عثماني‌ خلافت څنګه نسکور شو؟

عثماني‌ خلافت د نړۍ په تاریخ کې د مسلمانانو د واک او برم یوه تر ټولو اوږده او ځواکمنه دوره وه، چې د ۱۲۹۹ نه ۱۹۲۲ میلادي‌ کلونو پورې، شاوخوا شپږ پېړۍ یې په اسیا، افریقا، منځني ختیځ او ان د اروپا پر ځینو ځمکو یې حکومت وکړ. خو په ۱۸۵۷م کال کې د خلافت خزانه تشه شوه. د خلافت د ځواکونو په لاس د ارمنیانو په وژلو اروپایان پارېدلي‌ او قهرېدلي‌ وو او پر خپلو حکومتونو یې فشار راوړ چې له خلافت سره اقتصادي‌ روابط وشلوي او ځینې بندیزونه هم پرې ولګوي. د دغه اقتصادي کشمکش په لړ کې سلطان عبدالعزیز چې له ۱۸۶۱ نه تر ۱۸۷۶ پورې د خلافت مشر و، په خپلې خونې کې مړ وموندل شو. د هغه د لاس رګونه پرې شوي وو، شاید ځان یې وژلی و. ورپسې مراد خلیفه شو چې یوازې درې میاشت په واک کې پاتې شو. د عثماني خلافت وروستی خلیفه عبدالحمید الثاني‌ و.

داخلي عوامل

عثماني خلافت د ۱۹۰۸ تر ۱۹۱۳ میلادي‌ کلونو پورې له سختو کورنیو ستونزو سره لاس او ګریوان و. پر مالي‌ کړکیچ سربېره،‌ کور دننه سیاسي‌ اختلافات، پوځي‌ بغاوتونه،‌د ترکي ځوانانو د ملتپاله غورځنګ جوړېدل او د ځینو نورو سیاسي‌ اصلاحاتو غوښتنې شاملې وې. عرب ځوانانو او فعالانو د عثماني خلافت څخه خپل استقلال او خپلواکي غوښتله او په دغه لړ کې یې په فرانسې کې د عرب ځوانانو د کانګرس لومړنۍ غونډه هم وشوه چې فرانسې او برتانیا یې کلک ملاتړ وکړ، په کانګرس کې د عثماني خلافت څخه د عربانو د استقلال او خپلواکۍ د غوښتنې پر مبارزې ټینګار وشو.‌

د حجاز امیر شریف حسین له برتانیا او د هغه د ملګرې فرانسې سره (سایکس-پکټ) یو تړون وکړ چې که د خلافت پر ضد بغاوت اعلانوي نو هغوی به یې لاسنیوی کوي. شریف حسین د خلافت پر ضد د عربانو د بغاوت اعلان وکړ.‌ عثماني خلافت هغه خاین وباله خو عربانو یو اتل باله. که څه هم د نړۍ په ځینو سیمو کې په خاص ډول د هند په لویې وچې کې مسلمانانو دغه بغاوت وغنده او د خلافت ننګه یې وکړه. د خلافت مشرانو، ډېرعرب فعالان د بغاوت په تور په دار وځړول خو ګټه یې ونکړه.

د عربانو تر بغاوت مخکې د پوځ په لیکو کې ځینو ترکي ملتپالو د خلافت له پرېکړو سرغړونه وکړه او بلاخره د ترکیې ملتپاله ټولنه جوړه شوه چې د دغې ټولنې په سر کې انورپاشا،‌ طلعت پاشا او کمال پاشا وو. دغو دریو مشرانو تقریبآ ټول اختیارات په خپل لاس کې واخیستل، خلیفه یې څنګ ته کړل او یو مهال د نړۍ له سترو قوتونو سره همدغو دریو کسانو د جنګ مشري‌ کوله. طلعت پاشا په ۱۹۲۱ میلادي کال کې په برلین کې ترور شو او دوه نور یې بیا په قفقاز کې له ارمنیانو سره په جنګ کې ووژل شول. دغه کار،‌ د خلافت تر واک لاندې نورو سیمو کې د دې اغیز کم، واک او ځواک ته یې لوی زیان ورسوه.‌ په اقتصادي‌ برخې کې خلافت باندې داسې یو حال راغی چې یو مهال یې د خپل لښکر معاش پوره کولی نشو.‌ د استانبول ډېرې هټۍ او مارکیټونه وتړل شول او خلکو د بېکارۍ له کبله شکایتونه پیل کړل.

بهرني عوامل‌

خلافت د عربانو تر بغاوت څو کاله مخکې له جرمني سره د ملګرتیا تړون وکړ،‌ چې مخالفه ټلواله یې روسیه، فرانسه او برتانیا وه. په دغه موده کې د بلقان نوي خپلواک هېوادونه، یونان،‌ بلغاریا او مقدونیه هم د خلافت پر ضد پاڅېدل. د روسیې هڅه دا وه چې استنبول ونیسي.‌ په پنځمه پېړۍ کې د روسیې د ارتودکس مسیحیت تر ټولو لوی مرکز او کلیسا په استنبول کې وه،‌ چې مسکو بیا تېر برم تازه کول غوښتل،‌ که څه هم د روسیې دا ارمان لا هم د ارمان په توګه پاتې دی،‌ خو د هغوی قوي‌ نظامي ګوزارونو د فرانسې، برتانیا او بلقان د هېوادونو ملا وتړله او د خلافت بنسټ یې کمزوري کړو. عثماني خلافت د سترو ځواکونو ترمنځ‌ په جنګ کې ډېرمقاومت وکړ، خو ورځ تر بلې یې ځمکې له لاسه وتلې.‌

برتانیا، فرانسې، روسیې او نورو ملګرو یې ستره جګړه وګټله او اوس نو تش په نامه خلافت د سولې خبرو ته غاړه کېښوده. په فرانسې کې د سولې کنفرانس وشو، سترو ځواکونو جرمني پړه وخيژوله چې باید د سلګونه زره انسانانو د وژلو او نورو ورانیو تاوان ورکړي. سترو ځواکونو همدغه راز د خلافت له لاسه وتلې ځمکې په خپلو کې سره ووېشلې چې لبنان، سوریه او د ترکیې ځینې نورې برخې د فرانسې د اغیز او فلسطین،‌اردن،‌بغداد او د خلیج فارس ځینې سیمې د برتانیا د اغیز سیمې وبلل شوې، ونیولې او سعودي خپلواکي واخیسته. په دغه موده کې میلیونونه مسلمانان او غیر مسلمانان ژوبل یا ووژل شول.

بلاخره د ترکیې ملتپاله غورځنګ مشرانو په سویټزرلنډ کې له ځواکمنو هېوادونو سره یو تړون وکړچې ترکیه د اوسنۍ جغرافیې په اساس وپيژني. د ترکیې عالي ملي اسمبلۍ د ۱۹۲۲ کال د اکتوبر په ۱۱ نېټه په غوڅ اکثریت عثماني خلافت ړنګ کړ او خلیفه یې وشړه.
نورې نړۍ د ۱۹۲۳ میلادي‌ کال د اکتوبر په ۲۹ نېټه ترکیه د یو جمهوریت په توګه په رسمیت وپېژنده او د ترکیې د ملتپاله غورځنګ یو پوځي منصبدار مصطفی کمال ددې د لومړني‌ ولسشر په توګه وټاکل شو.‌ د ترکیې پارلمان وروسته هغه ته د ښه مشرتابه او په سختو شرایطو کې د ترکیې د ساتلو له کبله د اتاترک یا د ترکانو د پلار لقب هم ورکړ.
جعفر هاند
سرچینه:

The Fall of the Ottomans:
The Great War in the Middle East.
Eugene Rogan
Published by Basic Books, a member of the Perseus Books Group, in 2015 in the USA

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب