اسلاماسلامي سیاست او دولتاسلامي نړۍ او امت

سيکولريزم او مسلمانه ټولنه!

په لویدیځ کې د سیکولریزم تصور له الله جل جلاله او دین څخه د انکار تصور دی، ځکه خو د لویدیځ په قاموس کې د سیکولریزم معنی په بې دیني سره شوې ده، نو که له همدغه اعتبار نه ورته وګورو د سیکولریزم او مسلمانو ټولنو ترمنځ هېڅ تړاو نه پاتې کېږي، ځکه چې د اسلام فکري تصور د ایمان او یقین تصور دی، د لویدیځ په څېر د (( شک )) تصور ندی، د لویدیځ یو شمیر پوهانو د امام غزالي (رح) په فکر کې د شک عنصر پلټلی او دا هڅه یې کړې ده چې هغه په لویدیځ کې د شک روایت ته د مقدمې په توګه وړاندې کړي، مګر دا به په امام غزالي (رح) تر ټولو ستر تهمت وي، ځکه چې امام په خپل کتاب ( المنقذ من الضلال ) کې په څرګندو ټکو لیکلي دي چې د هغه په ژوند کې داسې یوه شېبه هم نده راغلې چې هغه دې د الله جل جلاله په ذات او یا د اسلام په نورو عقایدو کې لږ شک هم کړی وي، البته د هغه په ژوند کې یوه دوره داسې راغلې وه چې هغه په خپل عصر کې د اسلام نه د کېدونکو مختلفو تعبیرونو په اړه د شک او تذبذب ښکار شوی ؤ، مګر د اسلام په اساسي باورونو کې شکمن کېدل او د اسلام نه په شته تعبیرونو کې شک کول دواړه بېلابېلې خبرې دي.

یقینا د اسلام په فکري تاریخ کې څه ډلې داسې هم وې چې د هغوی په کفر باندې د اسلامي امت اجماع شوې ده لکه معتزله، خو د معتزله تصور هم د شک او له دین څخه د انکار تصور نه دی، هغوی الله جل جلاله او دین مانه، مګر ځینې عقاید یې له اسلام سره په ټکر کې وو، چې د هغو پر اساس دوی له اسلام څخه وویستل شول.

په لویدیځ کې د سیکولریزم یو اړخ دا هم دی چې دین او حکومت باید سره جلا وي، دین باید په سیاسي چارو کې هېڅ رول او دخل ونلري، په ډاګه اعلان شوه چې دین هېڅ حکومت نلري او حکومت په دیني چارو کې بې طرفه وي، او دین د هرچا شخصي معامله ده، نو که له دغه اعتبار نه وګورو نو په لویدیځ کې سیکولریزم یوازې فکري نه بلکې تاریخي تجربه هم ده مګر د مسلمانانو په تاریخ کې سیکولریزم کله هم تاریخي تجربه نده پاتې شوې، ملوکیت او پاچاهي به وه خو سیکولریزم نشته، د مسلمانانو په تاریخ کې دین له سیاست نه کله هم ندی جلا شوی، او نه هم کله د انسان شخصي معامله ګڼل شوی دی.

مغل پاچا اکبر هم نوی دین ایجاد کړ، دغه تجربه له اسلام سره په ټکر کې وه، مګر پدې کې له دین نه د انکار هغه بڼه نه وه کومه چې په لویدیځ کې تر سترګو کېږي، بیا دا هم حقیقت دی چې اکبر د ژوند په وروستیو کې الهي دین ته بیرته وګرځید، که په دغه تناطر کې ورته وګورو نو سیکولریزم د مسلمانانو په فکري تاریخ او د مسلمانانو په تاریخي تجربه کې یو پردی او تپل شوی عنصر دی، مګر دا د سیکولریزم او مسلمانو ټولنو په اړه د خبرو یو لوری دی، د بحث بل لوری دا دی چې سیکولریزم د الله جل جلاله او دین نه د انکار ترڅنګ زمونږ فردي او ټولنیز ژوند لپاره یوه ستره تباهي هم ده۔

مګر پوښتنه دا ده چې د سیکولریزم د دغې بڼې نښه څه ده؟ ددې ځواب دا دی چې د اسلام یو تصور آخرت دی او یو تصور یې دنیا، د دغه تصور په دایره کې (( دینداري )) دا ده چې آخرت به پر دنیا په پوره توګه برلاسی وي، او د انسان ژوند به د آخرت سره د مینې نښه وي، د دغه تصور په دایره کې د (( دیندارۍ )) ضد دا ده چې انسان د دنیا په محبت کې اخته شي او دنیا په آخرت غالبه شي، ددې معاملې یو اړخ دا دی چې دنیا زمونږپه هیلو او آرزوګانو کې په آخرت باندې غالبه شي، ددې یوه بڼه دا ده چې دنیا زمونږ په خیالاتو کې په آخرت باندې برلاسه شي، د دې معاملې یو لوری دا دی چې دنیا زمونږپه پلانونو کې په آخرت باندې غالبه شي، او ددې مسئلې یو اړخ دا دی چې زمونږ ژوند په آخرت باندې د دنیا د برلاسي یو مظهر وګرځي، که سوچ وکړو نو وینو چې د سیکولریزم دغه بڼه ده چې له الله جل جلاله او د دین نه د انکار پرته هم چې زمونږ په ژوند کې یې نه یوازې سرایت کړی دی بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره تر وړاندې لا زیات مضبوطېږي.

د دغه حالت یوه نښه دا ده چې په ټولنه کې د زر پرستۍ ماده ورځ په ورځ زیاتیږي، په اسلامي ټولنه کې فضیلتونه دوه دي، دتقوا فضیلت او د علم فضیلت، خو په مسلمانو ټولنو کې ددې فضیلتونو فضیلت نه څرګند دی او نه هم ثابت، د تقوا دویم نوم شرافت دی، او شریف انسان ته په ټولنه کې بې عقله او ساده ویلی شي، د علم موضوع ته که وګورو نو مسلمانې ټولنې بیا له پوهې نه ځان بې پروا ساتي، او د هغوی په بازار کې علم هغه توکی دی چې هېڅ خریدارنلري، که څه شی ارزښت هم لري، نو هغه یوازې او یوازې پیسې دي، د پیسو سره هم داسې چلند کوي چې هغه یې ټول ژوند ګرځېدلی دی، شرافت او ښه سړیتوب له هغه چا سره دی چې پیسې ولري، پوه او ذهین سړی هغه ګڼل کېږي چې د زرو انبار ورسره وي، توانمن هغه څوک دی، چې بانکي شتمني یې زیاته وي.

یو مهال داسې ؤ چې د نجونو د رشتو په لړ کې به د یوه ځوان شرافت او اخلاقو اساسي ارزښت درلود، مګر اوس خو پدې اړه څوک پوښتنه هم نه کوي، یوازې ددې غم او هم وي چې پیسې شته؟ وظیفه لري؟ معاش یې څومره دی؟ که په ځوان کې لس عیبونه هم وي، هېڅ خبره نده خو چې جیبونه یې ډک وي، د پیسو کمی ستر عیب ګڼلی شي.

زمونږ د دنیا پرستۍ یوه ستره نښه زمونږ د تعلیم نظام دی، په اسلامي تاریخ کې د پوهې له لاس ته راوړلو څخه دوه ستر هدفونه وو، یو دا چې د الله جل جلاله په پېژندلو او معرفت کې مرسته وکړي، دوهم دا چې د علم پر بنسټ د تخلیق او ایجاد دود پرمخ ولاړ شي ، او علم د علم په پرمختګ کې خپل رول ادا کړي، مګر مونږ خو علم له دغو دواړو هدفونو نه شلولی دی، او یوازې له یوه مقصد سره مو تړلی دی، چې هغه د وظیفې او معاش لاس ته راوړل دي، مور او پلار خپلو بچیانو ته حکم کوي چې سم درس ووایي ترڅو ښه دنده او معاش پیدا کړي، خپلوان خپلو نزدې ماشومانو ته د همدې هدف تلقین کوي استادان هم همدغه هڅه کوي چې خپلو شاګردانو سره د ښو او غوره امتحاني نتایجو په برابرولو کې مرسته وکړي څو هغوی لدې لارې ښې وظیفې ته ورسېږي، که له دغه نظره ورته وګورو وینو چې ټوله ټولنه لګیا ده نوی نسل د تباهي په لور بیایي او د خوند خبره خو یې دا ده چې ویاړ هم پرې کوي، د تعلیم دغه بیلګه او نمونه د سرسید احمدخان ( د هند په لویه وچه کې یو شخصیت ؤ چې له انګستان سره یې اړیکې لرلې او تجددي نظریات یې درلودل ) نمونه ده او په ولسونو کې یې ډیر مینه وال هم پیدا کړي دي، د دغې نمونې په لیدو سره اکبر اله آبادي په یوه شعر کې وویل: سید چې اوچت شو او نوی تعلیمي نظام یې راووړ نو په لکونو روپۍ یې ټولې کړې خو چې شیخ قرآن خلکو ته په وړاندې کېښود دوه روپۍ هم چا ورنه کړې، د سید نمونه د نوي علم او قرآن کریم د پخواني علم استازیتوب کوي، خلک وایي چې اوس مهال د قرآن په ښودلو سره هم پیسې پیدا کېږي، سمه خبره کوي خو له بده مرغه مونږ قرآن کریم د دنیا لپاره لولو او د پیسو لپاره یې نورو ته ښیو، زمونږ د دنیا پالنې یو اړخ دا دی چې زمونږ وړتیاوې، توانونه او د وخت زیاتره برخه هم د مال او اقتصادي لاس ته راوړنو په لاره کې مصرفیږي، د دیني ژوند لپاره نه زمونږ غوره وړتیاوې کاریږي، نه بهترین وختونه او نه هم غوره توانونه، پدې برخه کې چې زمونږ د وړتیاوو، توانونو او وخت نه کومه برخه اضافه پاتې شي نو هماغه دیني ژوند، دیني کارونو او دیني هڅو ته ورکوو، په داسې حال کې چې الله تعالی هېڅ کله هم پدې نه خوښیږي چې اضافه او هغه څیزونه چې په بل ځای کې په درد نه خوري ، د الله جل جلاله لپاره استعمال شي، مګر دا خبره نه زمونږ په فردي او اجتماعي شعور کې چېرته موجوده شوه او نه مو پرې کله د شرم احساس وکړ، لدې نه ثابتیږي چې دین زمونږ د ژوند متن نه بلکې یوازې حاشیه ده ، زمونږ د ژوند متن دنیا او د هغې سره مینه ده، دا له سر نه تر پایه د سیکولر طرزفکر او طرز حیات دی خو مونږ پرې د اعتراف او درست ادراک جرات نلرو.

شاه نواز فاروقي
ژباړه: عبدالفتاح جواد

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: