د عاشورا حقیقت

عاشورا هم يوه له هغو قضاياوو څخه ده چي په اړه ئې په امت كي د شديد اختلاف شاهد يو، دا اختلافات يا سياسي جرړي لري او يا له متضادو رواياتو راولاړ شوي. تر دې د مخه چي وگورو د عاشورا اړوند روايات څه وايي، كوم يو ئې صحيح او د اعتبار وړ دئ، كوم ئې جعلي، موضوعي، ضعيف او بې اعتباره دئ، د قرآن او سنت په رڼا كي د عاشورا په اړه څه ويلي شو او په دې ورځ څه كول جائز او څه ناجائز گڼلى شو، بايد هغو كركجنو او د اسلام د بنسټيزو اصولو خلاف او د اسلام د روح او مزاج ضد اعمالو ته اشاره وكړو چي ځيني خلك ئې د مذهب تر نامه لاندي په دي ورځ ترسره كوي، او هغه د ثواب كار او جنت ته رسېدو وسيله بولي، داسي اعمال چي نه په قرآن كي ورته جواز موندى شو، نه په سنت كي او نه د صحابه وو په منهج كي، نه له عقل سره اړخ لگوي او نه د يوه سليم الفطرت انسان له مذهبي احساس سره.

ځيني په دې ورځ د ماتم غونډي جوړوي، وير كوي، كوڅو او بازارونو ته راوځي، د خلكو په وړاندي ځان په زنځيرونو وهي، توري جامې اغوندي، خپلي سيني په څپېړو وهي، ځيني ئې له نامه پورته ځانونه لوڅ كړي او خپلي شاگاني په زنځيرونو وهي، ځيني د سرود په بڼي كي يا حسين يا حسين او يا علي مدد وايي او څڼې اچوي، حركات ئې منظم او د يوه مذهبي رقص په څېر او له ډول او سرود سره توأم، د جلوس په سر كي د ذوالجناح په نامه زين شوى او سينگار شوى آس روان، بيرغونه ئې تور او د لرگي پر سر ئې د ورغوي او پنځو گوتو نشان (چي دوى ئې د پنج تن پاك نښه گڼي)، رنگ رنگ ټوټې او دسمالونه پرې راځوړند، دا كار په داسي حال كي كوي چي عملاً د طاغوت تر سلطې لاندي ژوند كوي، د ظالمانو ملگرتيا كوي، مرسته ترې غواړي خو په خوله ئې د يا علي مدد دعاء وي،  … دې ته وايي له امام حسين (رضي الله عنه) سره محبت او د هغه د شهادت په نامه ماتم!! دا حركات نه يوازي كركجن، د دين او عقل خلاف دي او هيڅ الهي دين او هيڅ صحيح مذهب ئې جائز نه گڼي، بلكي داسي خرافات دي چي هر عقلمن انسان ترې كركه لري او الهي اديان د دې لپاره راغلي چي د دغو شرك لړلو دودونو او خرافاتو ټغر ټول كړي. دوى دا مراسم په داسي حال كي لمانځي، پر يزيد او يزيديانو لعنت وايي چي تر يزيد د لازياتو ظالمانو اطاعت او ملگرتيا كوي!! امام حسين د يزيد له بيعته ډډه وكړه او په دې لار كي ئې شهادت قبول كړ خو دوى په افغانستان او عراق كي د امريكايانو تر سلطې لاندي ژوند كوي، نه يوازي مخالفت ئې نه كوي او ساكت، راضي او تسليم دي بلكي د امريكايانو تر قومندې لاندي د سنيانو په ضد جنگېږي، په عراق كي د دوى ستر مذهبي مشر د امريكايانو د يرغل ملگرتيا وكړه، د نجف كلياني ئې امريكايانو ته وسپارلې، خپلو پلويانو ته ئې له امريكايانو سره د ملگرتيا او د دوى تر قومندې لاندي جنگېدا فتوى وركړه، د محرم د لسمي مراسم ئې په داسي حال كي لمانځل چي امنيت ئې د انگرېزانو او امريكايانو له خوا تأمين شوى وو. په پاكستان كي د پرويز مشرف خوا ته ودرېدل، امريكايانو له دوى داسي ټولگي جوړ كړل چي د سنيانو په ضد ئې وجنگوي. په افغانستان، عراق او پاكستان كي په جوماتونو، مدرسو، مكتبونو، ښارونو، زيارتونو او د خلكو د تجمع په ځايونو كي چاودني د دوى په لاس او د امريكايانو په وينا ترسره كېږي.

د دوى دا جلوسونه كټ مټ همغسي دي لكه چي يهودانو به كول او په محرف بايبل كي ئې يادونه شوي، همغسي په كوڅو كي مذهبي رقص، سرود، نڅا او څڼې غورځول او ځانونه زخمي كول، يقيناً چي د دوى اكثر مذهبي عقايد او مراسم له يهودانو كاپي شوي، نه ئې په قرآن كي شاهد مومو او نه د رسول الله(صلى الله عليه وسلم) په سنت كي او نه د صحابه وو په منهج كي، له دوى پوښتنه كوو: آيا رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د خپل گران تره حمزه (رضي الله عنه) د شهادت له كبله داسي ماتم كړى چي تاسو ئې كوئ؟ مگر د حمزه (رضي الله عنه) قرابت رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته تر علي ورنږدې نه وو؟ مگر د هغه مقام تر علي (رضي الله عنه) او د ده تر اولاد لوړ نه وو؟ مگر له اسلام څخه د دفاع په چارو كي د هغه ونډه تر دوى زياته نه وه؟ آيا هغه د بدر او احد د سترو سترو جنگونو دوهم قائد نه وو؟ آيا د هغه شهادت د دوى تر شهادت زيات دردوونكى نه وو؟ آيا هغه د دښمنانو په لاس مثله نه شو؟ ولي رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د هغه لپاره ماتم ونه كړ؟ ولي تاسو د هغه لپاره ماتم نه كوئ؟ آيا صحابه وو د عمر (رضي الله عنه)، عثمان (رضي الله عنه) او علي (رضي الله عنه) د شهادتونو له كبله ماتم كړى؟ آيا عبد الله بن عباس (رضي الله عنه) د علي (رضي الله عنه) د تره زوى د ده او حسين (رضي الله عنه) او د ده د كورنۍ د غړو د شهادت له كبله ماتم كړى؟ موږ ته د صحابه وو، تابعينو او تبع تابعينو او ټول سلف په تاريخ كي د داسي ماتم يوه بېلگه راوښيئ؟ كه ماتم جائز وى نو د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د وفات ورځ د غم او ماتم هغه ستره ورځ ده چي په ټول انساني تاريخ كي ئې نظير نشته، ولي په دې ورځ ماتم نه كوئ؟! ولي صحابه وو د علي، حسن او حسين (رضي الله عنه) په شمول ماتم ونه كړ؟!! يقيناً چي تاسو د دې وينا مصداق يئ: و قالت اليهود عزير بن الله و قالت النصارى المسيح بن الله و قالت الشيعه على بن الله: يهودانو وويل عزير د خداى زوى دئ، نصاراوو وويل مسيح د خداى زوى دئ، شيعه وو وويل علي د خداى زوى دئ!! او د ده د اولاد دولس تنه پر زمكه د خداى ځاى ناستي، همغسي لكه چي مسيحيانو عيسى عليه السلام ته دولس حواريون وټاكل او هغوى ئې د خداى او د خداى د زوى ځاى ناستي وگڼل!! دوى موهومي امام زمان چي وايي د يوې چيني خوا ته په پنځه كلنۍ كي ورك شوى په آسمانونو كي لټوي او د ژر بېرته راتلو لپاره ئې وايي: عجل الله فرجه الشريف: خداى دي د ده شرافتمن خلاصون رانږدې كړي!!! يعني په كوهي كي لوېدلي، خداى دي هغه راوباسي چي راشي او د دوى دښمنان ورته ذبح كړي او د شيعه وو پاچايي رامنځته كړي او دا همغه څه دي چي يهودانو د عزير عليه السلام په اړه ويل چي د يوه نهر خوا ته له خپل ملگري بېل شو او د آسمان په لوري وخوت!! يهودان هم د يوه داسي مسيح راتلو ته منتظر دي چي له آسمانه به راكوزېږي او د يهودانو ټول دښمنان به له تيغه تېروي او د زمكي پر سر به د دوى ستره پاچايي جوړوي!!!

اكثر جاهلي مذاهب په غائب ناجي باور لري او راتلو ته ئې انتظار كوي، په دې اړه بودايان، د متراس پلويان، مسيحيان، يهودان او شيعه سره ورته دي، توپير ئې په دې كي دئ چي د ځينو منتَظَر ناجي اول دنيا ته راغلى، ستر ستر كارونه ئې كړي، مړ شوى، بېرته ژوندى شوى، آسمان ته ختلى، بيا به راځي، د يهودانو منتَظَر ناجي لا نه دئ پيدا شوى، په مناسب وخت كي به پيدا شي او يهودانو ته به ستر ستر كارونه وكړي، د شيعه گانو منتَظَر ناجي پنځه كلن وو چي غائب شو، تر اوسه ژوندى دئ، خداى د ټول عالم چاري ورسپارلې دي، د شيعه وو دعاگاني د ده له لاري او د ده په شفاعت او وساطت قبلوي، په مناسب وخت كي به راشي او د شيعه وو ټول دښمنان به ووژني!! دا داسي ناجي گڼي چي پلار، نيكه، جد او ټول سلف ئې وفات شوي خو دئ څوارلس پېړۍ تېرېږي چي ژوندى دئ او د قيامت تر ورځي به ژوندى وي!! اوس نو تاسو قضاوت وكړئ چي په دغو ډلو كي د كومي ډلي عقيده تر ټولو زياته د عقل خلاف او په خرافاتو ولاړه ده؟!! آيا د دې احمقانو پر عقل ژړا نه ده په كار؟!!

د مړو لپاره داسي ماتمونه نه يوازي جائز نه دي بلكي د اسلام له سترو سترو اساساتو سره تصادم كوي، له دې سره چي د مرگ او ژوند پرېكړه د الله تعالى له لوري كېږي، دا چي د مرگ نېټه له وړاندي ټاكل شوې، دا چي مرگ د نوي  ژوند پيل دئ، دا چي شهيد ژوندى دئ، دا چي په مرگ سره موږ د خپل رب په لوري درومو، دا چي د الله په لار كي شهادت ستره بريا او فوز عظيم دئ، آيا دا عقيده چا ته اجازه وركوي چي په شهيدانو ماتم وكړي؟!! قرآن مؤمنان داسي معرفي كوي چي كله كوم مصيبت ورورسېږي وايي: إنا لله و إنا إليه راجعون: موږ د الله يو او د هغه لوري ته ورگرځېدونكي، دا خو د رضايت او قناعت شعار دئ نه د شكايت، وير او ماتم چيغه!! قرآن موږ ته د مصيبتونو په وړاندي د صبر سپارښتنه كوي او ماتم د صبر خلاف عمل دئ، كوم كار چي پيغمبر عليه السلام نه دئ كړى، صحابه وو نه دئ كړى، ائمه وو نه دئ كړى ته  څنگه د دې كركجن بدعت مرتكب كېږي او داسي څه ته مذهبي رنگ وركوې چي د دين او مذهب له اساساتو سره تصادم كوي؟!!
ځيني د تاريخ ستري ستري پېښي دې ورځي ته منسوبوي او وايي: آدم عليه السلام په دغه ورځ پيدا شوى، له جنت څخه له راكوزېدا وروسته دى او مېرمن ئې په دغه ورځ سره يو ځاى شوي، نوح عليه السلام په دغه ورځ ژغورل شوى، فرعون په دغه ورځ غرق شوى او موسى عليه السلام له بحر روغ تېر شوى، يونس عليه السلام په دغه ورځ د كب له گېډي سالم وتلى، ابراهيم عليه السلام په دغه ورځ له اوره روغ وتلى!!! او دا ټول د دې لپاره يادوي چي وښيي د كربلا او د حسين (رضي الله عنه) د شهادت پېښه په دغي ستري تاريخي ورځي رامنځته شوې!! دې ته هم پام نه كوي چي د هغو سترو سترو پېښو د كربلا له پېښي سره هيڅ مناسبت او مماثلت نشته، په هغوى كي الله تعالى ظالمان او د دين دښمنان هلاك كړي او پيغمبرانو عليهم السلام ته ئې بريا ورپه برخه كړې او له كړاوونو ئې ژغورلي، حال دا چي په كربلا كي د دغو ټولو تاريخي پېښو خلاف د حسين (رضي الله عنه) په شمول د ده د كورنۍ نږدې اويا غړي په شهادت رسېدلي!! دې ته نه گوري چي د عاشورا د ورځي د سترو سترو تاريخي پېښو اړوند روايات ټول اسرائيلي روايات دي چي هيڅ وزن او ارزښت نه لري.
ځيني دې ورځي ته د يوم من ايام الله نوم وركوي!! چي دا نومونه په بشپړه توگه غلطه ده، قرآن هغو سترو سترو ورځو ته د ايام الله نوم وركړى چي د شر، فساد، كفر او شرك ستر ستر ځواكونه په سخت الهي عذاب اخته شوي او حقپالو ته ستره او تاريخي بريا ورپه برخه شوې.

ځيني د محرم الحرام ټوله مياشت دومره سپېڅلې مياشت بولي چي له روژې پرته تر ټولو مياشتو ئې افضل گڼي، دا په داسي حال كي چي نه په قرآن كي د دې مياشتي د ځانگړي فضيلت په اړه څه ويل شوي او نه په كوم صحيح حديث كي، د اسلام له نظره ټولي ورځي او مياشتي يو برابر دي، د اوقاتو فضيلت ذاتي نه دئ، د هغه ځانگړي عمل له مخي يو وخت پر بل فضيلت مومي چي په هغه كي ترسره شوى. د روژې مياشت د دې لپاره افضل گڼل شوې چي په دې كي قرآن نازل شوى، د قدر شپه له دې امله په دې نامه ياده شوې او تر زرو مياشتو غوره گڼل شوې چي په همدې شپه پر رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د قرآن نزول پيل شوى، څلور حرام مياشتي، ذي القعده، ذي الحجه، محرم او رجب له دې امله د اشهرالحرام په نامه يادي شوې چي په دې كه به د حج او عمرې مراسم ترسره كېدل.

د عاشورا د ورځي دا ماتمونه سياسي خلفيه لري، ايراني واكمنو او مذهبي آخوندانو ئې د عاشورا له ورځي او پېښي د عربو او ټول اسلامي امت په ضد د يوې حربې او وسيلې په توگه كار اخيستى، دوى يزيد سنيانو ته منسوبوي او حسين (رضي الله عنه) د شيعه وو امام گڼي، سنيان د جابر او قاتل ملگري بولي او شيعه د اهل بيت پلويان او محبان، دوى علي (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) يوازنى حقيقي ځاى ناستى گڼي او د علي (رضي الله عنه) هغه اولاد چي له فاطمې (رضي الله عنها) پيدا شوي د امامت منصوصي وارثان بولي، ټولو هغو صحابه وو ته د منافق خطاب كوي چي له علي (رضي الله عنه) پرته ئې له بل چا سره بيعت كړى، ابوبكر، عمر او عثمان (رضي الله عنهم) د امارت غاصبان بولي، او دا ټولي خبري هم د قرآن خلاف خبري دي او هم د عقل او منطق خلاف!! دا خبري يوازي هغه تورزړى او بدضميره انسان كولى شي چي له اسلام او مسلمانانو سره ئې كلكه كينه او دښمني په زړه كي وي، څوك چي پر قرآن باور لري هغه پوهېږي چي په اسلام كي نه د موروثي امارت تصور شته او نه د منصوصي امامت، قرآن امارت او امامت د خلكو امانت گڼي او د امير او امام انتخاب د مسلمانانو وجيبه او حق بولي، مسلمانانو ته امر كوي چي دا امانت هغه چا ته وسپارئ چي اهل وي!! په ټول قرآن كي د علي (رضي الله عنه) په اړه نه صراحتاً څه مومو او نه اشارتاً، كه امامت موروثي وى نو په قرآن كي به د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د ځاى ناستي نوم په واضح توگه اخيستل شوى وو، همغسي لكه د هارون عليه السلام نوم چي اخيستل شوى، كه داسي وى نو الله تعالى به تر قيامته پوري د ټولو هغو امراوو نومونه په قرآن كي ياد كړي وو چي الله تعالى ورته ټاكلي!! له دې پرته خو منصوصي امارت هيڅ معنى نه لري!! د صحابه وو له لوري يو په بل پسي د څلورو خلفاوو انتخاب ښيي چي اسلام په موروثي امارتونو باور نه لري، د موروثي امارات تصور د دين، عقل او عدل خلاف تصور دئ. دا هغه تصور دئ چي پاچايان ئې خوښوي، څوك چي له دې پرته بله خبره كوي يا جاهل دئ يا په غرض او مرض مبتلا، ما ته ووايئ: د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په لاس روزل شوي صحابه په دين ښه پوهېدل كه دا ايراني آخوندان چي قرآن د كتاب له مخي هم سم نشي لوستلى؟!! آيا تر دې د لوى ظلم تصور كېدى شي چي څوك صحابه وو ته بد و رد وايي، هغه صحابه چي په سلو كي تر نوي زيات ئې د الله تعالى په لار كي شهيدان شوي او ډېرى ئې له مدينې بهر او د جهاد په سنگرونو كي!! حقيقت دا دئ چي د روافضو د مذهب بنسټ د اسلام د كينه كښو دښمنانو په لاس اېښودل شوى.

د فارس هغو سياسي او مذهبي واكمنو كورنيو چي د ساسانيانو د اقتدار په دوران كي ئې پر ايران او ايرانيانو حكومت كولو او اقتدار ئې د عربو مسلمانو په لاس نسكور شو، د غچ اخيستو لپاره د علي (رضي الله عنه) هغو لمسيانو ته پناه وركړه چي د امويانو د اقتدار په دوران كي هجرت ته مجبور شوي وو، هغوى دغه سياسي اقدام ته مذهبي رنگ وركړ، همدلته د يوه نوي مذهب بنسټ كېښودى شو چي له علي (رضي الله عنه) او د هغه له اولاد سره د محبت اظهار او سنيانو سره دښمني ئې ستره او اساسي ښكارندويه وه، كه څه هم د دې مذهب لړۍ له هغه مهاله پيل شوې وه چي يهودي عبدالله بن سبا د عثمان (رضي الله عنه) د شهادت توطئه جوړه او پلې كړه، چي په همدې سره په اسلامي امت كي د خونړيو فتنو هغه دردناكه سلسه پيل شوه چي د اسلامي امت په ټوټې ټوټې كېدو او د اسلامي خلافت په زوال منتج شوه. دا مفتن ابن سبا او د ده ملگري ول چي د عثمان (رضي الله عنه) له شهادت وروسته ئې د علي (رضي الله عنه) د پلويانو په ليكو كي ځان ته مورچلي جوړي كړې، علي (رضي الله عنه) ئې دې ته اړ كړ چي دارالخلافه له مدينې كوفې ته انتقال كړي، دا دوى ول چي د كورنيو جگړو اور ئې بل كړ، د عثمان (رضي الله عنه) د قاتلانو د محاكمې مخه ئې ونيوله، د علي (رضي الله عنه) او هغو صحابه وو تر منځ ئې د هري موافقې او روغي جوړي مخنيوي وكړ چي د عثمان (رضي الله عنه) د قاتلانو د محاكمې غوښتنه ئې كوله. همدا دوى ول چي لومړى د علي (رضي الله عنه) او بيا د امام حسين (رضي الله عنه) د شهادت باعث شول. له مدينې څخه كوفې ته د دارالخلافه انتقال هغه ستره الميه او فاجعه وه چي جبران ئې ممكن نه وو، په امت كي د ډېرو سترو سترو فتنو پيلامه شوه، د ابن سبا ملگرو د همدې لپاره ټينگار كولو چي علي (رضي الله عنه)  دې كار ته اړ كړي، مدينه د رسول الله (صلي الله عليه وسلم) په لاس جوړه شوې وه، له كفر، شرك،  نفاق او منافقينو تصفيه شوې وه، ولس ئې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په لاس روزل شوي وو، منافقينو هلته د پښو ځاى نه موندو، ديني، فكري، اخلاقي او معنوي فضاء ئې داسي جوړه شوې وه چي هيڅوك نشو توانېدى په څرگنده توگه د اسلام او ايمان منافي عمل جسارت وكړي، كه چا به غلط گام اخيستو نو له هر لوري به له مخالفت سره مخامخېدو، په ټول يقين سره ويلى شو چي كه دارالخلافه كوفې ته نه وى انتقال شوې نو شام به هم په دارالخلافه نه بدلېدو، نو يزيد به هم امارت ته نه وو رسېدلى، د مدينې فضاء چا ته اجازه نه وركوله چي قصرونه جوړ كړي او امارت ميراثي كړي. د مدينې اهميت دومره وو چي رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د مكې له فتحي وروسته نه يوازي مدينې ته راستون شو او دا ډاډمن سنگر ئې پرې نښود، بلكي مهاجرينو ته ئې اجازه ورنه كړه چي په مكې كي په خپل مخكني كور او كلي كي پاته شي!!
موحد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب