غواړو لویې شتمنۍ او سترې سرمایې په خپل انحصار کې ولرو | د یهودو پروتوکولونه

شپږم پروتوکول: 

غواړو لویې شتمنۍ او سترې سرمایې په خپل انحصار کې ولرو، هغه توکي او منابع چې راتلونکي کې ورته غیریهود اړتیا پیدا کوي په خپل واک او اختیار کې واخلو، څو له سیاسي ماتې وروسته ورته اقتصادي ماتې ورکړو.

ـ باید له هرې ممکنې لارې د خپل ځواک اوقدرت تغر د نورو لپاره وغوړوو او اعلان وکړو چې که څوک زموږ نړیوال حکومت ته تسلیمېږي زموږ له پوره ملاتړه به برخمن اوسي.

ـ غیریهود له دې وروسته ځواک او قدرت نه شي درلودای، دوی مړه وبولئ! خو د  کرنیزو ځمکو ډېروالی او د غذايي مواد ډېروالی کېدای شي چې زموږ لپاره یو خطر واوسي. نو اړینه ده چې دوی له دغو ځمکو نه خلاص کړو او په خپل واک او اختیار کې یې واخلو.

ـ غیر یهودیان په قناعت عادت نه دي په لږو نه راضي کېږي ځکه خو ډېر ژر له منځه ځي.

اسراییل یهود
اسراییل یهود

غیر یهودیان باید استثمار کړو.

د زمیندارۍ په هکله مو مخکې خبرې وکړې، ددغو اقداماتو ترڅنګ چې پورته یې یادونه و شوه، صنعت هم په خپل انحصار کې اخلو. په لمړیوکې صنعت د تعادل په حالت کې ساتو او هېڅ کله له قوي انحصار نه ګټه نه اخلو. تعادل نه زموږ موخه داده چې صنعت او پانګه په خصوصي برخه کې متمرکزه کړو. شخصي بانګونه  جوړ شي، څو د هرچا او هر ډول پانګه د بانګونو یانې زموږ په خدمت کې اوسي. په دې توګه د نړۍ ټولې پېسې زموږ لاس ته راځي، غیریهودیان د ټولنې خواریکښه او کارګره طبقه جوړوي، بیا نو پرته له کوم قید و شرط نه موږ ته د تسلیمۍ سر ټیټوي.

ـ ددې لپاره چې وشو کولای د غیریویهودیانو ټول صنعت تبا او برباد کړو، د انحصار تر څنګ ښکلا پرستي او زینت پرستي هم دودوو. د خلکو درواغجن یا کاذبو اړیتاوو ته وده ورکوو، بل ګام به مو دا وي چې د کارګرو معاش او امیتاز په داسې ډول ډېروو چې، دا ډېروالی به هېڅ کله ددوی په ګټه نه وي، ځکه چې موږ د لمړنیو خوړ او نورو خوراکي توکو بیې لوړوو او ددغې ګرانۍ پړه پر دولت اچوو. څو چې ولس او دولت سره مخامخ شي، چې دا ډول شرایط زموږ لپاره دېر ګټور تمامېږي. په عین وخت کې د تولیداتو کچه په ډېرې زیرکتیا کموو، په دې مانا چې په کارګرو کې اعتیاد، ګډوډي او کم کاري رامنځته کوو. د بېلابېلو پلانونو او لارو چارو په مرسته غیریهود متخصصان او کارپوهان له مخې لرې کوو.

نوټ: لیکنه د کتاب یوه برخه ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب