ساینسپوهان: د ښځو د رحم سرطان درملنې په برخه کې په شلو کلونو کې تر ټولو لوی پرمختګ شوی

ساینسپوهان وايي، ښايي په تېرو شلو کلونو کې يې د رحم سرطان په درملنه کې تر ټولو لوی پرمختګ کړی وي.

د تجربونو موندنې یې د ESMO په طبي کنفرانس کې وړاندې شوې چې ښکاروي، د عامې راډيوتراپۍ تر څنګ د دوی له لوري د تجويز شویو درملو په کارولو سره د رحم سرطان له کبله د ښځو د مړینې خطر ۳۵ سلنه راکموي.

پر سرطان ناروغۍ د بريتانیا د څېړنو مرکز د دې چارې مالي تمویلونکی دی او د دې تحقیق پایلې یې د “پام وړ” بللې دي.

دغه مرکز هیله څرګنده کړې چې ډېر ژر به روغتونونه هم د رحم سرطان د درملنې لپاره دغه لار وکاروي.

د رحم سرطان د ښځو لپاره ګواښوونکې ناروغي ده.

دغه ناروغي هر کال زرګونه بريتانوۍ ښځې اغېزمنوي او ګڼې یې له کبله په دېرش کلنۍ کې مري.

له دې سره سره چې د سرطان د درملنې لپاره رادیوتراپي یوه دود او عامه لار ده او په دې وروستيو کې تر پخوا لا ډېره غني شوې ده خو پر ځينو د درملنې په درېيم پړاو کې سرطان بېرته راګرځي. نو همدا لامل دی چې په دې برخه کې نوي پرمختګونه او طریقې ډېرې اړینې دي.

د بریتانیا د سرطان څېړنو مرکز یو غړی ډاکټر اين فوکس وايي، “په سرطان درملنه کې وخت او پر وخت درملنه ډېره مهمه ده.”

دی وايي، په دې طبي تحقیق کې ورته جوته شوې چې په ځينو سرطانونو کې تر عملیات او راډيوتراپي مخکې څو ځله د کېموتراپي کول هم ډېره ارزښتمنه چاره ده او “دا د سرطان د بېرته راګرځېدو چانس کمولی شي.”

ډاکټر فوکس زیاتوي، “موږ هغو پرمختګونو ته خوښ یو چې دا تازه طبي تحقیق به یې د رحم سرطان په درملنه کې رامنځ ته کړي او هیله من یو چې د دې درملنې لنډمهاله روزنيز کورسونه به په روغتونونو کې په چټکۍ سره جوړ شي.”

رحم سرطان
رحم سرطان نښان

تحقیق څنګه شوی؟

په دې تازه څېړنه کې د رحم پر سرطان اخته ۲۵۰ مېرمنو باندې د درملنې دا نوې چاره وازمویل شوه.

دوی ته د درملنې عادي راډيوتراپۍ او د کېموتراپۍ تر څنګ د شپږو اوونیو لپاره د کربوپلاتين او پاکلیتاکسل کېموتراپي ورکړل شوه او تر څنګ یې هره اوونۍ کېمورېډيېشن ورکړل شو.

نورو یا د دویمې ډلې ۲۵۰ مېرمنو ته یوازې عادي کېمورېډيېشن ورکړل شو.

پنځه کاله وروسته ۸۰ سلنه هغه ښځې ژوندۍ پاتې شوې چې په دې نوي ډول درملل شوې وې او د ۷۳ سلنه نورو نه سرطان بېرته راګرځېدلی او نه هم خپور شوی و.

د دویمې ډلې ښځو چې په عادي ډول یې درملنه کېدله، ۷۲ سلنه یې ژوندۍ پاتې او ۶۴ سلنه نورو نه سرطان بېرته راوګرځېد او نه هم خپور شو.

د دې څېړنې د ترسروونکې ډلې مشرې مېرې مککومک وايي، “زموږ دا نوې تجربه د CTR معیاري درملنې پرتله ۳۵ سلنه ډېر د سرطان د بېرته راګرځېدو خطر کموي.”

اغلې مککومک زیاتوي، “دا په تېرو شلو کلونو کې د دې ناروغۍ [د رحم سرطان] درملنې په برخه کې تر ټولو ستر پرمختګ دی او د دواړه ډوله کېموتراپۍ درمل ډېر ارزانه او د لاس رسي وړ هم دي”

خو دوی له دې سره سره خبرداری ورکړی چې ښايي دا درملنه د رحم پر سرطان هرې اخته ښځې ته هم ګټورې پایلې ونه لري. دا هم مالومه نه ده چې که په کومو مېرمنو کې دا ناروغي ډېره پرمختللې وي نو هغوی ته به د درملنې دا ډول ګټور ثابت شي او که نه.

همدا راز یې ویلي چې ښايي د دې ناروغۍ د درملنې لپاره کارېدونکي درمل ځينې جانبي عوارض هم ولري لکه تبه، د زړه بدوالی او د وېښتانو تویېدل.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب