ضیایي ترګیب یا فوتوسینتز

نباتات د اړتیا وړ انرژۍ له لمر څخه لاس ته راوړي او د لمر د رڼا انرژي په کیمیاوي انرژۍ بدلوي. په کیمیاوي انرژۍ باندي د لمړ د رڼا د انرژۍ تبدیلیدل چې د شنو نباتاتو پواسطه صورت نیسي، فوتوسینتیز یا ضیایي ترکیب بولي. کلوروپلاست په نباتي حجرو کې د فوتوسینتیز ځاې دی.که نباتات موجود نه وای هیڅ حیوان به هم نه وی موجود. ځکه په نړۍ کې ټول غذایي مواد د نباتاتو محصول دی.

دفوتوسنتیز معادله

 دلمر رڼا

ګلوکوز + اکسیجن ——————— کاربن ډای اکساید + اوبه

                                    کلوروفیل

د فوتوسینتیز جریان:

  • د لمر د رڼا انرژي په کیمیاوي انرژۍ بدلیږي.
  • نباتات له خامو موادو یعنې اوبو او کاربن داي اکساید څخه د کلوروفیل او د لمر د رڼا په شتون کې پاخه مواد یا شیره جوړوي.
  • د فوتوسینتیز محصولات، ګلوکوز او اکسیجن دي

۱-آوبه (H2O): نباتات د غذا د تولید لپاره  دوو کیمیاوي موادو ته ضرورت لري. یو اوبه دي چې د ریښو په واسطّ یې له خاورې څخه اخلي.

۲-کاربن دای اوکساید(CO2): بل کاربن دای اکساید دی چي له هوا څخه یيې اخلي. نباتات د لمر انرژۍ ته هم اړتیا لري. ځکه چې دغه انرزي د اوبو او کاربن داي اکساید د تعامل لامل ګیږي. نو ځکه هغه عملیه چې په کې شنه نباتات له خامو موادو یعنې اوبو او کاربن داي اکساید څخه د کلوروفیل او د لمر د رڼا په شتون کې پاخه مواد یا شیره جوړوي.

۳-د لمر رڼا: نباتات د اړتیا وړ انرژۍ له لمر څخه لاس ته راوړي او د لمر د رڼا انرژي په کیمیاوي انرژۍ بدلوي. په کیمیاوي انرژۍ باندي د لمړ د رڼا د انرژۍ تبدیلیدل چې د شنو نباتاتو پواسطه صورت نیسي، فوتوسینتیز یا ضیایي ترکیب بولي. کلوروپلاست په نباتي حجرو کې د فوتوسینتیز ځاې دی.که نباتات موجود نه وای هیڅ حیوان به هم نه وی موجود. ځکه په نړۍ کې ټول غذایي مواد د نباتاتو محصول دی.

۴-د شکری جوړونه( C6 H12 O6 ): نباتات د لمر د رڼا انرژی په کيمياوی زيرمه شوی انرژی باندی اړوی. کيمياوی انرژی، کاربن ډای اکسايد د کلوروفيل په موجوديت کی بيا تنظيموی تر څو گلوکوز، چی يوه ساده شکره ده، مينځ ته راشی. ټولې حجرې، که حیوان وي که انسان، د خپل د ژوند د فعالیتونو لپاره لکه حرکت، تنفس، وده او نور انرژي ته اړتیا لري. حجره د اړتیا وړ انرژي له ګلوکوز څخه لاس ته راوړي. هغه کیمیاوي عملیه چي په ګلوکوز کې موجوده ازادوي، د حجروي تنفس په نوم یادیږي.

ونی له ۴۹٪ سیلولوس نه جوړ شوی دی. کچالو له ۴۹ ٪ نشایستي نه جوړ شوي ده دلمر ګل ۴۹٪ غوړي لري مڼي ۱۱٪ شکر لري

 

۵-آکسیګن (O2): نباتات د فوتوسینتیز په عملیه کې نه یوازې د خپل ځان لپاره خواله جوړوي، بلکه د نورو موجوداتو لپاره هم چې د نباتاتو څخه تغذیه کوي، غذايي مواد اکسیجن تولیوي چې یوه مهمه حیاتي ماده ده. کلوروفیل د لمر انرژی جذبوي. کلوروفیل د کلورو پلاستونو په داخل کې موجود دی، چي په نباتې حجرو کې پیدا کیږي.

ددی دپاره چی ژوندی حیوانات مړه نشی ، باید هوا تنفس کړی . د تنفس پر وخت د ساه ننه ایستلو دلاری اکسیجن (O2 ) بدن ته داخلیږی او د ساه ایستلو د لاری کاربن ډای اکسایډ ( CO2) د بدن څخه هواته راوځی . د ځمکی د مخ نباتات هغه کاربن ډای اکساید جذبوی چی د ژوندی ژوو د ساه کښلو د لاری هواته خارج شویدی . نوموړی نباتات دا کاربن دای اکسایډ د لمر د انرژی په مټ په کاربوهایډرایټ او اکسیجن تبدیلوی . کله چی موږ دغه بیا تولید شوی اکسیجن تنفس کړو ، نو ټاکلی دوران بشپړتیا مومی . ددغی پروسی له مخی نباتات وده کوی او اکسیجن تولیدیږی .

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب