخمسين امرأة ً قيمٌ واحد.

ژباړه : انس رضی الله عنه وایي: ایا زه تاسو ته هغه حدیث بیان نه کړم چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه مې اورېدلای چې زما وروسته به یې تاسو ته بل څوک بیان نه کړي، دقیامت له نښو څخه دا دي چې علم به پورته کړل شي، جهالت به خپور شي، زنا به زیاته شي، نارینه به ولاړ شي (وبه وژل شي)، ښځې به پاتې شي ان تردې چې دپنځوسو ښځو به یو نارینه څارونکی وي.

دویم حدیث : عن أبي هريرة أن رسول الله {صلى الله عليه وسلم} قال: لا تقوم الساعة حتى يحسر الفرات عن جبل من ذهب يقتتل الناس عليه فيقتل من كل مائة تسعة ٌ وتسعون ويقول كل رجل منهم لعلي أكون أنا الذي أنجو.

ژباړه : ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ویلي : ترهغه به قیامت رانشي څو چې دفرات سیندکې دسرو زرو غر راونه وځي چې پرې به خلک یوبل وژني، نو هر سلو څخه به نه نوي کسان وژل کیږي او هر تن به وایي چې کیدای شي زه خوندی شم.

درېم حدیث : عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « عُمْرَانُ بَيْتِ الْمَقْدِسِ خَرَابُ يَثْرِبَ وَخَرَابُ يَثْرِبَ خُرُوجُ الْمَلْحَمَةِ وَخُرُوجُ الْمَلْحَمَةِ فَتْحُ قُسْطَنْطِينِيَّةَ وَفَتْحُ الْقُسْطَنْطِينِيَّةِ خُرُوجُ الدَّجَّالِ ».

ژباړه : معاذ بن جبل وایي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ویلي دي: دبیت المقدس رغونه د یثرب (دمدینې) خرابېدنه ده او دیثرب (مدینې) خرابېدنه دخونړیو جنګونو څرګندېدل دي او دخونړیو جنګونو څرګندېدل دقسطنطینیة (اوسنی استانبول) فتحه ده او دقسطنطینیة (اوسني استانبول) فتح د دجال وتل دي.

څلورم حدیث : عَن عمْرُو بْنُ تَغْلِبَ قَالَ قَالَ النَّبِيُّ ? إِنَّ مِنْ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ أَنْ تُقَاتِلُوا قَوْمًا يَنْتَعِلُونَ نِعَالَ الشَّعَرِ وَإِنَّ مِنْ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ أَنْ تُقَاتِلُوا قَوْمًا عِرَاضَ الْوُجُوهِ كَأَنَّ وُجُوهَهُمُ الْمَجَانُّ الْمُطْرَقَةُ (الْمُطَرَّقَةُ).

ژباړه : عمرو بن تغلب وایي چې محمدصلى الله عليه وسلم ویلي : بېشکه دقیامت له نښو څخه دا ده چې تاسې داسې قوم سره جنګ وکړئ چې دوېښتانو څپلکې اغوندي، او بېشکه دقیامت له نښو څخه دا هم ده چې داسې یو قوم سره جنګ وکړئ چې پراخه مخونه به لري ګواکې مخونو یې پیت شوي ډالونو غوندې وي.

پنځم حدیث : عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللهِ ? قَالَ تُقَاتِلُونَ الْيَهُودَ حَتَّى يَخْتَبِيَ (يَخْتَبِئَ) أَحَدُهُمْ وَرَاءَ الْحَجَرِ فَيَقُولُ يَا عَبْدَ اللهِ هَذَا يَهُودِيٌّ وَرَائِي فَاقْتُلْهُ.

ژباړه : عبدالله بن عمر رضی الله عنهما روایت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ویلي : تاسې به له یهودانو سره جنګ کوئ تردې چې له یهودانو څخه کوم یو به دډبرې شاته پټېږي هغه ډبره به وایي چې ای دالله بنده دا یهودي زما شاته دی ویې وژنه.

شپږم حدیث : أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، قَالَ: لاَ تَقُوم السَّاعَةُ حَتَّى يَخْرُجَ رَجُلٌ مِنْ قَحْطَانَ يَسُوقُ النَّاسَ بِعَصَاهُ

أخرجه البخاري في: 61 كتاب المناقب: 7 باب ذكر قحطان

ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې محمدصلى الله عليه وسلم ویلي : تر هغه به قیامت رانشي څو چې له قحطان نومي سیمې څخه یوتن را ونه وځي، چې خلک به په لکړه سوقوي.

اووم حدیث : عن أبي هريرة أن رسول الله {صلى الله عليه وسلم} قال يأتي على الناس زمانٌ يدعو الرجل ابن عمه وقريبه هلم إلى الرخاء هلم إلى الرخاء والمدينة خيرٌ لهم لو كان يعلمون والذي نفسي بيده لا يخرج أحدٌ منهم رغبة ً عنها إلا أخلف الله فيها خيراً منه ألا إن المدينة كالكير تخرج الخبيث لا تقوم الساعة حتى تنفي المدينة شرارها كما ينفي الكير خبث الحديد.

ژباړه : ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي : په خلکو به داسې زمانه راشي چې یو تن به خپل دتره زوی او یا کوم بل خپلوان ته بلنه ورکوي چې مدینه څخه ووځي او رخاء نومي سیمې ته راشه، رخاء نومي سیمې ته راشه، او حال ده چې مدینه ورته غوره دهکه چېرې پوهېدلی، په هغه ذات قسم چې زماځان یې په واک کې دی، هیڅ څوک له مدینې څخه په خپله خوښه نه وځي؛ خو الله هغه نه غوره دهغه ځای ناستی کوي په مدینه کې، خبردار! مدینه داهنګر پښ غوندې ده چې چټلي وباسي او ترهغه به قیامت رانشي څو چې مدینه خپل بد کسان ونه غورځوي لکه څرنګه چې داهنګر پښ داوسپنې زنګ غورځوي.

اتم حدیث : عن عوف بن مالک قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم تخرب المدينة قبل يوم القيامة بأربعين سنة.

ژباړه : عوف بن مالک وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ویلي : قیامت څخه څلوېښت کاله مخکې به مدینه ړنګه شي.

نهم حدیث : أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، قَالَ: يُخَرِّبُ الْكَعْبَةَ ذُو السُّوَيْقَتَيْنِ مِنَ الْحَبَشَةِ

أخرجه البخاري في: 25 كتاب الحج: 47 باب قول الله تعالى (جعل الله الكعبة البيت الحرام).

ژباړه : ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې محمد ویلي : کعبه به داوسنی اتوپیا (پخوانی حبشه) لنډو پنډیو ولا یو تن خرابه ک.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: