اسلام له نظرهاسلامي ثقافت

فکري آزادي (Freedom of thought)

 

یو له بنیادی ټکو څخه چی اسلامی شریعت راتګ پری کړی د آزادی نظریه او مفکوره ده، دا نظریه په خپل ځان کي د فکري آزادي، د عقیدي آزادي، او د بیان آزادي رانغاړي، چي هره یوه يي په لاندي ډول دي:

 ۱– فکري آزادي: (Freedom of thought)

اسلامي شریعت انسان ته د سوچ او فکر کولو آزادي ورکړي، ترڅو خپل عقل د وهم، خرافاتو، ړوند تقلید، ناوړه عاداتو او هر هغه څه څخه وژغوري کوم چي سلیم عقل ته د منلو وړ نه وي.

شریعت تل انسان فکر کولو ته هڅولۍ تر څو هر څه د عقل په سترګو وويني، او هر څه چي د ده عقل ته د باور وړ وي په هغه باور او کوم چي د ده عقل ته د منلو وړ نه وی هغه ونه مني.

له دي کبله شریعت غرا انسان ته اجازه نه ورکوي تر څو په یو څه باندي ایمان او باور ولري مخکي تر دي چي په هغه کي څیړنه او فکر وکړي، او نه هم کوم قول او فعل صادرولو ته پرته له تفکر او تدبرنه.

او همدارنګه د اسلام مبارک دین ته دعوت او بلنه د فکري اوعقلي ځواک څخه د ګټي اخستني په بنیاد ولاړه ده، قران د الله په وجود د رسول الله په رسالت او د کتاب الله په منلو کي همیشه د عقل او فکر څخه د کار اخستل اساس ګڼلۍ او په ډیرو ځایونو کي يي د انسان د عقل د راویښولو، د الله په مخلوقاتو، حیواناتو، انسانانو او هر هغه څه چي د دوي سترګي یي ویني، غوږونه يي اوري، د فکر کولو امر کړی ترڅو د دي تفکر په پایله کي ځان الله ته ورسوي او د حق او باطل تر منځ توپیر وکړي.

الله عزوجل ډير ځله انسان د عقل او فکر څخه په ګټي اخستلو امر کړی چي فرمايي:

سورة الطارق{ فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ مِمَّ خُلِقَ{۵} خُلِقَ مِن مَّاء دَافِقٍ{۶}

إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ )۱۹۰)

أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ )۱۷ الغاشیة)

وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ ۖ لَهُمْ قُلُوبٌ لَّا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَّا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَّا يَسْمَعُونَ بِهَا ۚ أُولَٰئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ)۱۷۹)

قرآن بد ګڼي هغه خلک چي خپل عقلونه يي محصور ، فکر يي معطل، او بي له فکره د نور تقلید کوونکي او په خرافاتو او اوهامو باور لرونکي وي، او هر هغه څوک چي په دي ډول صفتونو سره موصوف دي هغه يي ځناور بلکه تر ځناور هم بد تره ګڼلي (اولئک کالانعام بل هم اضل).

ځکه عقل یوازینۍ تحفة ده چي الله عزوجل انسان پري له حیوان ممتاز کړي، او همدغه د حق او باطل او د الله د پژندني وسیله ده، خو که چیري انسان بیاهم له دي تحفي څخه کار وانه خلي او په هر هغه قول او فعل چي دي یي سرته رسوي معطل کړي (اولئک کالانعام بل هم اضل).

ژباړه: محمد ادریس وردګ

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close