فاصلې | شعر

لـــه عنــوانـــه تـر مضمــونــه فاصلې دي
لــه دى شـــوره تــر سکــونــه فاصلې دي

لـه ځنګــلــه تيرېـدمــه هـک حيران شوم
لـــه دى ځـــايـــه تــر قـانـونه فاصلې دي

يو انــدام مــې ژونـدى نه دى زه پوهېږم
لـــه حالـــه تــر ژونـــــدونــه فـاصـلې دي

د جوړښت څړيکه يې نه ښکاري اټکل کې
هــر څـه وران شو تـر سمـونه فاصلې دي

پــرون ښــه و نــن خـو هـر تــالا شــــوي
لـــه دى اوسـه تــر پــرونـــه فــاصلې دي

لاس تــړلــى ژونـدون نه کېـږي شېرجانه
لـه پـاڅـــون تــر خلاصــونه فاصــلې دي

شیر صیب
۲۰۲۱ ز

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب