Uncategorized

علامه حبیبی او اقبال

له اقبال او ملګرو سره یې دکابل دادبي انجمن غونډه

رښتني پښتو پالونکي مه هیروئ !

ما له علامه حبیبي څخه اوریدلي وو چې ویل به یې  ما له اقبال سره لیدلي خو په فارسي یې سمې خبرې نه شوای کولای .  په دې ورځوکې مې دخپلو لوستنو په لړ کې د اقبال دسفر دبل مله  سیدسلیمان ندوی  د  (افغانستان سفرنامه ) لاس ته راغله ، دا ډیرجالب اثر په دې چې یوخو په ساده اردو نثرلیکل شوی  اوبل یې د علامه اقبال له  ( مسافر ) سره توپیر په دې کې دی چې تر هغه په جزیاتو ددغه سفر ټول جزیات په لاس راکوي ، دسید سلیمان ندوي دغه سفرنامه د ۱۹۹۲کال په مې کې د ( دارالمصنفین شبلي اکیدیمي اعظم ګړ ) له خوا چا پ شوي ده . ددغه اثر په ترڅ کې ټولې هغه پیښې راغلې دي ، چې دغه سفر ورباندې پیل شوی  او بیا بیرته په لکنهو باندې چې داروښاد ندوياستوګنځی دی پای ته رسیدلی دی . د اثر سرلیکونه اوموضوعات دادی :  پیش لفظ،  دیباچه ، د افغانستان د سفر هیله ، له اعظم ګړ څخه روانګی ، خیبر درې ته ننوتل ، په افغانستان کې ،  جلال آباد ، دافغانستان جوماتونه ،  له سرور خان ګویا سره کتنه ، له لومړي وزیر هاشم خان سره کتنه ،  حربیه وزیر کوچنی ورور شاه محمود خان ،  له نادرخان سره ملاقات ،  دآزاد اسلامی هیواد جمعه ،  شاهي مقصوره ، چینی ترکستان ، د ختیزې آسیا مرکزیت او اسلام ،  خواړه ،   حضرت نورالمشایخ ،  هندوستانی ګوند ، د بیرته تګ پروګرام ، ډاک ، کابل موزیم ، د لومړي وزیر راتګ ،  دځینوخاصو حالاتو کاغذات ، له نادرشاه شهید سره ملاقات ،  دشاه محمود خان مازدیګرنۍ ،  دانجمن ادبی ځانګړې ما ښامنۍ ،  د کابل د ادبی انجمن د مشر وینا ، د سر راس مسعود  ځوابیه وینا ، د سید سلیمان ځوابیه وینا ، د ډاکتر سر شیخ محمد اقبال  تقریر،  بابرباغ ، مکتب صنایع ، سرکاري موترخانه ،  دنویو دکانونو ماڼۍ ،  هوایي ډګر ، د بالاحصار حربي ښوونځی ،  د دووصحابه وو مزار ، د سفیرانو کورونه ،  عربي دارالعلوم ، نوي ښوونځی ،  سرکاری مطبعه ،  اخبارونه او خپرونې ، له شاه محمود خان سره د خدای پاماني کتنه ،  پغمان ، د کابل سیند،  دارالصحت یا سنا توریم ،  د ژوو روزنځای ،  له ځینو احبابو سره کتنه ، د غزني سفر،  له کابله ترغزنې پورې ،  غزنی ،  بازار،  اردو ګرامافون ،  جومات ،  سرکاري میلمستون ،  زوړ غزنی ،  علاوالدین جهان سوز ،  غزنین ، ملا قربان ،  دغزني پاتې آثار، دحکیم سنایي مزار،  دافغانی سپرو یوه ډله ، په زاړه غزني کې ، دسلطان محمود مزار ، د حضرت داتا ګنج بخش لاهوري د پلار مزار،  دلای خوار مزار، د غزني شپه ،  د غلجیو او قندهار سیمې ،  منزلونه ،  مقر یا پخواني بیهک ،   مقر ته رسیدل او تګ ، غلجایی قلات ،  ایرانۍ او افغاني فارسي ، د کلات شپه ،  له کلاته روانګی ، د کندهار لاره ، د خیبر شاوخوا ولي فتنه زیږونکې ده ؟ د کندهار منزلونه ، کندهار ته ننوتل ، د کندهار ارګ ، د ارګ دننه ، ګندهار،  پټان او راجپوت ،  اوسنی کندهار،  شاهی ارګ زموږ قیام ،  دپښتو غورځنګ ،  دکندهار والی او نور چارواکي ،  خرقه شریفه ،  د احمد شاه ابدالی مزار ، د قرآن پاک شاهي نسخه ،  ارغنداب ،  د با با مزار ، بریښنا کوټ ،  چهل زینه ،  دکندهار نوی ښار، پوځي میدان ، د ښار کیفیت ،  د ښاراسلامي څیره ، دښار رڼایي ، په عمومي باغ کې باجه ، د راس مسعود د شپې سفر ،  په کندهارکې بریتانوي قونسلخانه ،  شپه ،   پرواټونو ګرزیدل ، داردو نفوذ ، دکانونه سبایي پرانستل کیږي ،  د دکانو کیفیت ،  د شاه بازار جومات ،  د ډبرو صنعت ،  دکاندار،  مدرسې او علمي ادارې ، دکندهارګلونه او میوې ،  نوې کلا او چمن ، د کندهار دبلدیی له میلمستیا بښه ،  له کندهاره د باندې ، دفترونه ،  د راهدارۍ پاڼه او تصدیق ،  له کندهاره تګ ،  لاره ،  تخته پل ،  د سند او بلوچستان صحرا ،  نوی کلا یا قلعه جدید ،  د تسبو فیشن ،  په نوې کلا کې پاتیدل ،  د خدای پامانې منظره ،  چمن ،  کویته او ملتان ،  د روحانیاتو یادونه ،  بهاګل پور،  ملتان ،  دپرهیلاد پورې مندر، د حضرت بهاوالدین ذکر خانقاه ،  له ملتانه تر لکنهو ،  استدراک ،  رکن عالم ،  د شمس تبریز مزار ،  عیدګاه ،  مسجد علی محمد خان ،  عام او خاص باغ ،  پرانا کلا ،  جامع مسجد ، د ملتان چاوڼۍ ،  محمدن کتابخانه ،  ملتاني ژبه ،  روانګی ،  لکنهو ،  د نادرشاه شهادت ،   د ډاکتر اقبال مسافر .

مولانا سیدسلیمان ندوي خپله دغه سفر نامه د لومړي ځل لپاره د ۱۹۳۳ کال د دسامبر دمیاشتې دمعارف مجلې په ګڼۍ  کې پیل کړه او بیا همداسې په بیلابیلو ګڼو کې چا پ شوه ، د چاپي اثر پیش لفظ لیکونکې په خپله لیکنه کې لیکې چې : «  ددغه سیاحت لیدنې کتنې او تاثرات دمعار ف په پرله پسې ګڼوکې لیکل شوي دي ، دده دغه سفرنامه له علمي ، ادبي او تاریخي پلوه جالب اوګټور معلومات له ځان سره لري ، ځکه چې په دغه وخت کې د افغانستان د آزادۍ او حریت هوا پرهرلور خوره ده ، هغه چې په ظلم او تشد د سره دهغه مخنیوی نه شي کیدای ، له همدې امله پردغه مهال د دغې سفرنامې لوستنه اردو لوستونکو ته هم  په زړه پورې کیدای شي. »

 

لکه چې ددغې سفرنامې په فهرست کې مو ولوستل ، هلته یو سرلیک  د ( پشتوغورځنګ ) په نامه سره راغلی دی ، مولانا دخپل دغه  سرلیک په ترڅ کې لیکې چې :  «   زموږ له رسیدو سره سم زموږ د لیدو لپاره د ښاریو شمیر ممتاز کسان هم راغلل چې په هغو کې دوه تنه د یادونې وړ وو یو په کندهارکې د باندنیو چارو استازی او بل دلته دادبي انجمن ناظم  او دپښتو رسالې طلوع افغان ادیتر عبدالحی خان وو ، د باندنیو چارو استازي پخوا په ترکیې کې دافغان سفارت دچارواکي په توګه کارکړی و، خو اوس دلته ټاکل شوی و، عبدالحی خان کیدای شي په سند او کراچۍ کې پاتې شوي وي ، په اردو باندې خبرې کولای شي ، هغه دلته د هغه غورځنګ چې افغانانو ددغې قومي ژبې د ترقۍ په خاطر پیل کړي دي او غواړي چې پښتو باید د تعلیمي او علمي سرکاري ژبې ځای ولري علم بردار دی . هغه له خپل راتګ سره سم له ډاکتراقبال سره  پرهمدغه موضوع باندې بحث او خبرې اترې پیل کړې ، ډاکترصاحب په ځواب کې د ژبوپرودې او پرمختګ باندې اصولي بحث وکړ او پردغه خبره یې زور واچاوه چې ژبه دیوه قوم د بیلابیلو افرادو د تفاهم او پیوستون ډیره اړینه او ګټوره  وسیله ده ، خو که ددغه تحرک په وجې سره د یوه قوم د افرادو په منځ کې د یووالي او اتحاد پرځای اختلاف رامنځ ته کیږي ، هغه نو بیا د یووالي د پیغام پرځای د توپیرونو او اختلافونو د جنګ ترانه کیږي ، کوم چي دهغه له امله دافغان ملت اوسني لوړتیا او منزلت  ته زیان رسیږي . زما خیال دی چې نن سبا تنګ قومیت او غلط نیشنالیزم چې دیوزیات شمیر قومو پرسرباندې سپور دی ، دهغه همدغه اغیز دنویو ځوانو افغانانو پر زړونو او دماغونو باندې هم خامخا اغیزمن دی ،  فارسي له زروکلو راهیسې ددغه ملک علمي ادبی او سرکاري ژبه ده ، دلته ددغه قوم دعوامو مورنۍ ژبه  تراوسه پښتو هم ده ، له همدې امله دا د حیرانتیا خبره نه ده چې هغه به په دغه ملک کې د پښتو غورځنګ له خوا لاپیاوړې شي او یوه ورځ به هغه هم د افغان قوم د سرکاري ژبې  مقام ته ورسیږي .  په همدغه حالت کې چې موږ دجنګیالیو افغانانو سره  په ( زباني جنګ ) بوخت وو چې دکندهار ګورنر له خپلو ملکي او پوځي چارواکو سره  راغی … »  ( سفرنامه افغانستان ص ۱۱۱ – ۱۱۲  )

جالبه خبره له دغه بحث څخه بیاهم دا راوځي چې هم داکتراقبال او هم مولانا سید سلیمان ندوي په دغه برخه کې له خورا احتیاط او ځان ساتي چلند څخه کار اخلي ، سره له دې چې اقبال په خپلو ټولو آثارو کې  ځان د افغانیت او او افغاني پرتم مرید او پیرو بولي خو په دغه برخه کې  بیاهم له علامه حبیبي سره مناظره او مناقشه کوي اوپه دې نه دي باوري چې پښتو ژبه  به هم یوه ورځ په افغانستان کې د رسمیت پړاو ته رسیږي ، مولانا ندوي بیا ټول بار پر تنګ نظري قومیت او غلط نیشنلیزم باندې ور اچوي  او فکر کوي چې د پشتو ژبې دغورځنګ خبره هم یو تنګ نظره نشنلستي حرکت دی ، چې کیدای پایلې ته یې وګورو  ځکه نو دم ګړۍ په دغه برخه کې ځان په نا پیلي دریځ کې اچوي او دعاکوي چې خدای دې وکړي چې پښتو ژبې ته دامقام ور میلاو شي. مولانا ندوي او علامه اقبال ددغه زړه نازړه دریځ په اړه یوه بله خبره هم په دې منځ کې شته او هغه داچې هندي پوهان او مفکرین ، ادیبان او نور نخبه ګان په دغه وخت کې  پر داسې مسایلو لکه ژبه او یاهم په مذهب کې دننه په توپیرونو باندې نه غږيږي ، دوی ظاهرآ داسې ښیې چې ګواکي دوی په دغه کار باندې ځانونه نا ګاروي ځکه چې دوی په هند کې د ښکیلاک تر سخت ګوزار لاندې ژوند کوي اوهم یې ددغه ښکیلاک له امله په دغه برخه کې سخته ضربه هم لیدلې ده ، انګریزانو په ډیره آسانۍ سره وکولای شول چې له هنده د فارسي ژبې ګلم  ورټول کړي ، دوی په نژدې نیمه پیړۍ  فارسي دری ژبه داسې بې بنیاده کړه چې هیچا دا فکرنه کاوه چې  نژدې اووه پیړۍ  رسمي او دفتري  ژبه به د یوې پیړۍ په ترڅ کې له دومره لوی شان او دومره پیاوړې فرهنګي زیرمې سره دهند له نیمې وچې کډه باروي . اقبال او مولانا ندوي دواړه پردغه پیاوړي رمز باندې د حساسو اسلامي مفکرینو په توګه ډیرښه پوهیږي ، له بلې خوا دوی تر دغه دمه هم په دغه ټکي باوري نه ول چې ګواکي په افغانستان کې به دبلي ژبې لپاره ، دهغې د رسمي کیدو لپاره هڅې په دومره پیاوړتیا سره رامنځ ته شي ، دوی تراوسه هم له استاد حبیبی سره په خپله مناظره کې په دې فکروو چې فارسي هم دافغانانو ( پښتنو ) لپاره کومه دویمه او یا هم نا آشنا ژبه نه ده ، پښتنو ټول عمر له همدغې ژبې سره ژوند کړی او له همدغې ژبې سره  تر مرکزې آسیا او هندوستان پورې  رسیدلي دي او دغه پراخ او سمسور فرهنګ  د دوی د تورو پر زور تر دغو سیمو پورې  رسیدلی دی . اقبال پردې ټینګار کوي چې افغانان اوس باید ددغو مسایلو پرځای د خپل خپلواک هیواد افغانستان د خپلواکۍ او ترقۍ په فکرکې شي.  دوی پردې پوهیږي چې  دلته هره لحظه  دیوې فاجعې را پورته کیدو شونتیا له نظره  لرې نه ښکاري ،  اقبال استدلال کوي چې  افغانانو خپل هیواد خپلواک کړ، خو ومو لیده چې د پردیو دتوطیو په ترڅ کې په ډیره لنډه موده کې د غلواو داړه مارانوله خوا په څه ماتم او بدمرغۍ باندې واوښت . مانا داچې اقبال دیوه دور اندیشه آزادي غوښتونکي په توګه یوازې دیوه واحد او پرته له هرډول ګډوډیو افغانستان پلوی و. هغه فکرکاوه چې افغانستان اوس خپلواک شوي او اوس یې د ترقۍ او پرمختګ پروګرامونه او پلانونه پیل شوي دي ، دده دغه نظریاتي تمایل دهغه له هغې وینا څخه هم ښه معلومیږي ، کومه چې ده  د کابل دادبي انجمن دغړو په غونډه کې وکړه  ددې لپاره چې له یوې خوا دغه وینا خوندي کړو او له بلي خوا دده په نظر باندې په هراړخیزه توګه پوه شوو ، دلته دده هغه وینا په ګډه سره لولو :

«  د سیدسلیمان ندوي او ډاکتر سر راس مسعود له وینا وو وروسته چې زموږ د جذباتو ډیره ښه ترجماني یې وکړه ، اوس داسې څه نه دي پاتې چې زه دې هغه بیان کړم ، خو زه پوهیږم چې د کابل ادبي انجمن ارکان له ماڅخه هم هیله لري چې د دوی د هرکلي ، اوهغو لطیفو احساساتو او بلیغواندازونو په ځواب کې چې موږ ته یې را وښودل یوڅه عرض کړم . زه دکابل له ادبی انجمن څخه ډیرمنندوی یم چې دخپلو مهربانیو په ترڅ کې یې زما په وړاندې خپل احساسات په نظم اونثرکې وړاندې کړل . زه هم هیله من یم چې یوازې او یوازې د انجمن دځوانو ارکانو دکارونو په عملي اړخ باندې بحث او خبرې وکړم ، په دې کې هیڅ شک نشته چې انجمن دخپل کار له اهمیت او ذمه واریو ښه خبردی ،  زما باور دی چې هنر یعنی ادبیات ، انځورګري ، موسیقي ، معماري اونورهرڅه چې وي  ، دا ټول د ژوند مرستیال او خدمتګاردي ، دهمدغه مقصد پربنسټ زه هنراو آرت یوایجاد بولم نه تفریح ، شاعر دیوه قام دژوند آبادګر او برباد ګر کیدای شي ،  په داسې وخت کې چې حکومت هڅه کوي چې افغانستان دتاریخ دنوي ژوند یوه پړاو ته ور ننباسي ، په دغه حالت ددغه ملک شاعرانو ته لازمه ده چې خپلو اخلافو ځوانانو ته  پر سمه لار لارښونه وکړي ، د ژوند دپرتم او لویئ پرځای مرګ ته زیاته لوړتیا او برجسته ګې ورنه کړي ،کله چې هنر د مرګ کومه نقشه کاږي او هغه په لوړتیا سره ښیي ، دغه حال  ( سخت خوفناک او برباد کونکي دی ) اوهغه څه چې له ښکلا څخه خالي وي ، هغه په خپله دمرګ یوپیغام دی :

دلبری بي قاهری جادوګريست         دلبری با قاهري پیغمبريست

زه غواړم چې ستا سې پاملرنه یوه مرکزي ټکي ته را واړوم ، د نبوي (صلی الله علیه وسلم ) په واقعاتو کې یوه واقعه ده ،  روایت دی چې یوځل د آنحضرت صلی الله علیه وسلم  په وړاندې نامتو شاعر امرا لقیس چې مشهور عرب شاعر دی ، څه شعرونه ولوستل  ، بیاهغه وویل : اشعر الشعرآ وقاید هم الی النار   په ټولو شاعرانو کې ترټولو ښه شاعر د دوزخ په لور تلونکي دی . له دغه ارشاد څخه په هراړخیزه توګه  روښانه کیږي ، چې شعر کله کله  پرخلکو باندې  ژور اغیز ښندي ، په یوه قوم پورې تړلي شیان یوازې شکل او صورت نه دي ، بلکی هغه څه چې په رښتینې توګه د قوم له ژوند سره اړاو تړاو لري  هغه تخیل دی چې شاعریې د خلکو په وړاندې ږدي ،هغه لوړخیالونه اونظریات دي چې غواړي هغه په خپل قوم کې را پیداکړي ، ملی شاعران د خواخوږۍ او مرستې روحیه رامنځ ته کوي ، اود سیاست اهل د دوی له پایمردۍ سره وده کوي اویا مري ، همداده چې دافغانستان ځوانو شاعرانو او لیکوالوپه خپلو هم عصروکې داسې روح پوکړي  چې دهغې په مرسته ورو ورو وکولای شي ځان  په ښه توګه وپیژني ، هغوی چې قوم ته د خدمت پرلار روان دي ، دهغوی ځانګړي انانیتله روزني سره تړلي دي ، دهغو د روزني خمیره باید له احتیاط سره یوځای  واخښل شي ، ځکه نو داد انجمن کاراودنده ده چې د نویو ځوانو نسلو فکرونه دادبیاتو په واسطه سره متحد کړي او دهغو ته داسې روحاني بڼه ورکړي چې په پای کې له خپل انانیت څخه د قابلیت پرپړاو باندې په چغو شي :

دو دسته تیغم و ګردون  برهنه ساخت مرا        فال کشید و بروی زمانه آخت  مرا

من آن جهان خیالم که فطرت ازلیجهان بلبل وگل را شکست وساخت مرا

نفس به سینه  گذارم  که طاهر حرمم                توان ازگرمی آوازمن شناخت   مرا

زه یوه بله نکته هم ویل غواړم ، موسیولینې یوه جالبه نظریه  رامنځ ته کړه ، او موخه یې داوه چې دایتالیا د ژغورنې لپاره دیو کروړ پتي اړتیاده چې دایتالیا ګریوان د انګلوسکسن قومونو له پورونو څخه وژغوري او یا یو بل دانتي پیداکړي چې یونوی جنت ورته په نښه کړي او یا یو بل کولمبس ومومي چې یوه نوې وچه  ورته ومومي ، که تاسو له ما څخه د افغانستان د ژغورنې په اړه  پوښتنه وکړئ ، نووبه وایم چې افغانستان اوس یوه داسې چاته اړتیا لري چې دغه هیواد له قبایلي ژوند څخه را وباسي اودیوه ملي یووالي له دایرې سره یې آشنا کړي ، زما لپاره دخوښۍ خبره  داده چې افغانستان اوس یوداسې کس موندلی دی چې دهغه انتظاریې یوست ،  زما باور دی چې داعلحضرت نادرشاه شخصیت د همدې لپاره پیداشوی چې نړۍ ته  افغانستان په آسیا کې دیوه نوي قوم په توګه ور وپیژني ، ددغه هیواد ځوانانو ته وړده  چې دغه ستر لارښود دخپلې ښوونې او روزنۍ د ښوونکي په توګه وپیژني ، ځکه چې دهغه ټول ژوند خپل هیواد ته له قربانۍ ، اخلاص ، رښتیاینې او له اسلام سره له مینې ډک دی .»( سفرنامه افغانستان ص ۵۹ )

پروفیسور رشید

ټول افغان ویبپاڼه

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: