زیات خوب کونکي زر مري!؟

په موږ کې زیات خلک له اته ساعتونو زیات خوب له دې امله کوي چې د روغتیا لپاره ښه دی، مګر اوس ځينې پوهان وایي چې پدغه اندازه خوب د روغتیا لپاره په زیان دی.
په لسو کالو کې ترسره شوې یوه طبي څېړنه ښایي، څوک چې له شپږو ساعتونو نه کم او یا له اته ساعتونو زیات خوب کوي هغه ددغه اندازې نه کمه یا زیات خوب کونکو نه مخکې مري.
یانې څوک چې د شپږو ساعتو یا اته ساعتونو نه زیات یا کم خوب کوي هغه له ټول مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د واروک پوهنتون د زړه او وبایي ناروغیو متخصص فرینکو کیپوچیو ۱۶رنګه څېړنه کړې، نوموړي پدغه څېړنې کې له لسو لکو نه زیات خلک د هغه د خوب په اړه پوښتلي، او څه وخت ورسته یې بیا اړیکه نیولې او پوښتنه یې ورله کړې.
نوموړې دغه څېړنه په درې کټګوریو تقسیم بندي کړې.
هغه چې د شپږو ساعتونو نه کم خوب کوي.
هغه چې د شپږو نه د اته ساعتونو ترمنځ خوب کوي.
او هغه چې له اته ساعتونو زیات خوب کوي.
نوموړی وایي: په منځني اندازه د خوب کونکي په وړاندې د شپږو ساعتونو نه کم خوب کونکو سره یې چې دوباره اړیکه نیولې نو ۱۲ فیصدو له دونیا ګډه کړې، ددې ترڅنګ د اته ساعتونو نه زیات خوب کونکو مړینې اندازه د منځني اندازې نه ۳۰ فیصده لوړه وه.

په بله وینا:
د زیات خوب کونکو د مرګ خطره دومره زیاته ده څومره چې د شرابو نه رامنځته کېږي.
پروفیسر کیپوچیو پدې فکر دی چې، کوم خلک چې د اته ساعتونو نه زیات خوب کوي په هغوي کې کومه ناروغي شتون لري چې تر اوسه یې تشخیص ندی شوی، له دې امله نوموړی پدې فکر دی چې زیات خوب د انسان د مړینې سبب نه ګرځي بلکې د انسان په بدن کې هغه ناروغي چې انسان ډېر خوب ته اړ کوي او تر اوسه بې تشخیصه پاتې ده د انسان د مړینې سبب ګرځي.

مګر د کیپو چیو ددغه فکر سره ټول ډاکټران په یوه خوله ندي، د ایریزونا سټيټ پوهنتون یو بل پروفیسر شان ینګسټيډ دې ته ورته یوه بله څېړنه کړې چې له مخې یې ۱۴ ځوانان د درې هفتو لپاره هره شپه د اته ساعتونو نه دوه ساعته د زیات خوب کولو لپاره تیار کړي وو.
د نوموړي په وینا: دغه ځوانانو ته د دوه ساعته خوب په زیاتولو د دوی طبعیت ته ستړیا لاره پيدا کړه، ینګسټیډ وایي، د دوی زیاتو یې د سوزش احساس کوه او په وینه کې یې ای ایل 6 پروټين مقدار زیات شو، او ددغه پروټينو اړیکه د سوزش سره ده.

دغه ځوانانو د خیټې د درد ترڅنګ د نورو ناروغیو نه هم شکایت وکړه، نو ینګسټیډ یې په فکر کولو مجبور کړ، اوس نومړی د خوب په اړه څېړنه کوي چې ډېر زر به یې په اړه معلومات وړاندې شي.
په هر حال ټول پوهان پدې اند چې د خوب معیار روغتیا متاثره کوي مګر د خوب لپاره د مناست لاره لا تر اوسه نده په ډاګه شوې.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب