غازي امان الله خان د اصلاحاتو راوړونکی 

د دې تر څنګ چې شاه غازي امان الله خان د خپلو ملګرو پر مټ او د الله ج په مرستې سره افغان ولس د خپلواکۍ له ستر نعمت څخه برخمن نکړ؛ په کور دننه يې ځينې اړين اصلاحات هم رامنځته کړل چې د تاريخ زرينې پاڼې پرې ګواه دي.

لومړی او تر ټولو ستر وياړ چې غازي امان الله خان د افغان ولس په برخه کړ هغه د انګريزي ښکېلاک څخه د افغان ولس خلاصون او په ټوله کې افغانستان د خپلواک هيواد په توګه منل يادولی شو.

دویم دا چې له خپلواکۍ اخيستلو سره سم د سيمي هيوادونو لکه هندوستان هم د افغانستان له خپلواکۍ ملاتړ اعلان کړ چې په دې سره د افغانستان د مسلمان ولس او د هندوستان د هندو ولس تر منځ د همکارۍ فضا رامنځته شوه. یعنې د شاه امان الله خان دويم ستر اقدام په کور دننه او بهر په هندوستان کې د مسلمان افغان ولس او هند ولسونو او حکومتونو تر منځ د اتحاد او يووالي رامنځته کول يادولی شو.

درېيم ستر اقدام د شاه امان الله خان لخوا ترسره شو؛ په کور دننه افغانستان کې د مذهبي اختلافاتو له منځه وړل دي چې له اماني دورې وړاندې ورسره د افغانستان سني او شيعه ولسونه لاس او ګرېوان و. شاه امان الله خان لومړنی شخص و چې د سني او شيعه تر منځ يې اختلاف ته د پای ټکی کېښود او دواړه ډلې يې د يووالي په ټغر کېنولې.

څلورم ستر اقدام چې غازي امان الله خان د افغان ولس لپاره ترسره کړ هغه د ښې حکومتولۍ لپاره د اساسي قانون رامنځته کول و چې په سيمه کې د لومړي ځل لپاره د شاه امان الله خان په واکمنۍ کې اساسي قانون رامنځته شو.

پنځم ستر اقدام د هيواد اقتصادي وضعيت د ښه کولو او د دولت بوديجې د ښه تضمين او اصلاح لپاره، له جنس څخه په نقدي بڼې ته د مالياتو اړول يادولی شو. شاه امان الله خان د افغانستان لومړنی حکمران و چې د حکومت ماليات يې له جنس څخه په نقدي بڼې ته واړول. یعنې د بېلګې په توګه بايد ووايو چې د امان الله خان له دورې وړاندې به د ټوکرانو فابريکې حکومت ته په ماليته کې ټوکر ورکولو، دهقان به غنم او جوار ورکول خو کله چې امان الله خان واک په لاس کې واخيست نو د جنس په جنس دغه معامله په نقدي معاملې بدله کړه.

شپږم ستر کار چې شاه امان الله خان د افغان ولس لپاره ترسره کړ؛ هغه د غلامۍ بد فرهنګ له منځ وړل او د هيواد د ټولو ولسونو تر منځ د عدالت او مساواتو پلي کول يادولی شو.

دغه پورته شپږ موار د « مشت نمونه خروار» په توګه يادولی شو، کنې که د شاه امان الله خان د وخت په اصلاحاتو او د هيواد لپاره د شاه امان الله خان پر پلانونو وغږيږو نو ټول به په يوه ليکنه کې ځای نه شي. په ډاډ سره ويلای شو چې که شاه امان الله خان سره هماغه مهال ولس همکار پاتې شوی وای او د امان الله خان په خلاف د کورنيو او بهرنيو جاسونو کړيو لاسونه موجود نه وای؛ نو نن به افغانستان په يو پرمختللې بڼه د نړۍ په نقشه کې شتون درلود او په افغانانو به ننۍ روانې بدبختۍ نه وې راغلې.

په آخر کې يو ځل بيا وایم چې د افغانستان د خپلواکۍ ۹۹ يمه کاليزه دې ټول ازادي غوښتونکي ولس ته مبارک وي.

خوشحال آصفي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب