قران حكيم او بدني روزنه

قران حكيم او بدني روزنه
 هغه انسان چې په جسمي لحاظ سره تنومند او روغ نه وي د خپل خداى جل جلاله لپاره هم مناسبه بندګي نه شي كولاى او د خپل ځان، كورنۍ و همنوعانو سره هم څه مرسته او كومك نه شوى كولاى. وايي چې ((عقل سليم در بدن سالم)) پر ځاى خبر ه ده.

موږ او تاسې عملاً د ژوند د داسې پېښو سره مخامخ يو؛ لمونځ د اسلام د پنځو بناګانو څخه يوه مهمه بنا ده او قران حكيم يې په داد كولو باندې سخت تاكيد كړى دى چې په (۲۴) ساعته يعني شپه او ورځ كې به د وخت په رارسيدو سره سم د وخت لمونځ داد كوئ او دا فريضه به تر سره كوئ او دا هم يوه بدني روزنه (تزكيه) او عبادت دى، په توازن سره حركات د انسان د صحت لپاره پوره ګټه لري او د فرضيت اصل خو يې جلا دى چې بايد د خداى جل جلاله احكام عملي شي او ومنل شي.

په نبوي سيرو كې دا خبره راغلې ده:
 په نبوي سيرو كې دا خبره راغلې ده چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د ((  )) غزا ته تشريف يوړ، تيارى يې كاوه، هرځوان، زوړ، ښځې او نر دې كار ته داوطلبانه را روان و، څوك په مال او څوك په سر دې قربانۍ ته حاضر و. يو نوى تنكى ځوان حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته عرض وكړ چې اى د خداى رسول! ماته هم په دې جهاد كې د برخې اخېستنې او ګډون اعزاز راوبښئ.

حضرت محمد صلى الله علي وسلم ورته و فرمايل: ته لا ماشوم يې، ور پسې يوه بل تنكى ځوان د حضور صلى الله عليه وسلم څخه عين مطالبه وكړه او د ده غوښتنه ومنل شوه او په غزا كې ورته د ګډون اعزاز په برخه شو. لومړى ځوان چې هلته ولاړ و اسلامي جذبې ورته د دې حق ور كړ چې ووايي اى د خداى رسول! دا هلك ماته په غېږ راوله زه ورباندې قوي او غښتلى يم څملوم يې ده مو په جهاد كې د ګډون اعزاز وركړ او ماته مو رانه كړ؟

 غېږه نيول هم د بدني روزنې يه مهمه برخه ده:
 غېږه نيول هم د بدني روزنې يه مهمه برخه ده. د خداى جل جلاله د كور نه د طواف لوكو په وخت كې د پهلوانۍ په ډول د طواف كوكو امر شوى دى. موږ تاسې ګورو كله چې دوه پهلوانان د مسابقې ميدان ته سره كښته شي مخكې تر دې چې سره ونيسي يو مخصوص حركات اجرا كوي او دغې پهلوان نارې وايي او په طواف كې به يې مراعات كوئ. د حج په مراسمو كې د صفا او مروىٰ تر منځ سعى (تګ كول) د حج د مناسكو څخه دى او هلته هم دغه د دغه عمل او حركت حكم شوى دى. او ګټه يې دا ده چې د انسان وجود ورباندې  كيږي. لټې، تمبلې او كسالت ورباندې ورك كيږي او انسان هم د خداى تعالى ښه بندګي كولاى شي او هم خپلې دنيوي چارې په ښه ډول پر مخ بيولى شي، كار كول هم د بدني روزنې يوه اهمه برخه ده او قران حكيم په دې باب لاښوونې كړې دې او خداى تعالى د عبادت څخه د فراغت نه وروسته داسې حكم دى، قران حكيم فرمايي:
(( إذا نودي للصلوة من يوم الجمعة فاسعوا إلى ذكر الله و ذروا البيع فإذا قضيت الصلوة فانتشروا في الأض وابتغوا من فضل الله و اذكروا الله كثيرا لعلكم تفلحون)) (۱۰- جمعة)
د ترجمې لنډيز: كله چې د جمعې د ورځې د لمانځه د اداكولو لپاره اذان وشو نو تاسې د خداى جل جلاله د ذكر او يادونې لپاره ور منډه كړئ، اخېستل او خرڅول پرېږدئ، كله چې لمونځ وكړ نو بيا په ځمكه كې خپاره شئ او د خداى تعالى فضل وغواړئ او خداى تعالى ياد كړئ، تاسې به فلاح ومومئ.
مطلب دا چې د لمانځه د ادا كولو څخه وروسته د حلالې روزۍ د پيدا كولو امر شوى دى چې د الله تعالى په فضل حلال رزق پيدا كړئ او په كار كولو باندې لارښوونه شوې ده.
داسې په نورو ډېرو ځايونو كې په كار كولو حكم او لارښوونه شوې ده، بې كارې، لټې اوتنبلې په اسلام كې ډېره بده معرفي شوې ده.
قرآن حكيم د سورت انفال په ((۶۰ )) آيت كې داسې حكم كړى دى، فرمايلي دي:
(( واعدوا لهم ما استطعتم من قوة ومن رباط الخيل ترهبون به عدوالله و عدوكم و اخرين من دونهم لا يعلمونهم الله يعلمهم و ما تنفقوا من شىء في سبيل الله يوف إليكم و أنتم لا تظلمون))
 د ترجمې لنډيز: د كفارو سره د مقابلې اوجنګ لپاره او د هر دښمن سره د وطن، ځان، مال، اولاد او ناموس د دفاع په غرض ځانونه تكړه كوئ او قوت حاصل كړئ او د جنګ اسباب تياركړئ، د اسونو سپرلۍ وكړئ او و يې روزئ، د الله تعالى جل جلاله او د خپلو دښمنانو څخه ورباندې دخپلو حقوقو څخه دفاع وكړئ، تاسې د خپل الله تعالى او خپل ځان دښمنان نه پيژنئ او الله تعالى د هغو په د ښمنۍ باندې ښه اګاه او خبردار دى. اوكوم څه چې تاسې د الله تعالى جل جلاله په لاره كې مصرفوئ، تاسې ته د هغو بدله وركوي او په تاسې باندې د الله تعالى جل جلاله له خوا ظلم نه كيږي.

 چې يو د هغه لوبو څخه كركټ دى:
 په دې مبارك آيت كې تاسې و پوهيږئ، چې بدني روزنه د اسلامي تعليماتو په رڼا كې ضروري خبره ده، ولې نن سبا يو شمېر لوبې دي چې يا خو يې د انګريزانو څخه تقليد شوې دي او يا د نورو د استعمار بقاياوې دي او اكثريت عام خلك ور څخه نارامه دي او د خلكو په اذيت او ضرر دي، بالكل ناروا دي، چې يو د هغه لوبو څخه كركټ دى.
په قرآن حكيم او احاديثو كې دا خبره تاكيد شوې ده، چې څوك د يو قوم عادات، رسومات اونورې په ځان كې راولي او د هغوى پيروي كوي، نو دوى هم د هغه قوم څخه دي، او کرکټ هم په دې کتار کې دى، ځکه چې په دې باندې خلک اذيت کيږي، په کوڅو او کلو او عبوري لاروکې د خلکو د تکليف سبب ګرځي، شرطونه ورباندې تړل کيږي، چې دا ټول اعمال ناروا او د اسلام د مبين دين خلاف او بل د انګريزانو خاصه لوبه او د دوى د استعمار د بقاياوو يوه نښه ده.

 هر قوم خپل ملي او وطني لوبې:
هر قوم خپل ملي او وطني لوبې لري او بايد همغه سپورتي لوبې اجرا کاندي او خپل ځانونه د دښمن او مرضونو په مقابل کې غښتلى کړي، او دا کار بايد په داسې وخت کې کړئ چې د عبادت او کاروبار وخت ور باندې ضايع نه کړئ او که داسې وکړئ، نو هره لوبه حرامه ده.

په دې مبارک ﺁيت کې د روزنې عالى درس دى، په الله تعالى د اعتماد او توکل کولو مانا دا نه ده، چې سړى دې ضروري او روا اسباب ترک کړي. په هر مسلمان دا خبره فرض ده، چې د الله تعالى، وطن، ځان، مال، اولاد او ناموس د د ښمنانو په مقابله ځانونه قوي وساتي، هم خپل ځانونه وروزي او هم وسايل، اوزار او اسباب برابر کړي، او ځانونه ور باندې وپوهوي او زده کړه يې وکړي.

د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په عصر او زمان کې د ﺁسونو سپرلۍ، قچرې، خره، توره وهل، نيزې وهل او غشي د جنګ سلا، اوزار، اسباب، وسايل او وسايط او دهفو په زده کړه باندې امر شوى دى، او په هغه حالاتو کې لاس په لاس مخ په مخ جګړې وې، هم دغه څه چې يادونه يې وشوه په کار و. د وخت او زمانې د غوښتنو مطابق د ځان تيارول په کار دي. نن سبا چې د اتوم دور دى ټوپکونه، ماشيدار، توپ، ټانګ، راکټونه، زغره پوش، الوتکې، بحري کشتۍ ابتلونه او داسې نورې سلاوې جوړې شوې دي، په دوى باندې د ځان پوهول ضروري او لازمي خبره ده، چې په دې جنګي فنونو باندې ځانونه خبر کړو.
هم داسې هغه نورې وسلې د حرب او ضرب ګرد الات او اسباب چې له دې وروسته به پيدا کيږي او جوړيږي به هغه ټول د دې مبارک ﺁيت په تعليماتو کې داخل دي او بايد د وخت خلک ور باندې ځانونه اګاه او بلد کاندي او دفاعي تيارى ولري.
د ﺁسونو په نسبت خو رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
(( الخيل معقود في نواصيها الخير إلى يوم القيمة ))
 د ترجمې لنډيز: د ﺁسونو په تندي کې خير ايښودل شوى دى تر قيامته پورې.
مطلب دا چې د ﺁسونو ساتنه په هغو باندې سپرلۍ کول، نيزې وهل او د ځان روزنه او تګړه کول الله جل جلاله او وطن، خلکو، مال او نواميسو د دفاع لپاره تيارى نيول يوه ضرروي خبره ده. په خپل خيز وهل، غيږ نيول، منډې وهل، ډبره اچول، وزن پورته کول او داسې نور وطني سپوتونه اجرا کول روا کار دى، په دې شرط چې د اسلامي، اخلاقي او انساني اداب په کې مراعات وشي، نه چې ځانونه يې لوڅ کړي وي، ښځې او نر د عالم په مخکې ځانونه رسوا کړو، دغه روان سپورتي بهير په دغه ډول جامو کې مطلق ناروا او حرام دى، ځکه چې د عورت ستر فرض دى او تاسې يې وګورئ چې دا خبره نه مراعات کيږي.
هر هغه سپورتي لوبې چې ور باندې فرض لمونځونه قضا کيږي، د نورو د اذيت سبب ګرځي، نه يوازې دا چې دا کار حرام دى جرم دى او امنيتي ارګانونه بايد داسې خلک تعقيب کاندې او محکمې او عدالتونه ورته سزاګانې وکړي، نه انعامونه او بخشونه.

د سپورتونو لپاره خاص ځايونه وي:
د سپورتونو لپاره خاص ځايونه وي، هر څوک کولى شي د دغه ځايونو څخه ګټه واخلي او خپل دفاعي حالت پياوړى کړي.
د اسلام مقدس دين يو اجتماعي دين دى، هره لارښوونه يې اجتماعي بنياد لري او هر څوک يې په عملي کولو او مراعات کولو باندې مکلف بولي او بايد ور څخه رعايت وشي.

ځينې د حق منکرين او يا لا وباله خلک داسې فکر کوي، چې ياره اسلام يوازې  او يوازې دامه کوه-دامه کوه دين دى، خو دوى غلط پوهه شوې دي، قرﺁن حکيم انسان د هغه څخه منعه کړى دى، چې د ده په کې ځاني، بدني، اخلاقي، اجتماعي او اسلامي زيان وي، او په هغه يې ورته د کولو امر کړى دى، چې يې په کې دنيوي او اخروي ګټې وي.
که انسان غواړي چې د څاروي غوندې ژوند وکړي، حرام او حلال و نه ګوري، د روا او ناروا فرق ونه کړي او د هر چا په مال او ناموس چې ور شي خپله غوښتنه تر سره کړي، نو بيا به د انسان او څاروي فرق څه وي؟

دا ټول اسلامي تعليمات دي، چې قرﺁن کريم په تفصيل سره بيان کړي دي او انسانان يې په عملي کولو باندې مکلف کړي دي، او بايد عملي يې کړي، او که نه نو مواخذه کيږي به.

ترتيبوونكى: عبد النصير (مرستيال ) كندهار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب