بیولوژيسبزي ترکاريویتامین، پروتین او معدني مواد

سبزیجات به د لمرینو شعاعو (ویټامین D) کمبود جبران کړي

د لمر شعاعوی هغه څه دی چی زموږ دځمکی پر کره باندی په یوه یا بل ډول د ټولو ژوو او نباتاتو د ژوند پایښت ورسره تړلی دی ، خو ددغو شعاعو کچه د زمان او مکان له مخی توپیر کوی . ددی خبری مانا داده چی کمیت تل او هرځای یوشان ندی . دځمکی په شمالی او جنوبی برخو کی د استوایی برخو په پرتله داشعاعوی کمی او همدارنګه د ژمی په موسم کی تر اوړی نوموړی شعاعوی په کمه کچه تر ځمکی پوری رسیږی . له همدی لامله ده چی دلمرینو شعاعو د کمبود پرمهال زموږ ارګانیزم د هغو توکو د کموالی سره لاس او ګریوان کیږی چی دلمر په مټ یی په طبعی توګه ترلاسه کوی ، ځکه نو  باید په مصنوعی ډول یانی د تابلیتو دلاری او یا په کومه بله چاره دا نیمګړتیا پوره شی .

 

تر لوړ سرلیک لاندی د ( 24TIMER) پنامه ډنمارکۍ ورځپاڼی د ۱۳ / ۲ / ۲۰۱۲نیټی په ګڼه کی د یوی نوی څیړنی د پایلی په اړوند یو مطلب خپور کړی چی پښتو ژباړه یی په لاندی کرښو کی د درنو لوستونکو مخ ته ږدم :
لمر د ډی ویټامین «D-Vitamin  » یوه ستره سرچینه ده چی په مټ یی زموږ ارګانیزم پخپله د ژوند دا اړین توکۍ تولیدوی . داچی د ژمی په تیاره موسم کی د لمر شعاعوی لږ دی نو بدن مو خپله اړتیا ددغی لاری پوره کولای نشی ، مګر د نوو څیړنو په برکت دا امکان تر لاسه شویدی چی ارګانیزم مو د خوړو وړ سبزیجاتو څخه د « D-Vitamin » په ګډون اړین ویټامینونه پلاس راوړی .
د خوراکی موادو په انستیتوت کی د « Rie Bak Japelt» پنامه د یوه څیړونکی د نوو بریاوو په مټ داسی امکان ترلاسه شوی چی د « UVB»(۱) شعاعو په مرسته کیدلای شی په نباتاتو ( سبزیجاتو ) کی د ډی ویټامین کچه لوړه شی او کله چی یی انسانان وخوری ، ارګانیزم یی دا توکۍ تری نه جذبوی او خپله اړتیا ورباندی پوره کوی . نوموړی څیړونکۍ وایی : دڅیړنو پایله ددی لیرلید ښکارندویی کوی چی د « UVB» شعاعو کارول دیوه متود په توګه په نباتاتو کی د « D-Vitamin » کچه  لوړوی او داکار په ځانګړی ډول د ژمی په موسم کی د ډیر ارزښت وړ دی ځکه چی پدی وخت کی دلمرینو شعاعو کچه نیمګړی ده . که چیری د بیلګی په توګه د رومیانو ( رومی بادنجنو ) او کچالو پاڼو ته د « UVB» شعاعوی ورکړل شی ، دهغو نباتاتو په پرتله چی دا شعاعوی ندی ورکړل شوی ، د « D-Vitamin » کچه یی د ۱۸ څخه تر ۶۴ ځله پوری جګیږی  او دا یوه د پام وړ کچه ده . پدی توګه به موږ وکړای شو د ژمی په موسم کی د سبزیجاتو دلاری خپل د اړتیا وړ « D-Vitamin » ترلاسه او دلمرینو شعاعو نیمګړتیا جبران کړو . څیړونکۍ داهڅه هم کوی چی په همدغه ډول په میوه جاتو کی هم د  نوموړی ویټامین د کچی جګولو امکان و څیړی . هغه پدی هکله زیاتوی : « که د نباتاتو په میوو کی هم پدی اړه بریالیتوب ترلاسه شو ، نو دا به ددغه اړین ویټامین د اخیستلو یوه بله ارزښتناکه سرچینه وګرځی .

دلوړ مطلب سره په تړاو د ویټامین دي (D) مالوماتو وړاندی کول هم اړین بولم او هغه دادی :
د انسانانو بیلابیلو ګروپونو ته پکار ده چی په یوه یا بل ډول په خپل بدن کی د « D-Vitamin » دنیمګړتیاوو و پوره کولو ته پاملرنه وکړی . دا هغه کسان دی لکه د ۶۵ کالو څخه دلوړ عمر لرونکی ، په مواظبتخانو کی اوسیدونکی کسان ، دتاریک رنګه پوست درلودونکی خلګ او هغه کسان چی تل یی ټول بدن په کالیو پوښلی وی . دغو کسانوته لازمه ده چی دتابلیت اخیستلو دلاری خپل د D-Vitamin » کمبود پوره کړی .
د نورو ویټامینو څخه د « D-Vitamin » توپیر دادی چی د انسان بدن دا ویټامین دلمر دشعاعو اخیستلو دلاری پخپله تولیدوی . خو هغه شمیر کسان چی ګوزاره یی په سیوری کی وی اویا یی بدن تل په کالیو پوښلی وی ( ماشومان او لویان ، نر او ښځی ، حامله او شیدی ورکونکی ) دلمر دسرچینو دلاری نوموړی ویټامین نشی ترلاسه کولای . هغه کسان چی دپوستکی رنګ یی توربخنه دی دهغو کسانو په پرتله چی سپین پوستی دی ، هم دا ویټامین دلمرینو شعاعو دلاری په کمه کچه اخلی . همدارنګه هرڅومره چی عمر مخته ځی د «D-Vitamin  » په تولیدولو کی د بدن وړتیا کمزوری او دځوانانو په پرتله یی دتولید کچه کمیږی .
د لمر ترشعاعو وروسته خوراکی توکی هم د ډی ویټامین دویمه درجه سرچینه ګنل کیدلای شی ، داځکه چی یوازی ځینی خوراکی توکی ددی ویټامین درلودونکی دی او په همدی خاطر ده چی دخوړو دلاری بدن د ډی ویټامین بشپړه اړتیا پوره کولای نشی . د ډی ویټامین کمښت د هډوکو د پوچوالی (osteoporosis ) لامل ګرځی چی په پایله کی یی دبدن هډوکی په ډیره اسانۍ سره ماتیږی . لدی پرته ددی توکی کمښت دبدن عضلی کمزوری کوی چی دا کار بیا په پاخه سن کی د لویدلو ( غوځاریدلو ) مشکلات رامنځته کوی . که د کلسیم درلودونکی ډی ویټامین تابلیت واخیستل شی نو کولای شی په سلو کی د ۲۰ څخه تر ۳۰ پوری د هډوکو دماتیدو او په سلوکی تر ۱۰ پوری دعضلو دکمزوری کیدو مخنیوی وکړی . د همدی لامله لوړ یاد شوی کسان باید هره ورځ د ۱۰ میکروګرام په اندازه د ډی ویټامین تابلیت وخوری او که چیری نوموړی کسان د شیدو چښلو اویا دشیدو دمحصولاتو دخوړلو سره عادت نلری نو د ډی ویټامین سره ګډ باید د۵۰۰ – ۱۰۰۰ ملی ګرامو پوری کلسیم هم واخلی چی د لسو کالو څخه د ټیټ عمر ماشومانو دپاره یوازی ۵۰۰ ملی ګرامه کلسیم هم بسنه کوی . دمواظبتخانو اوسیدونکو ته سره لدی چی شیدی اویا دشیدو محصولات هم اخلی ، باید ۲۰ میکروګرامه ویټامین ډی د ۸۰۰ – ۱۰۰۰ ملی ګرامه کلسیم سره هره ورځ وخوری .  د ژباړی پای

د ژباړونکی یادوونه :

« UVB»(۱) – دا د ماورای بنفش شعاعو هغه ډول دی چی دڅپو(موجونو) اوږدوالی یی منځنۍ کچه لری او هغه د ۳۱۵ نانومترو څخه تر ۲۸۰ نانومترو پوری دی . ددی شعاعو دڅپو زیات اوږدوالی (UVA ) د۴۰۰ څخه تر ۳۱۵ او ټیټ اوږدوالی (UVC) یی د ۲۸۰ څخه تر ۱۰۰ نانو مترو پوری رسیږی .
نانومتر ـ دا داوږدوالی ( طول ) د اندازه کولو مقیاس دی چی د یوه متر میلیارډمه برخه جوړوی .

پوهنمل حاجی محمد نوزادی /بېنوا

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: