نومځری یا ضمیر

۱- شخصي ضميرونه

شخصي ضمیرونه هغه ضمیرونه دي چې عمومآ د اشخاصو پرځای راځي.

پښتو شخصي ضمیرونه په دوو ډولو نوویشل کېږي.

۱- پیوست ضمیرونه

۲- جلا ضمیرونه

پیوست ضمیرونه همېشه له فعل سره یو ځای راځي لکه:  (م-و) په (راځم) او (راځو ) کښې.

your ads

جلا ضمیرونه:

زه
ته
دی/هغه
دا/هغه

موږ
تاسو
هغوی/دوی

مفعولی حالت

علی زه وپېږندلم

علی ته وپېږندلې

علی زه وپېږندلم

علی ما دی ولیده

علی ما دا  ولیدله

علی مونږ وپېږندلو

علی تاسې وپېږندلۍ

مادوی ولیدل

ما دوی ولیدلې

پیوست ضمیرونه:

پیوست ضمیرونه همېشه له فعل سره یو ځای راځي لکه:  (م-و) په (ځم) ,(ځو ) ,کښې.

پیوست ضمیرونه همېشه له فعل سره یو ځای راځي لکه:

(م-و) په

(ځم)

(ځې)

(ځو )

(ځي)

مينځل

مینځم

مینځې

مینځې

مینځو

مینڅئ

مینځي

۲- ملکی ضمیرونه

ملکی ضمیرونه دیوچا ملکیت ښیئ یاڅوک څه لري.په پښتو کې ملکی ضمیرونه په لاندې ډول دي:

زما

ستا

دده

د هغې

زمونږ

ستاسې

ددوی

د هغوی

په پښتو کې غیر مستقل ضمیرونه هم شته دي لکه:

مې

دې

مو

یې

مثالونه:

موټر مې

موټر دې

موټر مو

موټر یې

خپل

خپل هغه وخت   استعمالېږي چې یواځې د فاعل ملکیت سرګڼد کړي.

خپل موټر

۳- اشاري ضمیرونه

په پښتو کې ځینې اشاري کلمې شته چې هغه د اشخاصو او شیانو پرځای د اشاري په توګه استعمالېږي .

اشاري ضمیرونه  په لاندې ډول بیانېږي:

دغه،دغو د نژدې مذکر دپاره

هغه ، هغو د لېرې مذکر دپاره

دغې ،دغو د نږدې مؤنث دپاره

هغې, هغو د لېرې مونث دپاره

۴- استفهامي او ربطي ضمیرونه

دغه ضمیرونه دیو څیز یا یوشخص ذات او جنس ټاکنې لپاره کارول کېږي

څه وچیچلې؟

څوک/ چا سبق ولوست؟

کوم یو تاسره جنګ وکړ ؟

کومه یوه انجلۍ ښکلې ده.

کومې کوتری سپین رنګ لري؟

کومو ډوډۍ وخوړله؟

ربطي ضمیرونه:

هغه دي چې په جمله کښې د نوم پر ځای د ربط دنده سرته رسوي او تل په هغه جمله ګښې راځي چې دویمه جمله یې ځواب وي.

څوک چې: څوک چې نېکی کوی هغه به ثواب مومی.

چاچې: چاچې کاروکړ ګټه د هغو ده.

څه چې: څه چې کرې هغه به رېبې.

هر څوک چې: هر څوک چې کوښښ کوي کامیابېږي.

کوم چې: کوم چې دې پکار وي هغه واخله. او داسې نور.

یوبل

موږ له یو بل سره مرسته کوو.

دوی هیڅ کله هم یو بل ونه لیدلې.

تاسو باید یو بل سره وګورئ.

۵- غیر مشخص ضمیرونه

څوک/چا

یوکس

هیڅوک

هیڅ

یو تعداد/یوکس

یوشی

۶- ساده ضمیرونه لکه (ټول/ګرد):

ساده ضمیرونه د ناڅرګندوضمیرونو په توګه استعمالېږي لکه: ټول ګرد راغلې دی.

مرکب ناڅرګنده ضمیرونه) هر(: له مخکنیو یادو شویو ضمیرونو سره د(هر) په یوځای کولو سره اس ته راځي. مثلآ : هرچا،هر څوک، هرڅه او داسې نور.

هره ورځ

هرکال

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب