سلوک څه شی دی، آيا کولای شو بدل يې کړو؟ د سلوک بنسټونه

د ډاکټر “همسټټر” د خبري سره سم سلوک هغه څه دي چې موږ يې کوو او يا يې نه کوو.

نو د سلوک مانا کړه و ړه دي چې څه ډول به يې موږ تر سره کوو او څه ډول به يې نه تر سره کوو؟ . . . او همدا زموږ د برياليتوب او ناکامۍ څرګند او ځواکمن عامل دی. مانا دا چې که ته خپل کار خوښوي؛ نو ستا کړنې به په ډېر ښه ډول تر سره کيږي او که يې نه خوښوی؛نو کړنې به دې کمزوري وي.

د بېلګې په ډول که ته غواړې په کومه نوې ژبه خبري وکړي؛ نو ته به لومړی دا زده کړې چې څه ډول په دې ژبه سمې خبري وکړي. . . دغه راز لوستل، ليکل، وينا کول، ورزش کول او داسې نور. . .

کومه نتيجه چې ته تر لاسه کوي هغه به ستا د کړو وړو او سلوک انعکاس وي؛ نو که ستا سلوک مثبت وي نتيجه به هم هرومرو مثبته وي او که ستا کړه وړه منفي بڼه ولري؛ نو تنيجه به يې هم منفي وي. . .

د بېلګي په ډول يوځای يوبهران رامنځته شوی او ستا په لار کې خنډ جوړوي  او ته نشې کولای پر خپل وخت له خپل ځای نه ووځي؛ نو هرومرو به ته په داسې وخت کې خپل ټول ځواک کاروي او پرځان به له کچې زيات فشار راوړي،  او که ته په داسې وخت کې له موکې ګټه پورته کړی، مثبت سوچ وکړي او داسې پته وغږوي چې په هغې کې ستا د پاره ګټور معلومات وي؛ نو نتيجه به يې هرومرو بل ډول وي.

[irp][irp]

د سلوک بنسټونه

 لومړی بهرني لاملونه:

مخکې موږ وويل چې بهرني لاملونه کولای شي ستا پر افکارو، سلوک او چلند باندې پوره اغيز ولري، دلته همدا لاملونه  په لنډ ډول را اخلو:

 ۱-  د مور او پلار  روزنه:

د مور او پلار غېږ هغه لومړۍ ځانګوه ده چې د ماشوم په افکارو او سلوک کې بنسټيز رول لوبوي، که ته ويني چې مور او پلار دې نيک چلند کوي، غوره خبرې کوې، لمونځ کوي. . .

نو ته به د هغوی تقليد کوي. . .  او که تا ته ووايي چې پر هيچا باور مکوه او له خلکو و ډاريږه ځکه چې دوی په حقيقت کې ځناور دي؛ نو نتيجه به يې دا وي چې  ته به پر خپلو ملګرو باور نه کوي او پرشاو خوا ټولو خلکو به شک کوي.

دغه راز که ستا د مور او پلار کړه وړه مثبت وي او د هر ډول ګواښونو په وړاندې يې غبرګون زړور او چټک وي؛ نو ستا تګلاره به هم هغوی ته ورته وي.

  ۲- د ښوونځې روزنه:

ښونځی يوازې د درس خونه نه ده بلکې د زده کونکي د پاره د معنوي ځواک و ربخښلو يوه ځاله هم ده، زده کونکی د خپلو استاذانو چلند ته ځېر وي او د هغوی ټول کړه وړه تعقيبوي، که استاذ د کوم زده کونکی سره دمور او مېرې چلند کوي،  يا شاګرد بېلاري شي او خپل استاذ ته د قدر په سترګه نه ګوري؛ نو هرو مرو به د همدې استاذ په مضمون کې پاتي راځی، او يا د کوم مضمون سره مينه نه لري؛ نو غالبابه په هغه مضمون کې دی تر نورو پاتي راځي.

د بېلګي په ډول ته په ښوونځي کې د رياضی سره مينه نه لري؛ نوغالبا به ته په همدې ماده کې کمزوری او په اړه به يې منفي فکر کوي، او کومه تګلاره چې په ښوونځي کې ستانور ملګري کاروي، هغه ستا پرشخصي سلوک بشپړ اغيز لري. . .

 ۳- د ملګرو اغيز:

که ته د داسې ملګرو ټولګی غوره کړي چې ناوړه کارونه کوي، خپل قيمتي ژوند په بې ځايه مجلسونو، ټوکو ، خنداوو  او قمار کولو کې تېروي؛ نو ته به هرومرو له هغوی نه اثر اخلي او په و رته کارونو به لاس پورې کوي او که برعکس د نيکانو خلکو سره دې ملګرتيا وی؛ نو ستا کړه وړه به هم مثبت وي. . .

که چېري يو زده کونکی له ښوونځي و تښتي او يا په قمار او مخدراتو اخته شي؛ نو دا فکر به يې له ملګرو اخيستی وي ځکه دوی پرسلوک بشپړ اغيز کولای شي.

 ۴- د رسنيو اغيز:

که چېري ته داسې خپروني اوري چې په هغو کې د هندي او غربي بې دينه او اسلام ضد ثقافت خپريږي، يا داسې فلمونه يا ډرامې ګوري چې په ټولنه کې اخلاقي فساد او عياشي ته لار هواره وي؛ نو هرومرو به ته تر اغيز لاندې راځي او ورته سلوک به خپلوي.

” په ۲۰۰۹ زېږديز کال کې زه کابل ته ولاړم، هغه مهال هلته د عياشي بازار ډېر ګرم و، د کابل شهرنو سيمي ته ولاړم هلته حالت بيخي بل ډول و، ما فکر کاوه لکه د هند په دهلي ښار کې چې ګرځم يا خوب وېنم لکه  د اروپا په کوم ښار کې چې ناست يم، په هر خوړنځای او تمځاي کې به هندې فلمونه لګېدلي و، چې کوم خوړنځای ته به ننوتلې د خلکو مخ ته به خواړه پراته و او ټولو به مخامخ د هوټل ولړې المارۍ ته کتل او سترګي به يې له حيرانتيا داسې بوټې راوتلي وي تابه ويل که کوم  اسماني تندر  رانازلېدونکی دی. په لارو او کوڅو کې به ځوانانو يوبل ته د تېر ماښام هندې سيريالونو کيسې کولې او له همدې به يې خوند اخيست او د ماښام د لمانځه وروسته به داسې چوپتيا وه لکه کومه لويه غمېزه چې پېښه شوې وي، چې ومې پوښتل چاراته وويل چې په دې وخت کې دوی هندې سريالونه ګوري، په لويو جوماتونو کې به د جمعې پروخت د څلور پنځه سپېنږېرو پرته بل هيڅوک نه  ليدل کېدل.

خو کله چې په ۲۰۱۱ د جولای په مياشت کې بيا کابل ته ولاړم، هلته حالات ډېر بدل شوي ول، اصلاحي راډيو يې او ټلويزونې خپرونې کېدلې چې څلېرويشت ساعته به يې ديني معلومات خپرول او د خلکو په تېره بيا د ځوانانو ديني پوښتنې به يې ځوابولې، او په همدې مياشت کې د کابل په عيدګاه کې د تبليغي جماعت يوه ستره اجتماع هم و شوه چې تر بل هر وخت پکې ډېروخلکو ګډون کړی و؛ نو دې حالاتو ته په پام سره رسنۍ کولای شي تر ډېره حده په حالاتو کې پراخه بدلون راولي.

دوهم : تجربې او معلومات

 ځينو څېړونکو د سلوک تر لاسه کولو د څرنګوالي په اړه يوه څېړنه وکړه، دوی په يو لوی لوښي کې موږک پرېښود، د لوښي په بله برخه کې يې اوړه کېښودل او ورسره يې په شل سانتي متره کې يو برېښنايې تار تېر کړ او برېښنا يې ور پرېښوده. . . موږک به پر تار د تېرېدو پروخت د برېښنايې تار د شاټ له امله هواته ټوپ وواهه او بيا به د اوړو لوري ته ور واوښت، څېړونکو اووه ورځې دا تجربه تکرار کړه، بيا يې برېښنا يې تار لري کړ اوموږک يې ور پرېښود، موږک به د خپل ورځني معمول سره سم کله چې د برېښنايې تار ځای ته راورسېد؛ نو هوا ته به يې ټوپ وواهه او اوړو خوړلو ته به ورغی. . .

  سره له دې  چې برېښنايې تار نه و؛ خوموږک به پر هغه ځای هوا ته ټوپ وواهه چې برېښنا يې تار پرې غزول شوی و، موږک د تجربې له لارې په يوځانګړي سلوک روزل شوی و چې همدا کار يې کاوه.

د انسان ژوند هره شېبه يوه تجربه وي، که دی په دقيقه توګه د خپل ژوند تجربو ته زير شي او د خپل ژوند مثبتې او منفې تجربې سره پرتله کړي؛ نو کولای شي خپل ځان ته داسې لار غوره کړي چې د ده په ګټه وي او په همدې سره په اسانه توګه خپلو موخو ته رسېدلای شي.

 درېم: د ځان قدر

پر خپل ځان باور او د ځان قدر هم ستا پرسلوک ډېر زيات اغيز لري. . . که له چا سره د خپل ځان د عزت کچه ټيټه وي؛ نو هغه به داسې کارونه ترسره کوي چې په پايله کې د ده د ناکامۍ او بداخلاقي لامل وګرځي او د دې برعکس هغه څوک چې د خپل ځان قدر کوي او په لوړه کچه خپل عزت ساتي؛ نو هغه به په بشپړ  باور او لوی زړه خپل کړه وړه تر سره کوي او تل به د غوره پايلو او نيکمرغه ژوند څخه برخمن وي.

په دې اړه “ډيمس ماکونيل” په خپل کتاب (د انساني سلوک پېژندنه) کې وايي:

“موږ چې د خپلو کړنو کومې نتيجې ترلاسه کوو هماغه زموږ سلوک د ګواښ سره مخ کوي”

څلورم: شخصي نظر

 کومه تګلاره چې ستا په ذهن کې ده او ته پرې ليدل کوي ستا پرسلوک پوره اغيز کولای شي.

او په همدې اړه اروا پوه “ماکسويل مولټنر” په خپل کتاب (سيکوسيبرنټک) کې وايي: “شخصي نظر د انسان د شخصيت او سلوک کيلي ده، که چېري ته خپل شخصي نظربدل کړي ؛نو ستا شخصيت او سلوک به هم بدليږي”.

او دغه راز وايي: “ستا ټول کړه وړه، خيالات، سلوک او آن وړتياوي هم تل ستا د شخصي نظر سره سم وي”

د بېلګې په ډول: يو پلورنکی په مياشت کې شاوخوا ۵۰۰۰ روپۍ ګټه تر لاسه کوي، دی پوره کوښښ کوي چې همدغه مبلغ لاسته راوړي . . . که موږ فرض کړو چې يو پلورونکي د مياشتي په لومړيو ۱۰ ورځو کې ۴۰۰۰ روپۍ لاسته راوړي؛ نو موږ  وينو چې دی په پاتي ۲۰ ورځو کې د نورو ۱۰۰۰ روپو د لاسته راوړلو له پاره ډېر کوښښ نه کوي؛ ځکه دی ګومان کوي چې په مياشت کې تر ۵۰۰۰ زياته ګټه نه شي تر لاسه کولی او که تر لاسه يې هم کړي؛ نو کېدای شي د ده په ګومان پايله يې د ده په ګټه نه وي.

دغه راز که يوڅوک غواړي خپل وزن کم کړي؛ نو هغه په خوړو کې ځان ته ځانګړې اندازه و ټاکي؛ نو وزن يې کميږي ، خو که دی له ځان سره فکر کوي چې بدن يې غوښين دی؛ نو بېرته به يې وزن زياتيږي او په هر ځل چې د ده وزن کميږي؛ نو بېرته به زياتيږي، ځکه چې دی خپل هماغه زاړه عادتونه خپلوي. نا انډوله خواړه خوري او هيڅ سپورټ نه کوي.

يوځل د څېړونکو يوې ډلې د شخصي نظر د اغيز معلومولو په موخه د لېسې پر زده کونکو يوه ازموينه تر سره کړه، دوی زده کونکو ته وويل چې شين سترګي خلک له تور سترګو څخه ډېر زيرک وي او کولای شي په خپلو زده کړو کې ښې نتيجې لاسته راوړي. . .

په دوو مياشتو کې د ننه څرګنده شوه چې شين سترګو زده کونکو د پوهي کچه تر تور سترګو زده کونکو لوړه شوې وه.

څه موده وروسته څېړونکو د ازمويني په موخه زده کونکو ته وويل چې دوی مخکې د شين سترګو او تور سترګو په اړه څه ويلي و په هغې کې خطاشوي و، خبره بر عکس ده، تور سترګي زده کونکي پر شين سترګو ډېر ذهن و ي…

دوه مياشتي وروسته نتيجه بيخي بر عکس راووتله، د تور سترګو د پوهي کچه ډېره لوړه شوې وه او د ها نورو د زده کړې کچه ډېره ټيټه شوې وه، د دې څخه معلومولای شو چې ستا په ذهن کې د ځان په اړه انځور پر سلوک او کړو وړو پوره اغيز لرلای شي.

 پنځم: پايله:

پرځان باور ستا د کارونو پر پايلو بشپړ اغيز لري او د هر کار پايله ستا په باور پورې اړه لري، چې په يو کار کې څه ډول ستا باور وي پايله به يې هماغسي وي. . . نو دا دواړه هغه بنسټونه دي چې په راتلونکي کې ستا پر سلوک اغيز کولای شي.

 شپږم: دريځ ارزونه

کومه تګلاره چې ته پرې خپل دريځ معلوموي او ار زونه يې کوي، همدا تګلاره ستا پرېکړې تر اغيز لاندې راولي چې په پايله کې ستا پر سلوک هم اغيز لري.

کله چې موږ يو دريځ ټاکو او بيا د هغه له مخې منفي يا مثبته پرېکړه کوو ؛نو موږ خو ښوو چې د پرېکړي سره سم سلوک وکړوو.

نو زموږ هر ډول دريځ څرګندول يا له يوې ځانګړې لارې د کوم شخص په اړه معلومات تر لاسه کول زموږ پر هغه سلوک اغيز لري چې د خپل دريځ او شخصيت په اړه يې څرګنده وو.

که موږ خپل منفي سلوک چې زموږ کړه وړه له ګواښ سره مخ کوي لري کړو او پر ځای يې مثبت سلوک خپل عادت وګرځووو؛ نو ډېر په سانه کولای شو خپل او د نورو د ژوندانه تګلوری بدل کړو، خو دا هرڅه د يوې ټاکلې تګلارې له مخې پلي کولای شو.

په دې اړه لاندې لار ښوونې په پام کې ونيسي:

 موږ بايد خپل منفي سلوک لري کړو او پر ځای يې مثبت سلوک غوره کړو.

بايد نو ر نو پر نورو خلکو د نيوکو څخه لاس واخلو او خپلې ټولې هڅې هغه لور ته واړاوه چې په مټ يې موږ نېکمرغي تر لاسه کولای شو.

  بايد نور نو خپل ځان ته په مثبته هنداره کې وګوروو.

 بايد د خپل ځان او نورو له پاره داسې سلوک غوره کړو چې هغه نګه مينه وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب