طنزي کیسې

اروپايی خلقي او وطني زيږه مسافري – طنز

په اروپا کې له ډېر وخت وروسته يو خلقي ملګری وطن ته په دې موخه ولاړ چې خپل هغه نوي چلونه وکاروي چې د شوکمارۍ لپاره يې په کپيټالېست لوېديځ کې زده کړي ول . لومړی کلي ته ولاړ ، ځکه چې کليوال سپين زړي او درانه خلک نه يوازې د مسافرو درنښت کوي، بلکې د وطن د جوړولو لپاره به خپله يوازينۍ غوا چې د اولاد نفقه يې پوره کوي، هم په خيرات کې ورکړي. کله چې جومات ته ننوت، ګوري چې خلک راټول ول او د ځينو يې روپۍ په لاس کې وې. چای، کولچې، کيک او بوسراغې هم ور ته اېښې ول. خلقي ملګری نه وو خبر چې دا ږيرور طالبان دي او له خلکو څخه د عشر په نامه خپلې شوکمارۍ کوي. خلقي ملګري ته تر چای څخه د روپيو ديدن ډېر خوند ورکړ، خو سړی بايد ريښتيا ووايي، نه يوازې جومات، بلکې مجلس هم يو څه اغېزه پرې وکړه. يوه سړي پياله ور ته ونيوه. ده هم لاس ور اوږد کړ، پياله يې واخيسته خو يو دم يې له خولې نيژدې د “هورا” ناره وتلې وه. هسې يې خدای پردې وکړي، کېدای چې خدای پاک يې اوو پوشتو ته کتلي وي. خلقي ملګري ژر خپله ژبه تر غاښونو لاندې کړه، ولا حولو يې په زړه کې څو ځلې وويل، خو هممهال يې په زړه کې دا هم تېره شوه چې ياره د مسلمانانو جوماتي شيطانان څومره زورور دي، اوس يې نيږدي هورا را باندې زمزمه کړي ول. داسې ورته ښکاره شوه لکه چا يې چې پر خوله لاس اېښی وي. د پيالې له اخېستلو وروسته يې له سره غاړه تازه کړه او د الله اکبر ناره يې اوچته کړه.

طالبان چې لا د خلکو په جېبونو لګيا وو، د خلقي اشنا د الله اکبر له نارې ورسته دوی هم ګوتې پورته کړي او درې ځلې يې ناره تکبير ووې. طالبان خو په خپله خوارج دي، له همدې امله خلک هم ورته مرتد ښکارېږي. په همدې وخت کې يو خيرن څڼور پورته شو، د پنجاب له ښېګڼو څخه وروسته يې وويل چې ګورئ اسلام داسې دين دی، دا دي دا ورور هم مسلمان شو، خلقي ته يې ګوته ونيوه. خلقي ملګري چې دا خبره واورېده، سم له لاسه يې ورغږ کړ چې زه خو مجاهد يم، ما جهاد کړی، نو ته ولې داسې خبره کوي چې زه اوس مسلمان شوم. دا چې طالبانو مجاهلين ټول د کفر په لېست کې نيولې ول، په خلقي يې رامنډه کړه چې رزيله ته خو مرتد يې. خلقې هم دوه پښې خپلې کړي، دوه د “لنين کبير” او د اوراګان راکټونو په څير يې يوه دوړه په ميدان پرېښووه او تک تری شو.

له ډېر منډو او خولو وروسته يوه بل کلي ته ورسېد. د کلي په پېتاو کې خلک له ټوپکونو سره ولاړ ول، د چا لستوڼی تر پايڅې اوږد وو او د چا پايڅه تر لستوڼې لوړه وه. چا په خپل موبايل کې “فېسبوکس” کتلو او څوک هم د داسې فلمونو په کتلو لګيا ول چې لږ خندا، زګېروی او بوغارې پکې وي. خلقي ملګری چې څنګه ور ورسېد، له طالبي سلام وروسته يې څو درودونه په ملا ډيزل هم ووې او اميرالمؤمنين ته يې دعا وکړه چې د طالبانو رهبري يې د کفر او الحاد په ځپلو کې اخيستې ده. يو دم خلکو خپل موبايلونه جېب ته کړل او خلقي اشنا يې تر پکول ونيوه. ملګرو پکول هم د ده نه وو، هغه يې د ترور له زوی څخه په پور اخېستی وو. خلقي نه پوهېده چې کيسه څه ده، خو پوه شو چې دا کسان اربکيان دي، د طالبانو مخالفين او هغه کسان لوټوي چې يا له طالبانو څخه پاتې وي او يا يې يو ځل لوټلي وي. له څو سوکونو او لغتو وروسته چې په کيسه پوه شو، نو يو دم يې پخواني خلقي چلونه ور پر زړه شول. خلقيان خو د اربيکيانو او ملېشو په جوړولو کې ښه نوم او ښه تجربه لري، ژر ژر يې يو څو غوړې خبرې وکړې او په اربکيانو يې ځان يو من او يو چارک کړ، که څه هم چي نيم کيلو به نه وو. کله چې اربکيان لږ په کرار شول، نو خلقي يو ځل بيا دوه پښې خپلې کړې او دوه نورې د کپيټالېستي استخباراتچيانو کړي او د امريکا د جېټ الوتکو په څير هوا ته وخوت او ورک شو. تر ډير مالوم نه شو چې کوم لوري ته ولاړ.

له څو شپو او ورځو مزلونو څخه وروسته داسې ولايت ته ورسېد چې خلکو نه په دري خبرې کولې او نه په پښتو. په همدې کې داسې يو ځوان را مخته شو چې د خيرات له ديګ څخه يې لونګۍ پلنه وه. له خلقي سره له روغبړ وروسته يې ملګرو ته غږ وکړ چې پادشا چېرته دی. په همدې کې پادشا له ټټۍ (تشناب) څخه راووت، په يوه لاس کې يې پرتوږ ټينګ نيولی وو او په بل لاس يې مړز ته دانه ورکوله، اودس يې وچوه. ځوان ورته وويل چې يو کس له طالبانو څخه راتښتېدلی دی او پناه غواړي. پادشا يو دم په دري ژبه ورته وويل چې ملګري ته دې ووايه چې “ستراتيژي ته ماکم کو که ما آمديم، باور کنين.” خلقي چې د پادشا خبره وارېده او ويې ليده چې پرتوږ يې هم خلاص په لاس کې نيولی دی، بيا يې د ده مخ ته هم ښه په ځير ځېر وکتل، پوه شو چې دا خو دوستم ، د خلقيانو پخوانی ملګری او غليم دواړه دی. يو درد ورغی، خوله يې اسمان ته ونيوه، په ډېر عاجزۍ يې غږ وکړ چې “يا خدايه، دا ځل د مسيح توبه وباسم، خو ته مې د دوستم له ستراتيژۍ څخه وساتي.”

ملګرو په افغانستان کې دې خدای د سړي نوم نه بدوي. دوستم که له تشناب څخه راووځي، خلک به فکر کوي چې بل نيت لري. خلقي اشنا همدا بې ځايه او په ځای اوازو او ډونډرو ډېر وارخطا کړ. د نصوح پر ځای يې د مسيح نوم واخيست. کله چې دوستم دا خبره واورېده، نو خپل مجاهل ته يې غږ وکړ چې دا سړی خو ډېر سم سړی دی، پام کوئ چې څوک يې شهيد نه کړي، دلته خو اروپايانو او امريکايانو هسې هم ډېر شهيدان ورکړي دي. د خلقي ملګري رنګ تازه شو، خو د شهيد کلمې خوند نه ورکوه. ځکه چې مرګ ور پر زړه کېده. ده غوښتل چې هم لنين خوښ وي، هم ده خپل کپيټالېستي چور کړی وي او هم په اسلام کې د غازيانو په ليکو کې وځلېږي…. لنده به ووايم چې خلقي بيا وتښتېد.
کله چې کابل ته ورسېد، نو ډار مار ډېر چوملک کړی وو. زړه يې خپله طبعي فرېکويسنې هم څه ناڅه له لاسه ورکړې وه، ستړی هم وو او له خپلې وړتيا څخه هم څه نا څه نهيلې شوی وو. په کابل کې يې له خپلو اروپايي استخباراتي ملګرو او مشرانو سره هم و نه کتل، سيده جرمني ته راغی. لګښت به يې شوی وو که نه، خو ده ته تر ټولو دردوونکې دا وه چې خلک يې په خپل هنر سره په سيده توګه، په خپل لاس او خوله لوټ نه کړل ، که څه هم چې د خپلو وطني سپين زړو په لاس يې د ډيرو خلکو عکسونه اخيستي وو چې په اروپا کې په دې نامه روپۍ ټولې کړي چې ګواکي دی له دې خلکو سره مرسته کوي، ماشومانو ته ښوونځي جوړوي او له طالب سړيخورو يې ساتي. دا ځل داسې ورته ښکارېده لکه نه يې چې دونيا ګټلي وي او نه ليلا، هم کمونيزم ناراضه او هم کپيټاليزم نهيلې. خلقي ملګری چې اروپا ته راغی. ډېر يې سوچ يې وکړ چې څنګه خپله ماته په بريا بدله کړي او څنګه خپل لګښت وباسي. له ډېرو مجسلونو وروسته يې هوډ وکړ چې په خپل پرچمي تربور داوه وکړي. داوه يې وکړه. پرچمي نه پوهېده چې کيسه څه ده، خو په محمکه چې خبر شو، لومړی يې ډېر حيران شو او وروسته يې په کړس کړس وخندل. سر مو څه خوږوم، داوه اوږده شوه. دوموره اوږده شوه چې دواړو تاوان وکړ. پرچمي رفيق ډېر سوچ وکړي چې دا خلقي رفيق سړی کړي، خو سړی چې په خپله سړی نه وي، نو بل به څنګه سړی کړي؟

پرچمی ملګری ډېر سرګردانه شو. د زړه له دوکه به پر سرکونو ، کوڅو او کله ناکله پارکونو کې چکر وهه. يوه ورځ يې د ځوانی او انترنشنلېزم خپل پخوانی روسي ملګری او همکار يې، انتانوف، چې په هغه وخت کې دواړو په کې جې بې کې کاره کوه، وليد. ډېر ټينګ يې په غېږه کې ونيوه. اوښکې يې سره تويې کړې. د تېرو وختونو کيسې يې سره وکړي، لږ دروغ، لږ ريښتيا، لږ رنګه او لږ تورې سپينې، خو دواړو ښه مجلس وکړ. په همدې کې پرچمي ملګري خپل کيسه هم ور ته وکړه چې خلقي تربور يې څومره سړيتوب پريښی دی او څه ظلمونه ورسره کوي. انتانوف چې پخوا د کې جې بې ډېر ويښيار او پوه مامور وو، پرچمي ملګري ته وويل چې غم مه کوه زه به مو سره جوړ کړم.

د اوونۍ په پای کې يې دواړه مېلمانه کړل. ښه د خرس غوښه يې ور ته کباب کړه، سپينې، سرې او نصواري سړې ترخې اوبه يې هم پرې وچښې. کله چې د دواړو سرونه لږ تاوده شول، انتانوف پيل کړل:
د لنين کبير په نامه ،د ملګرو په اجازه، د کپيټالېسم سره د مخالفت په پار او وياړ…
د تل په څېر دې ډول کلمو د خلقي او پرچمي همسنګرو احساسات را وپارول، د دواړو تر سترګو اوښکې راغلې، خو خلقي ملګري ګوته د نيوکې په پار پور ته کړه او انتانوف ته يې په ګوډه ماته روسي وويل:
يه نې لوبلو کپيتاليزم، نو وې نې موژيت اوسکربليت دينګې!
زه له کپيتاليزم سره مينه نه لرم، خو روپيو ته په ښکنځا نه کوې!

خبره په لنډه کړم، کسيه داسې شوه چې انتانوف د پخواني شوروي په نامه، د پرولېتاريا د قواننيو سره سم او د لنين د قبر د ديدن په ژمنه خلقي او پرچمي رفقا سره جوړ او يوازې د خرس د غوښې په کباب يې سره يې انج منج (جوړ) او په خلا کړل.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: