اقتصاد

قاچاق او د دولت مالی اقتصاد باندې دهغه اغیزې

قاچاق څه ته وایي؟

د توکو پېر او پلور بې له ګمرکي محصول نه قاچاق بلل کیږي چې له دې لورې یو غیر قانونی او د سزا وړ کړنه ده.

قاچاچ یو ډیر ستر مالي فشار د دولت پر بودجې باندی په ځانګړې توګه په هغو هیوادونو کی غورځوي چې د دولت مالیاتي عوایدو یوه ستره برخه له ګمرکی محصولونو څخه ترلاسه کیږی.
څکه چې په مخ پرودی هیوادونو او په افغانستان کې ګمرکي محصولونه د دولت د مالیاتي عوایدو ستره برخه جوړوي د دې لپاره چې دغه هیوادونه خپل د اړتیا وړ ډیری صنعتی توکې له بهر څخه را واردوي چې د وارداتی ګمرکي محصول تابع کیږی له همدی کبله د قاچاق په توګه د توکو واردیدل د وارداتي ګمرکي محصول د راټیټیدو لامل ګرځی، د دی لپاره چې بهرني صنعتي محصولات چې په یو ټاکل شوی موده کې په یوه هیواد کې مصرفیږی یوه ټاکل شوې کچه لري، نو له همدی امله هر څومره چې په دی ټاکل شوې کمیت کې ډیروالی راشی په هماغه کچه د هغو توکو د واردولو کچه چې د ګمرکی محصول تابع ګرځی راتیتیږي او په هماغه کچه د دولت هغه عواید چې د ګمرکي محصول له لاری راس ته راتلل نور هم کمیږي.
څکه چې د افغانستان ډیرې عواید د ګمرکی محصول لا لاری لاسته راوړل کیږي، قاچاق کولای شي چې د دولت بودجه خپلی ناوړی اغیزې لاندې راولي او ډیر زیان ورته ورسوي.
هر څومره چې د دوو هیوادونو تر منځ د توکو د بیو توپیر ډیر شي په هماغه کچه د قاچاق ګټه هم ډیریږی او د قاچاق ناوړه دنده هم یو ځل بیا ډیر خلک ځان خوا کاږی.
څرنګه چې جوته ده د افغانستان ګاونډی هیوادونه لکه پاکستان او ایران د افغانستان په پرتله یو لړ پر مخ تللی تخنیک لري نو له همدی کبله له یو خوا توکي په ارزانه بیه او له بلی خوا د خپلی تجربې نه په کار اخیستلو سره په ښه کیفیت تولیدوی. و نوموړی توکی ورسته له ټوله مصرفونو نه هم د افغانستان د تولیداتو په پرتله لږ ارزانه او په ښه کیفیت وی نو د دی اصل په پام کې نیولو سره یو شمیر غد دار خلک هڅه کوي چې نوموړی توکي پرته له کوم ګمرکي محصول څخه هیواد ته رادیننه کړي. د دغه شان قاچاق د بیلګی په توګه د درملو قاچاق، پلاستیکي توکو قاچاق، او د خوړلو د یو شمیر توکو قاچاق په ګوته کړو.

په خوست ولايت کې د سوداگرو مشران وايي د هغوی کارو بارله پاکستان څخه د تور بازار له لارې د سوداگريزو توکو د قاچاق له امله تر گواښ لاندې دی. دا غرنی ولايت له پاکستان سره ١٨٠ کيلومتره گډه پوله لري، چې قاچاق وړونکو ته يې خوست او د هغې له لارې ټول افغانستان ته د قاچاق ښه زمينه چمتو کړې ده.
د خوست هټيوال وايي، دې کار د هغوی پر خپلې سوداگرۍ ناوړې اغېزې کړې دي.

د خوست ولايت د پرچون پلورونکو د ټولنې مشر، حاجي دين ولي وويل: “قاچاق شوي توکي، چې هيڅ ډول گمرکي محصول او تعرفه نه لري، زموږ له قانوني وارداتي توکو سره يو شان دي. په دې ډول هغوی بازار ته خپل مالونه په ارزانه بيه وړاندې کوي او خلک يې زموږ پر ځای له هغوی څخه اخيستلو ته زړه ښه کوي. زموږ توکي امبار پراته دي او نه پلورل کيږي.”
په خوست کې د ACCI د څانگې رئيس، نواب اميرزي وويل، د ستونزې د هوارۍ يوه لاره د خوست له بازار څخه پاکستاني پولې ته څېرمه د غلام خان پوستې ته د سړک د جوړولو کار روان دی، چې د پولې د تېرېدو راتېرېدو رسمي لاره به وي.
اميرزي وويل، دا کار به په خوست کې د قاچاق موضوع ته د کابل د حکومت پام راواړوي.
هغه وويل، له تېرو درېو کلونو راهيسې قاچاق زيات شوی او قانوني سوداگري رالوېدلې ده.

د دی موضوع په اړه چې کومه پوهتنه رامنځته کیږي هغه دا ده چې ولې پاکستان او ایران نوموړې توکي د افغانستان په پرتله په ټیټه بیه عرضه کولای شي؟
د دې پوښتتنې په ځواب کی باید وویل شي چې تر ټولو مهم اقتصادي لاملونه یې دا دي:
۱- د ډمپنګ له تګلارې نه ګټه اخیستل ترڅو د هیواد په دیننه کې د تولید د پراختیا او د کارموندنې کچه لوړه شي.
۲- د توکو لپاره په راتلونکې کې د بهرنیو بازارونو جوړول او پراختیا.
۳- د هیواد په دیننه کې د بیو د ټیټیدلو مخنیوی تر څو د بیو د ټینګښت موخه پوره شي.

د وارداتي قاچاق لامل:

په یوه مملکت کې وارداتې قاچاق هله تر سره کیږي چی مشخص توکي په خپله مملکت کې تولید نشي او یا د لوړو ګمرکی محصولاتو تابع وي، لکه د سګرټو او نورو توکو قاچاق چی په افغانستان کی نه تولیدیږې، د دې لپاره چې اوس افغانستان ته وارد شوې سګرټونه د لوړو ګمرکی محصولاتو له امله د پاکستان سګرټو په پرتله په لوړو بیو عرضه کیږی، نو له همدې کبله افغانستان ته د پاکستاني سګرټو د قاچاق زمینه په پراخه کچه برابریږي.

د صادراتی قاچاق لاملونه:

صادراتي قاچاق هم د وارداتي قاچاق په شان په لاندې مواردو کې تر سره کیږي:
الف: هغه توکې چې صادرول یې منع وي او په بهرنیو هیوادونو کې په هغو بیو خرڅ کړی شي چې د دې تر څنګ چې خپل لګښتونه او د ترانسپورت مصرف پوره کړي د قاچاقبر لپاره هم ډیره ګټه پاتې شي.
هغه توکي چې صادرول یې د نړیوال قوانینو له مخې منع دي هغه چرس،تریاک او مخدره توکي دي.
د دې لپاره چې د نوموړو توکو په قاچاق کې قاچاقبرانو ته ډیره زیاته ګټه پاتې کیږي
په ځینو هیوداونو کې د فوق العاده درنو سزا ګانو لکه په ایران کې د قاچاقبر لپاره د پاسي سزا تعیین شوې ده خو اوس هم د نوموړو توکو قاچاق ترسره کیږي.

په افغانستان کې تر ټولو ستر قاچاقی توکي د مخدره موادو قاچاق ده، چې د حکومت او نړیوالی ټولنې د جدی مبارزی سر بیره هم د هغه پیر او پلور ورځ تر بلې زیاتیږی لکه څنګه چې احصایوی شمیرې دا ښایې چی د تریاک تولید په ۲۰۰۳ کال کې ۳۶۰۰ ټنه وه په داسې حال کې چې په ۲۰۰۴ کال کې ۴۰۰۰ ټنه او په ۲۰۱۱ کال کې ۷۰۰۰ ټنو ته رسیده.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: