عمومي کوڅه| طنز

د کوڅې په بر سر کې، د سپین ږيري سرکاتب صیب ګلاپ میر چې په ګل میر اکا مشهور و، د ټوخي غږ مې غوږونه وسکونډل او داسې ښکاریده چې کومه مهمه خبره کول یې راته غوښتل، خو زما زړه هم صبر ونه کړ او له سلام سره جوخت مې ترې وپوښتل:

ــ سلام علیکم ګل میر اکا څنګه داسې تلواري مالومېږې، خیر خو به وي؟
ــ وعلیکم سلام، وراره ته لکه چې لا تر اوسه د وکیل صیب د زوی له واده څخه نه یې خبر؟
ــ څه څه، هغه زما ټولګيوال یادوې، چې اوس د پارلمان  وکیل دی!؟
ــ هو هماغه  ښیم، ته يې لکه چې د زوی له واده څخه نه یې خبر کړی؟

ممممم…

د دې خبر په اوریدو سره له ګل میر اکا نه په چوپه خوله د خپل کور پر لور روان شوم، په خپل زړه کې مې له ځانه سره کرل او رېبل، چې انډیوال دې څومره بې غیرته شوی، چې د زوی  د واده خبر یې هم درنه کړ…  نه نه کیدای شي ترې هېر شوی به یم، باید واده ته یې ورشم.

سبا وختي چې له خوبه پاڅېدم نو د خپلو بوټونو مزي مې کلک وتړل او د وکیل صیب د کور پر لوري راهي شوم. له لږ ځنډ وروسته د وکیل صیب کور ته په داسې حال کې ورسیدم، چې هلته د دروازې مخې ته د کلي په عمومي کوڅه کې، د نریناو او ښځیو ډلې د ګلانو ګېډیواو ډالیو سره راټولې وې.

خو د وکیل صیب کور ته د ننوتلو لپاره دوې دروازې وې، چې له ښکلیو او رنګینو رختونو جوړې وې، د یوې دروازې پر سر لیکل شوي و ( جوړه لرونکي ) او د هغې دویمې پر سر لیکل شوي وو (بې جوړې )

ماچې ميرمن نه درلوده، له بده مرغه د مجردانو په دروازه ننوتلم، له ننوتو وروسته دوې  نورې دروازې وې، چې په يوه باندې یې لیکلي وو چې ( کونډې ) او په بله لیکل شوي وو (کونډان)

زما چې یوه میاشت مخکې میرمن مړه شوې وه، نو له مجبورۍ نه د کونډانو په دروازه ننوتم، له دې ورسته دوې نورې دروازې وې او پې لیکل شوي وو ( ډالۍ لرونکي ) او په بله یې لیکلي وو ( بې ډالیو واله)

ما چې له ځانه سره کومه ډالۍ نه وه راوړې، نو د بې ډاليو والو په درازه ننوتلم، چې پام مې شو د کلي عمومي کوڅې ته راوتلی وم.

لیکول:/ محمد غني څاروان

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب