صحابه کرامو سیرت

عثمان بن عفان رضى الله عنه ژوندلیک

د دريم خليفه راشد عثمان بن عفان رضى الله عنه په اړه معلومات:

نوم يې عثمان ,ابو عبدالله او ابو عمر يې كنيت ,او ذوالنورين يې لقب وو . دپلار نوم يې عفان او دمور نوم يې اروى وو ,دپلار له لورې يې دنسب پوره لړۍ داسې ده :
عثمان بن عفان بن ابي العاص بن اميه بن عبد شمس بن عبد مناف بن قصى القرشي . او د مور له لورې يې د نسب پوره لړۍ پدې ډول ده :اروى بنت كريز بن ربيعه بن حبيب بن عبد شمس بن عبد مناف , پدې ډول حضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه دنسب په پنځمه كړۍ له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يوځای كيږي . دحضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه دمور مور (انا) بيضاء ام الحكيم دحضرت عبدالله بن عبدالمطلب سكه خور اودرسول الله صلى الله عليه وسلم ترور وه ,له دې پلوه حضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه دمور له لورې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د قريشي توب په خپلو ي هم تړل كيږي .

دحضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه كورنۍ دجاهليت په زمانه كي هم دعربو په منځ كې ډيره محترمه كورنۍ ګڼل كيده ,او د خپل پت ,رياست او غزواتو له امله يې په نورو قومونو كې ځانګړې بڼه درلوده .

دحضرت عثمان ذوالنورين رضي ا لله عنه نيكه اميه بن شمس د قريشو دقبيلې مشرتوب په غاړه درلود,داموي خليفه ګانو نسبت هم دې اميه بن شمس ته كيږي له همدې كبله د(امويين) په نامه باندې پيژندل كيږي . دقريشو قومي بيرغ (عقاب) هم دهمدې كورنۍ په قبضه كي وو ,دفجار دوتلي جګړې سرلښكر حرب بن اميه او دزور اوځواك څښتن داسلام وتلى دښمن عقبه بن معيط,همداراز ابوسفيان بن حرب چې داسلام له راوړو مخكي يې دبدر له غزا پرته په نورو ټولوغزاګانو كي دقريشو دمشر په توګه درسول الله صلى الله عليه وسلم سره مقابله كوله دهمدې (اموي) كورنۍ سترګي اوڅراغونه وو .

دحضرت عثمان رضي الله عنه دعمر څلورديرشم پسرلى په سپړيدو وو چې په مكه مكرمه كي دتوحيد زړه راښكونكي اوازونه پورته شول , دملكي رسم ورواج اودعربو دمذهبي تخيل له كبله حضرت عثمان رضي الله عنه له دې اوازونو سره نااشنا وو, خو دفطري سپيڅلتيا ,ريښتينولي او ديانت درلودو له كبله حضرت عثمان رضي الله عنه حق ته درابلونكو شاځلموددې اوازونو قبلولو ته تيار وو . داسلام لومړي خليفه حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه چې كله ايمان راوړ نو داسلام تبليغ او پر مخ بيول يې خپله ديني دنده بلله ځكه يې نو دخپلو ملګرو په كړۍ كې داسلام دتلقين او لارښوونې په كار پيل وكړ ,دجاهليت په زمانه كې د حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه له حضرت عثمان رضي الله عنه سره خوږه ملګرتيا وه ,او ډيرى مهال به يې ډير ځانګړي مجلسونه سره كول دهمدې پيژندګلوي له امله يوه ورځ حضرت عثمان رضي الله عنه دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه مجلس ته راغى او داسلام په اړه يې خبرې اترې ورسره پيل كړې دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه خبرو په حضرت عثمان رضي الله عنه كې دومره اثر وكړ چې حضرت عثمان رضي الله عنه دنبوة دربارته په تللو سره داسلام قبلولو ته اماده شو .
دواړه ملګري درسول الله صلى الله عليه وسلم لورې ته د ورتلو په تكل كې وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوی مجلس ته تشريف راوړ .

كله چې درسول الله صلى الله عليه وسلم سترګې په حضرت عثمان رضي الله عنه ولګيدې نو ورته ويې فرمايل :عثمانه :دخدای جل جلاله جنت قبول كړه ,زه ستا او دټول مخلوق د لارښوونې لپاره ټاكل شوى يم .دنبوة دژبي دې ساده اوپاكو تورو په حضرت عثمان رضي الله عنه کې دومره اغيزه وكړه چې بې اختياره يې د(اشهدان لااله الاالله واشهدان محمداعبده و رسوله) كلمه ترخوله ووته او درسول الله صلى الله عليه وسلم په مبارك لاس كې يې لاس وركړ او داسلام سوچه او حق مذهب يې قبول كړ . دحضرت عثمان رضي الله عنه شمير له هغو كسانو څخه كيږي كومو چې آن دجاهليت په زمانه كې ليك لوست تر سره كړي وو .

دحضرت عثمان رضي الله عنه واده

داسلام له قبلولو وروسته حضرت عثمان رضي الله عنه ته هغه وياړ ور په برخه شو كوم چې ډيرو صحابۀ كرامو ته نه وو ورپه برخه شوى , هغه داچې رسول الله صلى الله عليه وسلم ده ته خپله لور حضرت رقيه رضي الله عنها په نكاح وركړه او دخپل ځوم توب وياړ يې حضرت عثمان رضي الله عنه ته ورپه برخه كړ . حضرت رقيه رضي الله عنها لومړى دابو لهب د زوی عتبه په نكاح كې وه مګر داسلام له راتلو وروسته دابو لهب له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دښمني دې پوړ ته رسيدلې وه چې خپل زوی عتبه يې اړ كړ چې درسول الله صلى الله عليه وسلم پتمنې لور ته طلاق وركړي هماغه وو چې عتبه طلاق كړه او رسول الله صلى الله عليه وسلم يې له حضرت عثمان رضي الله عنه سره نكاح وتړله .

دبدر د غزا پيښه او دحضرت رقيي رضي الله عنها ناروغي

دكفر او اسلام تر ټولو لومړۍ جګړه چې د بدر په څيره كي ښكاره شوه حضرت عثمان رضي الله عنه ديوې اتفاقي پيښې له امله چې دحضرت رقيي رضي الله عنها دناروغي په صورت كې ورپيښه شوه دبدر په غزا كې ګډون ونه كړ . دحضرت عثمان رضي الله عنه ميرمنه او درسول الله صلى الله عليه وسلم دزړه ټكړه حضرت رقيه رضي الله عنها چې كله بيماره شوه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت عثمان رضي الله عنه ته وفرمايل چې ته بدر ته مه ځه , بلكې دخپلې ميرمنې د دارو درملو څه چاره وكړه ,كه څه هم دبدر په غزا كې دګډون نه كولو خبر اوريدل دحضرت عثمان رضي الله لپاره تر يوې لويې پيښې لږ نه وو خو درسو الله صلى الله عليه وسلم امر وو ځكه يې په سرا وسترګو منلو ته تيار شو.
رسول الله صلى الله عليه وسلم دده دلا خوښۍ لپاره ورته وفرمايل چې ته به دبدر په غزا كې په ګډون نه كولو سربيره هم ګډ شميرل كيږې او د بدر د غزا په ثواب او دغنيمت په مالونو كي (په دواړو كي) به تاته هرو مرو خپله برخه دركول كيږي . خو دحضرت رقيي رضي الله عنها دا ناروغي په اصل كې دمړينې يو پيغام وو, ناروغي ورځ په ورځ مخ په زياتيدو وه تردې چې درسول الله صلى الله عليه وسلم دنه موجوديت په مهال يې څو ورځې وروسته دمرګ ملائكې ته ښه راغلاست وويل . انا لله وانا اليه راجعون حضرت عثمان او حضرت اسامه بن زيد رضي الله عنهمادجنت د دې ملكي په جنازه او خښولو بوخت وو چې حضرت زيد بن حارثه رضي الله عنه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په اوښه سپور وو او په بدر كې يې دمسلمانانو دسوبي زيرى راوړ.

حضرت عثمان رضي الله عنه دخپلې ميرمنې په مړينې ډير غمجن وو ,يوه ورځ حضرت عمررضي الله عنه ورته وفر مايل چې څه چې خدای جل جلاله ليكلي وو هغه وشو دومره غمژن كيدو ته اړتيا نه ليدل كيږي .
حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وفرمايل : زه چې دخپل نصيب په محرومۍ باندې هرڅومره غم وكړم بيا هم لږ دي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې دقيامت په ورځ به زما له خپلوۍ پرته ټولې خپلوۍ پای ته رسيږي , زه افسوس كوم چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له كورنۍسره زما تړاو پرې شو. كنز العمال 6ټوك 379 مخ .

كه څه هم دحضرت عثمان رضي الله عنه د خوښۍ لپاره رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته دبدر د غزا غنيمت هم يوه برخه وركړه او هغه ته يې د بدر د ثواب د وړلو زيرى هم وركړى وو خو پدې سربيره يې خپله دوهمه لور حضرت ام كلثوم رضي الله عنها هم حضرت عثمان رضي الله عنه ته په نكاح وركړه چې پدې سره په دوهم ځل دحضرت عثمان رضي الله عنه له نبوي كورنۍ سره تړاو راغى .

درسول الله صلى الله عليه وسلم له دوو لوڼو (حضرت رقيه رضي الله عنها او حضرت ام كلثوم رضي الله عنها) سره په پرله پسې ډول دنكاح كولو له امله حضرت عثمان رضي الله عنه ته د(ذوالنورين) (دوو رڼاوو رقيه ,ام كلثوم,, خاوند) لقب وركړل شوى

دحضرت عثمان رضي الله عنه حليه

حضرت عثمان رضي الله عنه ډير ښكلى او ښايسته غنم رنګى سړى وو, قد يې برابر, پوزه يې لوړه او بند درلودونكې وه, مخ يې له غوښې ډك او د چيچك لږ لږ داغونه هم ورباندې وو, ږيره يې ګڼه او لويه وه , د سر ويښتان يې ګڼه او ډير لوی وو چې څڼې يې آن تر غوږونو پورې رسيدې , دځينو رواياتو له مخې به يې په ويښتانو نكريزي هم لګولې ,غاښونه يې تك سپين , ځليدونكي , پرله پسې او د سرو زرو په تارونو باندې ټينګ كړي وو . ابن حنبل 1ټوك 73 مخ اومستدرك حاكم 3ټوك 96 مخ

ميرمنې او اولادونه يې

حضرت عثمان رضي الله عنه تر يوه ډير ودونه كړي وو لومړۍ نكاح يې له حضرت رقيي رضي الله عنها سره وتړله ,او له هغې څخه يې عبدالله نامي زوی پيدا شو چې په وړوكوالي كې په حق ورسيده . بيا يې درسول الله صلى الله عليه وسلم له دوهمې لور حضرت ام كلثوم رضي الله عنها سره نكاح وكړه هغه هم شپږ كاله وروسته په حق ورسيده او له هغې څخه يې كوم اولاد نه دى شوى . له هغه وروسته يې له لاندې ميرمنو سره نكاح كړي وه : فاخته بنت غزوان :له دې څخه يې هم عبدالله نامى هلك پيداشو چې هغه هم په وړوكوالي كې مړ شو . ام عمرو بنت جندب :له دې څخه يې عمرو,خالد,ابان,عمر او مريم پيدا شوو . فاطمه بنت وليد: دا دحضرت عثمان رضي الله عنه دزامنو وليد او سعيد مور وه . ام ا لبنين بنت عتيه : له دې څخه يې عبد الملك نومى ماشوم پيداشو چې په وړوكوالي كي مړ شو . رمله بنت شيبه : عايشه ,ام ابان او ام عمروله دې څخه پيداشوي وو . نائله بنت فرافصه : دا دحضرت عثمان رضي الله عنه دشهادت په مهال موجوده وه . په زامنو كې يې حضرت ابان وتلى دى او دبنو اميه په زمانه كي دځانګړي اعزاز څښتن وو.

حضرت عثمان رضي الله عنه په لاندې غزاوو كې ګډون كړى وو

داحد په وتلې غزا كې حضرت عثمان رضي الله عنه ګډون درلود ,همدا راز دهجرت په څلورم كال كې چې دذات الرقاع غزا پيښه شوه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم غزا ته ولاړ او حضرت عثمان رضي الله عنه ته په مدينه منوره كې د قايم مقام لوی وياړ ورپه برخه شو . بيا د بنو نضيرو دجلا وطنۍ او په پنځم هجري كې دغزوۀ خندق په پيښو كې هم حضرت عثمان رضي الله عنه ګډون كړى دى .دهجرت په شپږم كال كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دكعبې شريفې د ليدلو هوډ وكړ نوكله چې حديبيي نومې ځای ته ورسيدل نو دوی ته خبر ورسيده چې مشركين جنګ ته تيار ناست دي خو څنګه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم موخه دجنګ كول نه وو ځكه يې نو حضرت عثمان رضي الله عنه د مشركينو لورې ته دسولې لپاره دمسلمانانودسفيرپه توګه وروليږه .طبقات ابن سعدقسم اول 3 ټوك دتذكرۀ عثمان رضي الله عنه په بحث كې

دحضرت عثمان رضي الله عنه دخلا فت په مهال فتوحات

دطرابلس دفتحې لپاره كه څه هم دهجرت په 25 كال تياري شوې وه خوخونړى بريد ورباندې په كال 27 هجري كې دحضرت عبدالله بن زبير اوحضرت عمرو بن العاص او حضرت عبدالرحمن بن ابې بكر رضوان الله عليهم اجمعين غوندې وتلو جهادي سرلښكرو تر ځانګړې مشرۍ لاندې وشو .كله چې طرابلسي مشرانو وليدل چې دمسلمانانو مقابله ممكنه نه ده نوپدې جګړه كې د مجاهدينو دعمومي مشر حضرت عبدالله بن ابي السرح رضي الله عنه حضور ته راغلل او په 25لكه ديناره يې سوله وكړه . يعقوبي 2 ټوك 189 مخ . افريقيه : كومو سيمو ته چې نن الجزائر او مراكش ويل كيږي هغه هم دحضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه كې د حضرت عبدالله بن زبير رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې دهجرت په 26 كال فتح شوې . اسپين : نننۍ هسپانيه هم دحضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه كې دحضرت عبدالله بن نافع بن عبد قيس او حضرت عبدالله بن نافع بن حسين رضي الله عنهما تر ځانګړې څارنې لاندې فتح شوه . قبرص : چې نن په (سائپرس) نامه باندې ياديږي, دروم او شام بحر ته څيرمه خورا شنه او زړه راښكونكي جزيره ,اوداروپا او روم له لورې دمصر او شام دفتح كولو لپاره ددروازې بڼه لري پدې سيمه هم دحضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه كې داميرالبحرحضرت عبدالله بن قيس حارثې رضي الله عنه او بيا دهغه له شهادته وروسته دحضرت سفيان بن عوف ازدي رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې دلاندې شرائطو په منلو سره سوله وشوه :

1-قبرصيان به اووه زره ديناره كلنى خراج ادا كوي .
2-په بحري جنګونو كي به قبرصيان دمسلمانانو ددښمنانو دخوځښت يا نقل وحركت خبر مسلمانانو ته وركوي .
3- مسلمانان به دقبرص دساتلو پړه په غاړه نلري .

خو د هجرت په 33 كال قبرصيانو دا پريكړه ماته كړه او دمسلمانانو په مقابل كي يې درومي جهازونو مرسته وكړه ,ځكه نو حضرت امير معاويه رضي الله عنه ددوهم ځل لپاره په قبرص بريد وكړ او هغه ځمكه يې دمسلمانانو تر لاس لاندي راوسته . دهجرت په ديرشم كال حضرت عبدالله بن عامر او حضرت سعيد بن عاص رضي الله عنه په دوو ځانګړو لارو دخراسان او طبرستان لورې ته مخه وكړه .
له سعيد بن عاص رضي الله عنه سره حضرت امام حسن , حضرت امام حسين, حضرت عبدالله بن عباس, حضرت عبدالله بن عمر, حضرت عبدالله بن عمروبن العاص او حضرت عبدالله بن زبير رضوان الله تعالى عليهم اجمعين غوندي جليل القدره صحابۀ كرامو ګډون درلود او دې كسانو دخپل پر مختګ په ترڅ كي دحضرت عبدالله بن عامر رضي الله عنه تر رسيدو مخكي جر جان ,خراسان او طبرستان فتح كړل .
عبدالله بن عامر رضي الله عنه خپله ورسپارل شوې دنده مخ پر وړاندې بوتله او دهرات ,كابل او سجستان له فتح كيدو ورسته يې دنيشاپور لورې ته مخه كړه او هلته يې اسبرائن ,ارغيان او نورې څيرمه سيمې ونيوې نيشاپوريانو له دې ښار څخه څو مياشتې دفاع وكړه خو بالاخر اړ شول او دكال اوو لكو درهمو په وركولو سره يې له اسلامي لښكر سره سوله وكړه .
عبدالله بن عامر رضي الله عنه له نيشاپوره وروسته حضرت عبدالله بن خازم دسَرَخس په لورې وليږه او پخپله يې دماوراءالنهر لورته مخه كړه دسَرَخس اوسيدونكو اطاعت قبول كړ او دماوراءالنهر اوسيدونكي له عبدالله بن عامر رضي الله عنه سره سولې كولو ته اماده شول حضرت عبدالله بن عامر رضي الله سوله ورسره وكړه او قسي بن الهيثم رضي الله عنه يې خپل قائم مقام وټاكلواو پخپله له سامان وړلو سره سره پلازمينې ته ستون شو . ابن اثير 3ټوك 84 مخ . دهجرت په 31 كال دحضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه كې خبيب بن مسلمه فهري آرمينيه فتح كړه .دهجرت په 32 كال حضرت امير معاويه رضي الله عنه تر قسطنطنيي پورې ټولې سيمي فتح كړې .په همدې كال عبدالله بن عامر مرو,طالقان ,فارياب او جوزجان فتح كړل .دهجرت په 33 كال حضرت امير معاويه رضي الله عنه دروم دخاوري په حصن المرأة سيمه بريد وكړ.

دحضرت عثمان رضي الله عنه ځانګړتياوې

1- دحضرت عثمان (ذوالنورين)رضي الله عنه ترټولو لويه ځانګړتيا دا وه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم دوه لوڼې يې په پرله پسې ډول په نكاح كې راغلې وې . 2-حضرت عثمان رضي الله عنه دمسلمانانو ددريم خليفه په توګه وټاكل شو . 3-حضرت عثمان رضي الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه وو چې درسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې ورباندي دجنت زيرى وشو. 4-دحضرت عثمان رضي الله عنه په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې :

ان عثمان اول من هاجر باهله من هذه الامة ,,

عثمان د دې امت تر ټولو هغه لومړى سړى دى چې له خپلې كورنۍ سره يې هجرت وكړ .اصابه 8 ټوك تذكرۀ رقيه رضي الله عنها 5-حضرت عثمان رضي الله عنه دبير رومه په نامه باندې څا دمسلمانانو لپاره له يوه يهودي څخه په دوو وارو په شل زره درهمه واخيسته او عامو مسلمانانو ته يې وقف كړه . 6-حضرت عثمان رضي الله عنه دخپل ښه ليك دليكلو له كبله درسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې دوحي دليكونكي په توګه وټاكل شو .

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: