پښتو ګرامر

شعري توکو ته نوی لېد~ د شعر توکي

 د شعر په اړه اکثریت شعر پېژندونکي، له افلاطون او ارسطو رانېولې تر ننه، په دې آند دي، چې شعر اساسي توکي لري، که په دې اړه د دغو ښاغلیو نظریات دقیق ولوستل شي، ډېری یې تخیل، فکر، عاطفه، احساس، اهنګ او وزن د شعر لپاره اساسي توکي بلي؛ خو چا په یوه خوا ډېر تمرکز کړی او چا په بله.

څه چې د ډېریو تر منځ مشترک بریښي، هغه تخیل دی، زیات شمېر یې په دې آند دي، چې تخیل د شعر اساسي او مهم توک دی. ایا پورتني توکي رښتیا په شعر کې اساسي دي؟ تخیل چې دوی یې تر ټولو اساسي او مهم بلي، که په شعر کې نه وي، شعر رښتیا نه پاتیږي؟ دغو پوښتنو ته د ځواب پر موخه اړ یو چې لومړی تخیل په لنډ ډول وپېژنو: تخیل یو ابداعي ځواک دی، چې ټول نه؛ خو یو زیات شمېر انسانان یې لري، د دغه ځواک په وسېله انسان د طبعت اجسامو او پدېدو ته له نوې زاویې ګوري، مثلا: اوبه د طبعت یو جز دی او خندا هم یوه پدېده ده، چې په طبعت کې شاملو انسانانو ته منصوبه ده.

د اوبو او خندا تر منځ کومه اړیکه نشته، خو که شاعر راته ووایي، چې (اوبو خندل) دا نو تخیلي ترکیب شو. تخیل یو داسې قوت دی، چې د شاعر په حافظه کې د پرتو تصوراتو تر منځ د مشابهت یا حتی تضاد له مخې اړیکې کشفوي او بیا د همدې اړیکو پر بنسټ مختلف تصورات سره یو ځای کوي او یو نوی تصویر ترې تراشي، چې اجزا یې د طبعي عناصرو له تصوراتو څخه اخېستل شوې وي، خو دا نوی تصویر په طبېعیت کې نه موندل کیږي ( درمل، احسان الله، شعرستان، ۲۷ مخ.)

په طبېعیت کې شته شیان او پدېدې د حواسو له لارې په ارګانېزم باندې اغېزه کوي، د ادراک له لارې پېژندل کیږي، که شی غایب وي، احساس او ادراک هم محوه کیږي؛ خو د هغه شي اثر(ایماژ یا تصویر) په ذهن کې پاتې کیږي، که دغه ذهني تصویرونه په اصلي صورت څرګند شول، تداعي یادونه ده او که په بدله څېره کې ظهور وکړي، تخیل دی.

روهي، محمد صدیق، شعر پېژندنه (۴۲،۴۳ مخونه.) موږ مخکې وویل چې یو زیات شمېر شعرپېژندونکي تخیل په شعر کې اساسي توک ګڼي.

اساسي توک څه مانا؟ څه مو چې په یو څیز کې اساسي وګڼل، په دې مانا چې دا باید حتمي پکې وي، که نه وي، هغه څیز به هم نه وي.

که تعمیر بنسټ ونه لري، تعمیر هم نشي جوړېدای، که ونه رېښې ونه لري، تنه نشي سازېدای. په شعر کې هم چې موږ د اساس خبره کوو، نو دا مانا چې که چېرته دغه توک په شعر کې نه وي، شعر نه بلل کیږي. موږ لا هم د ارستو او افلاطون په خبرو شخوند وهو، ارستو له مېلاده درې څلور پېړۍ وړاندې وویل، چې تخیل د شعر اساسي توک دی، موږ دا خبره پسې ونېوله، آن تر دې چې د اوسني وخت سترو شعر پېژندونکو مو هم دا تار پرېنښود.

احسان الله درمل د شعرستان په (۲۷) مخ کې لیکي: (( تخیل د شعر له بنسټيزو توکو څخه یو دی.))

د درمل صیب په آند شعر نور اساسي توکي هم لري؛ خو یو یې تخیل دی، یانې که د تخیل ترڅنګ دا نور توکي هم، لکه: فکر، اهنګ، احساس او عاطفه، چې د شعرستان په شاهکار کې ترې یادونه شوې، ونه لري، شعرـ شعر نه دی. ښاغلی صدیق روهي هم په همدې آند دی، هغه وایي: ((د شعر تر ټولو مهم او اساسي توک تخیل دی)) (هماغه اثر،۴۲ مخ.)

راځو دې ته چې تخیل رښتیا د شعر بنسټ دی، یانې که نه وي، شعر به شعر نه بلو؟ تاسو به له پورته تعریفونو تخیل پېژندلی وي، اوس دا لاندې بیتونه ولولئ او ووایی، چې شعرونه دي او که نه؟ که شعرونه وي، تخیل لري؟

له مودو پس راغلې، حجره د میلمنو ډکه ده

تنور لمبه کړم، که سینګار وکړم، که څه وکړمه

(غر)

یوازې ته نه وې، چې لاړلې زه داسې شومه

ډېر علتونه دي زما د خاموشۍ اوففففففف

پخپله راشه ژوند مې وګوره، قانع به شې

څه به مثال درکړم، زما د بې کسۍ اوففففففف

یا دا چې:

په نیمه شپه دې ډېوه بله کړه سېنګار کوې

دا تکلف مه کوه دومره محترم نه یم

نصیر احمد شهاب

خدایه په کتاب کې مې وعده د جنت ولېده

پاڼې به همدلته ورته قاتې کړو، چې څه کیږي؟

میوند درځار

ایا دا بیتونه شعرونه نه وو؟ که شعرونه وو، نو تخیل یې لره؟ طبعا چې نه! زه خو چې تر کومه حده تخیل پېژنم، څرک یې هم نه پکې ښکاري؛ خو له شعریته یې انکار نشم کولی.

بله خبره د وزن ده، ځینې شعر پېژندونکي په شعر کې اساسي توک وزن بلي (ښه ده ووایو، چې د شعر یو له اساسي توکو یې ګڼي؛ ځکه د دوی په آند شعر څلور، پنځه اساسي توکي لري.) د وزن پېژندنې ته هم لږ تم کیږو: د شعرستان لیکوال د وزن په اړه وایي: (( تر ټاکلي زماني واټن وروسته د تناسب درک ته وزن وایي.))

مثلا: د پښتو شعر سیلابتونیک سیستم، چې که په لومړي رکن کې په هره څپه خج و، باید را وروسته رکنونه هم پر هماغه سیلاب خج ولري، نو له یو خجن سیلاب څخه بل ته له یوې ټاکلې شېبې وروسته رسیږو. تناسب په دې مانا چې په اجزاوو کې یې وحدت وینو؛ مثلا، د ومان نیازي دغه لنډ ازاد شعر:

زه له خپلې ماضي هېر یم

د جملو په فاصله کې

ندایې دي

سوالیې دي

نوم نصب او هدېره مې

دلته د هر څلور سیلابیز رکن درېیمه څپه خجنه ده او له یوې ټاکلې شېبې وروسته له بل خجن سیلاب سره مخامخیږو، د ښو الفاظو ټاکنه او په مناسب ځای کې یې د خښتې په څېر اېښودنه تناسب دی.

په عموم کې یې وزن ایجاد کړی او شعر د یو ټاکلي وزن تابع دی، چې هره درېیمه څپه پکې خجنه ده. د وزن په اړه اوسني زیات شمېر شعر پېژندونکي په دې قانع دي، چې د شعر اساسي توک نه دی. خوشحال بابا څه ویل؟

همېشه د زړه په لاس تله د وزن

زیات وکم د وزن یو توری غماز

خوشحال ځکه د وزن د یو توري زیادت او کمښت هم غماز ګاڼه، چې هغه وخت په پښتو کې سپین او لنډ کي شعرونه خو یو وار نه و، چې ازاده شاعري هم نه وه. اوس چې موږ سپین شعرونه لرو، نثري شعرونه لرو او حتا لنډکي شعرونه لرو، نو دا هم د منلو ده، چې وزن په شعر کې اساسي توک نه دی.

د اناهیتا روهي (تربتې چېغې) د مصطفی سالک (د اوښکو موسکا) او د ومان نیازي (د سکرو بخۍ ) به څوک په کوم دلیل د شعر له خوني وشړي؟ حال دا چې دغو اثارو کې له استثنایي شعرونو پرته موږ وزن نه لرو.

تاسو دغه بې وزنه، خو له سروره ډکې ټوټې درسره ولولئ:

د لمر په شان وځلېدې

سوړ نظر دې را تود کړ

له سترګو مې خولې وڅڅېدې

یا دا چې:

پام

چې ګوتې دې

پولۍ نشي

دا اوښکې

اېشېدلې

د شنو سترګو

په لمبو دي

اناهیتا روهي ــــــ

دباندې

سخت ساړه دی

خپله څرمنه کې ښه یم

ومان نیازی دا شعري ټوټې، هیڅ ټاکلی وزن نه لري، خو له شعریته یې نشو منکرېدای. درېیمه خبره د اهنګ ده. اهنګ تر وزن عام دی. وزن د اهنګ جز دی. په اهنګ کې د شعر داخلي موسیقي، خارجي موسیقي او حتا معنوي موسیقي راځي(شعرستان.)

دا چې اهنګ دومره عام مفهوم دی، نو په دې کې نه یوازې د وزن رول مهم دی؛ بلکې د ایجاد لپاره یې لازمه ده، چې د شعر هاغه نور توکي هم لاس پکار شي؛ لکه: خیال، عاطفه، فکر. بیا نو زما په آند اهنګ د شعر اساسي توک شمېرل نه دي پکار، بلکې ښه ده، چې شعر د اهنګ یو توک وبلو. شعر پېژندونکي فکر هم د شعر اساسي توک ګڼي. فکر په ټوله کې د شعر منځپانګه ده، د شعرستان خبره، په شعر کې د (شاعر څه وایي؟) پوښتنې ځواب فکر دی.

خبره دا ده، چې که په شعر کې فکر نه وي او د نورو توکونو پر مټ پکې شعریت په غورځنګونو وي، د شعر له دایرې یې وباسو؟ ګل پاچا الفت پخوا ویلي ول، چې تاسو له شعر او شاعره علمي حقایق مه غواړی، د شعر هدف حقیقت نه؛ جمال دی. موږ ولې شله یو، لا هم په شعر کې د تصوف او فلسفې شتون ته لېوال یو؟ لا هم د هر شعر په اورېدو سر خوروو او وایو، غټه مانا پکې پرته ده؟ که شعر هم د افکارو د بیان وسېله شي، نو له نثره څه وغواړو؟ د ژان پول سارتر په آند، شعر خپله غایت دی. بېدل به ویل:( شعر خوب معنی نه دارد.) روهي، هماغه اثر(۳۸ مخ.)

زه دا نه وایم، چې شعر کې دې فکر نه وي. فکر په شعر کې هغه اړخ دی، چې شعر ته د ژوند کولو استحکام ورکوي؛ خو په دې شرط چې د شعریت په خم پکې رنګ شي. خبره دا ده، چې فکر د شعر اساسي توک ګڼل له شعر او شاعر سره ظلم دی. دا دا مانا لري، لکه څوک چې له ګلابه د خېټې د مړېدا تمه ولري. موږ پخوا هم له فکره پرته شعرونه لرل، اوس یې هم لرو، د شعر له دایرې یې باسل مستدلل نه ښکاري. د ومان نیازي د یو شعر څو ټوټې ولولئ:

لمر لکه نارنجي

نسکوره پیاله

نیم له غره پنا

نیم ښکاره دی

زه د پرانیستې غېږې

د وږم په څېر

نا کرارې نندارې ته ولاړ یم…

لمر خپلې وروستۍ وړانګې

لکه د زرتارو مزي

له دنګو څوکو نغاړي

له کړکۍ سره

یو څوک د څراغ ښېښه پاکوي

د ناکراره بنګړیو

د شرنګي له توسنه یې

سندره نشم اورېدلی

یوه نیمه واورم

خو د کار خبره

په منځ کې شرنګ ووهي

دلته شاعر څه وایي؟ هیڅ! که له فکري خوا ورته وګورو، نو شاعر خو په ګډو وډو سر دی. خو ولې خوند راکوي؟ ځکه چې دلته موږ ژوندي انځورونه ګورو، چې د خیال په رنګ لړلي دي. که فکر د شعر اساسي توک بلو، نو دا شعر به هم د شعر له خونې باسو؟

بله تر ټولو مهمه خبره عاطفه ده. عاطفه د بهرنیو پېښو پر وړاندې د انسان غبرګون دی، دا ممکن خندا وي، ژړا وي، قهر وي، مینه وي او یا نور… خو دا هم اساسي توک ګڼل بې ځایه افراط دی؛ ځکه اول خو عاطفه په انسان پورې مربوطه ده، انسان عاطفه لري، نه شعر، ښه ده ووایو: شعر باید عاطفي ځانګړنه ولري، چې په اوریدونکو او لوستونکو کې عواطف را بیدار کړي. عاطفي ځانګړنه یا عاطفي ژبه هم ډېر شعرونه نه لري، خو د شعر له کړۍ مو نه دي باسلي.

د رحمان بابا په دغو بیتونو اجمل ښکلی په (ادبي زاویې) کې غږېدلی دی:

کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلذر شي

اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي

ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه

چې همدا غشي به ستا پر لور ګذار شي

دلته له موضوع سره عاطفي چلند نه دی شوی، خو له شعره یې باسلی شو؟

یا د غني بابا دا بیت:

نه منم نه منم مرګ انجام د هستۍ نه دی

خلاصېدل شراب په جام کې اختتام د مستۍ نه دی

دلته خو خبره تشبېهي هم ده؛ خو عاطفي نه ده. که نه نو تشبېه خو د خیال جوړونې ښه وسېله وه. د روښانیانو دورې زیاتره شاعري عاطفي خوا نه لري، خو د شعر له دایرې یې نه باسو. ځینې کسان په شعر کې د احساس په اړه هم خبرې کوي او د شعر اساسي توک یې ګڼي ښاغلي صدیق روهي خو په خپل اثر شعر پېژندنه کې له عاطفې سره مترادف هم ګڼلی دی:

((په شعر کې احساس یا عاطفه ضروري شرط دی… شعر که ښکلی وي، هیجان پارونکی، تصویر درلودونکی، په هر صورت له احساساتو او عواطفو سره اړه لري))

پېژندنه (۴۴،۴۵ مخونه.) زه چې تر کومه حده معلومات لرم، احساس د انسان په پنځه ګونو حسونو پورې تړلی دی. موږ چې په پنځه ګونو حسونو څه حس کوو، همدغه احساس دی، حواس یوازې له بهرنۍ نړۍ څخه د انسان درون ته د تصویرونو د لېږد وسېلې دي. دا خبره هم سمه نه ده، چې شعر احساس پارونکی دی؛ اصلا احساس نه پاریږي، عواطف را پاریږي. یا مثلا وایو:

شعر د احساساتو د لېږد وسېله ده. احساسات نه لېږدول کیږي، هغه خو عواطف دي چې د عاطفي بیان په مرسته یې بل ته لېږدولی شو. که د احساس خبره کوو، نو د شاعر په اړه دې یې وکړو، د اوریدونکي یا لوستونکي په اړه دې یې وکړو، شعر خو حواس نه لري، چې موږ یې بیا پکې لا اساسي توک شمېرو. نو د شعر اساسي توک څه دی؟ زما په آند په شعر کې اصلا د اساسي توک اصطلاح سمه نه ده. شعر یا خو د دغو توکونو امتزاجي شکل وي او یا له دغو توکونو یو پکې وي، که له دغو ټولو توکونو یوهم پکې نه و، ممکن شعر یې ونه بلو؛ خو تر ډېره یې راته دروند اړخ نوې خبرې (منفي انحرافات نه) او عاطفي ژبه بریښي (دا هم د اساس په مانا نه اخلو) چې شعر تر ډېره د شعر تر چتر لاندې ودرولی شي. تاسو خو به څه نه وایی؟

ماخذونه: 

۱) درمل، احسان الله، شعرستان، ۱۳۹۵ه ش، بېنوا فرهنګي ټولنه.

۲) روهي، محمد صدیق، شعر پېژندنه، لومړی چاپ،۱۳۸۹ ل میهن خپرندویه ټولنه.

۳) ومان، نیازی، د سکرو بخۍ،۱۳۹۳، علمي خپرندویه ټولنه.

۴) الفت، ګل پاچا، نثري کلیات.

۵) روهي، اناهیتا، تربتې چیغې.

۶) ښکلی، اجمل، ادبي زاویې.

بخت مرجان بختیار

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: