ساري ناروغۍ (Infectious disease)؛ ځیګر او تور ژړی

ساري ناروغۍ Infectious disease

هغه ناروغۍ چي له مختلفو لارو له یو شخص څخه بل شخص ته انتقالېږي، د ساري ناروغیو په نامه يادېږي. دا ډول ناروغۍ د تولیدوونکو مېکروبونو په واسطه منځ ته راځي. ویروسونه او یوزیات شمېر بکتریا ځینې فنجي، پروتستا او چینجیان کولی شي د بېلا بېلو ناروغیو لامل شي. لاندې تور ژیړې چي یو خطرناکه ساري ناروغي ده تر بحث لاندې نیسو.

ځیګر او تور ژړی Liver and Hepatitis B

 

ینه یا ځیګر د انسان دبدن یوه حیاتي غړی دی ، چې په بدن کې ډېرې دندې ترسره کوي لکه په بدن کې د زهرجنو درملو او توکو بې ز هره کول ، د پلازما د پروټینو په جوړښت او هضمي کړنو کې اړین رول لوبوي .ینه د بدن په استقلاب کې ارزښتمن رول لري چې په بدن کې یو شمیر کړنې لکه د ګلایکوجن زیرمه ، د هورمونو تولید،د پرین لاندې د تریخوب یا صفرا په نوم ماده تولیدوي چې د شحمیاتو په تجزیه کولوکې ارزښتمن رول لري همدارنګه ینهد سره کرویاتو په تجزیه کولو کې هم عمده رول لوبوي .

ینه یا ځیګر ته په لاتین کې هیپا ټیټ وایي نو د ځیکر ناورغیو ته  ته په لاتیني ژبه کې هيپاټيټیس وایي .هیپاټیټس بي (Hepatitis B) چې هیپا په معنا د ځیګر او بي د ویروس په معنا دی همدارنګه  هیپا ټیټس بي ته په ولسي ژبه کې تور ژېړی وايي .دغه ناروغي يوه ساري ناروغۍ ده چه په مختلفو لارو ديوه انسان څخه بل انسان ته انتقالېږي .

تور ژېړی یو ډول ویروسي ناروغۍ ده ، چې ددغه ویروس دفعالیت او زیاتیدنې اصلي ځای ینه ده.کله چې د تورژېړي ویروس بدن ته داخل شي، نو ینه کې ځای نیسي او په ینه کې په فعالیت پیل کوي، چې د څو اونیو په تیریدو سره یعني  تر ۱۲ اونیو پورې یی شتون په وینه کې څرګندیږي، چې د ینې د میکروبي کیدلو او تخریب کولو لامل ګرځي.

په ټولیز ډول تور ژېړی په ځینو خلکو کې تر ۶ میاشتو پورې دوام کوي او بیا  د ناروغ  بدن پخپله  ددې ویروس په مقابل کې معافیت ترلاسه کوي او ناروغ ښه کېږي، مګر که د تور ژېړي ویروس په بدن کې تر ۶ میاشتو زیات وخت لپاره پاتې شي او بدن پخپله دهغې په مقابل کې معافیت تر لاسه نه کړئ نو ممکن ویروس په مزمن ډول په تور ژېړي بدل شي او تر ډېرواوږدو کلونو پورې دناروغ په بدن کې پاتې شئ چې باید په دغه مرحله کې ناروغ تر لازمې درملنې لاندې ونیول شئ.که د مزمن تور ژېړي درملنه ونه شئ نو ممکن ناروغ د ینې په سیروسس او دینې په سرطانونو اخته شئ .که چیرې ناروغ دینې په سرطانونو یا سیروسس اخته شي نو بیا د د رملنې لپاره یی د روغ کس  ځیګر باید ناروغ کس ته انتقال شئ چې د ینې انتقال یو پېچلی کار دی، ځکه چې د ینې پیداکول او د هغې نقلول یوه لويه ستونزه ده.

د تور ژېړي د انتقال لارې

د تور ژېړي ویروس چاپېريال ککړولای شي او تر اوو ۷ ورځو پورې په لاړو، وینه،سیمین ( دنارینه د سپرم هغه مایعات چې فرکتوز او مالګې لري) اوښکو او د رحم دخولې افرازاتو کې ژوندې وي چې د پوستکې او مکوزا سره د تماس په پایله کې تور ژیړی روغ کس ته انتقالېږي.

ځینې وختونه د ټپونو او زخمونو له لارې لکه د پوستکې د لړمۍ کیدلو او د زخم ژیړ رنګه کیدلو سره د تماس په پایله کې تور ژېړی روغ کس ته انتقالېږي.

د ځینو شیانو یو ځای کارونه لکه د غاښونو برس ، ککړ شوي مسواک او  د ږیري خریلو وسایلو له لارې  چې دناروغ کس په  وینه ککړ شوی وي د انتقالیدو خطر یی ډېر دی.ناروغ کس که روغ کس باندې غاښ  یا خوله  ولګوي نو د انتقالیدو خطر یی شته .دوینې د ورکونۍ توکي، وینه ورکونکې کسانواو وینه اخیستونکو کسانو  له لارې تور ژېړی انتقالېږي. د جنسي اړیکو له لارې، که ښځه یا نر پرې اخته وي نو د جنسي اړیکو پر مهال  تور ژېړی د ناروغ کس څخه روغ کس ته انتقالېږي. د سلمانۍ د قیچۍ ، یا ککړ شوي پاکۍ او چړي له لارې تور ژېړی انتقالېږي .د ناروغې مور څخه ماشوم ته د حامله ګۍ په وخت کې تور ژېړی انتقالېږي.

هغه معتادین چې په نشه یی توکو روږدي دي او د ککړو پیچکاريو  په واسطه یو بل ته نشه یی توکي پیچکاري کوي نو یو بل ته تور ژېړي انتقالوي.

که چیرې د مور په وینه کې تور ژېړی مثبت (شتون ولري) وي او دماشوم په وینه کې هم  مثبت  (شتون ولري)  وي ، د تورژېړي د ناروغۍ  انتقال چانس ۹۰ سلنه زیاتوي.د ماشوم دزیږون په وخت کې د دې ناروغۍ د انتقال خطر ډېر زیات دی.

تور ژېړي په لاندې حالاتو کې نه انتقالېږي

  • تور زیړې د  تشو متیازو له لارې نه انتقالېږي.
  • تور ژېړي  دهغه لوښو څخه چې ناروغ ګټه پورته کوي تاسې وکاروئ  یا ورسره په ګډه ډوډۍ وخورئ نو روغ کس ته نه انتقالېږي.
  • تور ژیړی وايروس دروغبړ کولو په واسطه نه انتقالېږي .
  • له ناروغ کس سره یوځای ناسته او ښکلول یا مچې کولو په واسطه نه انتقالېږي.
  • د ناروغ کس سره لاس په لاس ګرځيدلو او يو ځاي خواړه خوړلو په واسطه نه انتقالېږي.
  • که ناروغ کس په عمومي حمامونو کې ولمبیږي ، یا عمومي حوضونو څخه ګټه پورته کړي ، نورو کسانو ته د تور ژېړي ناروغۍ  نه انتقالېږي.
  • د ناروغ د درملنې په وخت کې  د ناروغ د بدن سره د تماس په پایله کې نه انتقالېږي.
  • په نړۍ کې ۳۵۰ میلیونه انسانان په تورژېړي ناروغۍ اخته دي.

د تور ژېړی نښې :Signs of Hepatitis B

  • د ډېرې ستړیا احساس کول
  • خوا ګرځیدنه یا سر ګرځیدنه
  • د بدن وزن له لاسه ورکول
  • د خیټې پړسوب
  • د زړه بدوالی او کانګې
  • د تشو متیازو توروالي
  • د ډکو متیازو خاورین رنګه  کیدل
  • دبدن د پوستکې زیړوالی
  • دبدن پر پوستکې دانې راختل
  • د سترګو زېړ رنګه کیدل
  • د بدن د بندونو دردونه
  • د سر او نس دردونه
  • بې اشتهایي
  • تبه او لړزه
  • پر بدن خارښت لګیدل
  • اسهالات او قبضیتونه

د تور زیړې تشخيص

د تور ژېړی ناروغۍ دقيق تشخيص په وينه کي دلاندي معايناتوپه واسطه  ترسره کيږي.

HBsAg test

له یو څخه تر ۱۲ اونیو پورې د تور زیړې د ناروغتیا د ښودلو لپاره استعمالیږي ، که ناروغتیا تر ۶ میاشتو زیات د ناروغ په بدن کې دوام ومومي نو دا په دی معنا دی چې ناروغ په مزمن تورژېړي اخته شوی دی.د مزمن تور ژېړي د پوهیدو لپاره لاندې درې حالتونه مطالعه کوو.

د تور ژېړي د معافیتي زغم پړاو

په دغه پړاو کې HBs Ag  مثبت وي.دناروغ دوینې په سیروم کې الانین انزایم نارمل وي.د ینې التهاب او فایبروسس نه شتون یا په حاد شکل.چې د تور ژېړی دغه پړاو  ډېری وختونه په ماشومانو کې او دوخت په تېرېدو سره په ځوانانو کې ډېر لیدل کېږي.

د تور ژېړي د معافیتي فعال پړاو

په دغه پړاو کې HBs Ag  مثبت وي.دینې التهاب د فایبروسس سره یا پرته له فایبروسس کیدلو څخه.دینې دحجرو زیانمن یدل. د ALT/AST د اندازې پورته کیدل.که دغه پړاو په ناروغ کې دوام ومومي نو ناروغ په مزمن تورژېړي ، سیروزس او دینې په سرطانونو اخته کېږي. 

د تور زیړې معافیتي غیر فعال پړاو

HBs Ag مثبت وي یعنې ویروس شتون لري. HBs Ag منفي وي یعنی ویروس شتون نه لري. د ینې پړسوب او فایبروسس کیدل.په دغه پړاو کې نسبتا د ناروغ لږ خطر شتون لري چې ناروغ د ینې په سرطانو او سیروز اخته شي.

د تور ژېړي د ناروغۍ مخنيوي او درملنه

د تور زیړې درملنه  پيچلۍ ده ،ځکه  تر درملنې مخکې د ناروغ عمومي څیړل او ناروغ درملنې لپاره اماده کول یو اړین کار دی .هغه خلک چې واده لري که یوه له  دوي څخه په دي ناروغۍ  اخته وي، نو  روغ کس  بايد واکسین شي او يا دجنسي اړيکو پر وخت دکانډم یا پوکاڼۍ څخه استفاده وکړئ. که چېري د ناروغ په وینه کې (هیپټایټس سرفس انتي جن ) شته والۍ تر ۱۲ اونیو پورې یا یی په بدن کې نه شته هم دی باید د تور زیړې واکسین واخلي. د ناروغۍ د مخنیوي په خاطر که چیرې د مور او ماشوم په وینه کې د ۷ ورځو لپار ه مثبت نه وي نو بیا امینو ګلوبولین ورته ورکول کېږي.تور ژېړي په خاص ډول کوم مالوم درمل نه لري مګر بیا هم د خطر فکتورونو د مخنیوي لپاره یي  دغه درملونه کاروي. 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب