غوږ ته غوږ شه

آيا كومه ورځ دې د خپل غوږ په اړه فكر کړى دى؟ آيا پدې پوه يې چې د زيږيدنې وروسته تر ټولو ستر نعمت چې ته پرې د دنيا ښکلا محسوسوې, هغه غوږونه دي: الله تعالى فرمايي: ( والله اخرجكم من بطون امهاتكم لا تعلمون شيئا و جعل لكم السمع و الابصار و الافئده لعلكم تشكرون) الله تعالى تاسې د ميندو له ګېډو راوويستئ, په داسې حال كې چې په هيډېر نه پوهيدئ, الله تعالى تاسې ته غوږونه, سترګې او زړونه دركړل, ددې لپاره چې د الله تعالى د نعمتونو شكر وباسئ.

آيا پدې پوه يې چې الله تعالى ته عبث او بابيزه نه يې پيدا کړى؟ تاته يې يو ستر هدف درپه ګوته کړى او دې هدف ته درسيدو او ستا د هدايت او لارښوونې لپاره يې تاته غوږونه دركړي دي كه چېرې پدې پوه نه يې, راځه چې په ګډه سره د الله كتاب او د رسول الله صلى الله عليه وسلم خوږو ويناوو ته يو ځغلند نظر واچوو:غوږونه د انسان د هدايت او لارښوونې لومړۍ وسيله ده, ځكه چې انسان په غوږونو د الله تعالى كتاب اوري, د علماو وعظ, نصيحت او ويناوې اوري, د حلال او حرام حكمونو ته غوږ ږدي, او په دې توګه د هغه نور اندامونه متاثر کيږي او د خير اوښيګڼې په كارونو بوختيږي له همدې كبله الله تعالى د كافرانو مذمت داسې بيانوي, ( ولقد ذرانا لجهنم كثيراً من الجن و الانس, لهم قلوب لا يفقهون بها و لهم آذان لايسمعون بها و لهم اعين لايبصرون بها, اولئك كا لانعام بل هم اضل اولئك هم الغافلون)موږ د جهنم لپاره ډېر پيريان او انسانان پيدا كړي دي, هغوى داسې زړونه لري چې درك پرې نشي كولاى, داسې سترګې لري چې كتل پرې نشي كولاى او داسې غوږونه لري چې اوريدل پرې نشي كولاى دوى د څارويو په شان دي بلكې له هغوى څخه زيات ګمراهان دي همدوى غافلان او بې خبره دي.امام ترمذي يو حديث روايت کړى فرمايي: لن يشبع الموْمن من خير قط يسمعه حتى يكون منتها الجنه) يومومن د هغه خير نه چې په غوږونو يې اوري نه مړيږي ترڅو چې جنت ته يې ورسوي.

د قيامت په ورځ د انسان نه د هغه د غوږونو په اړه پوښتنه کيږي.( ان السمع والبصر والفواد كل اولئك كان عنه مسولا) په تحقيق سره د انسان د غوږ, سترګو او زړه په اړه د هغه نه پوښتنه کيږي همدا غړي به د قيامت پر ورځ د انسان په اعمالو ګواهي وركوي.الله تعالى فرمايي: حتى اذا ما جاوها شهد عليهم سمعهم وابصارهم و جلود هم بما كانو ايعملون) كله چې هغوى راشي د هغوى غوږونه, سترګې او پوستكي به د هغوى پر اعمالو ګواهي وركوي.د همدې كبله راځئ چې د غوږونو آداب وپيژنو:كله چې يو ماشوم دنيا ته راشي په ښي غوږ كې يې آذان او په كيڼ غوږ كې يې اقامت كول مستحب دي, ترڅو د هغه غوږ ته له هرڅه وړاندې د توحيد پيغام ورسيږي همدا غوږونه دي چې د توحيد په كلمه پرانستل شوي دي, بيا په هر اوداسه كې د هغه بهر او دننه برخه په اوبو مسح کيږي د پيغمبر عليه السلام دغه سنت په حقيقت كې يو ژور پيغام لري او هغه دا چې دغه غوږونه بايد د ټولو هغه حسي او غير حسي پليتيو څخه وساتل شي چې غوږونو ته زيان رسوي, او د ټولو هغه آفتونو او ناروغيو څخه وژغورل شي چې په دنيا او يا آخرت كې ورته اذيت رسوي, غوږونه بايد د غيبت, چغل ګري او چټي او بيهوده خبرو له اوريدو پاك وساتل شي د سندرو, موسيقي او نورو ټولو منكراتو له ضرره محفوظ وساتل شي او د هغې پر ځاى ورته دا زمينه برابره شي چې د الله كلام واوري د پيغمبر له سيرته خوند واخلي, د خير خبرو او پاكو ويناوته غوږ شي او د علم په حلقاتو او مجالسو كې هغه څه واوري چې د دنيا او آخرت نيكمرغي يې ورپورې تړلې ده.

الله تعالى موْمنانوته وايي( واتقوا الله واسمعوا) ( له الله وويريږئ او د الله خبره واورئ) په بل ځاى كې له اوريدو وروسته ورته د اطاعت امر كوي: فاتقوا الله ما استطعتم واسمعوا و اطيعوا) له الله تعالى څخه و ويريږئ څومره چې كولاى شئ, د الله خبره واورئ او اطاعت يې وكړئ قرآن عظيم الشان د موْمنانو د غوږونو بل انځور وړاندې كوي, ( ربنا اننا سمعنا مناديإينادى لايمان ان آمنوا بربكم فامنا) اې پروردګاره! موږ ستا د بلونكي آوازواوريد چې ايمان ته يې بلنه كوله او ويل يې چې په خپل پروردګار ايمان راوړئ نو موږ ايمان راوړ).موْمنان چې كله د الله كلام په غوږونو واوري, له سترګو يې اوښكې ځي, و اذاما انزل الى الرسول ترى اعينهم تفيض من الدمع مما عرفوا من الحق) كله چې هغه څه واوري چې په پيغمبر رانازل شوي, ته ګورې چې له سترګو څخه يې اوښكې بهيږي, ځكه چې حق يې پيژندلى دى.

موْمنان د بې ځايه او بيهوده خبرو له اوريدو څخه ډډه كوي او له داسې مجالسو څخه ځان باسي” و اذا سمعوا اللغو اعرضوعنه) كله چې عبث اوبابيزه خبرې اوري مخ ترې ګرځوي.كله چې په غوږونو هغه څه واوري چې دوى ځوروي, صبر كوي, الله تعالى په سورت نساء 186 آيت كې فرمايي: ( ارومرو به تاسې په خپلو مالونو او نفسونو كې آزمويل كيږئ او د اهل كتابو او مشركانو څخه به داسې خبرې اورئ چې تاسې پرې ځوريږئ, كه چېرې صبر وكړئ او تقوى خپله كړئ همدا ډېر پياوړى كار دى.موْمن چې كله څه واوري په هغو كې د ښو خبرو پيروي كوي:فبشر عباد الذين يستمعون القول فيتبعون احسنه. زما بنده ګانو ته زيرى وركړه چې خبرو ته غوږ ږدي او د ښو ويناوو پيروي كوي.

استاد محمد نعيم جليلي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب