سفانه (رض) د حاتم طایي لور

د حاتم طايى لور سفانه رضى الله عنها خپل ورور يې اسلام ته راوباله
حاتم  طايى په سخاوت او وركړه كې هرچا پيژانده. هرچا به چې غوښتل د سخاوت او وركړې په اړه خبرې وكړى نو د هغه نوم به يې په ژبه جارى وو. دغه لوى شخصيت د اسلام له راوړلو وړاندې وفات شو اود ياد د نښو په ډول ترې دوه بچيان  يو لور او يو زوى پاتې شول . د لور نوم يې سفانه رضى الله عنها او د زوى نوم يې عدى رضى الله عنه وو.
په عربې ټاپووزمه كې لږ لږ اسلام خپريده .او قبيلې يوه په بلې پسې په اسلام مشرفيدلې . عدى همغه ډول پر عيسويت ټينګ ولاړ وو او د اسلام له منلو څخه مخ واړاوه نو ځكه مسلمانانو ددوى په قبيله چې طئ نوميده بريد وكړ, قبيلې ماتې وخوړه, عدى وتښتيده او خور يې د مسلمانانو په لاسونو بندۍ شوه. كله چې مسلمانانو بنديان مدينې ته ليږدول نو سفانه رضى الله عنها هم له دوى سره وه. ناڅاپه سفانه متوجه شوه  چې نبى كريم صلى الله عليه وسلم د هغې ترڅنګ تيريد، هغې موقع غنيمت وګڼله او نبى كريم صلى الله عليه وسلم يې ودراوه. هغه صلى الله عليه وسلم ته يې خطاب وفرمايه چې: اى محمده (صلى الله عليه وسلم )! زه د خپل قوم د مشر او سردار لوريم، زما پلار دخلكو سره مرسته كوله, د هغوى مشكلات يې حل كول, د هغوى ابرو او عزت يې ساتلو او هميشه به يې خلكو ته ميلمستياوې وركولې، وږى به يې مړول او په سلام اچولو كې د ټولو نه ړومبى وو. زه د حاتم طايى لوريم, غواړم چې له بنده مې خلاصه كړې, او  غواړم چې ابرو او عزت مې وساتل شي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه نجلۍ له خبرو اوريدو نه وروسته ورته وفرمايل : كوم صفتونه چې ستا په پلاركې وو هغه د يو مومن صفتونه دى, كه چيرې ستا پلار ايمان راوړى واى او له دنيا څخه مومن تللى واى نو مابه ورته د بخښنې او مغفرت دعا كوله.
رسول الله صلى الله عليه وسلم سفانه د هغې د پلار د اخلاقى لوړتياو او صفاتو په وجه ازاده كړه. رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې ليوالتيا درلوده چې انسانان د خوارۍ او ذلت څخه راوباسى او د هغوۍ عزت او شرف وساتل شي.
سفانه د يو ستر شخصيت او بزرګوار سړى لوروه او رسول الله صلى الله عليه وسلم له همدې امله د بند څخه چې هغې د ځان لپاره يو ډول ذلت ګاڼه ازاده كړه ترڅو ابرو او عزت يې وساتل شي.
نبى كريم صلى الله عليه وسلم هغه د خپلې مهربانۍ لاندې ونيوله او ورته يې وفرمايل : اى سفانې! ته په خپل تګ كې بيړه مه كوه صبروكړه ترڅو ستا خپلوان يا قبيله پيدا شى او تا خپل كورته ورسوي. سفانې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو كس ورمعرفى كړ او رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغې بارونه وتړل, د سفر توښه يې هم وركړه او هغه يې خپل منزل ته ورسوله.
د سفانه رضى الله عنها ورور عدى رضى الله عنه په شام كې وو له دې امله حضرت سفانې رضى الله عنها د شام لورې ونيوه ترڅو خپل ورور ته ځان ورورسوي.
سفانې رضى الله عنها خپل وررو ملامته كړ او ويې رټه چې ولې يې دا  په كور كې يواځې پريښودې وه چې مسلمانانو په لاسونو كې بندۍ شوه.
عدى بخښنه وغوښته او له هغې څخه يې وپوښتل چې ته د محمد صلى الله عليه وسلم څخه راغلې يې، هغه څه ډول يو سړى دى؟  نو سفانې ځواب وركړ چې ته د محمد صلى الله عليه وسلم سره مخامخ شه كه هغه ريښتيا پيغمبر وى نو د هغه سره چې هركس مخامخ كيږى هغه به د عزت او ابرو خاوند شي. او كه چيرې هغه پيغمبر نه بلكې ريئس او پادشاه وى نو مطمئن شه چې ستا په څير اشخاص د هغه په وړاندې نه سپكيږي.
عدى د خپلې خور وړانديز ومانه او هغې ته يې وويل چې ډيره ښكلې سپارښتنه دې وكړه .
عدى د خپلې خور سره په ګډه د اسلام غوښتنو ته لبيك ووايه,  ايمان يې راوړ او د اسلام په سپيڅلى دين مشرف شو.
عدى د اسلام ترسيورې لاندې خپل پاتې ژوند پيل كړ او وروسته بيا د يو قوماندان او مسلمانانو دجبهې مشراومسول شو.
الله جل شانه دې ددې خور او ورور څخه راضى شي.
ژباړه: م.ن. راشد
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب