قوانین دغسې جوړیږي

حضرت عمر رضی الله عنه به د شپې له لوري د ښار په کوڅو کې ګرزیده ، د جاسوسۍ لپاره نه بلکې د خلکو حال او احوال به یې معلوماوه ، یوه شپه یې ولیدل چې یوه بانډه چي ښځه خپل مسافر میړه یادوي او د هغه په یاد کې شعر وايي :
لقد طال هذا الليل واسود جانبه: دغه شپه څومره اوږده شوه او برخې یې تورې شوې

وأرقني إذ لا حبيب ألاعبه: حبیب مې نشته چې ورسره لوبې وکړم
فلولا الذي فوق السماوات عرشه : که هغه نه وای چې د اسمانونو له پاسه یې عرش دی
لزعزع من هذا السرير جوانبه : ددې کټ برخې به په لړزه راغلې وې .
امیر المومنین ورنژدي کیږي اوخبرو ته یې غوږ نیسي ، د دیوال له شاه څخه ترې پوښتنه کوي چې ، څه خبره ده خورې ؟
هغه اعرابۍ ښځه ورته ځواب ورکوي :
میاشتې کیږي چې میړه مې جهاد ته تللی دی او زه ورپسې ډیره خپه شوې یم .
امیر المومنین عمر رضی الله عنه د خپلې لور حفصه رضی الله عنها کور ته ځي او ورڅخه پوښتنه کوي :
یوه ښځه څومره وخت خپل میړه پسې خپه کیږي ؟
لور یې حیا کوي ، شرمیږي او خپل سر ټیټوي ، عمر رضی الله عنه ورته فرمايي : الله ﷻ د حق خبرې له ویلو څخه حیا نه کوي ، که چیرې ما د رعیت د یوې مسالې په اړه د یو څه پلټنه نه کولای نو هیڅکله به مې درنه دا پوښتنه نه وای کړی .
لور یې ځواب ورکړ :څلور ، پنځه او یا شپږ میاشتې
امیر المومنین خپل کور ته ورځي او د عسکرو قومندانانو ته امر لیکي چې : ( له څلور میاشتو زیات عسکر مه ایساروئ . )
په همدې سره دغه امر قانون ګرزي او د ښځې تر ټولو مهم حق خوندي کوي .
د قانون مسیر ته وګورئ ، د دولت اجرایه قوې جوړ نه کړ بلکې ټولنې جوړ کړ ( بانډه چي ښځه او حفصه رضی الله عنها ) ، د دولت اجرایه قوې تصویب کړ تر څو ټولنه پرې منظمه کړي .

د ښځو قانون دغسې جوړیږي …

هماغه عمر فاروق رضی الله عنه خپل ماښامي ګرزیدو ته ادامه ورکوي تر څو د خپل رعیت حال او احوال معلوم کړي ، د یوه ماشوم غمجن غږ یې تر غوږ شو ، کور ته یې نږدې شو او پوښتنه یې وکړه : څه پرې شوي دي ؟
د ماشوم مور ځواب ورکړ : ای امیر المومنینه ! له شیدو مې بیل کړی دی .

طبیعي پیښه ده چې یو مور خپل ماشوم له شیدو بیلوي نو ځکه ژاړي خو حضرت عمر رضی الله عنه ترې په خپله لاره نه زي بلکې د ماشوم له مور سره خبرې اترې کوي او دا کشفوي چې دغې مور خپل ماشوم له وخته مخکې د پیسو لپاره له شیدو بیل کړی دی ، تر څو هغه سل درهمه ترلاسه کړي چې د مور د شیدو څخه هر بیلیدونکي ماشوم ته د بیت المال څخه ورکول کیږي .

حضرت عمر فاروق رضی الله عنه خپل کور ته زي او د ماشوم غمجن اواز یې خوب ته نه پریږدي ، امر صادروي چې : باید هر ماشوم ته له ولادت وروسته سمدستي سل درهمه ورکړل شي ، نه له شیدو بیلیدو وروسته .
دغه امر قانون ګرزي او د ماشومانو حقوق خوندي کوي ، او هغوی له وخته مخکې د شیدو بیلیدو له خطر څخه ژغوري .

د ماشومانو قانون دغسې جوړیږي …

حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خپل ورور زید سره ډیره مینه وه ، زید د مرتدینو سره په جهاد کې شهید شو ، یوه ورځ د مدینې په ښار کې د زید له قاتل (أبو مريمَ السلوليُّ ) سره مخامخ کیږي ، نوموړي ایمان راوړی وو او د حضرت عمر رضی الله عنه یو رعیت ګرزیدلی وو .

عمر رضی الله عنه په قهر سره مخ ورواړوه ، ویې ویل : په الله مې دې قسم وي که دا ځمکه له تویې شوې وینې سره مینه وکړي نو زه له تا سره مینه نه کوم .
هغه اعرابي قاتل ترې په ویره کې پوښتنه وکړه : ای امیر المومنینه ! ایا دا به زما حقوق راکم کړي ؟
امیر المومنین ورته اطمنان ورکوي چې نه .

هغه اعرابي ورته په ډیرې بې پروایۍ وویل : نو هیڅ تاوان نشته ، ښځې پر خپلو مینو پښیمانه کیږي . معنی یې داده چې :
زما ستا له مینې سره څه کار دی ، زما او ستا تر منځ له حقوقو او واجباتو پرته نورهیڅ هم نشته !
امیرالمومنین په قهر نه شو او نه یې هغه بندي کړ ، بلکې د اعرابي د جرئت او بې پروایۍ پر وړاندې یې خپل قهر او غوسه کنټرول کړه او خپل تګ ته یې ادامه ورکړه .
په داسې مهال یې خپله غوسه کنټرول کړه چې د واک او سلطې په راس کې وو ، او پر دې یې باور درلود چې دغه اعرابي د بیان د ازادۍ حق لري . ددغه اعرابي د جرئت او شجاعت په برکت په ټولنه کې د بیان د ازادۍ قانون جوړ شو .

بیا یوه ښځه هغه وه چې یوه جمعه یې د حضرت عمر رضی الله عنه څخه د امیر المومنین لقب لرې کړ او ویې ویل : ای عمره ! سهوه دې وکړه !
دا د ښځې پر قانون یوه نیوکه وه ، چې د عامو خلکو څخه یوې ښځې د مهر په قانون انتقاد وکړ … امیرالمومنین غرور ونه کړ ، نه یې ښځه بندي کړه او نه یې په جلدو ووهله بلکې پر خپلې غلطۍ یې په صریحو ټکو اعتراف وکړ 🙁 عمر سهوه شو او ښځه په حقه ده ) . بیا یې خپل قانون بیرته واخیست او ټولنې ته یې د وس او توان پر اساس د مهر ټاکل پریښودل .

قوانین دغسې جوړیږي، …

داسې چې د ټولنې اهدافو ، هیلو او کلتورونو ته په کتو سره د یادې ټولنې ژورې برخې ته رجوع وشي.
نو ټولنه د قوانینو سرچینه ده ، نه دواک ( تر هغې چې د الله ﷻ د کتاب او د پیغمبرﷺ د سنتو مخالفت ونه کړي . )
نه خلکو تغیر کړی او نه هم ژوند بلکې په خلکو کې عمر (رضی الله تعالی عن) نشته .

ژباړه : عبدالله دانشیار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب