افغانستان تاریخافغانستان مشران او مشاهیر

شهيد سردار محمد داود خان؛ کودتاه او دورې تاریخ

د حاجي عبدالظاهر “څرك” ليكنه

 د 1352 كال د سرطان پر 26 مه نېټه په افغانستان كي د سردار محمد داود په رهبرۍ كودتا وسوه او د جمهوريت اعلان يې وكړ.
او د ظاهر شاه دوره چي تقريباً څلويښت كاله يې پاچهي كړې وه پاي ته ورسول.
ظاهــر شــاه ددغي كودتا پر وخت د علاج د پاره خارج تــه تللــى وو.

زه چي نوى ځوان وم د مكتب متعلم وم او د مكتب رخصتي مو وه، په هرات بازار كي را رهي يم ټولو خلګو راديوګانو ته غوږونه نيولي دي آوازه ده چي ظاهر شاه يې پسي واخيستۍ، په راديو كي ملي نغمې او ترانې خپـروي. ټـول خـلګ حيـران وه يـو بـل تـه يــې هېښ هېښ كتل.
او سپين ږيرو ويل چي اوس كار خراب سو والله د وينو ويالې خو وبهيږي د څلويښتو كالو پاچا يې پسي واخيستۍ، د جمهوريت نوم خلګو ته نوى وو په راديو كي د اتڼ نغمې او د باجه خانې يعني عسكري موزيك نغمې په مسلسل ډول خپريدې وروسته يو نطاق چي لږ غوندي وار خطا وو اعلان وكړ چي اوس به سردار محمد داود تاسو ته خپله بيانيه واوروي سردار محمد داود پر ږغ كړل: (نام سردار راپس كو). يعني زما د نامه سره د سردار نوم مه يادوه په آينده كي دغسي سول دده نـوم پـه رسـمي ډول يـوازي محـمد داود يـادېـدى. ده داســـي وويل:

” ګرانو خويندو او وړوڼو سلام!
خپل وطن ته په خدمت كي د بېلا بېلو مسئوليتونو د يوې مودې په اوږدو كي همېشه د يو هدف په لټه كي وم
تر څو د افغانستان د خلګو په تېره بيا د محرومو طبقو او زموږ د مملكت د زلمي نسل دپاره يو مثبت او واقعي محيط برابر كړم او مادي او معنوي وده مينځ ته راسي او په هغه كي زموږ د وطن ټول خلګ بې له توپيره او
امتياز څخه د خپل وطن د آبادۍ او سرلوړۍ په لاره كي برخه واخلي او مسئوليت احساس كړي.
شهيد داود خان د خپل انقلاب عوامل بيان كړل او خلګو ته يې د وطن د ترقۍ وعدې وركړې.

  هېټلر څنګه سړی و؟
  حبیب الله کلکاني
  دولت طاهریه افغانستان (طاهریان ۸۲۰ – ۸۷۳ میلادی)

د جمهوريت په اعلان سره عام خلګ ډېر خوشحاله معلومېدل او نوي نوي امېدونه خلګو ته پيدا سول په ښار كي د خوشحالۍ مارشونه او مظاهرې وسوې د مكتبو اكثره متعلمين ډېر خوشحاله وه او د خپلي ښې آيندې او درسو په فكر كي وه ځكه په تېر رژيم كي د ديموكراسۍ تر عنوان لاندي د ډېرو متعلمينو څخه درسونه پاته وه په مكتبو كي درسونه نه وه حكومت په قانون كي ټولو ګوندونو ته د فعاليت اجازه وركړې وه ددې ديموكراسۍ لويه ګټه كمونستانو ته ورسېدل، ځكه هغو د شوروي اتحاد په مالي مرسته زيات فعاليت شروع كړى وو. درسونه د ټولو هلكانو څخه پاته وه هره ورځ مظاهرې او ميټنګونه وه پر ډېره جزئي مسئله به ټول هلكان چي په راس كي به يې خلقيان وه د مكتب زنګ واهه او دباندي به راوتل مګر د جمهوريت په راتلو سره څرنګه چي اول سر نظامي حكومت وو ټوله احزاب د فعاليت څخه منع سول. لكه مخكي چي مي وويل د نوي نظام هركلى ډېرو خلګو وكئ پدې باره كي مرحوم ګل پاچا الفت چي د افغانستان ډېر لوړ شاعر او ليكوال دى داسي وايي:

د ژوند نظام كي لوى سمون راغئ
اصل واساس كي يې بدلون راغئ
تاريخ ته ډېر نوى مضمون راغئ
چي زړه غوښتل هغه ژوندون راغئ
نوې نغمه سور او ټال نوى
نوى ساقي خط وخال نوى
جمهوريت نه ښه نظام نسته
پكښي بادار، بنده غلام نسته
شخصي قدرت على الدوام نسته
قانون نه پورته لوړ مقام نسته
دغه نظام لوړ حيثيت راكوي
د كار قدرت او حريت راكوي
جمهوريت موږ نه ډېر كار غواړي
قام او وطن ته خدمتګار غواړي
غلامان نه غواړي احرار غواړي
اهل د كار امين سركار غواړي
د هيچا هيڅ راز خود سري نه مني
مشر مني خو باداري نه مني
نوى نظام ملي غرور رابخښي
نوى نظر نوى شعور رابخښي
د هرچا كار او اهليت ته ګوري
استعدادونو شخصيت ته ګوري
دا نظام موږ ته اهميت راكوي
واك په كارو كي د دولت راكوي
هم آزادي هم شهامت راكوي
اجر دكار او د زحمت راكوي
جمهوريت پدې معنا پېژنو
ملي رهبر خوله سيما پېژنو

د افغانستان يو بل وتلي شاعر او اديب مرحوم عبدالروف بېنوا داسي ويلي دي:

نوى ژوند نوى جهان نوى نظام دى
نوى واك نوى اختيار نوى زمام دى
داودي نغمه خپره سوه په فضاء كي
نوى ساز نوى آهنګ نوى مقام دى
آرزو د نوي نسل راژوندۍ سوه
نوى روح، نوى بدلون، نوى مرام دى
امېـدونه د مقصد لوري ته خاندي
نوې لار، نوى رهبر، نوى امام دى
پژمرده زړونه يې بيا په نڅا ګډ كړه
نوى زېرى، نوى ږغ، نوى پيغام دى
د افغان زلميو پاڅئ لېڅي غړئ
نوى وخت، نوى فرصت، نوى قيام دى

د افغانستان نوى ملي سرود هم د ښاغلي بېنوا صاحب په زيار جوړ سو:

څو چي دا مځكه آسمان وي
څو چي داجهان ودان وي
څو چي ژوند په دې جهان وي
څو چي پاته يو افغان وي
تل به دا افـغانستان وي

شهيد سردار محمد داود د سردار محمد عزيز زوى په 1287 هـ ش كال كي د كابل په ښار كي زېږېدلى دى. ده خپل لومړني تحصيلات په فرانسه كي پاى ته رسولي دي، كله چي وطن ته راستون سو نظامي تعليمات يې شروع كړل. د نظامي او ملكي تحصيل وروسته په 1311 كال كي د مشرقي عسكري قومندان مقرر سو. وروسته په 1313 كال كي د كندهار د حوزې والي او عسكري قومندان مقرر سو وروسته د دفاع د وزير، په فرانسه كي افغاني لوي سفير په توګه او بيا صدر اعظم مقرر سو. ده په 1312 كال ده د اكا د لورسره چي د اعليحضرت ظاهر شاه خور وه او زينب نومېده واده وكړ. ده اووه اولاده درلودل درې يې زامن (عمر، خالد او ويس) او څلور يې لوڼي (تورپيكۍ، شينكۍ، درخانۍ او زرلښته) وې. دده پلار محمد عزيز كله چي په جرمني كي سفير وو د يوه افغان محصل لخوا وويشتل سو.

داود خان د وطن د آبادۍ ډېر شوقي وو ده غوښتل چي افغانستان ددنيا د پرمختللو هيوادو په قطار كي ودروي. دى د عياشۍ، شرابو او ښكار شوقي نه وو دده تفريح يواځي د خپلي كورنۍ سره په بازار كي چكر وهل او ګرزېدل وه.
موږ دلته يواځي د مرحوم داود خان د جمهوريت دورې ته كتنه كړېده په خواشينۍ سره بايد وويل سي چي دده سره په كودتا كي يو شمېر خلقيان هم شامل وه چي اكثره يې د كښتي رتبې عسكري منصبداران وه.

ده په كابينه كي هم خلقيانو ته ځاى وركړى وو لكه فيض محمد داخله وزير، عبدالحميد محتاط، پاچا ګل وفادار، محمد حسن شرق، محمد خان جلالر، نعمت الله پژواك، جيلاني باختري او عبدالقيوم وردګ. كله چي نوى نظام پر اوضاع مسلط سو، اوله حمله پر محمد هاشم ميوندوال باندي وه، محمد هاشم ميوندوال د افغانستان د پخوانيو صدر اعظمانو څخه وو ډېر پوه او سياستمدار سړى وو، دى يو وار د ملګرو ملتونو د سرمنشي په حيث هم پيشنهاد سو. دى د شوروي اتحاد د سياست او كمونستانو ضد وو. د 1352 كال د ميزان په مياشت كي د كابل راديو اعلان وكړ چي موږ د دولت پر ضد كودتا كشف كړل چي په راس كي يې محمد هاشم ميوندوال قرار لري، دده ملګري لوى درستيز خان محمد مرستيال او د هوايي قواوو پخوانى قومندان عبرالرزاق خان او يو شمېر نور خلګ وه. په دغه وخت كي فيض محمد داخله وزير، او عبدالصمد ازهر چي د تحقيق آمر وو، تر ډېر لت وكوب او وهلو وروسته يې ميوندوال شهيد كړ. دولت اعلان وكړ چي ميوندوال خودكشي كړېده او په خپله نيكټايي يې ځان وځړاوه.
د ميوندوال تر شهادت وروسته خلقيان و اخوانيانو ته متوجه سول استاد غلام محمد نيازى چي د شرعياتو د پوهنځۍ رئيس وو بېله كوم دليله بندي سو په استاد برهان الدين رباني پسي هم پوليس ګرځېدل او دى په پټه پاكستان ته وتښتېد، ګلبدين حكمتيار او احمد شاه مسعود هم د پوليسو تر تعقيب لاندي وه څو بلاخره پاكستان ته په تېښته بريالي سول.

بايد ووايو چي حكمتيار د ظاهر شاه په دوره كي د شيوال نومى د وژلو په توربندي وو كله چي محمد موسى شفيق صدر اعظم سو حكمتيار د بنده را ايله سو.
پدې وخت كي په پنجشير كي يو لړ جنګونه هم پېښي سول سيد قاسم رشتيا د خپلو خاطراتو په كتاب كي د
پنجشېر پر واقعه او د هغه د تاثيراتو په باره كي داسي ليكي:
د پاكستان د صدراعظم ذوالفقار علي بوټو په ابتكار د پاكستان په اسلامي جماعت پوري تړلي عناصر چي د اخوان المسلمين يو ښاخ دى او د حزب اسلامي اعضاء چي په هغه وخت كي برهان الدين رباني هم پكښي شامل وو د داود خان پر ضد يوه كودتا طرح سوه ځكه داود خان پدې وخت كي شوروي ته ډېر نژدي وو. دوى ته اسلحه، مهمات او پيسې د بوټو لخوا وركول سوي وې. نقشه داسي وه چي د 1356 كال د جمهوريت د جشن په ورځ چي عسكري رسم ګذشت تېر سي اكثره عسكر او صاحب منصبان د رخصتي په خاطر كورو ته ځي ملكي مامورين هم ټوله رخصت وي په كابل، پنجشېر، كڼر او لغمان كي بايد كودتا پيل سي د جشن په دريمه شپه چي د آتش بازۍ شپه ده او داود خان او كورنۍ يې معمولاً د جمهوري رياست په مخصوصه كمېټه كي د آتش بازۍ سيل كوي دده سره د كابينې اعضاء او لوړ رتبه ټوله يوځاى وي يو دم به د جشن د ټوله منطقې برق قطع كوي او د مسلمان ځوانانو ډله به چي لاسي بمونه ورسره وي د جمهوري رياست پر كمپ او د دفاع وزارت پر كمپ به حمله كوي دا كمپونه د چمن حضوري پر شاوخوا واقع وه، دلته چي هرج و مرج پېښي سو بله ډله به د راډيو مركز او مخابرات نيسي.

او د كودتا خبر به ټولو خلګو ته وړاندي كوي، خلګ، پوليس او عسكر به د ځوانو مسلمانانو او اسلامي حكومت همكاري ته رابولي پدې وخت كي هغه قوه چي په پنجشېر كي واقع وه د چاريكار طرف ته يې حركت كاو ه او د پروان حكومت او عسكري قواوي يې ترخپل كنترول لاندي راوستلې او د شپې په تاريكه كي يې په ډېر چابكۍ ځان كابل ته رارساوه په لار كي يې د بګرام هوايي ميدان تر خپل كنترول لاندي راوستۍ. دا پلان په ډېر ځراكت طرح سوى وو، مګر د ځوانو مسلمانو په محدودو غړو او پاكستاني اجيرانو دا كار اساساً مشكل وو مګر كه د رژيم په لوړ رتبه غړو په وژلو بريالي سوى واى شايد رژيم ته يې تغير وركړى واى.
دا نه وه معلومه چي دا كار ولي د جشن په دريمه شپه  عملي نه سو پداسي حال كي چي د پنجشېر قواوو بېله دې چي د پايتخت څخه خبر واخلي د ګلبهار د درې خولې ته ځان را ورساوه.

پدې ځاى كي د پروان د پوليسو قومندان د مسلحو ډلو د حركت څخه خبر سو كابل ته يې هم خبر وركړ او پخپله يې هم د پوليسو د نورو قواوو سره د ګلبهار طرف ته حركت وكړ د پنجشېر په دره كي د مهاجمو قواوو ســره مخامـخ سول او د خپلو ټولو ملګـرو سـره پـه قـتل ورسـېدل.
پدې وخت كي د كابل څخه نوري قواوي راورسېدې ډېر سخت جنګ ونښتۍ بالاخره مهاجمين ډېر فراره سول ډېر يې مړه سول او يوڅه يې بنديان سول په كابل كي د جشن په دريمه شپه هيڅوك پدې توطئه خبر نه وه او د آتش بـازۍ مـراسـم پـه ډېر نورمال شكل پاى ته ورسېدل.
دا واقعه كه څه هم كوچنۍ وه مګر د داود خان په شخصيت كي يې ډېر ژور تغير راوستئ.

د حمله كونكو د مشرانو څخه يو تن چي نيول سوى وو او د نظامي محكمې لخوا په اعدام محكوم سوى وو مولوي احمد شاه نومېدى، ده چي خپل د اعدام حكم واورېدى ده د آمرينو څخه وغوښتل چي زه د دولت د رئيس سـره وينم او يوه خاصه غوښتنه لرم چي ده ته بـايــد ووايــــم.
كله چي دا خبر داود خان ته ورسېدى ده اجازه وكړل چي را حاضر يې كړئ، مولوي احمد شاه پداسي حال كي چي ځنځير او زولنې يې په پښو وې داود خان ته يې ودراوه ده په ډېر لوړ آواز ورته وويل زه د عفوي د غوښتني دپاره نه يم راغلى د يو مسلمان په حيث چي دا زما ايماني وظيفه ده او ته چي د وخت يو زمامدار يې يوې نكتې ته دي متوجه كوم زموږ قيام ستا په مقابل كي نه دى بلكي زموږ د قيام مقصد داوو چي ته د اسلام لاره په مخ كي ونيسه. ما خپلي غاړي خلاصي كړې بيا نو ستا كار دى چي زه او ما غوندي نور په لسګونو انسانان چي ستا تر تسلط لاندي دي زموږ د اخطار څخه پند اخلي كه يا.

مولوي عبدالرحمن او دده ملګري په دغه ورځ اعدام سول، مګر پر داود خان باندي ددې خبرو تاثير وروسته معلوم سو. اول يې د دولت د دستګاه څخه تصفيه شروع كړه. فيض محمد داخله وزير، نعمت الله پژواك د پوهني وزير، جيلاني باختري د زراعت وزير يې برطرفه كړل. شاه محمد دوست د باندنيو چارو د وزارت لوړ رتبه مامور او بعضي خلق ته نږدې واليان يې هم برطرفه كړل، مګر عسكري صاحب منصبان يې تبديل نه كړل پدې خاطر چي روسان بل فكر ونكړي.
داود خان په خارجي سياست كي هم ډېر تغيرات راوستل د اسلامي او غربي هيوادو سره يې روابط ډېر ټينګ كړل ايران، عربستان، كويت، مصر، ليبيا او پاكستان ته يې سفرونه وكړل. داود خان ددې سفر وروسته په هرات كي په عام محضر كي اعلان وكړ چي د افغانستان سياست په هيڅ هيواد پوري تړلى ندى او په وطن كي به بېګانه ايډيولوژي ته د فعاليت اجازه ورنكړي.

ددې وروسته يې د كمونستانو او شوروي اتحاد سره روابط ساړه سول پدې وخت كي خلق او پرچم خپل اتحاد اعلان كړ.
په 1356 كال كي علي احمد خرم د پلان وزير ترور سو. ظاهراً يې دا قتل پر خلق ضد خلكو تاوان سو، پدې وخت كي داود خان تصميم ونيوى چي شوروي اتحاد ته سفر وكړي او هغه تخريبونه چي د كمونستانو لخوا په افغانستان كي شروع سوي وه او رهبري يې د شورويانو لخوا كېدله، دغه شكايتونه خپله و بريژنيف ته چي د شوروي اتحاد مشر وو وړاندي كړي او ضمناً يو خصوصي مجلس هم د برژنيف سره ولري او ورته ووايي چي زموږ په داخلي چارو كي مداخله مه كوئ. د 1977 كال په اپريل كي داود خان د دوهم ځل دپاره شوروي ته ستون سو، عبدالصمد غوث چي د باندنيو چارو په وزارت كي سياسي لوى مدير وو او پدې سفر كي د داود خان ملګرى وو په خپل كتاب (سقوط افغانستان) كي ليكي:
” مسكو ته زموږ د سفر په لومړۍ ورځ د كريملين په ماڼۍ كي يو مجلل دعوت جوړ وو پدې دعوت كي برژنيف هم حضور درلودى زياتي خبري يې ونكړي. پودګورني او داود خان د نړۍ پر عمومي وضع خبري وكړې.
د سفر په دوهمه ورځ د مذاكراتو مېز ته كښېنستلو برژنيف چي د هيئت مشر وو خپلي خبري شروع كړې برژنيف ډېر ضعيفه او ستړى معلومېدى په سختى يې خبري كولې، خولې يې پر مخ رارواني وې د افغانستان
جمهور رئيس ته يې ښه راغلئ ووايه.

برژنيف د دنيا پر عمومي وضع خبري شروع كړې او پدې ترځ كي يې زياته كړه د افغانستان بې طرفي د شوروي اتحاد دپاره ډېره مهمه ده او امېد يې ښكاره كړ چي د بېطرفه هيوادو غورځنګ د امپرياليزم د دسيسو او توطيئو قرباني نه سي پدې ترڅ كي برژنيف راساً داود خان ته كتل يوڅه يې وويل چي ظاهراً يې ګوريلو چي روسى ترجمان وو او د برژنيف خبري يې داود خان ته ژباړلې كولې ډېر ناراحته كى پسله څه ځنډه يې د برژنيف خبري ترجمه كړې. برژنيف ګيله وكړه چي د ناټو هيوادو بعضي كارپوهان په افغانستان كي كار كوي. همدارنګه د ملګرو ملتو او په ځينو نورو كومكي پروژو كي د دوى نفر ډېر سويدي په دمخه كي د افغانستان دولت د ناټو هيوادو غړو ته اجازه نه وركول چي د افغانستان په شمال كي كار وكړي، شوروي اتحاد دا انكشافات خطرناكه بولي او د افغانستان د حكومت څخه غوښتنه كوي چي دا خلګ د خپل وطن څخه وباسي ځكه دا جاسوسان دي او د امپريالستي هيوادو دپاره كاركوي.
د مجلس په فضاء كي يو سوړ سكوت خپور سو ځيني روسان په ښكاره ډول شرمنده ښكارېدل افغانان هم خوابدي معلومېدل.
داود خان ته مي كتل ډېر په قهر معلومېدۍ، برژنيف چي خپلي خبري خلاصي كړې د داود خان وارسو په ډېر قهر او درد سره يې برژنيف ته جواب وركړى چي دا جواب روسانو ته هم غير منتظره وو.

داود خان وويل: هغه خبري چي اوس د شوروي اتحاد رهبر وكړې هيڅكله زموږ د قبول وړ نه دي د افغانانو په فكر داخبري زموږ په داخلي چارو كي ښكاره مداخله ده، موږ د افغان او شوروي دوستي ته قايل يو، مګر پدې رقم نه چي زموږ په داخلي چارو كي لاسوهنه وكړي زما د داود خان خبري ټكي په ټكي په ياد دي چي برژنيف ته يې وويل د لارښووني اجازه موږ هيڅ چا ته نه وركوو چي څنګه خپل مملكت اداره كړو، دا چي موږ څوك په افغانستان كي استخداموو داچي موږ هرځاى خارجي كارپوهان په كار اچوو انحصاراً او كاملاً د افغانستان د دولت حق دى كه لازمه وي افغانستان به فقير پاته سي مګر په خپل تصميم نيولو كي به آزاد پاته وي. داود خان ددې خبرو وروسته د چوكۍ څخه ولاړ سو ټول افغانان د ځايه پورته سول، د خداى په اماني په ډول يې روسانو ته سر وښوراوه او د وتلو د دروازې پر خوا رهي سو، برژنيف په زحمت د چوكۍ څخه راولاړ سو پودګورني او كاسيګين هم ورسره ملګري وه، روسي ترجمان ترشا په پسې وو په تلوار د داود خان خواته روان وه برژنيف غوښته هغه خبري چي ده كړي وې بېرته يې ترميم كړي.

وحيد عبرت داود خان ته كرار وويل د ديپلوماټيك نزاكت په خاطر بايد د روسانو سره سمه خداى په اماني وكړو كه نه د مسكو سفر به كاملاً ناكامه سي، داود خان تر لنډ ځنډ وروسته بېرته راوګرځېدئ، برژنيف ته يې لاس ور اوږد كړ، برژنيف د تبسم په حال كي ورته وويل تاسو زما سره د يو خصوصي ملاقات غوښتنه هم كړې وه داود خان په لوړ آواز وويل: ” دداسي ملاقاتو هيڅ ضرورت نسته” ، وروسته يې د پود ګورني او كاسيګين سره هم خداى په اماني وكړل په تلوار د اطاق څخه راووتئ دا د برژنيف او داود خان آخري ملاقات وو.
ددې وروسته مير اكبر خيبر ترور سو، خلق ګوند دده ترور پر دولت تاوان كړ او يوه مظاهره يې وكړل او د خيبر د ښخېدو په مراسمو كي يې د دولت ضد خبري وكړې دولت د خلق ګوند ټول رهبران بنديان كړل.

څرنګه چي روسان په دې وبېريدل چي داود خان زموږ نفر اعدام نكړي نو يې خپلو اجنتانو ته قومانده وركړل او د داود خان پر ضد يې كودتا پيل كړل. د ثور پر اوومه 1357 كال زه په كابل كي وم كمونستانو د داود خان پر كور سخته بمباري شروع كړل د ماښام د آذانه سره سم كمونستانو خپل برى اعلان كړ او داود خان د خپلي كورنۍ د 19 تنو سره په شهادت ورسېدى. ددې ورځي جريانات به عليحده وڅېړو.
حسن شرق په خپل كتاب (كرباس پوش هاي برهنه پا)كي ليكي چي د مير اكبر خيبر قتل هم د كمونستانو
كار وو پدې خاطر چي د افغانستان كمونستان يې و قيام ته آماده كړل.

حسن شرق اضافه كوي چي داود خان د برژنيف خبره ونه منل او دى يو مسلمان او ملي شخصيت وو برژنيف په خپلو اجنټانو دى وواژه او حفيظ الله چي يو كمونست وو بېله مشورې د برژنيف يې نورمحمد تره كي مړ كړ، دا كار برژنيف د ځان دپاره سپكتيا وبلل.
او حفيظ الله امين يې د خپلو مخصوصوكوماندوګانو (سپيتنازكوماندو) په ذريعه مړ كئ.
پر شهيد داود خان باندي ستراستاد رشاد صاحب يومرثيه ويلې ده چي تاسوته يې وړاندي كوو:

بې صبري نه وي عادت د اتلانو
كه نه سخته ژړېدونكې دا صحنه ده
ده په فخر دواړه مچ كړه پر تنديو
ويل خدايه ستا ددين دا نذرانه ده
زما په زړه چي څه تېريږي ته خبر يې
ستا توفيق دى چي سپر ورته سينه ده
هر كاته مي ننباسي ستن په كـسو
هر فرياد مي په غوږونو كي سيخچه ده
واى پر وخت د ځكندن كي ده ويله
دا پرننګ د سرښندوني حماسه ده
دا سره مځكه افتخار د پښتون قام ده
دا ټـينګار د افغانانو كارنامه ده
دا يادګار په اوښكو پرې نه ولئ نياز منو
كربلا د محمدزيو دا كوټه ده
په دې ترڅ كي يو غيبي ږغ دا ويله
په تېر نه وزئ سړو ټګه زمانه ده
دا د هغو نازولو وژلتوب دى
وركه كړې چي يـې ظلم هديره ده
دوى چي ولمبل په ډنډ كي د سرو وينو
د غوايي اوومه ورځ شپه يې جمعه وه
شهادت چي پرې زياتى سي معنوي سي
يو زر درې سوه اووه پنځوس سنه وه
چي مړې سوي د داود د ژوند ډېوې دي
زموږ پر مېنه د نحسيت تيارې خوري دي
بمبارۍ دي ويرانۍ دي بربادۍ دي
دښمنۍ دي شپه او ورځ جنګ او جګړې دي
خروښېدلې خښمېدلې زمانه ده
بيا له قهره د فولاد تر كُرسي سره ده
دردېدلې، سوږېدلې سورېدلې
د زُحل په نقض مدار كي يې دوره ده
په بختو پوري يې اور دى لګولى
پر تختو يې ګمارلې صاعقه ده
ويرانۍ دي نېكبختۍ ته يې ملا تړلې
دښمني يې له طالع سره ښكاره ده
وكابل ته يې پارولي بدمرغۍ دي
خاص و ارګ ته يې رالېږلې فاجعه ده
نولس كسه د يوه كور دلته مړه دي
د ټيپيانو يې اووه تنه شمېره ده
خو ټكېدلې د ټپو چينې د وينو
د رګونو خولې دوينو فواره ده
د ټپيانو غورځي پورځي لڅي پوځي
د ويشتلو د الله الله ناره ده
داود مرګ خپل ومانه خو تسليم نه سو
ده ول غاړه چي كږيږي ماته ښه ده
د چاژوند په سيكاوي سره تريخ مه سه
د دښمن تر ژوند تر بند مړينه خوږه ده
خدايه وينم د عمراو خالد مړي
دا كوټه مي د اولاد په وينو سره ده
ښه چي ننګ د پښتونوالي مي پرځاى كى
نن زما او اولادونو عاشوره ده
لنډوه يې لنډوه يې لويه خدايه
تر مرګ سخته دا د ژوند وروستۍ شپه ده
غبرګ ځوانان زامن يې مړه كړل دده مخته
ده ويل زما رضا د خداى د رضا مله ده
نه دده د سترګو راغله څاڅكى اوښكه
نه يې آه چا اورېدلى نه ناله ده

داود خان دي خداى وبخښي دى په رښتيا يو ملي او مسلمان شخصيت وو دده د مشهورو ويناوو څخه يوه دا وه:

چي تصميم د بري لومړى شرط دى!
ده به كله د علامه اقبال دا شعر هم وايه:
قباي زندګاني چاك تاكى
چو موران زيستن درخاك تاكى
بيا پرواز از شاهيني بيا موز
تلاش دانه درخاشاك تاكى

د يوې بلي بيانيې په آخره كي يې د اقبال دا بيت ووايه:

مذهب زنده دلان خواب پريشاني نيست

  ملکه ثریا
  ملالۍ میوندۍ
  الماسه غازي ادې څوک وه

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close