اسلامدعوت او تبلیغ

قرضاوي منځلاري اسلامي ويښتابه ته خوشبيني وښوده

دمسلمانو عالمانو د نړیوال اتحاد مشر دکتور یوسف قرضاوي د سه شنبې په ورځ د نومبر په لسمه نیټه د چین هیواد ته دمسلمان اقلیت د حالاتو معلومولو او دهغوی ترمینځ د اسلام د اصلي او وسطي فهم د خپرولو په موخه (د شمال لویدیځ ) پوهنتون په بلنه په یوه دعوتي سفر ولاړ چې له ډیر ګرم او تاوده هرکلي سره مخ شو او یو شمیر لوړ پوړي چارواکي او شخصیتونه یې مخې ته راوتلي وو  پلازمینې پکینګ ته په رسیدو سره د ) ccTV ) تلویزیوني چینل سره په مرکه کې نوموړي د چین او اسلامي نړۍ ترمینځ پرتاریخي اړیکو او د اسلام ددریم خلیفه په زمانه کې دغې سیمې ته داسلام د رسیدو او ځینو نورو مهمو مسائلو په اړه خبرې وکړې.
دچین په لویدیځ ایالت (چیان) کې یوې غونډې ته دوینا پرمهال استاد قرضاوي وویل: دخوښي ځای دی چې د وسطیت مفهوم چې الله )ج( په خپل کتاب کې پرې اسلامي امت نومولی دی ( وکذلک جعلناکم امة وسطا لتکونوا شهداء علی الناس و یکون الرسول علیکم شهیدا )  اوس په نړۍ کې عام شوی دی او ان په چین کې هم خلک ورباندې پوه شوي دي،ځکه چې اسلام د وسطیت دین دی او وسطیت ، منځلاريتوب ته وایي یعنې نه افراط او نه تفریط نو هرڅه چې په شریعت کې دي او دلیل ولري وسطیت او منځلاریتوب بلل کیږي.
نوموړي زیاته کړه: ډیر داسې څیزونه چې خلک یې نه یوځای کیدونکي او دیوبل ضد ګڼي لکه ماده او روح، فردی ژوند او اجتماعیت،عقل او وحی ، دنیا او آخرت،مثالیت او واقعیت… اما وسطیت یې په پوره توازن او تنسیق سره یو ځای کوي او هریوه ته خپل مناسب ځای ورکوي.هغه زیاته کړه : ځینې فیلسوفان وایي چې نړۍ یومخ شر ده او هیڅ خیر پکې نشته ځکه خو یې ځینو نظر ورکړی دی چې نړۍ باید ونړول شي خو اسلام بیا پدې اند دی چې په نړۍ کې خیر هم شته او شر هم ، خیر یې اساس دی او شر یې هسې عارضي بڼه لري لکه دلته پدې چین کې چې بریمانه واورې پرتې دي په ظاهره خو دا شر ښکاري ځکه چې لارې بندوي اما په اساس کې ځمکې ، ونو، کروندو ، هوا او داوبو زیرمو ته ډیرې ګټې لري او دشر زیاته برخه له انسان نه منځته راځي ، یو شمیرفیلسوفانو لکه ( هوبز) دا هم ویلي دي چې انسان هم ټول شر دی اما دغه نظر هم غلط دی ځکه انسان کې هم خیر شته او هم شر، هم ملایکي خوی لري او هم شیطاني، نو د اسلام له انده ملایکي اړخ یې په شیطاني باندي غالبیږي او پدې توګه یې خیر په شر باندې برلاسی شي، خو ددې معنا دا هم نده چې له انسان نه ملایکه جوړه شي بلکې دومره وشي چې خیر یې پر شر غالب شي.

فلسفه هیڅ رایه نلري

دکتور قرضاوي وویل : زمونږ استاد دکتور عبدالحلیم محمود له فرانسې نه په فلسفه کې دکتورا اخیستې وه نو ویل به یې ( فلسفه هیڅ رایه او نظر نلري ځکه چې هغه یو شی او دهغه ضد دواړه ثابتوي ، یو فیلسوف یو نظر لري او بل یو بیا بل نظر،  یو یې دفکر خبره کوي، بل یې د مادې او بل یې د عاطفې او یو بل یې بیا له روحانیت نه غږیږي او هر یو یې په خپل نظر ولاړ وي او دبل نظر ردوي نو ځکه خو انسانیت یوې وسطي تګلارې ته اړتیا لري او دایوازې دالله (ج) له توان نه پوره ده چې دغه منهج او لاره وټاکي ځکه هغه ذات پدې پوه دی چې کوم څیز په کوم ځای کې مناسب دی او هر چاته خپل حق ټاکلی او ورکولی شي او انسان خو ایله د نړۍ په ٪۳ څیزونو علم لري اما ٪۹۷ نور یې لا له پوهې او علم نه بهر پاتې دي نو ځکه خو هغه د وسطي نظام او تګلارې له جوړولو نه عاجز دی او باید پدې اړه دالله (ج) له علم ، قوت او قدرت نه مرسته او توفیق وغواړي .
نوموړي وویل : اسلامي امت وسطي او منځلاری امت دی چې عقل هم کاروي او عاطفه هم ، د دنیا لپاره هم کار کوي او  آخرت ته هم، په همدې اړه له عبدالله بن عمرو العاص رضی الله عنه نه روایت دی جې ددنیا لپاره داسې کار وکړه لکه ته چې تل ژوندی وې او د اخرت لباره داسې کار وکړه لکه سبا ته چې مرې، دغه راز کله چې یو شمیر صحابو په عبادت کې مبالغه وکړه او قسم یې وکړ چې ټول عمر به د ورځې  روژه نیسي او دشپې به لمونځ کوي نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل ((ان لبدنک علیک حقا)) ((بدن هم پرتاسې حق لري)) په لومړي ځل خلک له یوه دین نه  اوري چې بدن هم پر انسان حق لري ځکه چې په ځینو دینونو کې لکه فارسي مانويزم،مسیحي رهبانیت او یوناني رواقیت او نورو کې چې څومره بدن ته تعذیب ورکوې په هماغه کچه به ستا ایمان پیاوړی کیږي ،او پر انسان باندې د بدن حق دادی چې وږی شي موړ یې کړي،چې تږی شي اوبه ورکړي،چې ستړی شي آرام ورکړي، چې خیرن شي نو پاک یې کړي ، چې مریض شي علاج یې وکړي ، چې کمزوری شي قوي یې کړي ، په اسلام کې دانشته چې ټوله شپه په لمانځه تیره کړه او ټوله ورځ روژه ونیسه ، ځکه چې حدیث شریف دی چې(( بدن پرتا حق لري، میرمن بر تاحق لري، کورنۍ پرتا حق لري اومیلمانه پرتا حق لري نو هر حقدار ته خپل حق ورکړه)) دغه وسطیت او منځلاري ده چې بدن ته خبل حق ورکړه او روح ته خپل حق وسپاره. 

دغه راز اسلام د مثالي ژوند او واقعي ژوند ترمینځ هم د منځلاریتوب او وسطیت غوښتونکی دی لکه یو شمیر صحابو چې غوښتل په مثالیت کې ژوند وکړي نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته یې وویل (( اې د الله رسوله ! مونږ منافقان شو! نو هغه ترې وپوښتل چې ولې؟ صحابو ورته وویل :مونږ چې ستا سره په مجلس کې ناست یو نو په ایماني حالت کې یو خو چې کورته لاړ شو بیا نو له خپلې میرمنې او بچیانو سره په ساتیري او لوبو اخته شو او دغه مونږ ته نفاق او منافقت بریښي،نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : که تاسې تل په هغه حال و اوسیږئ لکه له ماسره چې یاست نو بیا خو به ملایکې په لارو او کوڅو کې در سره مصافحې او ستړې مشي وکړي، خو خیر! یو ساعت به دغسې یاست او یو ساعت به هاغسې!

تجدید نه ړنګونه!
استاد قرضاوي زیاته کړه :اسلام په ټولو ساحو او اړخونو کې همدغه دریځ لري، که وغواړو چې نن سبا او په همدې زمانه کې وسطیت او منځلاریتوب پلی او تطبیق کړو نو هیڅ امکان نلري چې ددین له تجدید پرته دې مونږ برمختګ وکړو که څه هم چې یو شمیر وګړي په دین کې له تجدید سره مخالف دي اما حدیث شریف دی چې (( ان الله یبعث لهذه الامة من یجدد لها دینها)) الله (ج)  پدې امت کې داسې څوک راپورته کوي چې په دین کې تجدید راولي خو پوښتنه داده چې تجدید څه ته وایي؟ دلته هم باید دافراط او تفریط ترمینځ ودریږو معنی داچې مونږ تجدید غواړو نه ددین ړنګول، دانه غواړو چې په هرڅه کې د لویدیځ تقلید وکړو او ان که دوی د سمسرې په غارننوزي نو مونږهم به وربسې ننوزو!
تجدید دېته  وایي چې  ایمانونه پیاوړي او روحونه تازه کړو، نوښتونه او ابتکارات رامینځته کړو، مفید سوچونه او ګټور مفاهیم ولټوو،قوي عزایم او ارادې او غوره چلندونه رابیدا کړو ،… تجدید دېته نه وایي چې ددین طبیعت بدل کړو،لکه یوشمیر خلک یې چې غواړي علامه اقبال یې په اړه داسې وایي(( دوی کعبه نوي کول غواړي په داسې حال کې چې هغه نه نوې کیږي ځکه چې هغه خو ((البیت العتیق))((پخوانی کور)) دی ترټولو پخوانی کور چې الله (ج) دخبل عبادت لباره جوړ کړی دی ، دغه راز مصطفی صادق الرافعي یې هم په اړه وایي چې دغه کم عقلان هرڅه نوي کول غواړي ان دین،ژبه ،لمر اوسپوږمۍ هم.

فقه زمونږ علمي ذخیره ده

اجتهاد دیني فریضه او انساني ضرورت دی،  او نننی حالت یې اړین ګڼي که مونږ غواړو چې پرمخ لاړشو او ترقي وکړو نو ددین داصولو په رڼا کې به د خبل عصر داړتیاوو لپاره اجتهاد کوو، که پخوانیو مجتهدینو اجتهاد کړی دی نو هغه یې د خپل عصر او زمان د مسایلو په پام کې نیولو سره کړی دی اما نن خو ددې زمانې ستونزې بدلې دي چې پخواني مجتهدین ترې خبر نه وو نو ځکه خو دغه نوې ستونزې دشریعت په رڼا کې نوي اجتهاد ته اړتیا لري او له همدغه ځایه خو محققینو علماوو ویلي دي چې فتوا د عرف،زمان، مکان، ظروفو او حالاتو په بدلیدو سره بدلیدای شي او ما هم یو کتاب پدې اړه لیکلی دی چې عنوان یې دی ((موجبات تغییر الفتوی فی عصرنا)) او پدې اړه مې اوو څیزونو ته اشاره کړې ده.
یوشمیر خلک پخوانۍ فقه له پامه غورځوي او وایي باید له صفر نه یې پیل کړو او نوې فقه راوباسو دا غلط سوچ او نظر دی ، مونږ هیڅکله هم پخوانۍ فقه له پامه نشو غورځولای ، مونږ باید له خپل پخواني تراث او علمي ذخیرې نه ګټه واخلو او نوې لیکنې او علمي مواد هم پرې ورزیات کړو او دازما تګلاره ده چې په ((فقه الزکاة )) کتاب کې مې هم او په اوسني کتاب ((فقه الجهاد)) کتاب کې مې هم ترې ګټه اخیستې ده نو باید له خپل علمي تراث نه چې خپلو پخوانیو علماوو او مجتهدینو راته پریښی دی استفاده وکړو او د عصر نه هم ګټه واخلو ، ددین د کلی نصوصو او کلي شرعي مقاصدو ترمینځ یوځای والی راولو.

لویدیځوال تمدن او زمونږ دریځ!

دلویدیځوال تمدن په اړه هم زمونږ دریځ همداسې دی چې ټول نه اخلو او نه ټول ردوو لکه ځینې خلک چې وایي بلکې ښه ترې اخلو او بد یې بیرته ورغورځوو ،نو هغه څه ترې اخلو چې زمونږ له دین سره ټکر نلري او ګټور هم دي او هغه چې تاوان لري نه یې اخلو بلکې ردوو یې،مونږ باید ساینسي ، اداري او تخنیکي پوهه ترې لاس ته کړو ځکه چې هغوی نظري ساینس له مونږ نه اخیستی دی او بیا یې دهغه په وسیله دټیکنالوزۍ په ډګر کې دغه پرمختګونه کړي دي نو مونږ باید ښه او ګټور څیزونه ترې بیرته واخلو.
ددکتور قرضاوي له وینا وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال (یانګ پوت چانګ) وینا وکړه او له ده نه یې مننه وکړه چې په لومړي ځل یې ترې د اسلام دوسطیت او منځلاریتوب په اړه دومره ګټورې خبرې واوریدې .
هغه وویل : زه فکر کوم وسطیت یا منځلاریتوب سولې ، اعتدال اوتوازن ته وایي ،مونږ هم لکه ښاغلي قرضاوي چې وویل له غرب او ان اسلامي نړۍ نه هغه څه اخلو چې ګټور وي او زمونږ دخلکو خیر پکې وي ، مونږ خپله ټولنه پیاوړې کوو خو په نورو یرغل او تیری نه منو او پدې اند یو چې هره ټولنه ښه او بد لري.
دکتور قرضاوي په یوه بله غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ نړیوالو څیړنو دولتي پوهنتون او داقلیتونو تعلیم او کلتور ته د ودې ورکولو موسسې په ګډه جوړه کړې وه دچین او اسلامي نړۍ ترمینځ د ښو او ټینګو اړیکو غوښتنه وکړه او له استعمار سره په مبارزه کې یې د چین او اسلامي نړۍ ترمینځ په ورته والي خبرې وکړې.
د (چیان) ایالت  یوه تاریخي جومات دلیدلو پرمهال دکتور قرضاوي وویل: خوښ دی چې د چین له مسلمانانو سره ګوري او هغه تاریخي جومات له نزدې ویني چې زمونږ پخوانیو نیکونو جوړ کړی دی، نوموړي په مسلمانانو ټینګار وکړ چې دالله(ج) په وړاندې خپل مسئولیت ادا کړي او داسلام په احکامو،قوانینو ،شعایرو او اخلاقو کلک التزام ولري.
دغه راز نوموړي په هغو مسلمانانو باندې چې له نورو هیوادونو څخه چین ته دکار،تجارت او تعلیم لپاره ورغلي دي تاکید وکړ چې عملي بیلګه او قدوه شي، داسلام یوه ښه بڼه چینایانو ته وړاندې کړي او په ټولو چارو کې سره خپل مینځي مرسته او تعاون ولري.
استاد قرضاوي دچین مسلمانانو ته توصیه وکړه چې نورو ته د ښې بیلګې ،نیکې موعظې،خوږې خبرې او غوره چلند له لارې د اسلام رڼا ورسوي او هغه بلنه عامه کړي چې دیارلس پیړۍ وړاندې لومړنیو مسلمانانو دغه هیواد ته رسولې وه.
استاد د نیوجیه جومات ته هم ورغی چې ۹۰۰ کاله تاریخي سابقه لري.
استاد قرضاوي چې کله د چیان ایالت د نړیوالوڅیړنو پوهنتون ته ورسید د پوهنتون رئیس ، استادانو او محصلینو یې دروند هرکلی وکړ هغه ته یې یویادګاري سوغات ورکړ او محصلینو ورسره ټولیز انځور هم واخیست.
استاد په نوموړي پوهنتون کې دعلم او علماوو په ارزښت او د یوه مثبت او ګټور انسان په جوړولو کې دپوهنتون پر اغیز وینا وکړه او داسلام په مبارک دین کې یې د علم او پوهې مقام بیان کړ او د پوهنتون ادارې ته یې توصیه وکړه چې خپل محصلین داسې وروزي چې دنورو کلتورونو او ثقافتونو په اړه پرانستی ذهن ولري او دهر چا نه خیر او ښه ترلاسه کړي.
۲۰۰۹ م.
اصلاح انلاین

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: