احکام او مسایلاختر

قرباني  پر چا واجبيږي؟ ؛ د قربانۍ نصاب

د قربانۍ نصاب:

د قربانۍ او  صدقة الفطر (سرسايې) نصاب يوه ډول دی، او  هغه  (,۴۷۹۸۷) ګرامه سره زر او يا (۶۱۲,۳۵) ګرامه سپين زر دي.(۹)

د نصاب تعريف:

نصاب د مال هغې خاصې اندازې ته ويل کېږي، چې پر هغې باندې شريعت زکات فرض کړى وي، لکه د پسونو لپاره څلوېښت )۴۰(پسونه، د سپينو زرو لپاره دوه سوه (۲۰۰) درهمه او د سرو زرو لپاره شل (۲۰) مثقاله سره زر.(۱۰)

قرباني  پر چا واجبيږي؟

قرباني پر هر هغه چا واجبيږي چې مسلمان، عاقل ، بالغ ، مقيم او د(۶۱۲,۳۵)ګرامه سپينو زرو،او يا د (۸۷,۴۷۹) ګرامه سرو زرو څښتن وي.(۱۱)

يا په واک کې داسې څه ولري چې له اړتيا يې زيات وي، او ارزښت يې د سپينو يا سرو زرو د نصاب قېمت ته ورسيږي.

د اړتيا شيان هغه دي چې د سړي ژوند او عزت پورې تړلى وي،لکه خوراک، څښاک، کالي، د اوسېدو ځاى او داسې نور چې په اصلي اړتياوو کې شمېرل کېږي، نو له دې امله ستر ـ ستر دېګونه، لوى فرشونه، قالينې، راډيو او تلوېزيون، له اړتيا زياتې جامې او داسې نور شيان چې د انسان د اساسي اړتياوو په جمله کې نه راځي نو که د دغو شيانو ارزښت د نصاب قېمت پوره کولاى شو نو قرباني واجب ده.(۱۲)

که څوک د نصاب څښتن وي ، د قربانۍ لپاره د کال تېرېدل شرط نه دي ، ځکه خو که څوک د اختر په دويمه ورځ هم د لمر له لوېدو څخه وړاندې دومره شتمني پيدا کړي چې ارزښت يې د قربانۍ نصاب ته رسېده نو قرباني پرې واجب ده.(۱۳)

ياده دي وي چې د نارينه وو په څېر په ښځو هم قرباني واجبه ده، چې کله د قربانۍ د نصاب په کچه سره يا سپين زر او يا هم د هغه په اندازه شتمني ولري.(۱۴)

که کوم لېونى او ماشوم د نصاب څښتن وي قرباني پرې نه کيږي او د هغوى سرپرست هم نه شې کولاى چې دهغوى پر ځاى )د هغه له ماله ( قرباني وکړي.(۱۵)

کوم کس چې مسافر وي پر هغه هم قرباني واجب نه ده . که مسافر مقيم شو، يا مقيم مسافر شو، د قربانۍ د وجوب لپاره اخر وخت معتبر دى، که مسافر د اختر په درېيمه ورځ تر لمر لوېدو مخکې مقيم شو، نو قرباني پر واجب ده. او که مقيم په اخر وخت کې مسافر شي نو بيا قرباني پر واجب نه ده.(۱۶)

که څوک پر ځان نذر ومني او يا د قربانۍ په نېت څاروى واخلي نو قرباني پر واجب ده، که څه هم فقير وي.(۱۷)

که چا دقربانۍ وصيت وکړ او مال يې هم پرېښود،نو پر وصي يا ولي يې قرباني کول واجب او ضروري ده.(۱۸)

که د يو چا مال حرام وي، لکه د رشوت يا سود او يا داسې نور، نو پر هغه باندې قربانې واجب نه ده؛ که قرباني وکړي نو قرباني يې نه صحيح کېږي، ځکه چې پر هغه باندې د ټول مال صدقه کول واجب دي.(۱۹)

که دوه يا درې وړونه ګډ ژوند کوي، نو شتمنۍ ته يې کتل کېږي، که يې شتمني دومره وه چې د هر يوه برخه نصاب ته رسېده، نو پر هر ورور جلا جلا قرباني واجب ده، او د ټولو له لورې يوه قرباني بسنه نه کوي.(۲۰)

که پلار او بالغ زامن ګډ ژوند کوي، خوراک او څښاک يې يو ځاى وي، نو که زوى د پلار په شتمنۍ او کاروبار کې مستقله برخه او اختيارات ولري، نو پر زوى جلا قرباني واجبه ده او پر پلار جلا، او که مستقله برخه ونه لري او نه هم خپله د نصاب په اندازه مال ولري، نو پر زوى قرباني واجبه نه ده، يوازې د پلار قرباني بسنه کوي.(۲۱)

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: