احکام او مسایل

فقهي اختلاف یوه علمي پانګه ده

یادونه:
دا لینکه د اسلامي نړی د پیاوړی عالم او دعوتګر دوکتور یوسف قرضاوي د ارزښتمن کتاب (الصحوة الإسلامية بين الاختلاف المشروع والتفرق المذموم) د پښتو ژباړې شپږمه برخه ده چې د اصلاح آنلاین همکار، تکړه قلموال خلیل الرحمن حنیف صاحب پیل کړې ده.
اصلاح آنلاین په داسې حال کې چې له لوی خدای څخه  قدرمن لیکوال او درانده ژباړن ته د اوږده عمر، د اسلام د خدمت د لا توان او په آخرت کې د ستر اجر غوښتونکی دی، خپلو قدرمنو لوستونکو ته دغه ارزښتمنې مرغلرې په پرلپسې توګه پدې هیله ډالی کوي چې دا امت یو ځل بیا د تفرقې له ناولو لومو څخه د وحدت سپیڅلې کړۍ ته راووزي.
په همدې هیله

په فروعو کې اختلاف د دې ترڅنګ چې یو ضرورت او رحمت دی یوه لویه علمي پانګه هم ګڼل کیږي، ګورو چې په مختلفو نظریاتو او اجتهادي رایو سره اسلامي فقه غني کیږي، وسعت او پراخي مومي، ځکه هره رایه او هر فقهي اجتهاد په یوه شرعي دلیل تکیه کړې چې ځواکمنو عقلونو او قوي فکرونو دا خبره جوته کړې، همدا ځواکمن او قوي فکرونه وو چې اجتهاد او استباط یې کړی، مسالې یې یوه پر بله د علتونو او موضوعاتو په بناء قیاس کړې، او د استحسان له بنسټ څخه یې کار اخیستۍ، مختلف شرعي دلیلونه یې وزن کړي او بیا یې د خپلو فکرونو سره سم یو پر بل ترجیح ورکړې، قواعد او اصول یې بنسټیز کړي او بیا یې نور فروع پرې سواره کړي او په دې توګه یې زموږ ډیری ستونزې هوارې کړې.
دې مختلفو لارو ته په کتو د مختلفو مسلکونو له مخې شرعي فقهې وسعت او وزن موندلۍ، په مختلفو رنګونو را ښکاره شوې، ځینو د حدیثو او آثارو مدرسې ته توجه کړې، ځینو د رایې او نظر څخه په ګټې اخیستو فقهي احکام را برسیره کړي او ځینو د متنونو په ظاهري بڼه تکیه کړې، او ځینو بیا د اعتدال او منځلاریتوب لاره خپله کړې، د هرې مدرسې او هر مسلک څخه یې د خپل اجتهاد په مټ غوره، غوره را ټول کړي او کمزوري ټکي یې ترې پرې ایښي، نه یې دا او نه یې هغه ټول عملي کړي، نه یې د دې امام پیروي کړې او نه یې هم په هغه بل پسې بد ویلي، نه یې دا قول کلک منلۍ او نه یې هغه په کلکه رد کړی.
په پای کې له دې مختلفو مدرسو، مراجعو، مذهبونو او رایو څخه یوه لویه علمي پانګه جوړه شوې چې ارزښت او قیمت یې یوازې د علم او پلټنې څښتنان موندلۍ شي.
د موضوع د اهمیت له مخې نن ورځ ډیری نړیوال پوهنتونو او ټولنې کانفرانسونه جوړوي او دا موضوع څیړي او خلک ترې خبروي لکه د (لاهای) کانفرانس چې د مقارن قانون لپاره په کال ۱۹۳۶ زیږدیز کې جوړ شوی وو یا د پاریس کانفرانس چې په کال ۱۹۵۱ زیږدیز کې دایر شوی وو.
د رابطة العالم الاسلامي فقهي څانګې په کال ۱۴۰۸ هجري قمري کې په دې هکله یوه پیاوړې اعلامېه او ښکلۍ دریځ خپور کړی او د اختلاف فقه یې په ښه توګه پکې را نغښتې د مذهبونو د اتباعو د تعصب په اړه یې ځینې ګټورې خبرې کړې چې متن یې تاسې ته مخکې ږدو:
(الحمد لله وحده، والصلاة والسلام علی من لا نبي بعده، سیدنا و نبینا محمد صلی الله علیه و علی آله وصحبه وسلم.
اما بعد:
د اسلامي فقهي ټولنې په لسم پړاو ناسته کې چې په مکة مکرمة کې د شنبې په ورځ د صفر د میاشتې په څلورویشتمه (۱۴۰۸هـ ق) چې د اکتوبر د میاشتې له اوولسمې (۱۹۸۷ ز) سره برابره ده پیل شوه، او تر چهارشنبې ۲۸ د صفر (۱۴۰۸)، او ۲۱ د اکتوبر (۱۹۸۷) پورې یې دوام درلود، د فقهي اختلاف او د مذهبونو د اتباعو د نه منونکي تعصب چې کله نا کله د ځینو له خوا له منځلاریتوب او اعتدال څخه خبره مخکې ځي څیړنه وکړه.
د ناستې ګډونوالو شته ستونزې چې د نننیو عقلونو له کمزورۍ څخه سرچینه اخلي و څیړلي او د ټولو هغه خیالونو او تصوراتو په هکله یې بحث وکړ چې د مذاهبو د اختلاف په چوکاټ کې انځوریدی شي چې ډیر پکې ښکیل خلک یې نه سرچینه پیژني او نه یې هم په معنا پوهیږي، همدي ټکي ته په کتو ځینې ګمراه کسان خلکو ته وايي چې د اسلام بنسټ یوازې د قرآن او حدیثو څخه جوړ شوی نو دا د مذاهبو اختلاف د څه لپاره؟ دغه مسلمانان څنګه باید په یوه لاره نه وي، ولې د یوه مذهب تابع نه وي، ولې د اسلامي او شرعي احکامو څخه یو واحد فهم او درک ونلري؟ همدارنګه دغه ناستې د تعصب څخه را ولاړې شوې ځینې ستونزې هم و څیړلي چې بنسټ یې د مذاهبو له اختلاف څخه را پیلیږي، په ځانګړې توګه د ننني عصر په ځینو ټولنو کې چې تازه یې معاصرې نړۍ ته سر را ښکاره کړی، د دغه نوو ټولنو څښتنان غواړي خلک په یوه واحد نوي اجتهادي خط سره برابر کړي، او په دې توګه په ټولو هغو مذهبونو د بطلان خط را تیر کړي چې اسلامي امت د پخوا زمانې راهسې منلي او عمل یې پرې کړی، دوی د مذهبونو امامان بد ګڼي او ځینې خو آن د ګمراهۍ نسبت ورته کوي دوی غواړي په همدې نظریاتو سره د خلکو ترمنځ فتنه خوره کړي او ستونزې را برسیره کړي.
وروسته له دې چې د ناستې ګډونوالو دا موضوع په ژوره توګه وڅیړله، پایلې او خطرونه یې معلوم کړل، په لاندینۍ اعلامیې سره خپله پایلیزه پریکړه دواړو فتنه اچوونکو او تعصب کوونکو ډلو ته بیانوي ترڅو هغوی ترې پند واخلي او ستونزو ته متوجه شي:

لمړۍ: د مذاهبو د اختلاف په هکله:

د فکري مذهبونو اختلاف په اسلامي هیوادو کې ټولټال په دوه ډوله دی:
الف: په اعتقادي مذاهبو کې اختلاف.
ب: په فقهي مذاهبو کې اختلاف.
اول: کوم چې د اعتقادي مذاهبو اختلاف دی، پرته له شکه یو لوی مصیبت دی چې اسلامي هیوادو ته یې سرایت کړی، همدا اعتقادي اختلاف د دې لامل ګرځیدلی چې د مسلمانانو صفونه سره جلا او خبره یې سره وویشي، دا یو ناهیلۍ کوونکۍ کار دی چې نه باید داسې شوي وی، ټول اسلامي امت باید په عقیدوي مسایلو کې د اهل سنت او جماعت د مذهب متابعت وکړي کوم چې په ریښتینې توګه اسلامي سلیم فکر تمثیلوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د راشده خلفاوو په کړنو ولاړ دی، هغه راشده خلفاء چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم موږ ته امر کوي ترڅو د هغوی په پلونو پل کیږدو او لاره یې خپله کړو نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايي: (په تاسې باندې لازمي ده چې زما سنت او د راشده خلفاوو سنت وروسته له مانه عملي کړۍ، په هغو منګولې ولګوﺉ، او په غاښونو یې ټینګ کړﺉ).
دوهم: په ځینو مسایلو کې د مذاهبو فقهي اختلاف دی، چې تر شا یې علمي همدارنګه دا اختلاف یو لوی نعمت او یوه لویه علمي، فقهي او تشریعي پانګه ده چې اسلامي امت ته د دې توان ورکوي ترڅو د خپلو دیني احکامو د عملي کولو لپاره پراخي ولري، نه داسې چې یواځې د یوه حکم ترشا ټول بند پاتې وي نه ترې مخکې تللۍ شي او نه هم شاته، بلکې که چیرې په اسلامي امت کوم مذهب د عملي کولو له مخې په یوه وخت د ختو یا په ځینې ظروفو کې دروند تمام شو کیدای شي په بل مذهب کې آساني، پراخي او هوسایي ومومي، هغه عملي کړي او د شته ظروفو سره سم ترې ګټه واخلي، چې کولۍ شي همداسې په عباداتو، معاملاتو یاهم په ځینې شخصي او کورنیزو حالاتو کې ترسره کړي،لاملونه شته، د همدې علمي اسبابو له مخې یو ضرورت دی او پرته له شکه د رب تعالی په دې اختلاف کې لوی لوی حکمتونه پراته دي، دا اختلاف د رب تعالی له لوریه په خپلو بنده ګانو رحمت دی، د دې اختلاف په پایله کې د نصوصو نه د احکامو د استنباط پراخي منځته راځي، همدارنګه دا اختلاف یو لوی نعمت او یوه لویه علمي، فقهي او تشریعي پانګه ده چې اسلامي امت ته د دې توان ورکوي ترڅو د خپلو دیني احکامو د عملي کولو لپاره پراخي ولري، نه داسې چې یواځې د یوه حکم ترشا ټول بند پاتې وي نه ترې مخکې تللۍ شي او نه هم شاته، بلکې که چیرې په اسلامي امت کوم مذهب د عملي کولو له مخې په یوه وخت د ختو یا په ځینې ظروفو کې دروند تمام شو کیدای شي په بل مذهب کې آساني، پراخي او هوسایي ومومي، هغه عملي کړي او د شته ظروفو سره سم ترې ګټه واخلي، چې کولۍ شي همداسې په عباداتو، معاملاتو یاهم په ځینې شخصي او کورنیزو حالاتو کې ترسره کړي، یا په قضاء یا هم په جنایي او جرمي مسایلو کې د شرعي احکامو سره سم د یوه فقیه له مذهب څخه تیر شي بل مذهب غوره کړي.
نو دا دوهم قسم د مذاهبو اختلاف چې فقهي اختلاف دی زموږ په دین کې کومه کمي یا ټکر نه ګڼل کیږي، بلکې دا یو داسې اختلاف دی چې ورکیدا او نه شتون یې پرته له شکه ناشونۍ او غیر ممکن کار دی، نو په همدې بنسټ ویلۍ شو چې هیڅ داسې تشریعي نظام نشته چې د فقهې له اړخه کامل وي او دا رنګه فقهي او اجتهادي اختلاف دې ونلري.
څرګنده ده چې د دې اختلاف ورکیدا نشي راتلۍ، ځکه چې شرعي نصوص له یوې معنا څخه د زیاتو معناګانو احتمال لري، داسې نص نشته چې ترې استنباط شوې احتمالي پیښې دې ټولې را غونډې کړي، ځکه چې شرعي نصوص محدود دي او هغه پیښې چې موږ ورسره مخ کیږو حد نلري لکه څرنګه چې همداسې ډیرو علماوو رحمهم الله ویلي دي، نو همدلته د دې اړتیا لیدله کیږي چې قیاس او نظر ته مخه کړو د احکامو علتونه را وڅیړو د رب تعالی غرض ترې جوت کړو او د عامو شرعي مقاصدو سره یې ونیښلوو، او په همدې توګه یې په راتلونکو نوو پيښو عملي کړو، له دې ځایه د علماوو فکرونه او پوهې نه سره ورته کیږي هر یو د خپل شته علم او پوهې له مخې د احتمالاتو ترمنځ ترجیح کوي، له همدې ځایه په یوه موضوع کې مختلف نظریات را څرګندیږي چې د مختلفو احکامو په توګه خلک پرې عمل کوي هر عالم د حق هیله لري او غواړي په اړه یې څیړنه وکړي او پرده ترې پورته کړي، نو که څوک حق ته ورسیږي د هغه لپاره دوه اجرونه دي او که څوک خطا شي د هغه لپاره یو اجر دی چې له دې څخه زموږ د دین پراخي او وسعت ښکاري او حرج او تنګي له منځه ځي.ګمراه کوونکې ډلې له دې چانس څخه ګټه اخلي په اسلامي پوهاوي کې کمزوري خلک استعمالوي په ځانګړې توګه هغه مسلمان ځوانان چې د همدوی سره په باندنیو هیوادو کې زده کړې کوي، د مذاهبو اختلاف ورته داسې انځوروي لکه کوم عقیدوي اختلاف چې وي ترڅو د دوی ذهنونه د اسلامي شریعت په اړه متزلزل کړي او په دې توګه پردوی یو لوی ظلم ترسره کړي، دا ځوانان پرته له دې چې د دواړو قسمونو اختلاف څخه ځان خبر کړي د دوی خبره مني او دا نه ګوري چې د فقهي اختلاف او عقیدوي اختلاف ترمنځ څومره واټن پروت دی.
پورتیو خبرو ته په کتو د مذهبي اختلاف په هیڅ اړخ کې ستونزه نشته بلکې دغه اختلا ف یو خیر او رحمت دی او په ريښتینې توګه د الله جل جلاله له لوریه په خپلو مؤمنو بنده ګانو یو لوی نعمت دی، همدارنګه شتون یې د اسلامي شریعت لپاره یوه لویه پانګه بلل کیږي چې اسلامي امت باید پرې وویاړي، خو ګمراه کوونکې ډلې له دې چانس څخه ګټه اخلي په اسلامي پوهاوي کې کمزوري خلک استعمالوي په ځانګړې توګه هغه مسلمان ځوانان چې د همدوی سره په باندنیو هیوادو کې زده کړې کوي، د مذاهبو اختلاف ورته داسې انځوروي لکه کوم عقیدوي اختلاف چې وي ترڅو د دوی ذهنونه د اسلامي شریعت په اړه متزلزل کړي او په دې توګه پردوی یو لوی ظلم ترسره کړي، دا ځوانان پرته له دې چې د دواړو قسمونو اختلاف څخه ځان خبر کړي د دوی خبره مني او دا نه ګوري چې د فقهي اختلاف او عقیدوي اختلاف ترمنځ څومره واټن پروت دی.
دوهم: هغه ډله چې غواړي ټول مذاهب له منځه یوسي او ټول خلک په یوه نوي اجتهادي خط برابر کړي او په دې توګه د فقهي مذهبونو په ټولو یا پر ځینو امامانو بد ووایي، نو د موږ د مخکني بحث له مخې چې د فقهي مذهبونو د موجودیت په ګټو راڅرخي باید له دې کینه پاروونکي اسلوب څخه لاس په سر شي کوم چې دوی را پیل کړی او غواړي خلک له لارې وباسي، د صفونو ترمنځ درځ را پیدا کړي د کلیمي یووالي له زیان سره مخ کړي، موږ نن ورځ په داسې حالت کې یو چې د کلیمې یووالي ته ډیره اړتیا لرو ترڅو د اسلام د دوښمنانو په وړاندې ودریدلۍ شو، نه دا چې شته حالت مو نور هم د تفرقو او دوښمنیو سره مخ شي، دوښمنیو او تفرقو ته بلنه وکړو کوم چې هیڅ ګټه نلري.
(و صلی الله علی سیدنا محمد وعلی آله وسلم تسلیما کثیرا و الحمد لله رب العالمین)

لیکنه: دوکتور یوسف قرضاوی
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

منبع: اصلاح انلاین

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: