فيسبوک Facebook روحي مريضي پيدا کوي

 

ﺩ ټوﻟﻨﯿﺰﻭ ﻭﯦﺒﭙﺎڼو ﻟﻪ منځه  ﻓﯿﺴﺒﻮﮎ ﺩ ځوﺍﻧﺎﻧﻮ ﺧﻮﺏ ﻟﻪ ﻣﻨځه ﻭړﻱ ﺍﻭ ﺩ ﺭﻭﺣﻲ ﺍﻭ ﺫﻫﻨﻲ ﭘﺮﯾﺸﺎﻧﯿﻮ ﭘﻪ څير ﻣﺮﯾﻀﯿﻮ ﺑﺎﻧﺪﯤ ﯾﯥ ﺍﺧﺘﻪ ﮐﻮﻱ .

ﺩ ﺳﮑﺎټلينډ ګلاﺳﮑﻮ ﭘﻮﻫﻨﺘﻮﻥ څيړﻧﯥ ﭘﻪ ﺍﺳﺎﺱ ﻫﻐﻪ ﮐﺲ ﭼﯥ ډﯾﺮ ﺍﻧﺘﺮﻧﯿﺖ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻮﻱ ﻫﻤﯧﺸﻪ ﭘﻪ ﺩﯤ ډﺍﺭ ﮐﯥ ﻭﻱ ﭼﯥ ﭘﻪ ټوﻟﻨﯿﺰﻭ ﺭﺳﻨﯿﻮ ﮐﯥ ﺗﺮﯤ ﮐﻮﻡ څه ﻟﻪ ﻟﯿﺪﻟﻮ، ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﺍﻭ آﻥ ﻟﻪ ﺗﺒﺼﺮﯤ ﮐﻮﻟﻮ ﭘﺮﺗﻪ ﭘﺎﺗﯥ ﻧﺸﻲ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻫﻤﺪﯤ ﮐﺒﻠﻪ ﺩﺩﻏﻮ ﻭﯦﺒﭙﺎڼو ﺳﺮﻩ ﺩ ﻫﻤﯧﺸﻪ ﭘﺎﺗﯥ ﮐﯧﺪﻭ ﻓﺸﺎﺭ ﯾﯥ ﭘﺮ ﺩﻣﺎﻏﻮ ﺳﭙﻮﺭ ﻭﻱ .

څيړﻧﻪ ﮐﯥ ﻭﯾﻞ ﺷﻮﻱ ﭼﯥ ټوﻟﻨﯿﺰﯤ رسنۍ ډﻳﺮﯼ ځوﺍﻧﺎﻥ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻮﻱ ﺍﻭ ﺩ ﺷﭙﯥ ډﻳﺮﯼ ﻭﺧﺖ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺗﯿﺮﻭﻱ ﭼﯥ ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ ﯾﯥ ﺩ ډﻳﺮﻭ ﺳﺘﻮﻧﺰﻭ ﺩ ﺯﯾږﯾﺪﻭ ﺧﻄﺮ ﻭﻱ .

څيړﻭﻧﮑﻲ ﻭﺍﻳﻲ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ځوﺍﻧﺎﻥ ﭼﯥ ﻓﯿﺴﺒﻮﮎ ډﻳﺮ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻮﻱ، ﭘﻪ ﺍﻭږﺩ ﻣﻬﺎﻟﻪ ﺫﻫﻨﻲ ﺳﺘﻮﻧﺰﻭ ﺩ ﺍﺧﺘﻪ ﮐﯧﺪﻭ ﻭﯾﺮﻩ ﻳﯥ ډﻳﺮﻩ ﺷﺘﻪ ﺩﯼ .

څيړﻭﻧﮑﻲ ډﺍﮐﺘﺮ ﻫﯿﺘﻬﺮ ﮐﻠﯿﻠﯿﻨډ ﻭﻭډﺯ ﭘﻪ ﻭﯾﻨﺎ ﻓﯿﺴﺒﻮﮎ ﺍﻭ ﻧﻮﺭﯤ ټوﻟﻨﯿﺰﯤ ﺭﺳﻨﯿﻮ ډﻳﺮ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﻝ ﺩ ﺯړﻩ ﺗﻨګۍ، ﺫﻫﻨﻲ ﻓﺸﺎﺭ ﺍﻭ ﺩ ﺧﻮﺏ ﺩ ﺧﺮﺍبۍ ﭘﻪ څير ﺳﺘﻮﻧﺰﻭ ﮐﯥ ﻣﻬﻢ ﺭﻭﻝ ﻟﻮﺑﻮﻱ .

ﺗﺮ ﺩﯤ ﻭړﺍﻧﺪﯤ ﭘﻪ ﮐﺎﻧاډﺍ ﮐﯥ ﻫﻢ ﺷﻮﯤ ﯾﻮﯤ څېړﻧﯥ ښوﺩﻟﯥ ﻭﻩ ﭼﯥ د ټوﻟﻨﯿﺰو ﺭﺳﻨﯿﻮ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﻝ ذﻫﻨﻲ ﻣﺮﯾضي ﭘﻴﺪﺍ ﮐﻮﻱ ﺍﻭ ﭘﻪ ځاﻧګړﻱ ﺗﻮګه ﻫﻐﻮﯼ ډېر ﻟﻪ ﺩﻏﻮ ﺳﺘﻮﻧﺰﻭ ﺳﺮﻩ ﻣﺦ ﮐېږﻱ ﭼﯥ ﺩ ﻭﺭځې ﺗﺮ ﺩﻭﻭ ﺳﺎﻋﺘﻮﻧﻮ ﺯﯾﺎﺕ ﻓﯿﺴﺒﻮﮎ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻮﻱ.

ليکوال: انس غزنوى

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب