زراعت او مالداري

سرکوسپورا د میوی داغونه

د انارو يو ډول فنګسي ناروغي ده چی عامل یی د سرکوسپورا فنګس دی. دا یو ډول تور کوچني داغونه دي په ګلانو او میوو کی لیدل کیږي، وروسته دا کوچني داغونه پراخیږي چی بلاخره میوه تخریبوي. د نوموړي ناروغی خطر هغه وخت زیات وي چی په پسرلی کي د اورښت اندازه ډیره وي.
کنترول:
هغه وخت چي د انارو ګلان په میوه بدلیږي د نوموړې ناروغی نښی باید وڅارل شي که علایم یی ولیدل شو نو د Dithane M-45 ، Captan او یا هم د Mancozeb په نومونو فنګس وژونکی د ۱۵ ورځو په موده کی د دوه څخه تر دری ځلی وشیندل شي، او اخته میوی او ګلان باید له ونو څخه ټول او یو ځای کی ښخ کړی شي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: