سږي څه ته وایي؟

سږي د بدن سااخيستنيز غونډال کې ډېر اهم غړي دي. مونږد سږو له لارې ساه اخلو او سا بېرته باسو. د سږو تر ټولو اهمه کړنه  د آکسيجن رسول د وينې بهير ته او د وينې د بهير نه  د کاربن ډای آکسايډ وېستل دي. د  گازونو دغه راکړه ورکړې په سږو کې دننه د يو ډول ځانگړو سلولونو د جال له لوري چې شمېر يې مليونونو ته رسېږي بشپړ کېږي، د دې سلولونو بڼه يو نرۍ پرده دارې پوکڼۍ ته ورته دی. تاسې چی تنفس کوئ باید په هوا کې په کافي اندازه اکسيجن وي . کله چې تاسو په ټولګي کې د اوږدې مودې لپاره درس ووایئ نو  اکسیجن په ټولګی کې لږ کیږی او د اکسيجن کمښت احساسېږی نو دا مهمه ده چې په ټولګی  کې کافی اندازه اکسیجن وی. تاسو احساس کړې دی چې مونږ  د منډی وهل په حالت کې ډیر تنفس کوو دا په دې معنا ده چې مونږ  ډیر اکسیجن ته اړتیا لرو.

پوښتنې

  1. که چیرې په هوا کې چی مونږ تنفس کوو کافي اندازه اکسيجن نه وی څه پیښیږي؟
  2. څودقیقې کولی شئ تنفس ونه کړئ؟
  3. ولې دابودلااندی په اچولو مخکې ډیر هوا اخلئ ؟
  4. یو بالون پوکړئ. وګورئ چې څنګه په یو بالون کې پس له درې خلې  پو کول بدلون راځی.  بالون  په پاڼه کې کیږدې اورسم یی کړئ.یو ځلی بیا رسم کړی ، او د پوکانی چې تاسو راوويستلې په اندازه پرتله کړي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب