قرآن يو سياسي کتاب دی؟ (قرضاوي)

لمونځ او سياست

كله خو يو مسلمان بنده سره له دې  چې پر لمانځه ولاړ وي دسياست په سيند كې لامبو وهي، په ځانګړې توګه هغه مهال كله چې هغه د ځينو خلكو په وينا دپاك قرآن هغه ايتونه لولي چې په سياسي چارو پورې اړه لري .

كله چې لمونځ كوونكى دمائدة سورة هغه ايتونه چې حكومتونو ته امر كوي، كله چې پرېكړې كوي نو په هغه څه دې پرېكړه وكړي چې الله پاك نازل كړي دي. او هغه حكومتونه چې د الله پاك د لار ښوونې پر اساس پريكړې او حكومت نه كوي له خاورو سره يې براروي ، چې  فرمايي:

وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْكَـٰفِرُونَ [5:44] وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ[5:45] وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَـٰسِقُونَ[5:47]

ژباړه :
او هغه كسان چې د هغه څه پر بنسټ چې الله پاك نازل كړي حكومت(پرېكړه) نه كوي، هغوئ كا فران دي، ظالمان دي او اوښتي كسان دي .

لمونځ كوونكي په رښتيا هم د دغو آيتونو په لوستلو سره دسياست  ډګر ته ننوځي، پاتې لا هغه كسان چې د ځمكې پر سر د واك څښتنان يې خپل دښمن او سخت دريزه ګڼي، ځكه د دغو آيتونو د لوستلو په سبب د ظالم او ګمراه واكدار حكومت تر پوښتنې لاندې راځي، خلك يې پر وړاندې راپورته كيږي او د( كافر، ظالم او لار وركي) په نوم يې محكوموي!

همدا رنګه كله  چې دغه آيت چې د نامسلمان مشر منلو او  هغه ته د لاس وركولو څخه مسلمانان ويروي، تلاوت كړي طبيعي خبره ده چې په سياسي چارو كې يې پر لاس وهنې تورنوي.
﴿يا ايها الذين امنو لا تتخذوا الكفرين اولياء من دون المؤمنين اتريدون ان تجعلوا لله عليكم سلطانا مبينا ﴾ النساء ۱۴۴

ژباړه : ى هغو كسانو چې ايمان مو راوړى ، د مسلمانانو پر ځاى  كافرانو سره دوستي مه كوي ، ايا تاسو غواړي خداى پاك ته پر خپل ځان يو څرګند دليل جوړ كړئ.

او همدغه راز بل ځاى فرمايي :

﴿ لاَّ يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُوْنِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللّهِ فِي شَيْءٍ إِلاَّ أَن تَتَّقُواْ مِنْهُمْ تُقَاةً وَيُحَذِّرُكُمُ اللّهُ نَفْسَهُ وَإِلَى اللّهِ الْمَصِيرُ﴾          ال عمران: ۲۸

مسلمانان بايد نور مسلمانان پرې نږدي او پر ځاى يې كافرانو سره دوستي ونكړي او هر څوك چې داسې وكړي، هغه د خداى له رحمت څخه بې برخې دى،مګر هغه وخت چې اړ شئ او په دغه توګه ځان دهغوئ له شر څخه وساتئ او الله پاك تاسو له خپلې نا فرمانۍ څخه ويروي، ستنېدنه(دټولو) د الله پر لوري ده.

بل ځاى فرمايي:

﴿يا ايهاالذين آمنوا لا تتخذوا عدوي وعدوكم اولياء تلقون اليهم بالمودة﴾         الممتحنة: ۱

اى مؤمنانو! زما او خپل دښمنان په دوستئ مه منئ، تاسو له هغوئ سره مينه مه كوئ، هغوئ په رښتيا په هغه څه چې حق دى ايمان نه لري.

دغه راز فرمايي:

﴿يا ايهاالذين آمنو لا تتخذوا بطانة من دونكم لا ياءلونكم خبالا و دوا ما عنتم قد بدت البغضاء من افواههم وما تخفي صدورهم اكبر﴾                 ال عمران   ۱۱۸

اى مؤمنانو! له خپل ځان څخه پرته پټ څيزونه مه انتخابوئ، هغوئ ستاسو پر وړاندې  هيڅ راز شر او فساد نه درېغوي، هغوئ په زړونو كې ستاسو د ستونزو او  ربړونې هيله لري دهغوئ په خولو كې ستاسو د دښمنئ نښې څرګندې دي او هغه څه چې يې په زړونو كې دي هغه ډېر ستر دي .

دپېښو او حوادثو پروخت قنوت هغه  غوښتنه( دعا) ده چې دماخوستن دوترلمانځه د روستي ركعت له ركوع څخه وروسته لوستل كيږي ، په ځانګړې توګه په جهري لمنځونو كې د دښمن دبريد، زلزلې، سيلاو، قحطي او… پر وخت روا دي . واقعيت كې دسياست په ډګر كې ګام ايښودل دي.

ډاكتر يو سف قرضاوي وايي:

زه هيڅ كله دانګليسانو پر وړاندې  دمصريانو د راټولو پر موخه له دغې دعا څخه دامام حسن البنا غوره ګټه اخيستل له ياده نه باسم.

اخوان المسلمين له خلكو څخه وغوښتل چې داستعمارګرو انګليسانوپر ضد  په لمنځونوكې د دعاى قنوت لوستل له ياده ونه باسي، او هغوئ د دغې دعا دلوستلو لپاره څو جملې د وړانديز په توګه وكارولې،  خلك يې د قنوت پر لوستلو مجبور نكړل، مګر موږ دعا حفظ كړې او په لمنځونو كې يې لولو، د دوئ د وړانديز قنوت يو څه برخه په دې ډول وه :

اى د عالمينو ربه ! د بې پناه لرونكو پناه ځايه! اى دمغرورانو خوارونكيه! او دسركوبونكو ځپونكيه!

پرور دګاره! ته خو ښه پوهېږې چې انګليسي استعمار ګرو زموږ پر خاوره چپاول كړى، زموږ حق يې غصب كړى، زموږ ملك كې سركشئ شر او فساد ته لمن وهلې.

خاونده! دهغوئ توطئې او دامونه زموږ له سرڅخه لرې كړه! يو والى يې بېلوالي او عزت يې پر ذلت بدل كړه! خپله ځمكه د دوئ له واك څخه خلاصه كړه! او هغوئ په خپل هيڅ مسلمان بنده باندې مه برلاسه كوه  !

خاونده! هغوئ ، همكاران او غوښتونكي يې په خپل توان او عزت باندې خوار او ذليل كړه…!

موږ  هم دغه راز سياسي مسايلو ته ننوتو،  د لمانځه پر مهال به مو د ويرې او تقوىٰ په محراب كې دغه دعاګانې كولې .

د اسلام طبيعت او جوړښت دغه راز ده چې دا دنيا په كې له دين او دين پكې له دنيا څخه نه بېلېدونكى دى، نه قرآن او نه هم سنتو دغه دين پرته له حكومته او حكومت پرته له دين څخه په رسميت پېژندلى.

آيا دين او سياست اړخ نه سره لګوي ؟

هغه څوك چې ګمان كوي چې دين له سياست سره هيڅ اړيكې نه لري او دغه راز هغو كسانو چې د سترو دروغو((سياست دين نه لري اودين سياست نه لري)) نوښت يې كړى . په خپله  لومړني كسان دي چې په خپل كړ او ګړ سره يې د دغې نظرې خلاف عمل كړى .

په ډېرو ځايونو كې يې خپلو سياسو مو خو ته د رسېدو لپاره او خپلو مخالفينو ته دماتې وركولو په خاطر له دين څخه د يو بنسټيز ډګر په توګه ګټه اخيستې ده، پاتې لا هغه ضعيف الايمان كسان چې په ديني علماو پورې تړلي او د مذهبي ډلو په سر كې ټاكل كېږي، ترڅو دخپلو سياسي مخالفينو پر وړاندې د هغوئ له فتاواګانو څخه كار واخلي، هغه سياستونه دي چې د دين له نظره باطل او له دنيوي اړخه بې ګټې دي!

هيڅكله به د ۱۹۴۹-۱۹۴۸ كلونو دفتاوګانو صادورل هغه مهال چې موږ دمصر په ((طور)) زندان كې پراته وو له ياده ونه باسم، موږ چې د قران آو الهي احكامو د پلي كولو لپاره مو هڅه كوله ، له خداى او رسول سره په مبارزې او د ناامني په رامنځته كولو باندې تورنيدو، او  زموږ په  زوړندولو،لاس ،پښو پرېكولو او تبعيدولو باندې يې فتوا ګانې وركولې.

په ننۍ نړۍ كې او په ځانګړې توګه په اسلامي هيوادونو كې په زر ګونو كسانو دبهرنيو ګوډاګيو سياستوالو او يا كورنيو سر كوبونكو سياست والو له لاسه ځانونه له سياست څخه ګوښه كړي،دسياست او هر هغه څه له لاسه چې په سياست پورې اړه لري ډيره په تنګ شوي، په ځانګړې توګه كله چې د(ماكياولي)شومه نظريې سيورى په سياست او سياستوالو باندې پرېوته، له استاد محمد عبده- څخه وروسته له هغې چې دسياسي دوكو او چالونو له لاسه يې دهر راز سختيو مزې وڅكلې دا خبره راپاتې ده چې وايي: ((د سياست، سياست والو او ملګرو څخه يې خداى ته پناه وړم))

دغه سناريو او ننداره- كه هرڅو څېرې بدلېدې- مګر په ځلونو په بېلا بېلو وختونو كې په بېلو بېلو بڼو تكرارېدې:

زما او ډېرو  خلكو په ياد دي، چې څه رنګه له فتوا ور كوونكو څخه  وغوښتل شو چې اسرائيلو سره د جوړ جاړي او د دوئ دګوډ سياست د تائيدپه اړه فتوا وركړي. او دا په هغه وخت كې و چې تر دې يو څه وخت وړاندې همدغو مفتيانو اسرائيلو سره جوړ جاړى حرام او له خداى او رسول سره يو سترخيانت ګڼلى و.

دغه راز واكداران خپلو سياسي موخو ته د رسېدولپاره ديني علماوو ته ځانونه نېژدې كوي، چې وروستۍ يې دبانكي حسابونو څخه دبرخې اخيستو او ((ربوى)) پانګې اچونې په اړه دفتوى اخيستلو هڅه وه چې تر سره شوه  .

دريغه چې ځينو پلورل شوكم دينه او نا پوهو كسانو د دوئ دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه ، خو پوهو، با فكره او ژمنو علماوو د دوئ  پر سينه د رد لاسونه كېښودل او ويې نه منله . هغو چې قرآن يې په اړه فرمايلي :
﴿ الذين يبلغون رسالات الله ويخشونه ولا يخشون احدا الا الله﴾  الاحزاب :۳۹

هغه كسان چې دخداى پيغام (خلكوته) رسوي، له هغه څخه وېريږي او پرته له هغه څخه په زړه كې له بل چا څخه وېره نه لري.

آيا سياست كوم بد شى دى؟

له نظري پلوه سياست هغه پوهه ده چې خپل ځانكړى اهميت او ځاى لري. او له عملي پلوه هغه حرفه او شغل دى چې د خلكو د چارو د لاښه والي   په خاطر له خورا ارزښت او ګټې څخه برخمن دى .

امام ابن القيم جوزيه ابوالوفاء بن عقيل حنبلي څخه نقلوي چې :تر هغې چې له شريعت سره مخالفت ونه لري  سياست هغه كار دى چې  له هغه څخه په ګټه اخيستنه باندې ډېر وګړي خير او سمون ته نيژدې كيږي، او لا ډېر له بدۍ او تباهۍ څخه لرې كيږي.

ابن القيم وايي: ((پر عدالت ولاړ سياست هيڅكله له شريعت سره مخالف ندى، بلكه په پوره بڼه له هغه سره جوړ دى او ان دشريعت يوه برخه گڼل كيږي، يواځې د دې لپاره چې په تاسو كې ځينې اصطلاح ګانې دود شوي دي موږ هغه ((سياست)) بولو، كنه له آره  د شريعت پر بنسټ ولاړ عدالت پلي كولو ته سياست وايي.

مسلمانو عالمانو د سياست د ارزښت په اړه ډېرې خبرې كړې دي، تر كومه چې امام محمد غزالي فرمايلي دي: دنيا داخرت كرونده ده، له دنيا پرته دين نشي پلى كيداى، واكداري او دين داري په خپلو كې نه شلېدونكې اړيكې لري، دين اصل، بنسټ ،حاكم او ساتونكى دى ، هر سست بنسټه شى رژيږي او هر بې څښتنه بنسټ تباه كيږي ))

((امامت يا خلافت )) يې داسې تعريف كړى چې : ((د دين ساتنې په لاره كې د دين په وسيله دنړۍ سياست كې د خداى او رسول عمومي استازيتوب ته خلافت وايي ))

په دې معنى چې، خلافت عبارت له ساتنې او سياست څخه دى،يا په ټولنه كې د امنيت رامنځته كول او دهغې غوره اداره .

حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دښونكي توب مبلغ توب او حكم توب تر څنګ يو سياسي شخصيت هم و، د حكومت رياست او د امت امامت يې هم پر غاړه و، خلفاى راشدين هم په هماغه بڼه د هغه صلى الله عليه وسلم په څير دسياست خاوندان ول. ځكه دعدالت او نيكۍ پر بنسټ يې دمسلمانانو چارې اداره كولې، او دپوهې او ديندارۍ په رڼا كې يې د هغوئ رهبري كوله .

مګر په ننۍ نړۍ كې او په ځانګړې توګه په اسلامي هيوادونو كې په زر ګونو كسانو دبهرنيو ګوډاګيو سياستوالو او يا كورنيو سر كوبونكو سياست والو له لاسه ځانونه له سياست څخه ګوښه كړي،دسياست او هر هغه څه له لاسه چې په سياست پورې اړه لري ډيره په تنګ شوي، په ځانګړې توګه كله چې د(ماكياولي)شومه نظريې سيورى په سياست او سياستوالو باندې پرېوته، له استاد محمد عبده- څخه وروسته له هغې چې دسياسي دوكو او چالونو له لاسه يې دهر راز سختيو مزې وڅكلې دا خبره راپاتې ده چې وايي: ((د سياست، سياست والو او ملګرو څخه يې خداى ته پناه وړم))!

په همدغه خاطر د اسلامي فكر او خوځښت د ښمنانو له سياست سره دخلكو په زړونو كې د نفرت پيداكولو فرصت غنيمت وګاڼه، تر څو هر اړخيزه اسلام، چې مسلمان داعيان خلك دهغه په لوري بولي د((سياسي اسلام)) په نامه  معرفي كړي .

له همدې امله دود ګرځېدلى،چې ريښتني او نه تسليميدونكيو مسلمانانو سره د خلكو په زړونوكې د نفرت پيداكولو په موخه هغوى دسياسي مسلمانانو په نامه مشهوروي .

د افريقا په شمال كې د يو عربي هيواد ځينې نجونې يو مسلمان سياسي  شخصيت ته ور ځي،تر څو يې د حجاب دلري كولو په شرط پوهنتون كې دمنلو له  خبرې څخه خبر كړي او مرسته ور سره وكړي چې د حجاب په لري كولو او لنډو جامو په اغوستلو باندې اړ نه ايستل شي.

خو كله چې مسلمانې نجونې دهغه ځواب اوري له اريانتيا څخه يې سترګې راووځي .

هغه وايي: دغه راز جامې چې تاسو يې اغوندئ، يواځې حجاب نه دى سياسي جامې هم دي؟! تر دې مخكې هم دسكولارستانو مشر تونس ويلي ول چې حجاب د يوې ډلګۍ جامه ده.؟!

يو بل تن يې  په ازاده فضا كې د اختر د لمانځه د ادا كولو په اړه ويلي ول چې :دغه راز لمونځ كول مستحب نه دى، بلكې دا سياسي لمونځ دى! او د روژې د لسو وروستيو ورځو اعتكاف سياسي اعتكاف دى.

لرې نه ده چې يوه ورځ ووايي چې د پنځه ګونو لمنځونو جماعت او دجمعې ورځې لمونځ يوه سياسي غونډه ده؟!

او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د غزو مطالعه او تدريس د ((سيرة ابن هشام))يا ((امتناع الاسماع)) يا په صحيح بخاري غوندې كتابونو كې د سياسي كتابونو لوستل وبلي!

ښايي داسې ورځ هم راشي چې قرآن يايې د ځينو اياتونو تلاوت سياسي تلاوت او لوستل وګڼي.

هيڅكله به هغه ورځې له ياده ونه باسم چې د مصر په مسلمانو بنديانو باندې يې لاندې تورونه لګول :

سورة انفال چې د جهاد سورة دى حفظ كړى يې دى.

دسورة ال عمران حفظول چې  د ستونزو،ربړې ،صبر او زغم يادونه په كې شوې بل تور و.

له همدې ځايه بايد پوه شو، هغه اسلام چې دسكولريستانو او غربي فكره ډلګۍ لخوا د((سياسي اسلام)) په نامه معرفي شوى. هماغه ريښتينى اسلام دى چې الله جل جلاله په قران عظيم الشان كې راستولى ، پيغمبر او يارانو يې  په خپل كړ(عمل) كې پلى كړى، هماغه دين دى چې له يوه خدايه بل څوك نه مني .


ځينې سرچينې:

الطرق الحكمية في السياسة الشرعية: ابن القيم ص ۱۳- ۱۵
احياء علوم الدين ج ۱ صـ۱۷ باب العلم
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب