عبد الله بن مسعود (رضي الله عنه) د قرآنکریم ترجمان

عبد الله بن مسعود رضي الله عنه

عبد الله بن مسعود رضي الله عنه د مکې د هذل له قبیلې څخه وو، رسول علیه السلام پرې د (ابو عبد الرحمن) کنیه ايښودې وه، پلار یې د جاهلیت په دور کې مړ شوی وو؛ خو مور یې ایمان راوړی وو، نو ځکه یې کله ناکله مور ته نسبت کېږي: (ابن ام عبد) چې ام عبد یې د مور کنیه وه.

عبد الله بن مسعود رضي الله عنه شپږم نفر وو چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ایمان راوړ، نوموړي حبشې او مدینې دواړو ته هجرت کړی وو، د بدر، احد، خندق بیعة الرضوان او نورو ټولو غزوو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره حاضر شوی او په جګړه کې يې برخه اخیستې وه، د بدر په مشهوره غزوه کې پر ابو جهل د حمله کوونکو څخه وو، کله یې چې د ابو جهل سر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوړ نو د ابو جهل توره یې ورته په انعام کې ورکړه.

عبد الله بن مسعود رضي الله عنه د کمزوري بدن لرونکی وو، پنډۍ یې ډېرې کمزورې وې، خو د ایمان او تقوی وصف یې نه کېدو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ور ته د دې پیشنګويي ورکړی وه چې د ده دغه نرۍ او ضعیفه پنډۍ به د الله تعالی په میزان (تله) کې د احد د غره څخه ډېرې درندې وي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د جنت زیری هم ورکړی وو.

یوه ورځ عبد الله بن مسعود رضي الله عنه ته رسول علیه السلام د څه حاجت د پوره کولو لپاره ونې ته د پورته کېدو امر وکړ، نوموړی چې کله ونې ته پورته کېدو؛ صحابه وو د هغې پنډیو او کمزوري بدن پورې وخاندل، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو د ده د پنډیو څخه حیرانه یاست! قسم په هغه رب چې زما نفس د هغه په لاس کې دی؛ د ده دغه پنډۍ په میزان کې د احد د غره څخه ډېرې درندې دي. (حدیث صحیح دی)

يوه ورځ ترې رسول علیه السلام دا وغوښته چې قرانکریم ولولي، عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وویل: آیا پر تا زه قرانکریم ولولم؛ او پر تا نازل شوی دی؟! رسول علیه السلام وفرمایل: زه دا خوښ ګڼم چې قرانکریم له بل څخه واورم. عبد الله بن مسعود فرمايي: سورة النساء مې پرې ولوستله؛ کله چې دې ځای ته ورسېدم: (فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلَاءِ شَهِيدًا) ((ژباړه: نو ځیر شئ دوی به په هغه وخت کې څه وکړي چې مونږ له هر امت نه یو امت نه یو شاهد راولو او پر دغه امت باندې تا (یعنې محمد صلی الله علیه وسلم) شاهد تېر کړو. (د النساء سورت: ۴۱ آیت) رسول علیه السلام وفرمایل: ودرېږه، او سترګو یې اوښکې را پريېښې وې..(رواه البخاري)

عبد الله بن مسعود رضي الله عنه د صحابه وو له علماوو څخه شمېرل کېده، خپله فرمايي: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خولې څخه اویا (۷۰) سورته اخیستې دي چې له ما سره پکې هيڅ یو بشر اختلاف ندی کړی. صحيح ابن حبان.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې دا خوښ ګڼي؛ قرانکریم تازه او څنګه چې نازل شوی دی واوري؛ نو ابن ام عبد (عبد الله بن مسعود) په قراءت دې ولولي. رواه احمد

عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه فرمايي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د څلورو اشخاصو څخه قرانکریم واخلئ: د ابن ام عبد (عبد الله بن مسعود)، معاذ بن جبل، أبي بن کعب او د حذیفه غلام سالم (رضي الله عنهم) څخه. رواه البخاري ومسلم.

عمر رضي الله عنه د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه په اړه فرمايي: نوموړی د فقهې او پوهې څخه ډک وو.

همداراز ابو موسی الأشعري رضي الله عنه د هغه په اړه فرمايي: تر هغه چې دغه حبر (ستر عالم) ستاسو تر منځ موجود وي د بل چا څخه پوښتنه مه کوئ.

د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه له ویناوو څخه:

۱. عبد الله بن مسعود به چې کله کښېناسته؛ دا به یې ویل: تاسو د شپې او ورځې په لاره کښې ناست یاست، لږ عمر مو دی، او لږ اعمال مو دي، مرګ یو ناڅاپه را درومي، چا چې خیر وکرلو؛ نږدې به هغه خوښ څیز وریبي، او چا چې شر وکرلو نو نږدې وخت کې به هغه پښېمانتیا وریبي، د هر دهقان هغه حاصل وي چې څه یې کرلي وي، هيڅ سست او وروسته انسان په خپل عمل نشي مخکې کيدلای، او حریص هغه څه نه مومي کوم چې په تقدیر کې ورته نه وي لیکل شوي، نو هغه چا ته چې خیر ور کړل شو؛ الله تعالی ورکړی دی، او هر څوک چې له شر څخه وژغورل شو؛ الله تعالی ژغورلی دی، تقوی دار خلک مشران دي، او فقهاء مشران دي..

۲. او دا به یې ویلې: څوک چې آخرت غواړي؛ نو دنیا ته به یې نقصان رسيږي، او څوک چې دنيا غواړي؛ آخرت ته به یې نقصان رسيږي، نو ای قومه! فاني په باقي نقصاني کړئ.

۳. او دا به یې ویلې: زه داسې شخص بد ګڼم چې فارغ وي؛ نه د دنیا په کار کې بوخت وي او نه د آخرت په کار کې بوخت وي.

۴. او ویل به یې: څوک چې دا غواړي دین يې خوندي پاتې شي؛ نو په سلطان (پاچا) دې نه داخلېږي، او نا محرمو ښځو سره دې خلوت (تنهايي) نه کوي، او د خواهش پرستو سره دې جګړه نه کوي.

۵. او ویل به يې: میراث، طلاق او حج زده کړئ؛ دا ستاسو له دین څخه دي.

۶. او ویل به یې: لکه څرنګه چې اوبه نباتات زرغونوي؛ همداراز سندرې او ټنګ او ټکور ستاسو په زړونو کې نفاق زرغونوي.

۷. او ویل به یې: مالداري په نکاح کولو کې وپلټئ. الله تعالی فرمايي: (إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ) ژباړه: که چېرې هغوی فقیران (بې وسي) وي نو الله تعالی به یې (په نکاح کولو) په خپل فضل او مهربانۍ مالداره کړي. د النور سورت ۳۲ آیت.

عبد الله بن مسعود رضي الله عنه د هجرت په دوه دېرشم کال په مدینه منوره کې د څه دپاسه شپېتو کلونو په عمر وفات او په جنت البقیع کې خاورو ته وسپارل شو. الله دې له دوی خوښ او راضي شي؛ او په جنت کې دې مونږ ورسره له انبیاؤ، ريښتینو او نیکانو سره یو ځای کړي. آمین.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب